باران مړه ځمکه راژوندی کوی
اوله
سمانه مو پاکې اوبه راولېږلې څو په هغه باندې مړه ځمکه راژوندی کړو اوهغه څه چې له څارویو اوانسانانو مو
پیداکړی ، هغوی پرې اوبه کړو (الفرقان ۴۸-۴۹).
باران نه یواځی داچې دژوو بنسټیزه اړتیا ده دسرې په څیر دشنه
کیدو اوتقویه کیدو ځانګړتیا هم لری. باران چې دسمندر له سطحې نه تبخیریریږی اوورېځو ته رسېږی دداسې موادو درو
ودونکی دی چې ځمکه پری ددوهم ځل لپاره ژوندی کیږی. دغه څاڅکی دداسې یوډول سرې له ځانګړنې نه برخمن دی چې دسطحی
اکښل کیدونکو وړوڅاڅکو په نامه یادیږی . دغه څاڅکی دسمندر دپورتنۍ سطحې څخه جوړیږی چې بیولوجیستان ورته میک
وسکوپی پوړ وایی . دغه پوړ دملی متر له لسمې برخی نه هم کوچنی پریړوالی لری ، دډیرو عضوی موادو چې دالجی اونو
و ژوندیو میکروسکوپی موجودواتو څخه په لاس راتلای شی جوړیږی. دغه مواد سره یوځای کیږی اوفاسفورس ، مګنیزیم
اوپوتاشیم چې دسمندرپه اوبو کې ډیر لږوی اودغه راز داسی فلزونه لکه مس، جست ، کوبالت اوسرب هم ځان ته جذبوی. په
دې توګه دځمکی نباتات ډیرهغه مواد چې دخپلې ودی لپاره ورته اړتیا لری دباران له څاڅکو څخه په لاس راوړی.
هغه
مالګې چې دباران له څاڅکو سره راځی دسرې دجوړیدو لپاره یی یوه بیلګه ګڼلی شو چې حاصل پرې زیاتېږی. په Aerosol ای
سول کې شته درانه فلزات دنبات وده زیاتوی. لنډه داچې باران یوډول سره هم ده . یوه پېړۍ دباران په اوریدوسره
یوه شاړه ځمکه کیدای شی دکښت وړوګرځی . ځنګلونه هم په همدې توګه خپل داړتیا وړتوکی له سمندرونو څخه په لاس
اوړی.
په دې توګه هرکال یوسلو پنځوس میلیونه ټنه دسرې ذرې پرځمکه اوریږی. که دباران دغه ځانګړنه نه وای
دځمکې پر سر دنباتاتو کچه به ډیره لږ ه وای، اودځمکې پرسربه دژوند امکان له مینځه تللی وای. په قرآن کریم کې
دباران ددغې ځانګړتیا په اړه معلوما ت ددې کتاب له بی شمېره معجزو څخه یوه معجزه ده.
د ږلۍ ، تالندې
اوبرېښنا جوړیدل
آيا ودی نه لیدل چې الله ورېځې له هرلوری نه وشړی څو چې یوبل سره یی وتړی ، راټولې اومتراکمې
یی کړی ، هغه وخت به ووینی چې دباران څاڅکی دوریځو له مینځ نه لاندې توی شی اودآسمان له غرونو نه ږلۍ راتوی کړی
څوچې هرچاته خدای وغواړی ولږیږی اوپر هرچا یی چې وغواړی ونه لږیږی اودبرېښنا روښنایی داسې ولږیږی چې ست
ګې یووسی ( ویی برېښوی) (النور ۴۳).
په دغه آیت کې ږلۍ اوبرېښنا ته اشاره شوې. او دهواپېژندنې له اړخه هم م
وضوع په همدې توګه روښانه شوې ده. کله چې ږلۍ دیوې ډیرې سړې اوکنګل شوی برخې نه تویږی ، ورېځې برېښنایی کیږی . اوبلن
څاڅکی په دغه برخه کې کنګل کیږی اوکله چې دږلۍ دانه یا کنډرکی جوړیږی ، پټه تودوخه ترې آزادیږی . دغه تودوخه
دږلۍ سطح له دهغو کنګلونو نه چې دږلۍ په شاوخواکې شته توده ساتی . کله چې دږلۍ دانه دکنګلونو سره تماس مومی یوه م
همه پېښه مینځته راځی . الکترونونه دیوه ساړه شی نه دتاوده شی په لوری ځی . په دې توګه دږلې دانه منفی چارج نیسی .
دغه اغېزه دسړو څاڅکو اوږلۍ ددانو له تماس څخه پېښېږی او دکنګل ټوټې چې مثبت چارج لری پرې ماتېږی. دغه مثبتې ټوټې
چې سپکې دی دهوا دبهیر له لارې هوا ته پورته کیږی. اوس چې ږلۍ منفی چارج لری دورېځی لاندینی برخې ته لویږی نو له
همدې امله دوریځو لاندینی برخه منفی چارج اخلی اودغه بهیر دبرېښنا دجوړید لامل ګرځی نو له دې څخه څرګندیږی چې
ږلۍ دبرېښنا دجوړیدو لامل دی.
لاندینی آیت دبارانی وریځیو اوبرېښنا په مینځ کې داړیکو،اود برېښنا
دجوړیدو څرنګوالی روښانوی .
لکه دتوپان په څیر ورېځې په آسمان کې چې په هغو کې تیاره اوتالنده اوبرېښنا وی.
(البقره ۱۹).
بارانی ورېځې دډیر حجم اووزن درلودونکی وی چې پراخوالی یی ترددوسوو شپېتو کیلومترو پورې اوجګوا
ی یی تر دولسو کیلومترو پوری رسېږی. له دې کبله یی لاندینی برخه تیاره وی او داوبو اوکنګل دزیاتوالی له کب
ه دلمر وړانګې نه شی کولای له هغو تېرې شی . نو له همدی کبله دلمر لږه انرژی ځمکې ته رسېږی.
په دغه آیت کې دتالندې
اوبرېښنا دجوړیدو پړاوونه دورېځې دتیارې نه وروسته یاد شوی. په وريځو کې یو بریښنایی چارج جوړیږی ، کله چې هوا
ونه شی کولای دعایق په څیر عمل وکړی ددغو چارجونو ټولیدل دیوی شارتی اولمبې لامل ګرځی چې دمثبتو اومنفی چا
جونو دیوځای کیدلو له کبله مینځته راځی او دبريښنا ولتاژ ان تر یو میلیاردو ولټو ته رسیږی . دغه لمبه یا چې موږ
ورته برېښنا وایو ددوو وریځو دکتلی یاهم دوریځو دمثبتو چارجونو اودځمکې دمنفی چارجونو دټکر له امله مینځ ته
اځی. ( کله چې دوریځو مثبت چارجونه دځمکې له منفی چارج سره یوځای شی نو په ځمکه کې دتندر دلویدولامل همداوی) "
ژباړن.
ددغو چارجونو ناببره زیاتیدل دبرېښنا دخط په تګلوری کې تر لسوزرو سانتی ګریدو پورې د تودوخې لامل ګرځی
چې په پایله کې یی هوا په چټکۍ سره پړسیږی چې دتالندې دغږ لامل ګرځی.
اوتالنده دده تسبیح وایی (الرعد ۱۳).
بار(حمل) ورکوونکی بادونه
دقرآن کریم په یوه آیت کې دبارورکوونکو بادونو اودباران جوړیدل یادشوی :
موږ بار(حمل) ورکوونکی بادونه راولېږل اودهغو په اثر مو باران له آسمانه واوراوه څوچې ټولوته اوبه ورکړی
(الحجر۲۲).
دغه آیت څرګندوی چې دباران دجوړیدو لومړی پړاو باد دی . له شلمې زیږدیزې پېړۍ څخه مخکې داسې انګیرل
کیده چې دباد یواځینې دنده دورېځو راوړل دی. په داسې حال کې چې دهوا پېژندنې موندنو دباد ونډه دبارانونو په بارو
کونه کې روښانه کړه.
څه ډول چې مو مخکې وویل دسمندر په سطح کې بې شمېره حبابونه جوړیږی کله چې دغه حبابونه وچوی
بېشمېره دملی متر په سلمه برخه کوچنۍ ذرې هواته پورته کیږی. دغه ایرسولونهAerosol چې له ځمکې نه پورته شویودوړو
اولړو سره له باد سره یوځای راځی اوسره ګډېږی دځمکې پورتنۍ برخې ته اوچتېږی اوخوځښت کوی ، په پای کې دبادونو له
ارې پورته اوپورته وړل کېږی څوچې دابودبخارونو سره تماس مومی . داوبو بخار ددغو ذروپه شاوخوا تراکم کوی
اوداوبو څاڅکی جوړوی چې ټول یوځای ورېځې جوړوی اوپرځمکه دباران په څېر اورېږی. نو وینو چې څه ډول باد تبخیر شوې
اوبه دهغو ذروله لارې چې دسمندر له مخې څخه یی اخلی بارورکوی اودورېځو اوباران په جوړیدو کې مرسته کوی.
دباد
ه لاری دباران اووریځو په جوړیدو کې دغه ارزښتنا ک ټکی سلګونه کاله مخکې کله چې دطبیعی پدیدو په هکله پوهې ډیر
لږ پرمختګ کړی و په قرآن کې بیان شوی.
بله مهمه مسأله په دې آیت کې دګلانو په تلقیح اوبارورکونه کې دباد ونډه
ده.
ډیر ګلان خپل ګردونه یا Pollen دباد له لارې شېندې اودخپل ډول بقا ته ادامه ورکوی. ډیر نباتات له پرانستو(
دخپریدووړ) تخمونو سره لکه دصبردونو، دکجورو دونو، هغه هګې لرونکی نباتات چې ګل کوی اودشنې ګیاه په څی
نباتات ټول دباد له لارې القاح کېږی. باد د نبات له یوه بوټی نه بل همغه ډول بوټی ته ګرد لېږدوی اودالقاح عملیه
ترسه کېږی.
تردې وروستیو پوری دغه حمل ورکونکی میکانیزم څرګند نه وو، کله چې څرګند شوچې نباتات هم دنارینه
اوښځینه جنس درلودونکی دی دباد دغه عمل هم وموندل شو . په داسې حال کې چې قرآن له مخکې دا مسأله څرګنده کړې وه.
دباد دجوړېدو پړاوونه
اوباد ته په لوری ورکولو کې دعقل دخاوندانو لپاره نښانې دی (الجاثيه ۵).
باد
ددوو مرکزونو په مینځ کې دبېلابېلې تودوخې دخوځښت څخه عبارت دی. توپیر لرونکې دتودوخې درجې ، دهوا توپیر لرونکی ف
ارونه جوړوی اوتل له پورته نه له لوړفشار څخه ښکته ټیټ فشار خواته جاری وی. هرڅومره چې دتودوخې ددرجې توپیر
اوپه پایله کې یی دفشار توپیر زیات وی ځواکمن بادونه جوړوی. حیرانوونکی مسأله داده چې دځمکې ګردچاپېره دتودوخې
ددرجې اوفشار دډیر توپیر سره سره لکه داستوا دکرښې تودوخه او دقطبونو سړه هوا بیا دخدای په فضل ډیر وژونکی
اوورانوونکی بادونه نه جوړیږی. اوکه چېرې داستوا او قطبونو په مینځ کې بادونه کرار نه وای دځمکې پر سربه دژوند
امکان موجود نه وای. اوتل به ځواکمنو بړبوکېو اوتوپانونو دوام درلود.
دتصريف لغت يعنى څوواره راتاوول ،
لوری ورکول ، بڼه ورکول تنظیمول او اوخپرول دی . ددغه لغت انتخاب دباد لپاره په خپله دهغه دبهیر ډول څ
ګندوی.اوهمدا رنګه دا رسوی چې بادونه تصادفی نه دی بلکې تل داسې دالله (ج) له خوا تنظیمېږی چې دژوند بقا په ځمکه
کې تأمینېږی.
فوتو سنتيزڅه ډول سهار مهال پیلېږی
قسم په شپه چې تیاره کېږی اوپه سهار چې سا اخلی. (التکوير
۱۷-۱۸).
د نباتاتو فوتو ستنېز Photosynthesis هغه کاربن داى اکسايد چې دانسانانو لپاره زیان لری جذبوی اوپرځای یی
اکسیجن آزادوی. دیرش په سلوکې دځمکې دسر اکسیجن دځمکې دوچې دنباتاتو او اویا په سلوکې دسمندرونو لاندې نباتاتو
ه لاری جوړیږی . فوتو سنتيز یوه مغلقه عملیه ده چې تراوسه په سمه توګه څوک پرې نه دی پوهیدلی . ځکه چې تعاملونه
دمالیکولونو ، اتومونو اوالکترونونو په سطح صورت نیسی . نو دغه عملیه په سترګو نه شو لیدلای . خواغېزه او پای
ې یی داکسیجن اوهغو خوراکی توکو کې چې موږ ترې ګټه اخلو وینو.
د فوتو سنتيز ګټه دهغه اکسېجن له مخې چې جوړوی یی
اندازه کېږی. سهارمهال کله چې دلمر وړانګې ډیرې متراکمې وی ډیرې تولیدېږی . دلمرختو په وخت پاڼې په خوله کولو پيل
کوی اوپه همغه انډول دفوټو ستنتېز عملیه ګړندی کېږی. ماسپښین مهال فوتو سنتېز ورو کېږی اوسااخستنه زیاتېږی ځکه
تودوخه ډېرېږی اوخوله هم زیاتېږی . دشپې مهال کله چې تودوخه کمېږی نو خوله هم کمېږی اونبات ارام کوی.
د ا
اتنفس کلمه په سهار کې اوږدې سا اخستلو ته اشاره ده . ځکه چې داکسیجن تولید چې دسااخستنې اساسی توکی دی پیلېږی
اوډیره کچه یی په همدې وخت کې وی . کله چې الله (ج) په هغه سوګند یادوی ، دموضوع پر اهمیت ټینګار کوی. دغه مسأله
چې په قرآن کې یاده شوی دشلمې پېړۍ مهمه موندنه بلل کېږی.
شپږ مالیکوله اکسیجن + شپږ ماليکوله قند à فوتو سنتيز
à شپږ ماليکوله کاربن داي اکسايد + شپږ ماليکوله اوبه
6H2O + 6CO2 – Photosynthesis à C6H12O6 + 6O2
سمندرونه یو له بله
سره نه ګډېږی
دسمندرونو یوه ځانګړنه چې اوس اوس خلک پرې پوه شوی دې آیت پوری تړاولری:
دوه سمندرونه یی یوبل
ته نږدې اومخامخ کړی خو ددوی په مینځ کې یو حد شته چې یو پر بل تیری نه کوی (الرحمن ۱۹-۲۰).
سمندرپېژندونکی په
نږدې وختو کې پوه شوی چې دسمندرونو اوبه سره له دې چې یو بل ته ډېرې نږدی دی اویو له بله سره تماس لری خو سره نه م
خلوطېږی . ددغو اوبو دکثافت توپیر اودسطحې راکښنې توپیر یی داسې عمل کوی چې کواګې ددوې په مینځ کې یو نری دیوال شته
دی.
دبېلګې په ډول دمدیترانې سمندرګې اوداطلس سمندرکې تل جذر اومدونه پېښېږی اوځواکمنې څپې لری او اوبه یی یو
په بل کې ننوځی خو هېڅکله هم دهریوه دتودوخې درجه ، کثافت او دمالګې اندازه بدلون نه مومی. ځکه چې داسې یوه مانع
ته چې دوی یوله بله بېل ساتی.
اوهغه دی چې دوه سیندونه یی یوپه بل کې ننویستل یو یی خوندور اوخوږ کړ اوبل یی
تریو اوتریخ اوددوی په مینځ کې یی داسې یوه پرده ونیوه چې یوله بله بېل واوسی(الفرقان 53).
ددغې موضوع شرح په قر
ن کې خپله یوه ستره معجزه دی اوهغه وخت بیان شوې چې دفزیک علم دسطحې راکښنې په هکله په څه نه ؤ خبر.
په سم
ندرونه کې تیاره اوکورنۍ څپې
یا لکه د ژورسمندر تیارې چې دڅپو له لارې پوښل شوی چې برسېره یی بله څپه وی اوپرس
یې ورېځې دی (النور 40).
په ژوروسمندرونو کې ددوسومترو په ژورتیا تیاره وی . اودزرومترو په ژورتیا کې هېڅ رڼا
نشته.
نن موږ دسمندرونو دڅېرې ، په هغو کې دژوو، دمالګې دکچې دلوړې اوژورې په هلکه یی معلومات لرو، اوبتلونو
اونورو وسیلو پوهان توانولی چې زیات معلومات لاسته راوړی . په داسې حال کې چې انسان دځانګړو وسایلو نه پرته نه
وی کولای تر اویا مترو ژورو اوبو کې ولامبی اوددوسوومترونه ژور ځای کې خو ژوندی نه پاتې کېدو له دې کبله دا قر
نی معجزه ده چې څوارلس سوه کاله مخکې دسمندرونو په ژورتیا کې یی تیاره بیان کړې وه چې پوهان ایله اوس پرې پوه
وی.
برسېره پرتیارې یوه بله موضوع هم په دې آیت کې یاده شوی: اوس پوهانو موندلې چې ترسطحې لاندې څپې (sub-surface waves)
هم په سمندرونو کې شته چې دسمندر دژورو پوړونو اوبه چې لوړ کثافت لری په ځان کې رانغاړی. دغه څپې کټ مټ دسطحی څپو
په څېر وی اوپه همغه توګه له مېنځه ځی . دغه کورنی څپې په هېڅ توګه نه لیدل کېږی بلکې دډېرې مطالعې اوڅېړنې نه وروسته
پر هغه پوهیدلای شو چې دادقرآن عظیم الشأن بله معجزه ګڼل کیدای شی.