مازديګر غټ د كروندې له كارونه څخه بېغمه سو د كور په لو ري ټول ځوانان چه په
دوړو او خاورو سپېره، بېلچې په اوږو، ستړي ستومانه رارهي سو، د اوبو پر بياله چي له كلي د كروندې خواته بهېده
كښېناستو اودسونه مو وكول، يو بل سره مو ټوكي ټكالي كولې چي د كور په خوا وخوځېدو. بېلچې مو كور كېښودې يوه پياله
چاى مو وخوړ چي مازديګر د لمانځه لپاره مسجد ته ولاړو، زموږ له رسېدو سره سم جمعه ودرېده. د لمانځه له كولو و
وسته لمونځ غاړي د مسجد مخ ته چي يوه لويه چوتره درې خواو ته يې ديوالونه د هر چا چي تبه سره لګېده سره كښېناست
، د ځوانانو ځان ته بانډار سو، د سپين ږيرو ځان ته او د ماشومانو ځان ته بانډارونه جوړ سول، هر يو د يوې بلي
خوا څخه په خبرو لګيا سوو.
جمال چي د كښت كروندې او د تېر كال د حاصلاتو څخه خوشحاله نه وو دونه څه ورغلي
وو چي يوازي تر رسده پوري يې ګزاره ورباندې وسي، په داسې حال كښې چي فكرونو په سر اخستى وو په لاس كښې يې يوه خچله
وه د پښو په منځ كښې يې په خاورو كښې وهله سر راپورته كو يواري يوې بيا يې بلي خوا ته وكتل عبدالله چي مخامخ ورته
ناست وو په غږ كړ:
-جماله! ولي دونه چرتونه وهې؟
-چرت نه وهم په دې فكر كښې يم چي سږ كال به د ايران ملګري څوك
پيدا كړم.
-دا خو دونه لويه خبره نه ده زه هم ځم محمد هم ځي او د لوړ كلي څخه هم څو تنه ځي ټول به سره ملګري سو يو
ځاى به ايران ته ولاړ سو.
- ښه! دا خو نو جوړ كار ده.
-بېغمه اوسه زه خو دي نه يم خوړلى وخته مي لا ملګري پيدا
كړي دي دا ټول ډېر ښه انډيوالان دي دونه سات به مو تېر وي چي په ټوله مسافري والله كه پوه سې.
-ښه! عبدالله دا
اته ووايه څه وخت به د خيره ځو؟
-په دغو دوو درو ورځو كښې مو كارونه تمامېږي زياتي به ځو.
-بس نو چي داسې ده نو
زما كارونه سبا تمامېږي او ځني بېغمه يم.
نور مو ايران ته تلو پرېكړه وكړه دالته څو تنه نوروته مو هم ورياده
كړه چي هغوى هم راسره ومنله. بانډار مو ډېر خوږ او اوږد سو چي د ماښام د لمانځه اذان وسو او د لمانځه لپاره
ولاړ سو.
ځو ورځي وروسته له ټولو ملګرو سره مي وليدل د تلو مهال مو وټاكو ټولو ځوانانو د خپلو كورونو څخه خداى
په اماني را اخستې سره يو ځاى سوو د ايران په لوري رهي سو، زموږ ډله لسو نفرو ته ورسېده چي ټول يو په پل ډېر ډاده
او خوشحاله وو، ټول ملګري ډېر خوشحاله تبيت لرونكي وو چي په لاره به مو كيسې او بانډارونه سره كول.
دا مهال
په هيواد كښې د قدرت په سر كورنۍ جګړه روانه وه ټول اولس چي له جګړو ډېر ستړي سوې وو په دې كورنۍ جګړه ډېر خفه وو،
هر چا هڅه كوله چي له هيواد څخه يوې بلي خوا ته ولاړ او له دې ستونزو او جګړو څخه يې غوږونه ارام سي، جمال او م
ګري مي ايران ته په تلو ډېر خوښ وو ځكه يوخو به څه ګټه وټه وكړو بل به د زور ورو او جنګ سالارانو له دې ويري هم
بېغمه سو چي يا پيسې راكړئ يا جهاد لپاره راسره ولاړ سئ، موږ ټول اوس پوهېدو چي دا جګړې يوازي د خلكو د كورونو د
لوټولو، بې ګنا خلكو د وزلو او د قدرت څخه پرته نور هيڅ نه دي، نو ځكه مو بيړه ډېره وه.
د مقر په ولسوالي كښې
د كندهار په موټر كښې سپاره سو، لاري اوسړكونه ټول خراب كنډ كپر او ټول پلونه نړېدلي وو، موږ چي سهار له مقره
ارهي سو د ماښام لمونځونه مو په مټكي و كندهار ته ورسول په لاري د زورورو مجاهدينو ځنځيرونه هم قدم په قدم وو
چي پيسې به يې راڅخه اخستې او په يوه بل نوم باندې به يې ځورولو. د كندهار ښار په جګړو كښې وران ويجاړ او كنډواله
پروت وو، دوكانونه، كورونه نړېدلي وو موږ هوټل ورغلو د هوټلي مو د اودسونو د كولو لپاره د اوبو پوښتنه
وكړه هغه راته د هوټل مخامخ دوكانونو شاته يو مسجد چي كارېز يې تر څنګ تېر سوى وو وښود بكسونه او خپلې غوټي
مو هوټلي ته كېښودلې. له لمانځه وروسته هوټل ته راغلو هوټلي زموږ تود هر كلى وكو چي د ډوډۍ د خوړولو لپاره يې څو
تنه ګراكان په نصيب سول، هوټلي چي لمړى له موږ څخه تود هر كلى وكو او موږ ځاى پر ځاى سو وروسته يې راته وويل:
-
څه شى خورئ؟
موږ چي د لاري مزلونو وهلي، ستړي ستومانه وو لمړى مو د چايو ورته وويل، هوټلي نورو مسافرو ته
وډۍ وركړه وروسته يې موږ ته وويل:
-څه شى خورئ؟
عبدالله ورته وويل:
-څه شى لرې؟
-غوشي، وريځي، بېنډۍ،
وبيا، كابلي كباب، الوګان او پالك
-يارانو! څه شى خورئ دا سبزي او لوبيا ښه ده تازه دي دلته د غوښو خوند
نسته پرونۍ دركوي بيا به ټول ناروغه يو.
-نه! داسي نه ده.
-ښه! نو ځان ته غوښي راوغواړئ.
-هلته يو شى
اوغواړه.
-څه شى راوغواړم.
-ته په پوهېږې ستا خوښه ده.
-ښه! نو هوټلي وروره! درې غوښي، درې بېنډۍ، دوې لوبيا،
دوې وريځي.
-ښه! اوس به يې درته راړوم.
هوټلي پر ستارخوان چي مخكښې لا غوړېدلى وو ټول شيان كېښودل تر څنګ يې په
واړه غاب كښي لږ خيرن پياز او د مرچو څو دانې هم راوړلې، عبدالله غوښي ځان ته كېښودې هر يوه يو-يو خوراك ځان
ته وركش كړ په خوړلو چي يې پيل وكړ عبدل چي ګوله ورپورته كړه د غوښو خوند ورته بدل ښكاره سو وې وويل:
-دا وګوره! ستا د غوښو خوند هم بدل دى كه زما د غوښو خوند سم نه ده؟
هغه چي غاب ورپورته كړ پزي ته يې و
نزدې كړ بوى يې كړ نو لږ سا يې پورته سوه چي خوند يې وكوت ورته وې ويل:
-ياره! د غوښو بوى ځي پرونۍ دي ګوره د څه
شي دي.
عبدل ورته وويل:
-نه مي درته وويل چي غوښي پرونۍ دي مه يې خورئ؟
-څه خو بيرته به يې وركړو.
-هوټلي و
وره! راسه دا غوښي دي يوسه لوبيا راوړه.
هوټلي چي مخكښې لا پر خپل ځاى ناست او د سترګو د چولو يې راته كتل او
زموږ په خبرو يې غوږ نيولى وو تندى تريو كړ:
-څه وايې كاكو!؟
-راسه دا غوښي نه خورو زړې دي يو يې سه موږ ته
وبيا راوړه.
-ځه ځه! بابا په كور كشې دي د موژك لكۍ په ستار خوان كشې نه سپېريژي دلته بيا د بل په غوشو ملنډي
وهې.
عبدالله او ملګرو مو يو بل ته سره وكتل چي دا بيا څه وايي عبدل ورغږ كړ
-كه زموږ په ستار خوان د موږك لكۍ
نه سپېريږي خو د خلكو په سترګو كښې خاوري نه وراچوو، وراسته خواړه نه ورباندې خورو.
-كاكو! تر ځان پورته خبرې م
ه كوه دا غوشي مي درته يو ځل راوړې دلته كه غوشي خورې كه لوبيا ټول په يوه بيه دي او د غوشي بيه به هم
اكوې.
- د بيي يې ما نه دي درته ويلي ته دا غوښي بدلي كړه.
هوټلي شاګرد ته ورغږ كړ:
-ورشه هغه ځني راوړه
او لوبيا وركړه دا سارايان په غوشو څه پوهېژي.
لوبيا يې ورته راوړه موږ چي ډوډۍ وخوړه شاګردراته راغلى چي ح
ساب راڅخه واخلي عبدل ورته وويل:
-څو افغانۍ سوې؟
-شپژ نيم سوه افغانۍ سوې.
-ولي!؟
-ټول ديارلس خوراكونه دي
هر خوراك په پنځوس افغانۍ دى.
-دا ته څه وايې موږ لس خوراكونه خوړلي دي.
-ولي! هغه درې خوراكه غوشي.
-هغه خو دي
بيرته يو وړې.
- نه ځوانه! ته د كندهار له رواجو خبر نه يې سپېره پاسنى يې دا شار دى څه دي ليدلي دي دلته چي هرڅه
خورې په يوه بيه دي.
-ډېري خبرې د قران ښې دي موږ له غرو نه يو راكښته سوي چي څه مو نه دي ليدلي وطنونه مو ليدلي
او په دنيا راګرځېدلي يو سمي خبرې كوه.
د دوى خبره پورته سوه هوټلي يو بل شاګرد ته چي لوى وېښتان او ښائسته
څېره يې درلوده ورته وويل:
- نانى اغا! ورشه دا پاسنيان پوه كړه چي پوره پيسې وركړي موږ د دوى د پلار مزدو
ان نه يو چي شپه ورځ دلته په كار لګيايو.
نانى اغا راغلى عبدالله ته يې وويل:
-وام ځوانه! څومره يكۍ چي درنه
غواړې وام ور يې كړه دا كندهار دى چي موږ څه وايو هغسې به كوې، وام وادي ورېدو ځوانه!.
عبدالله يواري كښته بيا
پورته په غلچكي نظر ورته وكتل سترګې د ناني په سترګو كښې خښي كړې څو شېبې يې لا نه وو ورته كتلي هوټلي پر غږ
كړ:
-پاسنيه! څه ته ګورې پوره وړى خو به دي نه وي.
عبدالله زر پر سد سو:
-نه! څه پورونه مو سره باندې دي دى
يونۍ خبرې كوي.
-وام ځوانه! كه د ځان خير غواړې يكۍ ورواړوه.
-ګوره! هلكه موږ د غوښو او لوبيا بېلي- بېلي بيي د
كوو د ټولو بيه يو ډول نه دركوو.
-ولي يې نه راكوئ؟
-تاسي لږ انصاف وكړئ غوښي او پټاټې چا په يوه بيه پلورلي
دي.
-ځه ځه! ډېري خبرې مه كوه يكۍ راواړوه.
-چي اسمان ته پورته سې هم نه يې دركوم.
-ستا د پلاره به يې واخلم.
د دوى خبرې ډېري تودې او لوړي سوې په هوټل كښې ناستو خلكو هم غوږونه ځك-ځك ونيول چي دوى څه سره وايي او اخير څه سره كوي په دې مهال د هوټل تر مخ يو ډاټسن موټر ودرېدو په زوره يې دروازې خلاصي سوې څلور پنځه تنه وسله وال چي بب ي ګيري او ببر سرونه يې درلودل، دوه هلكان چي لوى وېښتان او ګيري يې نه درلودې وه هوټل ته راننوتل د هوټلي سره يې په مينه روغبړ وكړ دستي يې د عبدالله او د شاګردانو خبرو ته غوږ ونيو د هوټلي يې پوښتنه وكړه:
-دا څه
خبره ده؟
-قوماندان صاحب! وام دا پاسنيان راغلي دي ډك شول مازه شول اوس پيسې نه وركوي.
- ولي يې نه و
كوي؟
ببر سرى قوماندان چي دوه هلكان يې له وسلو سره تر څنګ ولاړ وو ورغلى ناني اغا ته يې وويل:
-نانيه زويه!
څه خبره ده.
-قوماندان صاحب! دا سارايان راغلي دي ډوډۍ يې وخوړه اوس پيسې نه وركوي؟
-ولي پاسنيه! د ډوډۍ پيسې
نه وركوې؟
د احترام په ډول عبدالله ورته پاڅېدو ورته وې ويل:
-صاحب! دوى د غوښو او لوبيا يوه بيه غواړي بل م
وږ درې خوراكه بيرته وركړي دوى د هغو پيسې هم غواړي.
هوټلي ورته راغلى قوماندان ته يې وويل:
-قوماندان صاحب!
تاسي دي خداى Y ژوندي لرې كه تاسې نه ياست دا سپين سترګي به له خلكو لړمن وباسي.
قوماندان چي د هوټلي خبرو
وغړاوو په تنده ژبه يې عبدالله ته وويل:
-هلكو! څونه پيسې چي غواړي وپوهېدې هوټلي ته يې وركړه.
-ولي قوم
اندان صاحب! دا ته څه وايې اخير اوس خو اسلام خداى Y بريالى كړى ده بايد انصاف وسي دا ظلم ده ناځواني ده.
-چپ! د
ناځوانه زويه بله چي ونه كړې.
-اخير ولي قوماندان صاحب! دا ظلم كوي.
قوماندان څپېړه پورته كړه عبدالله يې
پر مخ په څپېړه باندې وواهو:
-د ناځوانه زويه! ته په سمه خبره نه پوهېږې اوس به دي پردوګ وباسم.
هيچا سپوڼ نه
سواى وهلى چوپه چپتيا سوه قوماندان په تلو كښې ورته وويل:
-خره پاسنى يې دلته موږ ته اسلام او انصاف را زده
كوي ټولي پيسې يكۍ-يكۍ ترېنه واخله كه بيا يې څه ويل زه په دا بل هوټل كښې يم حال راكړه چي پر لار يې سم كړم.
ما او
ملګرو چي دا حال وليد حيران سوو چي دا ولي دا څنګه خلك دي دستي مو پيسې ورته راوښكلې ټولي پيسې مو وركړې ناني
اغا وويل:
- د تاجايي شپاژ افغانۍ راواړوه.
-ما وركولې عبدالله راته وويل:
-پيسې مه وركوئ درځئ چي بل هوتل ته
ولاړ سو.
دستي مو بكسونه راواخستل د باندې راوواتو يوې بلي خوا ته مو وكتل چي زموږ د سيمي يو موټر چلونكى چي
عبدالله پېزاندو په مخه راغلى د روغبړ وروسته يې راته وويل:
-د خيره چېرته په دې توره شپه كښې روان
ياست.
عبدالله ټوله كيسه ورته وكړه د هغه ډېره خوا بده سوه وروسته يې تسل وركو راته وې ويل:
-اوس په يوه څپېړه
هم ښه خلاص سوى يې نور غمونه مه ډېره ولي د اخترمحمد هوټل ته نه ورتلاست هغه زموږ د سيمي خپل سړى ده ښه عزت
به يې ستاسو كړى واى او ښه بېغمه شپه به مو تيره دكړې وه.
-موږ نابلده وو څه خبر وو چي داسې ځناوران دې او موږ خپل
دسيمي هوټلي هم لرو راځئ اوس به ورسو.
موږ د اختر محمد هوټل ته ورغلو موټر چلونكي ور وپېزندلو هغه زموږ ښه
تود هر كلى وكړ ځاى يې راكو، وروسته يې چاى راته راوړ د عبدالله چي فكر ګډ وډ وو اختر محمد ترې پوښتنه
وكړه:
-ياره! ولي دونه خپه يې؟
عبدل ورته ټوله كيسه وكړه هغه هم خپه سو وروسته يې ورته وويل:
-وروره! خوا مه
بده وه باچا ګردي ده هر زورور چي هرڅه وكول هغه يې وكول د پوښتني سړى نسته موږ دلته په بسم الله شپې تېره
وو هرڅه چي دوى وايي هغسي كوو د سګرېټو او چرسو پيسې يې پر موږ باندې چره دي كه يې ور نه كړو نو بيا وهل ټكول او
بندي خانه ده خير ده دا د غم خبرې پرېږده راځئ چي ويده سو پر وطن دي خداى Y رڼا وكړي چي له دغو ظالمانو خلاص
سو تاسې چېرته ځۍ؟
-ايران ته.
-تاسې خو ښه ياست بختورو ايران ته به ولاړ سئ له دې ځناورانو به بېغمه سۍ زموږ
دې خداى Y ناره واوري.
سهار وختي د بولدك په لوري رارهي سو پر لاري بيا څو ځلي ځنځيرونو ودرولو خپل حق يې
واخست غرمه كۍ وه چي تر ويش واوښتو او د كوټي په موټر كښې سپاره سو عبدالله و ملګرو ته وويل:
-ښه سو د كافر له
وطنه راتېر سو نور نو هيڅ ډول ستونزي پر لاري نسته بېغمه اوسئ.
د ټولو څېرې او ټنډي وغوړېدې په خپلو ګپو يې پيل
وكړ تر كوټي ډېر بېغمه ورسېدو. په كچلاغ كښې د ابراهيم اكا په هوټل كښې مو شپه تېره كړه په ماسپښين پنجګور ته
ولاړو شپه پر لاري په غرمې ته پنجګور ته ورسېدو.
په پنجګور كښې له دوو شپو وروسته له نذير بلوڅ سره چي په
ګرېځي باندې خلك د ايران و سراوان ښار ته خلك اړول ولاړو، په لاري د كومي ستونزي پرته و سراوان ته ورسېدو د س
اوان څخه ايران شهر ته ولاړو لاري په دې وختونو كښې خلاصي وې څه ستونزه نه وه چي په ايران شهر كښې د اتو بوسو ت
مينل يا د بسونو تم ځاى ته ورغلو له موټر چلونكي سره مو خبره غوټه كړه هغه لږ كرايه ډېره وغوښته او درسېدو تضم
ين يې راكو. د ايران شهر او كرمان د بم پاسكا هغه له خطر او ګواښ څخه ډك ځاى وو چي ډېر افغانان به يې له موټ
انو راكښته كول يا به يې بنديان كړل يا به يې پيسې ځني واخستې بيرته به يې پرېښودل.
د شپې يوه بجه وه چي د بم سيمي
ته ورسېدو ډېر موټران پر سړك ولاړ دي موټر چلونكى وركښته سو او د پوليسو دمشر سره يې خبره غوټه كړه پيسې يې وركړې
يو ساتونكى راغلى له موټر سره ودرېدو، موږ تر آينو ورته ګورو چي له بسونو څخه افغانان راكښته كوي په لغتو يې
وهي د سړك شمال لوري ته څو خوني دي په هغو كښې بنديانه وي، دوو تنو له پوليسو سره له درېدو وروسته خبرې وكولې په
جېبو يې لاس وواهو پيسې يې وركړې بيرته يې راپرېښودل خو چا چي پيسې نه درلودې هغه يې د ننه كړل، د چا چي نامې يا هغه
سند د اجازې د تلو راتلو چي په ايران كښې له لرلو سره سړى ازاد تلاى سي د پوليسو پر زړه كه رحم سوى وو نو به يې پ
ېښودل كنه هغه به يې ځني واخستى او دوى به يې بنديان كړل. زموږ د موټر د تلاشي ته چي نوبت راورسېدو ورسره ولاړ
ساتونكى راوخوت پكښې وګرځېدى بيرته كښته سو د تلو اجازه يې وركړه. عبدالله او ځني ملګري څو واره ايران ته تللي
وو هلته ډېر بلد وو زه، جمال او درې ملګري نور وو چي دا مو لومړى سفر وو چي ايران ته تلو، عبدالله ښه تكړه،
بيداره او ژوندى ځوان وو چي پر لاري به يې ملګري خوشحاله ساتل ټوكي ټكالي به يې كولې ما، جمال او نويو ملګرو ته
يې پوره ډاډ راكاوو موږ به يې هڅولو چي خوشحاله او بې فكره وه اوسو د ښو كارونو په باب به يې راته خبرې كولې. لنډه
دا چي و كرمان ته په رسېدوسره زړونه راپورته او بېغمه، ډاډمن سولو چي نور راته هيڅ ډول ګواښ نسته.
كرمان د
ايران د بلوڅو وروستى ښار دى چي د ايران د دروازې بڼه هم لرې، بلوڅان پكښې ژوند كوي له كرمان وروسته بيا د
بلوڅو سيمه تمامېږي، په كرمان كښې مو ښه دمه وكړه يوې بلي خوا ته مو په ډاډ چكر وواهو د ارګ بازار ته ورغلو چي
امحمود هوتكي افغاني واكمن په كرمان كښې جوړ كړى وو چي تر اوسه د محمود افغان د ارګ د بازار په نامه يادېږي، د
ارګ ډېر ښكلى بازار وو په پخواني معماري جوړ سوى څلور دروازې يې درلودې چي په منځ كښې ښې غټي وني او ډول- ډول ګلان
پكښې كرل سوى دي، تر ونو لاندې شنه چمنونه وو ډېر دوكانونه يې درلودل چي ټولو دوكانو كښې عنتيقه شيان پلورل كېد
، ماسپښين له چكر وهلو وروسته د شيرجان په لوري رهي سو تر شيرجان پوري درې ساعته لاره وه سړك يوې بلي خوا
ته د پستو د ونو باغونه او د خرماو وني ولاړي وې لاري او سړكونه يې ډېر ښه او پراخ جوړ كړي وو وشېرجان ته مازديګر
ورسېدو عبدالله يو ټكسي ونيو او خپلې كوټې او ځاى په لوري پكښې ولاړو د ده كوټه د مرغلاري په څلور لاري كښې وه
چي څو تنو ملګرو يې پكښې ژوند كاوو په دې سراى كښې دوى ډېر ښه وختونه تېر كړي وو چي له ګاونډيانو سره يې پوره ا
نايي درولوده، د ټكسي له درېدو سره سم يې ملګري راووتل تود هركلى يې راته ووايو.
مااو جمال ته ايران ډېر بل
ول ښكارېدو ځكه چي ډېر اباد او خلك يې ډېر خوا خوږي او مهربانه وو، پر مسافرو يې ډېره خوا بدېده او مرسته يې ورسره
كوله. ما ته چي به خپل وران ويجاړ او غريب وطن راپه زړه سو نو به مي ډېره خوابده سوه په فكرونو كښې به ولاړم د ځان
سره به ويل:
-زموږ وطن وګوره! زموږ خلك وګوره! څونه غريبان او لوېدلي دي هيڅ شى نه لرې، دا خلك وګوره! خپل وطن
څونه ورباندې ګران ده ټول تعليم لرونكي دي او څونه له خپل وطن سره مينه لرې، يو له بل سره څونه خواخوږي او له
خپل وطن سره مينه لرې، يو له بل سره څونه خواخوږي او مرستندويان دي، زموږ مشران پر چوكۍ نه سره جوړيږي ټول وطن
يې په كنډوالو او ټولنيزو بدمرغيو بدل كړ، خلك يې سره دونه بې اتفاقه كړل چي يو په بل پسي توپك ګرځوي، علم او تع
م د چا په ياد دى، كله چي به مي د ايران د ماشومانو ښونځي وليدل چي ډلي- ډلي ماشومان، هلكان او نجوني ښونځي ته
ځي په څېرو كښې خوښي او هيلي غوړېدلې ښكاري، پاك او نوي كالي په تن دي نو به د خپل وطن ماشومان راپه ياد سول چي د
جهاد په نامه يې ښونځي مجاهدينو وسوځول، ښونكي يې ووژل د علم او زده كړي دروازې يې وتړلې ماشومانو باندې د ښونځي
دروازې وتړلې ټول بې تعلمه او بې زده كړي پاته سول چي په كوڅو كښې په خاورو كښې لوبي كوي او يا مږان پيايي يا دلته
هلته په كارونو لګيا او ځوانان يې درپه دره پردو وطنو كښې خوارې كاږي خپل وطن يې وران ويجاړ پروت دى دوى د نورو
وطنونه ابادوي.
په دې فكرونو كښې به ډېر ځورېدم كله-كله چي به مي پر زړه غمونو زور راوست نو به مي له عبدالله س
ه د زړه خواله كوله. د عبدالله په ملګرو كښې چي په ايران كښې وو حاجي محمد دګيلان د تاج كلا اوسېدونكى، محيب ا
له، نقيب الله او نور چي د روښانه فكر او ښه احساس لرونكي او پوه خلك وو د زړه غوټي ورته پرانستلې لنډه دا
چي ما يوازي ځان ونه ليد چي د وطن په ورانيو او بدمرغيو به ځورېدو بلكي نور ډېر ځوانان وو چي په وطن به ډېر ځورېدو
نو ځكه يې د فكري ملګرو په موندلو سره لږ زړه له خولې كښته كو.
د څو ورځو وروسته حاجي محمد راته په باغو كښې و
ځني كار وموند له خپلو نويو او څو نورو ملګرو سره په كار ولګېدو كار يې ښه وو موږ ډېر باندې خوشحاله وو، عبدالله
ورځني كارونه نه كول ويل به يې:
-پيسې يې لږ دي د كار لپاره راغلي يو درانه كارونه چي ډېر ي ولرې بايد
وكوم.
هغه وو چي حاجي محمد سره چي ملګري نوي وطن ته تللي وو د څاوو د كندلو كارونه پيل كړل. دوى به د زياتو او
كارول سويو اوبو لپاره څاوي په كورو كښې وهلې چي هره څا به له پنځه لس ميترو نيولې تر سلو ميترو پوري رسېده، د څ
اوو بيه لوړه وه ښه مزدوري پكښې پاته كېدله.
څو مياستي تيري سوې له خپلو كارونو ټول ډېر خوښ وو په هره كوټه
كښې به ماښام ټولو مسافرو د بي بي سي راډيو ته غوږ نيولو د هيواد د حالاتو به مو ځانونه خبرول خو په خبرونو كښې د
هيلو داسې ټكي نه وو چي زموږ زړونه دي ورباندې راپورته سوي واى ځكه ټولي خبرې د كابل پر جګړو راڅرخېدې په كابل د
درت په سره جګړه روانه وه، رباني ارګ نيولى وو او حكمتيار چار اسياب نيولى جګړې به يې كولې د هزاره ګانو حزب
وحدت او دصياف تر منځ بيا جګړه د پښتنو او هزاره ګانو تر منځ روانه وه، دوستم به بيا كله د حكمتيار كله د مسعود
او رباني ملګرى وو په دې خبرو او نا څرګند برخليك به د هيواد بهر د ټولو مسافرو خبرې او تبصرې رواني و ې په ايران
كښې مېشته مسافر هم په دغو ډلو پوري يو شمېر تړلي وو چي له خپلو ډلو څخه به يې ننګه كوله خو د مسافري ژوند وو م
سافرو به يو بل ته مېلمستياكولې د يو بل سره به يې هر اړخيزه مرسته كوله په غم او ښادي كښې به سره يو ځاى او
خواخوږي وو.
يوه ورځ ماسپښين وو چي عبدالله د ملګرو سره په خپله كوټه كښې ناست وو د كارو ستړيا د لري كولو
پاره يې چاى څښلو او خپلي ګپې يې كولې زه او ملګري هم د كاره څخه راغلو څو شېبې تيري سوې چي د بلي كوټې يو ملګرى او
غزيز مو راته راغلى ډېر غمژن او خفه ښكارېدو د سلام له كولو وروسته يې له ټولو ملګرو سره روغبړ وكو وروسته
كښېنوست يو سوړ اسوېلى يې وكيښ عبدالله ورته وويل:
-خيرت ده ډېر غمژن او خفه ښكارېږي؟
-موسى خان د بر كلي څونه
ښه ځوان وو خداى Y دې وبخښي نن تر څا لاندې سوى دى.
-كوم موسى خان؟ هغه هغه د بر كلي د حاجي صاحب زوى ته و خداى څ
نګه؟
-نن له غرمې وروسته څا ورباندې رانړېدلې وه.
-آخ ............ خداى Y دي ورباندې ورحمېږي.
ټول ډېر غمژن او
خفه سوو عبدالله دستي ورغبرګه كړه:
-ښه! نو ځئ چي ځو له څا څخه يې راوكيښ؟
-خلك پر لګيادي.
-حكومت ته خو خبر
وركړ خلك هديرې ته تللي دي؟
-هو! څو تنه تللي دي دنورو كوټو خلك خبر سول يوازي تاسې پاته ياست.
-خداىY دې
وبخښي درځئ چي ورولاړ سو.
كوټه مو وتړله ټول ولاړو ځني هديرې ته اوڅو تنه مشران هغه ځاى ته ورغلل چي موسى خان
تر څا لاندې سوى وو. عبدالله چي له ملګرو سره ورغلى په كور كښې پوليس ولاړ دي د ښاروالي كسان راغلي له څا نه
خاوري راكاږي، د موسى خان ملګري چي برسېره پر څرخ باندې ولاړ وو او له څا يې خاوره راښكه ژړغونكي ولاړ وو نور
غزيزان، ملګري هم راغلي د ښار والي له كسانو سره يې مرسته كوله عبدالله د روغبړ وروسته پوښتنه ځني وكړه:
-څنګه پېښه سوه؟
هغه خپلي سترګي په لمن باندې پاكي كړې وروسته چي څا ته يې وكتل وويل:
-لس ميتره مو څاه ژو
ه كړه يوې بلي خوا ته مو پوشتونه وراچول څو ډوله خاوره مو راوښكله موسى خان خان راته وويل:
-ځمكه درز اخلي
كه څا چي ورنزدې وي.
ماورته وويل:
-پرېږده يې ځني راپورته سه.
دا لږ خاوره به درپورته كړم.
درې ميتره پورته
څا هم خامه وه خالي رېګونه وو څو واره راونړېدل بيا مو پاك كړل وروسته چي ماورته وويل:
-راپورته سه.
تناب مي ورواچاوو يو په يو درب سو له پاسه څا ورونړېده او ترڅنګ يې چي په بله څا وه هغه ورباندې راسورۍ سوه،
ده يوه لويه ناره وكړه نور ناوړو اوبو او رېګونو لاندې كړ، د كور خاوند چي دالته راغلى ورغږ مي كړ چي پر م
ګري مي څا راونړېده هغه پوليسو او ښار والي ته خبر وركړ ماهم ملګري را خبر كړل.
په دې مهال يې سترګي له اوښكو
ډكي په نيولي ستوني يې وويل:
-اوس به يې و مور او پلار ته څه ځواب وركوم هغو له ما سره رالېږلى وو.
په زوره يې
وزړل عبدالله او ملګرو مي تسل وركاوو چي د پوليسو مامور ورته وويل:
-شما افغانهاى بد بخت از زير زمين
وزي تان درميا وريد سر زمين كار ها كم است.
سر يې وښوراوو خپلو كسانو ته ورتېر سو غږ يې باندې وكړ:
-زود كارها
ياتان به پيش بير بالاى اين بنده خدا چي بلا امد.
په دې وخت كښې سيد حسن چي زموږ عزيز او په ايران كښې واده كړى
وو ده به تعويزان ښكل ايرانيانو ته ډېر منلى وو او ډېر احترام يې ورته درلود دى په سيد افغاني باندې شهرت موندلى
وو په دې نامه باندې ايرانيانو پېژاندو هم راورسېدو پوليسو چي پېژاندو د روغبړ وروسته د پوليسو مشر ورته ووي
:
-دا دي وطن دار يا همشيري ده؟
-هوكې!
-حيف جواني شان بيچاره در مسافرت فوت كرد.
-بلي! بيچاره چه كند
اګر اين كار نه كند هم نه ميشود.
-خير خدا عنوه شا كند.
د يوه ساعت كار كولو وروسته چي د څا څخه يې خرابي او
به راوايستلې او خاوري رېګونه يې هم راپورته كړل ګوري چي د موسى خان سر ښكاره سو په څا كښې كښته مامور وويل:
-
اينا پيدا كردم كله شان معلوم شود.
مامور چي ستړى سو راپورته سو عبدالله وويل:
-زه وركښته كېږم.
عبدا
له وركښته سو زر- زر يې خاوري راپورته كړې موسى خان چي غوښتل تناب ونيسيږي او راوخېزي څا ورباندې نړېدلې او په
ولاړو تر خاورو لاندې سوى وو. موسى خان يې راوكيښ پوليسو د ځان سره يو وړ ملګري او عبدالله يې بوتلل تر پوليسي څ
ېړنو وروسته يې جنازه سيد ته چي له موږ سره روغتون ته ورغلى وو په لاس وركړه. د وير او غم يو لويه څپه پر ټو
و مسافرو باندې راخوره وه ټول مسافر د دې ځواني مرګ په وير غمژن وو ماښام ناوخته وو عبدالله نورو ملګرو ته
وويل
-جنازه بايد وطن ته يوسو.
ځينو ويل دلې به يې خاورو وسپارو اخير د عبدالله ټينګار په اساس د ده
پلويان ډېر سول پرېكړه مو وكړه چي جنازه بايد وطن ته يو وړله سي، په لسګونو مسافر راټول سوي وو ټولو پيسې سره
اچولې دوه لكه تومنه مو راټول كړل.
سهار وختي مو تر زاهدان پوري ډاټسن موټر دربست ونيو تابوت مو ورپورته كو
عبدالله د جنازې وړونكو ته وويل:
-دا دوه لكه تومنه به د موسى خان پلار ته چي خيرات او اسكات يې كړي دا امانت
دى حتمي به يې پوره ورته رسوئ.
- په دواړو سترګو كور موودان سه.
د موسى خان د كاكا زوى او يو تن كليوال يې چي
خرڅونه يې بيل وركړل ورسره ولېږل.