د شعرى ستوریSirius
دقرآن یوه بله م
عجزه دشعری ستوری یادونه ده چې په یوویشتمه پیړۍ کې پېژندل شوی.
دنجم سوری په ۴۹ آیت کې دشعری ستوری یادونه
دپام وړ ده . دشعری ستوری په شپه کې ستر اوځلیدونکی ستوری دی چې دپوهانو دڅیړنو له مخې په اصل کې دوه ستوری دی .
وی ستوری یی شعری ـ الف يا Sirius-A چې ځمکې ته نږدی دی اوروښانه دی ، دوهم یی کوچنی دی اوله تلسکوپ پرته
دلیدو وړنه دی د شعرى-ب يا Sirius-B په نامه ياد یږی.
دشعری د ستوری مدار بیضوی دی اویو دور چې دیوه واحد مدا
په شاوخوا راڅرخی ۴۹،۹ کاله موده نیسی. دغه موضوع د هاروارد، اوتاوا و لينستر دپوهنتونو
ه له لوری ثابته شوه په داسې حال کې چې دنجم دسورې ۴۹ و ۹ آیتونو څوارلس سوه کاله مخکې له هغی نه
یادونه کړې وه .
اوهغه دی دشعری دستوری رب(النجم 49).
دددولیندیوپه شان یاهم له هغه نه نږدی وو (النجم
9).
د نجم سوری نهم آیت (دستوری په مانا) ممکنه ده چې په خپل مدارکې ددغو ددو ستور تقارب شرح کړی وی.
تیاره اوروښنایی
تیاره اوروښنایی یی جوړه کړه (الانعام ۱).
له روښنایی پرته څه نه شو لیدلای په داسې حال
کې هغه نور چې موږ لیدلای شو هغه یوه برخه دهغی انرژی وی چې چې له سرچېنې نه خپور شوی وی. دنور بیلابیل ډولونه لکه
د X وړانګه ، ماوراى بنفش، راديويى څپې اونورې لیدلای نه شو.
په زړه پوری خو لاداده چې دتیاره کلمه تل
دجمعې په ډول په قرآن کې یاده شوې (ظلمات د ظلمت جمع) د ظلمات کلمه په قرآن کې ۲۳ځلې یاده شوې اویوځل هم
په مفرد ډول نه دی کارول شوې.
په قرآن کې دتیارې دکلمې یادونه داروښانوی برسیره پرهغو ډولونو دنورونو چې موږ
یی لیدلای شو نور هم شته. دهرنور دڅپو اوږدوالی دهغه دانرژی له مخې چې دالکترومقناطیې ځلا په نامه یادیږې فرق
کوی. دالکترومقناطیسی وړانګوټول ډولونه دانرژی دموجونو په څیر په خلاکې عمل کوی. ددې موضوع دلا روښانتیا
لپاره په ولاړو اوبو کې دیوې ډبرې دغورځیدو له امله دڅپو له جوړیدو څخه یادونه کولای شو. هغه ډول چې مینځ ته راغ
ی څپې په ابوکې دډبری دغورځیدو په چټکتیا اوشدت له مخې مختلفی وی دالکترو مقناطیسی څپو اوږدوالی هم مختلف وی.
ټول ستوری له ځانه یو ډول وړانګه نه خپروی . دغه وړانګې ددوی دڅپو داوږوالی له مخې په ډلو ویشل کیږی. دنوری څ
پو دطیف اوږدوالی ډیر پراخ دی. دګاما دوړانګې دڅپې داوږدوالی توپیر1025 دی.دلمر ټوله وړانګه یواځې یوه برخه
ددغه(1025 ) طیف جوړوی. اویا په سلو کې هغه وړانګې یا بیلابیلې څپې چې له لمر نه خپریږی ۰،۳ نه تر ۱،۵ م
ايکرونه دی چې درې ډوله نور لری: هغه نور چې موږ یی وینو، له سره رنګ نه لاندی نور اود ماوراء بنفش
وړانګې، دلیدو وړ نور یواځې ۴۱ په سلوکې دلمر نورجوړوی. نو وینو چې هغه الکترومقناطیسی څپې چې دانسان دست
ګور لپاره دلیدو وړ نور جوړوی دنور دطیف یوه وړوکې برخه ده. اونورځایونه چې دنور څپې یی د انسان دسترګو دلیدو
وړنه دی ټول تیاره پاته کیږی له همدې کبله ډیره تیاره له هغې تیاری نه هم شته چې موږ یی پېژنو.
پرته له او
نه احتراق یا سوزیدنه
نه ختیزواله ده نه لویدیز واله، هغه بلیدونکې غوړدی چې نور بښی په داسې حال کې چې له او
سره تماس نه لری (النور ۳۵).
دغه آیت هغه څه ته اشاره لری چې نور خپروی ، په داسې حال کې چې نه په ختیز کې ده
اونه په لویدیز کې . یعنې فزیکی ابعاد نه لری اونه د اور له لاری روښانه شوی دی. که داسې فرض شی چې ددې سرچینه یواځې
انرژی ده ، نو په ډیر اټکل سره به منظور له برېښنا نه وی . دتیلی اوګازی څراغونو په خلاف په برېښنایی څراغ کې نه
څه شی سوزول کیږی اونه هم داور له لارې روښانه کیږی. که فرض شی چې سرچینه انرژی ده نو هغه به برېښنا وی.
دتنګستن فلز دنری تار دتودوخې درجه کله چې دبرېښنا دتېریدو له کبله دوه زرو سانتی ګیریدو ته ورسېږی. دغه رڼا
رامینځته کیږی ، په دغه درجه دحرارت کې ډیر شمېر فلزات ویلې کیږې خو د تنگستن فلز نه ویلې کیږی. خو سره له
دغې ډیرې تودوخې هیڅ شی نه سوزیږی ځکه چې دګروپ په مینځ کې اکسیجن نه شته اودتنګستن تار هم نه کمیږی. څه ډول چې په
قرآن کې یادشوی دغه حالت دیوه روښانه ستوری سره ورته والی لری.
باید دا وویل شی چې برېښنا دبشریت دتاریخ
یوه ډیره ستره موندنه ده اوټوله نړی یی په اصطلاح روښانه کړی ده. نو ډیر احتما ل شته چې دغه آیت بريښنایی رڼا
ته اشاره وی.
موضوع داسې هم روښانولی شو: نور په ستوری کې دهستوی تعاملاتو له کبله جوړیږی. ستوری هغه
وښانه اوسره څرخېدونکی کتلې دی چې دهستوی تعاملاتو له کبله په ډیره کچه روښنایی اوتودوخه خپروی . دیر غټ ستو
ی دخپل ځان دځواکمنې جاذبې قوی له کبله انقباض کوی یعنې چې مرکز یی تراکم کوی اوسورکیږی. کله چې دستوری دمینځ
دتودوخې درجه ډیره شی اولسومیلیونو سانتی ګریدو ته ورسېږی ، هستوی تعاملات پیلیږی . دهایدروجن دهستوی
رو دیوځای کیدو له کبله هغه په هیلیو م بدلیږی. له څلوراتومو هایدروجنونه یو اتم هیلیوم جوړیږی. ددې لپاره چې
پروتونونه اونیوترونونه یوځای شی اودهیلیوم هسته جوړه کړی زیاته انرژی آزادیږی. دغه آزاده شوی انرژی دستوری
له سطحې نه دنور اوحرارت په شان خپریږی. کله چې هایدروجن ختم شی ، ستوری دهیلیوم په سوزیدو سره مخکې ځی اوپه هم
دې توګه درانه اودرانه اتومونه جوړیږی. دغه حالت ترڅو پوری چې دستوری کتله ټوله وسوزیږی دوام مومی.
په داسې
حال کې چې په دغو تعاملاتو کې اکسیجن کومه برخه نه لری ، نو دغو تعاملاتو ته احتراق نه شوویلای ، نو هغه وړانګې
چې دستورو په سطح کې لیدل کیږی له اوره نه وی. په دې توګه دستوری سوزیدل اودنور خپریدل داور له شتون پرته صورت
نیسی.
دوریځو دروند والی
دوریځو دروندوالی په بې ساری توګه ډیریدلای شی . لکه دتالندې اوبرېښنا
جوړونکې وریځې چې ددرې سووزرو ټنو اوبو څخه جوړې شوې دی. اوداحقیقت چې درې سوه ټنه کتله دې په هوا کې معلقه پاتې شې
دحیرانتیا خبره ده . دوریځو دروندوالی ته پاملرنه په دغه مبارک آیت کې شوې ده.
هغه دی چې برېښنا دډار
اوهیلې په توګه ( درحمت باران) تاسو ته درښیی اودرنې ورېځې رااوچتوی.(الرعد ۱۲).
کله چې قرآن نازلیده ناممکه وه
چې دوریځو دوزن یا دروندوالی په هکله څیړنه وشی اوددغه حقیقت بیان په قرآن کې بله داسې معجزه ده چې یوازې همدا
ستر کتاب یی بیانولی شی اوبس.
دباران انډول
هغه څوک چې له آسمانه یی باران په ټاکلې کچه نازل کړ
اووچه ځمکه یی پرې ژوند ی کړه (الزخرف ۱۱)
نورمعلومات په قرآن کې په ټاکلی کچه دباران کوزیدل دی لکه په پو
تنی آیت کې.
دغه ټاکلی اورښت دنویو څیړنو په پایله کې وموندل شو. اټکل شوی چې په یوه ثانیه کې نږدې شپاړس می
یونه ټنه اوبه دځمکې له سره تبخیریږی. دغه اندازه په یوه کال کې پنځوسوودیارلسو میلیاردو ټنو ته رسیږې چې دغه
مېره معادله ده له هغو اوبو سره چې هرکال دباران له لاری اوریږې، مانا داچې اوبه دیوه انډول له مخې دځمکې اوهوا
په مینځ کې دڅرخېدو په حال کې دی . اوژوند په ځمکه کې همدې دوران پوری تړلی دی. که د اوسنۍ وخت ټوله ټکنالوژی په لا
ه واچول شی دغه ډول منظم دوران په مصنوعی توګه نشی جوړولای. له دغه تعادل نه ډیر کوچنی انحراف به داورښت
په کچه او دژوندانه چاپیریال کی ژور بدلون رامینځته کړی اودژوند دختمیدو سبب به شی. خوداسې نه دی شوی اوباران
په ټاکلی کچه څه ډول چی په قرآن کې راغلی راکوزیږی.
ټاکلی کچه یواځی دهغه شمیر نه وی بلکې دکوزیدو چټکتیا
یی هم ده، دباران دکوزید چټکتیا له یو ټاکلی حد نه تیری نه کوی.
یو آلمانی فزیکپوه فليپ لينارد چې په کال
۱۹۰۵ کې یی دنوبل جایزه هم ترلاسه کړې ومونده چې دباران دڅاڅکی دحجم په ډیریدو سره دهغه چټکتیا هم ډیریږی
ترهغو چې څلورنیم ملی مترو ته ورسیږی. اوکه له دې نه دباران دڅاڅکی دحجم کچه ډیره شی چټکتیا یی په ثانیه کې
له اتومتروډیریږی. دلیل دادی چې دسترو څاڅکو شکل دهوا دبهیر له کبله بدلون مومی اودا بدلون دهوا دمقاومت شکل
بدلوی اوهغه زیاتوی اوپه پایله کې دڅاڅکی دلویدو چټکتیا راکموی.
د باران جوړښت
داچې باران څه ډول
جوړیږی یوه ستره پوښتنه وه چې پیړۍ پیړۍ بی ځوابه پاتې وه . کله چې دهواپېژندنې رادار جوړشو انسانان دباران
دجوړیدو په پړاوونو پوه شول.
دباران جوړښت درې پړاووکې صورت نیسی : لومړی اومه ماده (اوبه) تبخیرېږی اوهواته
پورته کیږی بیا وریځې جوړیږی اودریم دباران څاڅکی جوړیږی. په قرآن کې دغه موضوع په دقیقه توګه روښانه شوی:
الله (ج) هغه ذات دی چې بادونه رالېږی څو چې وریځې پورته کړی اوهرډول چې وغواړی په آسمانونو کې یی منبسطوی
اوتړی یی اوبیایی سره بیلوی اوباران به ووینی چې څاڅکی څاڅکی له هغه تویږی. (الروم ۴۸).
راځی چې وګورو
دغه درې پړاوونه څه ډول له پورتنی آیت سره اړیکې مومی:
لومړی پړاو: الله (ج) هغه څوک دی چې بادونه رالېږ
ی:
ډیر شمېر حبابونه دسمندرونو دمخې له ځګ نه جوړیږی چاودی اودهغه ذرې پورته هواته ځی . دغه زرې چې دمالګې در
ودونکی وی دباد په واسطه پورته کیږی اووریځې جوړوی ، ورېځې داوبو دوړوڅاڅکواودسمندر دمخ داوبودتبخیر څخه
جوړیږی.
دوهم پړاو: څوچې ورېځې راپورته کړی :
وریځې داوبو دبخارنه چې دمالګې دټوټو شاوخوا راغونډیږی (
یو پرسلو ملی مترو قطر لری) وریځې په آسمان کې معلقې پاتې کیږی اوبیا خوریږی. اوپه دې توګه آسمان له وریځو پوښل
کیږی.
دریم پړاو: اوباران وینی
داوبو هغه ذرې چې دمالګې دوړو ټوټو په شاوخوا کې په هو اکې ځای نیسی یوبل
سره یو ځای کیږی ، پنډیږی اودباران څاڅکی جوړوی . اوهغه څاڅکی چې نظر وهواته درنېږی ورېځې پرېږدی اولاندې راتوېږ
ی.
څه ډول مو چې ولیدل دباران دجوړیدو هرپړاو په دې مبارک آیت کې یادشوی. په یوه بل آیت کې دباران دجوړیدو په
هلکه داسې معلومات ورکړشوی:
آيا ودی نه لیدل چې الله ورېځې له هرلوری نه وشړی څو چې یوبل سره یی وتړی ،
اټولې اومتراکمې یی کړی ، هغه وخت به ووینی چې دباران څاڅکی دوریځو له مینځ نه لاندې توی شی اودآسمان له غرونو
نه ږلۍ راتوی کړی څوچې هرچاته خدای وغواړی ولږیږی اوپر هرچا یی چې وغواړی ونه لږیږی اودبرېښنا
وښنایی داسې ولږیږی چې سترګې یوسی (النور ۴۳).
دپوهانو څېړنې دورېځو دډولونو په برخه کې حیرانوونکی پایلې
درلودې ، بارانې ورېځې دټاکلی سیستم اوپړاوونو پربنسټ جوړیږی چې عبارت دی له :
۱ـ دیو بل په لور دراټو
یدو پړاو: کوچنۍ ورېځې یوځای کیږی یوه ستره ورېځ جوړوی.
۲ـ دتوییدوپړاو: کله چې کوچنۍ ورېځې سرپه سرشی
اوسترې ورېځې جوړې کړی ، دهغه تراکم په منځنی برخه کې له څلورخواووڅخه ډیر وی ، چې دغه سرپه سرکیدل په عمودی ډول
دورېځو دکتلې دلویدو لامل ګرځی لکه ( غر) . دغه عمودی لویدل دورځې له خوا دکتلې دستریدو لامل دځمکې سړې برخی ته
کېږی . سړه سیمه کې داوبو څاڅکی جوړیږی اوکرارکرارلاندې توېږی. کله چې دغه څاڅکی دومره لوی اودرانه شول چې دورېځو
کتله هغه معلقه ونه شی ساتلی دځمکې لورته دباران اوږلۍ په څیر راکوزیږی.
باید په یاد ولرو چې هواپېژندونکی په
دې وروستیو کې دتکنالوژی لکه کمپیوټر، الوتکې، مصنوعی سپوږمکی اونورو له لارې ددې خبرې په پوهیدوبریالی
وی دی په داسې حال کې چې دغه موضوع څوارلس پېړۍ مخکې په قرآن کې روښانه شوې.
(C)