دخپریدو نیټه : 2005-02-13 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
سلام خان او دکانکور ازموينه
ولي شا طبيب ، کندهار
ولې شاه طبيب _ کندهار
٦ جوزا _ ۱۳۸۳ لمريز
سلام خان او دکانکور ازموينه
دجمعې دورځې ماپښين وو ،ددوبي توده ورځ وه ، دډاکتر سلام لپاره دجمعې ورځې ماپښين ځانګړی ارزښت درلود ، ځکه چه داوونۍ اخيره ورځ وه او په خپل کور کښی يي استراحت کاوه ، دروغتون ، کتنځی او ناروغانو څخه بې غمه او فارغه وو ، دجمعې ورځي ماپښين يي لوستلو ته ځانګړۍ کړې وو ،طبې کتابونه يي نه لوستل بلکه مجلې ، ورځپاڼې او ادبي اثارو يي لوستل ،دسلام ښځې او ماشومانو يي دپلار دعادت سره ښه بلد سوي وه ، ماندينې به يي ښه هيلي چای په غټه چاينکه کښي ورته دم کړي وې . ماشومان هم دپلار کوټې ته نه ورتلل . ډاکتر سلام به په خپله کوټه کي دکتابونو المارۍ څنګ ته ناست وو او دالمارۍ کتابونه به يي اړول او را اړول ، دجمعې دورځي دماپښين لپاره به يي نوي مجلې ،ورځپاڼي او يا کتابونه دځانه سره راوړي وه ، اوکه چيري کوم څه يي نه وه راوړي نو به يي زاړه کتابونه بيا بيا لوستل ، اکثره کتابونه يي څو ځلي لوستلي وه .
ډاکترسلام دښوونځۍ په دوره کښي دادبي کتابونو ،ناولونو او تاريخي کتابونو دلوستلو سره مينه او علاقه درلوده . په همدي ماپښين يي نوی کتاب يا مجله نه درلوده ، نو دالمارۍ پر کتابونو يي ګوتې تيرولي ،دتولستوی روسي ستر ليکوال پر ليکلې کتاب چه جنګ اوصلح نوميدی ګوتې ودرولې ، او دا دوه جلده پريړکتابونه يي دالمارۍ څخه راواخيستل ، دکتابونو څخه يي ګرد او غبار پاک کړ ،او دکتاب سره وقايه يي واړول اود کتاب پرلمړنی مخ هغه ليکنه چه ده کلونه پخوا کړي وه متوجه سو ، ليکل سوې وه يوولسم ټولګۍ ۱۳۵۱ هجري شمسي کال ، هوکي ورپه ياد سوه چه نوموړی کتاب يي په ۱۵۰ افغانۍ په پور رانيولی وو او په هره اوونۍ کښي يي ۲۵ افغانۍ ادا کولي ، ور په ياد سوه چه په څومره زياته علاقه او مينه يي نوموړی کتاب وايه ، کله چه به برېښنا نه وه نو اليکن څراغ ته به يي کتاب لوستی . دا کتاب د تولستوی دلوړو اثارو څخه وو ، په دی دوه ټوکه کتاب کی چه دپاڼو شمير يي تر درو زرو رسيدی د سلو په حدودو کي قهرمانان درلودل . خو ناتاشا دسلام په زړه کښي ځای نيولی وو ، دتولستوی بل اثر چه اناکارنين نوميدی هم سلام څو ځلي ويلي وو ، سلام دجک لندن دماجرا ډک داستانونه هم ډير ويلي وه ، دارنست همينګوې ، ويکتور هوګو او بالزاک ليکني او اثار يي ډير خوښيدل په خپل ګران وطن کښي يي د استاد عبدالحی حبيبي ، استاد عبدالروف بينوا ، ګل پاچا الفت ،استاد عبدالشکور رشاد او نورو ليکوالانو ليکني لوستلي.
ډاکتر سلام کله چه دليسې په اخيرو ټولګيو کښي په زده کړه بوخت وو ، نو داارزو يي درلوده چه دی دهنر ،ادب او ټولنيزو علومو زده کړه وکړي، کله چه ددولسم ټولګۍ څخه فارغه سو،دڅو مياشتو لپاره وقفه وه ، ځکه چه دکانکور ازموينه به په ژمي کي اخيستل کيدله او دپوهنتون تعليمي کال به د حمل په مياشت کي شروع کيدی . دتودو مناطقو لپاره دا کار له يوه پلوه ښه وو چه دکانکور لپاره تيارې ونيسي خو دبلي خوا دګرمو مناطقو دپاره دڅومياشتو دوخت بيځايه تلل وو .
سلام به هره ورځ دډنډ باغ ته تلی او هلته چه يو ډير ارام چاپيريال وو ترګڼو ونوو لاندي ددرسونو تکرار کاوه ، هوکې اوس هغه دډنډ باغ يو لوی روغتون دی ، اوس هم کله چه ډاکتر سلام فارغه سې نو پر هغه سړکانو قدم وهي او هغه ورځي ورپه ياديږي کوم چه يي ۳۰ کاله مخ کي کتاب په لاس دونو ترسيوري لاندي دويالې پرغاړه ديوه سرنه تربله سره تلی او راتلی او درسونه يې ويل ،هغه زړه پخوانۍ دچنار ونه اوس هم پر ځای ولاړه ده کوم چه سلام به کله کله هلته ډډه لګوله او څوشيبې به هلته ناست وو .
کله چه دکانکور ازموينه نژدې شوې وه،نو سلام نورهم لوستلو ته زور ورکړی وو ،دشپي به يې لږ خوب کاوه ، سلام ډير ډنګر سوي وو ، سترګويي توري الغې اچولي وې ،ستړی او ستومانه ښکاريدی .
بالاخره دکانکورازموينه راورسيدله ، سبا دکانکور دازمويني ورځ ده ، په هم هغه شپه سلام يو څه وختي کتاب کت کړ ،ويي غوښتل چه کافي خوب وکړي او سهار په ارامو اعصابو دازمويني صحني ته ورسي ، خو دبده مرغه ډير ناارامه وو ډول ډول چرتونه ورته راتلل ، تر ډيره ويښ وو خو دشپي په نيمايي کي خوب غلبه پر وکړه او بيده سوی وو .
دسهار دچايو پر وخت کله چه يي مور دکور غولۍ جارو کاوه ، سلام ته راږغ کړه چه دډاکټرۍ فاکولته به وايې که نه وسي نو دمنصبدارۍ يا هغه بله فاکولته چه حاکم ځني راوزي وايې ، دسلام پلار چه خپل زوړ او ارت پتلون اغوستی وو او زړه قره قلي يي پر سروه او دروانيدو تکل يي کاوه دسلام څخه پوښتنه وکړه چه زويه کوم پوهنځی به انتخاب کړي ؟ سلام ډير لنډ جواب کي وويل چه ادبيات ، دپلار تندی يي يو څه تريو سو او چوپ پاته سو ،مور چه يي دسرای جارو خلاص کړی وو ،پوښتنه وکړه چه دادبياتو څخه څه شي راوزي، سلام چه يو څه بي حوصلې سوی وو ،وويل اديب، ليکوال او ښوونکی ، مور يې چه عصبانې سوې وه په خبرو کښې ورګډه سوه ، يعني ښوونکی اوويې ويل چه معلم خو دي پلار دی ، ديرش کاله يي معلمې وکړه نه يي بايسکل نوی سو او نه يي موږ په نس ماړه کړو ،دکوڅې اومحلې غم هم پر ده دی معلم صاحب دا خط خو راته وليکه ، داګروي خط يا داحجت راته وليکه ،معلم صاحب شاهدۍ ته خو راسره ولاړ سه ،معلم صاحب دا وکه او داوکه ، دسلام مور داټولې خبري په يوه ساه وکړی ، يو اوږد اسويلۍ يي وکيښ اوويې ويل چه هو دوه مډالونه يې اخيستي دي چه نه ډوډی کيږي او نه کالي کيږي ، معلميدې خاوري سي ، ډاکټرې ووايه ډاکټرې ، سلام دمور خبره ور پري کړه وويل چه نه موري دښوونکي مقام ډير اوچت دی ، دنړی ټول ډاکتران ،انجينران او پوهان دښوونکي ده برکته دې ځای ته رسيدلي دې ،دسلام پلار چه سريي کښته اچولی وو او داسي معلوميدی لکه مجرم چه دقاضي په مخ کي ولاړوي ، سر يې راپورته کړ او په زړه کښي دخپل زوی څخه ډير خوشحاله سو او دښوونکي پرمقام او تقدس او هسکوالي يې نور هم باور ټينګ سو . دسلام پلار نه غوښتل چه دخپل زوی دذوق او خوښی خنډ وګرزي او دبلي خوا يي غوښتل چه سلام ښه هوسا او ارام ژوند ولري ، نو يي وويل چه زويه مور دي ښه وايي ، خو دډاکټرۍ په څنګ کښي کولاي سې دادبياتو لوست او پلټنه هم وکړي ،څوک خو تا نه منع کوي سلام ته دا معلومه سوه چه پلار يې هم دمور نظر تائيدوي ، دسلام په مغزو کښي کشمکش پيدا سو په چرتونو کي ډوب سو کله به يي سوچ کاوه چه سپينه چپنه يي اغوستي ده او دناروغانو په منځ کي ولاړ دی ، بيا يي تصور کاوه چه تولستوی ګوته ورته څنډی او خوشحال خان خټک ورته په ځير ځير ګوري ، او ورته وايي چه هلکه پام کوه چه خپله لار پري نږدې ، خو دا انديښنه هم ورسره وه چه واړه وروڼه او خويندې يي ښه غذا او جامو ته اړتيا لرې ، ښووني او روزني ته اړتيا لری ، پلار يی هم بوډا سوی دی دهغه تنخوا هم دومره نه وه چه دکورنۍ کفايت وکړي او کيداي سې چه پلار يي تقاعد سي ، پسله ډيرو چرتو نو يي هوډ وکړ چه دمور او پلار خوښه ومني .
پوه نه سو چه څه ډول يي دسهار چای وچښلي ، پلار چه يي غوښته ووزي ، سلام ورږغ کړه چه پلاره نن بايسکل راته پريږده زه دکانکور دازموينې لپاره دارالمعلمين ته ځم ، پلاريې هم همداسي رهي سو او بايسکل يي سلام ته پريښود . سلام ساعت ته وکتل ژر ژر يي پتلون واغوستی ، پسله څومياشتو يې بيا پتلون اغوستی وو ، پتلون پر لوی سوی وو ، نه نه پتلون هم هغه وو بلکه سلام ډنګر سوی وو ، خير په هرصورت دوه قلمان او يوه کلکه دوسيه يي دځانه سره واخيستل او مورته يي وويل چه دعا کوه چه ازموينه په خير تيره کړي ، مور يې وويل چه خدای دي کاميابه که ،سلام بايسکل تر ښکرو ونيوی او دکوره راووت ، يو څه سړه ورځ وه او باران هم ميده ميده اوريدی .
په څو دقيقو کښي دارالمعلمين ته ورسيدی . نور ډير ځوانان او يو لږ تعداد نجوني هم راغلي وې ، دازمويني صحنه مخکي جوړه سوي وه ،چوکياني يو دبله ليري ايښودل سوي وې .دټولو برخه والو پر سينه دپيژندنې کارتونه ټومبل سوي وه ،شاګردان داسي کښينول سوي وه چه دهر يوه شاګرد دڅلورو ګاونډو شاګردانوسره سوالونه توپير درلود ، په صحنه کښي چوپه چوپتيا وه ، دکابل پوهنتون دپاخه عمر او زاړه استادان دازمويني په صحنه کښي ګرزيدل او راګرزيدل ،کله چه دازمويني ټاکلي موده پوره سوه ، دازمويني پای اعلان سو او پاڼي ټولي سوې . شاګردان څوک خوشحاله ، بعضي خپه اويو شمير بې تفاوته وه . سلام دطب پوهنځی لمړی ټاکنه کړي وه ، او دازمويني څخه هم راضي ښکاريدی . کله چه کور ته راغی مور يي پوښتنه ځني وکړه چه سلامه زويه دعاوي مي ډيري درته وکړي ، څرنګه وه ازموينه ؟ سلام ورته وويل موري انشالله ستا دعا خدای ج قبلوي ، دايې وويل او کوټي ته ننوت او خپلي کتابچې او کتابونه يي مخ ته کښيښودل، ښه ډير وخت يي پاڼي سره اړولي او را اړولي او دخپلو جوابونو ارزوونه يي کوله ، او باور يي پوخ سو چه دخيره سره بريالی کيږي . نور نو سلام ټول کتابونه او کتابچې په تاقچه کښي کښيښودل او دځانه سره يي فيصله وکړه چه څو ورځي به مطلق استراحت کوي. او په دي ډول يي ښه پوره خوب کاوه ، څو ورځي خويي هيڅ لوستل نه کول ،تفريح يي کوله او شاوخوا ګرزيدی . کله چه دوي هفتي پوره سوي ، ستړيا يي رفع سوه نو يي په خپلو ذوقي لوستلو بيا پيل وکړ ، کتابونه او مجلي يي دملګرو څخه اخيستل او لوستل يي ، تقريبا يوه نيمه مياشت تيره سوه ، په دغه موده کښي سلام زښت زيات ادبي ، علمي او تاريخي کتابونه او مجلې ولوستلې .
دحوت د مياشتي اخيري ورځي وي ، دپسرلي رنګ په ونو کښي راښکاره سوی وو ، دبادامو ونو تازه شګوفه کړي وه ، دا وني چه څله مسته بادام ورته وايي تر نورو بادامو ژر غوړيږي ، ډير ښکلی ګل لري ،يعني خام ګلابي يا شيرچايي رنګ لري ، دويالو په غاړو کښي شنه کبلي او واښه دمځکي نه زرغونه سرونه را ايستلي وه ، دپسرلي شمال هري خواته لګېدی ، په ټولو ژونديو موجوداتو کښي يو ډول تازګي او خوشحالۍ احساس کيدله ، په همدي ښکلو ورځو کښي دکانکور نتيجي اعلان سوي ، سلام دکابل طب پوهنځی ته کاميابه سوی وو ، ددې خبر په اوريدوسره دسلام موراو پلار ډير خوشحاله سوه. پوهنتون د وري دمياشتي پر دوهمه ورځ پيلېدی ، سلام ډير ژر بايد کابل ته ولاړ سي ، او تراوسه کابل ته نه وو تللی ، او دالمړی ځل وو چه سلام دکورنی څخه جلا کيږي ، سلام ته معلومه وه چه ليليه او ډوډی دحکومت پرغاړه دي .
سلام سبا دخيره سره روانيدی ، دسلام مور په تلوار سره يوه غوټکۍ جوړه کړه ، څو جوړي کالي ، دوي داني پنډ جاکتان او دوه زاړه پتلونان او کميسان په غوټه کښي کښيښودله ، څه کشمش او نخود ، تار او ستن يي هم کښيښودل ، خواږه ولني او سپيرکۍ او کورنۍ کپه يي په وړو کڅوړو کښي واچول او زوی ته يي ورکړه او ورته يي وويل چه زويه مساپري ده که دي پر زړه دردسو يا ارږی دي بد سو دغه به کپه کوي . دسلام پلار دخپل زاړه بکس څخه څه پيسي او يو تور قلم راوايستل او سلام ته يي ورکړل اووويل چه زويه دپيسو دخرڅ سره احتياط کوه . دسلام مور تر ډيره ويښه وه او دروغني ډوډی په پخولو لګيا وه ،شپه نيمی سوي وه چه دروغني ډوډی پخي سوي ، په پاک ټوکره کښي يي وتړلي او بيده سوه ، کله چه سهار سوو نو دسلام مور دوي داني هګۍ په غوړو کي پخي کړي او دچايو سريې پردسترخوان کښيښولي ، سلام دمور او پلار سره سهار وختي چاي وچښلي ، او وروسته يي دمور او پلار لاسونه مچ کړه او رخصت يي واخيست ، خپله غوټکۍ يي پر اوږو کړه او رهي سو ، مور يي سمدستي يوه کاسه اوبه دنيک شګوم لپاره دسرای په دروازه کي پسي وپاشلي ، او کابل ته رهي سوو .
کلونه تير سوه اوه کاله پوهنځۍ او شل نور کلونه وظيفه ، سلام نور ډاکتر سلام ؤ ، دښار مشهوره ډاکتر ؤ .
سلام دخپلو خيالونو اوزړو يادونو څخه بيرته راستون سو او دتولستوی کتاب جنګ او صلح يي دوباره کت او په المارۍ کي کښيښود ، او دسړو شنو چايو پياله يي پر سر پورته کړه .