دخپریدو نیټه : 2009-01-17 مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل
دګل ژوند
دګل ژوند
سهرګـاه وه دنــرګس لېــمـه ﻻنـده وو
څ
اڅکي څاڅاکي يې دسـترګو څـڅـېدل
ما ويـل څه دي ښکليه ګله ولـې ژاړې
ده ويل ژوند مې دى يوه خوله
خندېده
رښتيا هم خداى دې هر چا ته دګل په څېر ژوند ورکړي که څه هم دنازو آنا څلورويځې ته ځير
شو هلته دګل ژوند يوه خوله خندېده ياد شوى،خوکه ژوند ته يې څوک په ژوره توګه ځي شي،دګل ژوند ډېر اوږود اوښکلى
دى،دګل نوم ته که مونږ وګورو الله پاک ورته دومره ښکلى ايښودى دى،که بيايې همداسې ښکلا ته ځير اودزړه له تله
ورته وګورو،نو نوم يې په ښکلا کې او ښکلا يې په نوم کې تته شي،دګل ژوند که يوه خوله خندېده ياد شوى،خداى ورته
دومره قدراوعزتورکړى،چې پيدايښت يې په داسې يو ځاى کې کېږي،چې پالونکى او روزونکى يې دمينې و محبت څخه ډک وي،دګل
دنوم اوښکلا په قدر او ارزښت پوهيږي،ګل په زړه کې ساتي،دګل پاڼه مړاوي کېدو ته نه پرېږدي،تردې چې دګل ترڅنګ يې د
ورېښم په څېر پوست اومين اغزى هم پاک اود مينې په ځولۍ کې سمسورساتي،که څه هم اغزى تل د سوري کولو او زخمي کولو
په مانا کارول شوى،خوزما په اند لکه څرنګه چې ګل ښکلى،پوست،نرم اود ښکلي بوى خاوند دى اغزىيې هم ترڅنګ ځانګړنې
لري،دګل په هره پاڼه کې بېل ژوند پروت دى،که داهرژوند څوک راسپړل وغواړي نو څومره وخت به وغواړي دهرپړاؤپه
اسپړلو يې دژوند پېل اوپاى پيداکول ورکيږي،دهرانسان په زړه کې ځاى لري،هر څوک ورته دزړه له تله مينه و
کوي،دهرشاعراوليکوال تشبېه وي دهر مين دتنهايۍملګرى وي،که دغو ځانګړنو ته هم ځير شو نو دګل ژوند نه خ
اصېدونکى دى،په هر ځاى کې ترې ښکلى امېل جوړ اودمينې په جونګړه کې سمسور او يادپاتې وي،دهردردېدلي زړه ټکور اوم
هم دى،هر ټپي زړه يې دټپ د ښه کېدو له پاره پټۍکوي، هر ناچار مين اوعاشق يې دخپل ژوند هدف آوموخه بولي،که
ووايو دګل ترڅنګ يې اغزى هم ښکلى آو په زړه پورې دى نو مبالغه به مو نه وي کړې ځکه چې که ديوه اغزي ته مونږله نږدې
څخه ځير شو هغه هم مين،شين او ښکلىپوښ لري الله تعالى ورته د ګل په جوړښت کې دښکلا د زيآتوالي په آړخ کې ځآنګړى
ځاى ورکړى او که دشآعرانو،ليکوالانو همدارنګه دمينانودسوزاوسازډکوشعرونو،ليکنواوکيسوته ځيرشو نودابه هم
ومنو،چې يو مين دخپلې معشوقې دلاسته راوړلوپه لاره کې به زيات خنډونه اغزي اوستونزې وي اوکه دغو ستونزو او خن
ونوته غور وکړو زماپه اند که په دې لاره کې نه وي نو خوند به يې هم نه وي،ځکه که په دغه دوران کې ددارنګه ستونزو
او خنډونوسره اوږه په اوږه په مزل کولوکې دمينې خوند يو په دوه اودلاسته راوړلوعزم يې نور هم دټکرونوسره
ټنګيږي،که دګل اغزي ته فکراوغوروکړواوهغه له داسې خنډونوسره تشبېه کړو،که دغه تشبېه اوهغه ستونزې وګوروزياته
کمزورتيابه ولري،ځکه دګل اغزى که له نږدې څخه وګوروډېرميين نرى،شين،ښکلى اونرىدى نوڅنګه مونږداتشبېه کولى
و؟ هودابه هم ومنوچې نوم يې اغزى دىخوزماپه اند دګل دبوټي په جوړښت کې يې اغزى ځانګړې ښکلالري،هغه يواځې دغې ښک
ي بوټي ته دپام کولوپه موخه يوڅوک له لمن څخه رآنيولى شي اوبس.
په درنښت
سيد هيواد هاشمي