شیشکه اوسپوږمۍ
غټ اوواړه یې وېرولي و،دشپې که به دسپوږمۍ باد
اهي هم وه څوک له کوره نه وتل،هرچابه وېل که خدای موترې ونه ژغوري بنده یې هېڅ نه شي کولی ځکه چې دسپوږمۍ له هر څ
اڅکي وینې نه بله شیشکه جوړیږي چایې دببرسر،چایې دلوېشت ،لوېشت نوکانواوچابه یې دډاروونکي غږخبرې کولې.په دې
پېته اویاله ښاره په لرې پرتوکورونوکې لکه دټولووجودچې شریک وي ،هر یوه خوشاله به ددردېدلي له سترګونه ژړل
،په دې له هېبت نه په ډکه فضاکې هرخواته چوپتیاخوره وه ،هر چابه خپلوسترګوته دتېښتې لاره ښوده.لېونۍ سپوږمۍ
بیاستوماني کښلې وه اوپه اسمان کې څانګې وانګې پرته وه.په مینه یومست زړه دچالپاره دزهرودجام ګوټلوته هم
تیارو.
په کټ کې دپراته ،یوه ښکلي زلمي سترګې له سپوږمۍ سره بوختې وې ،لکه چې په ژبه ورسره پوهېده ،کله به یې
ورته په غصه او کله موسکی شواوکله ،کله خوبه یې لامخ هم ترې پټ کړ. ګل نور ورو،ورودکلاددروازې خواته ورغی ،د
وازه یې خلاصه کړه اودانتظارځپلوسترګوپه لورروان شوله دې لاروکوڅوسره دومره بلدو ،دومره ډاډه پرې روان و،چې
ته به وایې که شیشکه راشي نوده ته به یې ورپرې نه ږدي .څلورکوڅې هاخوادکوڅې په سرکې له نیم کښې دروازې نه رڼابغاوت
کړی و اوکوڅې ته راوتې وه ،دزلمي زړه خوږشواسمان ته یې وکتل اوبیاددروازې په لورروان شو،په دروازه کې یوه دنګه
اوڅربه نجلۍ دګل نور دمخ په تمه ناسته وه ،دګل نور په لیدو راپاڅېده،پستې ګوتې یې ورته په لاس کې دستړي مشوپه
نوم کښېښودې اوبیایې له غصې اومینې نه په ډکه خوله په پسته ژبه ووېل: (ولې دې ناوخته کړه ؟)ګل نور له اسوېلیوډک
وجودنه اسوېلی وکیښ دسیمامخ ته سترګې ورپورته کړې اوپه عجیبه لېوني اندازیې ووېل: (دسپوږمۍ رڼاوېرولی وم سوال به
مې ورته وکړپه مخ به مې شړۍ راکاږله خوچې وروبه مې کتل نوهماغسې به یې په لپولپورڼاشیندله .) نجلۍ په مخ یوه وروڅ
پېړه ورکړه اوله یوې پرې کړې مسکاوروسته یې وویل : (مړشې داڅنګه خبرې کوې سبابه لېونی یې بیابه مې نه درکوي .)ګل نور
وخندل بل لاس یې هم سیماته ونیوه ،هغې پکې لاس کښېښود،ورو،وروسره نژدې کېدل اوبیاسره داسې غاړه غټۍ شول ،چې ته به
وایې بیاکله سره نه ویني .خدای خبرچې نوروخت څه شوخوملااذان ته داسې لږشان پاتې و.هلک اونجلۍپه نه زړه سره
اسونه ورکړل .نجلۍ له امېدنه په ډکه خوله ووېل: (خدای دې وکړي چې سباته سپوږمۍ راونه خېژي.)سیمادروازه بنده کړه
اوګل نورپه زنګېدلوقدمونودکورپه خواروان شو،کټ ته یې له خوبه ډکې سترګې راوړې له شیشکې دومره نه وېرېده لکه څوم
ره چې په زمانې بې باوره و.
دې په منډه تیارواورڼاګانوته خلک ددشپواوورځونومونه ورکوي .هلک اونجلۍ په
زړه کې بلاډېرې خبرې راجوړې کړي خوروحونه یې په یوه بل کې داسې غرق شي ،چې کېدای شي هنداره هم ونه پېژني .
خدای خبرچې څومره وخت وروسته په اسمان کې سپوږمۍ چاته ښه اوچاته بده ښکاره شوه ،نورګل په درزېدلي زړه
دسیمادسترګوپه تماشې پسې روان شو،دشیشکې انګازوډاډه کړی و،چې دچادراتلوخیال یې هم نه شوکولی .په سرورمست نو
ګل دسیماپه څربوورنونوسرایښی واوهغه دستوروپه کڼه ګوڼه کې ورکه وه .لېوني نورګل یې په پښوسرکښېښود،نجلۍ یې س
په غېږ کې ایښوده خوهغه یې له پښوسرراجګ نه کړ،لږسات وروسته سیماراپاڅاوه په غېږکې یې څملاوه ،په وړه ژبه اوپرې
کړې مسکایې ورته دهغې ورپسې راغلې جرګې خبره وکړه ،چې په دې پسې همدانن راغلې وه نورګل په دې خبره نه ولړزېده اونه
خفه شولکه چې دسیماپه سترګویې ډېر باورو،هغې ورنه په حېرانه ژبه وپوښتل: (چې زه به یې چرته لیدلې یم !!؟موریې ویل چې
زه یې خوښه یم بله نجلۍ نه کوي کنه نوورته ډېرې دي .)
هلک یې له غېږې راپاڅېد،سریې ټیټ کړله لږې چوپتیاو
وسته نجلۍ وپوښته : (ولې ؟)
هلک غلی وبیایې نجلۍ له زنې لاندې لاس کړپه مخ کې یې ورکه شوه (په تاڅه وشول
؟)
-(هېڅ هم نه )
-(چې هېڅ هم نه نودادومره چوپتیادڅه لپاره ؟ګوره تاته خوپته ده چې له خاموشۍ سره
ورانه یم )
-(کاشکې له یاربازۍ سره هم همداسې ورانه وې )
-(ته ددله بچی مې خوښ شوې کنه نوزه خودچاپه
تلوپلونوهم نه تلم )
-(چې داسې نوبیابه یې له اسمانه خوښه کړې اولیدلې یې )
-نجلۍ په حېرانۍوویل: (م
وریې ویل چې زه یې په دروازه کې لیدلې یم !!.)
-(ښه ته نوهرچاته په دروازه کې اودرېږې ؟)
سیماپه
پاکوسترګو اوپه خپل مین له ډېره باوره په شرارتي ژبه وویل: (وردرېږم به نو)بیایې وخندل اونورګل یې وروپه څپېړه
وواهه نورګل له خفګانه په ورغلې غصه وویل: (چې دومره اوردې اخیستی دی نوبیاماته مه راوځه .)
دسیماپه زړه
لکه نیم قیامت چې راغلی وي ،ژړایې دومره سپېڅلې وه چې اسمانونه یې لړزول،نودنورګل زړه به یې نه اینځه !!؟
نورګل کورته لاړ،خوب ورته راپه منډووخونجلۍ هماغسې په غړېدلوسترګوخپلولاسونوته کتل ستوري یې پېژندل
خودخوب په مانانه پوهېده داسې یې انګېرله لکه نورګل چې ترې خفه شوی وي سترګې به یې پټې کړې لکه مخامخ چې ورته ناست
وي په ژړابه یې ورته وویل : (زړه دې رانه بدشو؟تاته وایم !وایه کنه )لږسات غلې وه اوبیالکه دنورګل روح چې ورته
اغلی وي اومخ ته یې په سجده وي .
سهارشونجلۍ رب ته په سجده شوه خوڅه یې ونه غوښتل .
په کلي کې دشیشکې
اوازې سړې شوې ،هرچادډاډزغرې اغوستې وې دادی شپه شوه مین زلمی دسپوږمۍ په ټال جوټې خوري ،راپاڅېددسترګوتنده یې
دسیمادریاب وجودته یوړه .
سیمادخپل مین په غېږ کې پرته ده هغه په خیال کې راجوړې کړې خبرې ترې شوي دي .
دسپوږمۍ رڼاله نیم کښې دروازې سرراایستی واواسمان دهروخت په شان مغروره ولاړو.
یوڅڼورځوان دچازړه چې
دجرګې دنټې ځواب خوږکړی وپاس سپوږمۍ ته کتل دسپوږمۍ مخ،دهغې جینۍ مخ ،دجینۍ مخ دده په زړه هغه راغلې درزاوریاده
کړه دزړه درزاهغه دروازه چې ده ورته ډېرډېرکتلي ورپه یادکړل .
په ځای کې رانېغ شواودکلاددروازې په لور
وان شودروازه یې وروخلاصه کړه خوبولې سترګې یې دسیمادکورکوڅې ته ورسولې له لرې نه یې له دروازې راوتې رڼاته سترګې
وموښلې ښه ورځیرشوددروازې خواته ورغی له نیم کښې دروازې یې دننه وکتل سترګې یې لږګونځې کړې په زړه یې درزاراغله
ساه یې بنده ،بنده شوه دیوه پردي هلک په غېږکې سیماویني!!؟هغه سیماچې ده یې دخیالونولپاره ژوندپریښی و!!؟
هلک اوسیمااوپه غېږکې پرتې سیمایې داسې خیال کاوه لکه په دې لویه دنیاکې کښې چې یواځې دوۍ دواړه وي .
څ
ڼورهلک ورو،ورو شاته ګامونه واخیستل له ډېرقهرنه یې پښې اولاسونه لړزېدل .کورته لاړځمکې ځای نه ورکاوه خوسهرته
لږوخت پاتې و.
سباشپې ته اسمان ورېځ واودسپوږمۍ له مخې یې ددنیاغمونه پټ کړي وګل نوردهاغې سیمادکورپه
ورروان شودچاله سترګویې چې په جنت باورراغلی وله لومړۍ کوڅې نه له تېرېدووروسته چې په دویمه کوڅه ورتېرېدو،دوه
کسانوپرې راباندې کړې ...
سپوږمۍ لکه چې دچادمخ ننداره نه شوای کولای نوځکه په ورېځوکې پټه شوې وه .
نجلۍ ترسهاره په تمه ناسته وه اوله ځانه سره یې خبرې ،ګیلې اوغصې راجوړولې .دادی سحرشودهرچاغوږونودیوه ښک
ي زلمي دمرګ واورېدل دسیمازړه نه منله چاته یې څه ویل غوښتل خودلېونوپه شان خبرویې له شونډوماناتښتولې وه .
کله یې چې لمباوه ،نوټولوخلکویې سینې ته په وېره وېره کتل خدای خبرچې داشوکارې کړی به یې په څه شي و!!
؟