مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-01-17   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

معصومه نجلي

عالم

معصومه نجلي

 

دژمی مازدیګر وه له یوی خوا خو دافغانستان اکثرآ ولایتونه ډیره سړه هوالری او په ژمی کی خورا ډیره سړه وی خو داورځ چی دجدی څلورویشتمه وه دنوروورځوپه پرتله ډیره سړه وه دهیواد په ګوټ ګوټ کی واوری اوبارانونه اوریدل اوله بلی خوا لمر هم دډوبیدو په حالت کی وه او هغه دی چا خبره ده چی هیڅ تنده نه پری ماتیده او هیڅ تودوخه یه ندرلوده نو له همدی خاطره ټولو خلکو تودی او ګرمی جامی اغوستی وی او ټولو خلکو خپل کورونه ،دوکانونه ، دفترونه او نور داوسیدو ځایونه خوراګ م ساتلی ول تر څویخ پری تاثیر ونکی . خاصتآ هغه خلکو چی په دولت کی یه لوړی چوکی درلودی او یا یه هم دمخدره تو کیو په پلورنځیو کی یه کار کاوه خورا ښه تدبیرونه یه نیولی ول او اولادونو ته یه مخکی له مخکی تودی جامی و اغوستی او یا خویی هم وه دوبی ته استولی ول تر څو دا دهیواد سړه هوا پری داسی اثر ونکی چی خدای ناخواسته نا وغان شی ، دوزیر صاحب او دوالی صاحبانو زری زری لنډکوزران خو له اوله نه هم په دی ټولو وسایلو سمبال ول چی دیخ په وړاندی تاوده. اود ګرمی په وړاندی بیا خورا ساړه دی او کورونه یه هم په نویو او عصری ګازی او برقی بخا یو ګرم ساتلی ول اوله دی طرفه یه هیڅ ستونزه نه درلوده که څه هم دوالی صاحب وزیر صاحب او دمعین صاحب کورنی خو دژمی په سړه هواکی ودوبی اوداسی نوروګرمو ځایونو ته ځی او ژمی هلته تیروی په ارامه او باامنیته فضا کی او دا کار ددوی لپاره دوی ګټی لری هغه دچا خبره چی وای غزنی ته به ولاړشو هم به زیارتونه وکو او هم به پوستینان واخ و نو دوی هم ژمی هلته ګرم تیروی او هم هغه دخپلو دوکانونو او مارکیټونو کرایی او اجار ی راټولوی او هغه خپلی حرامی او دافغانانو په وینو پیدا کړی پیسی وخپلو حسابونو ته لیږدوی خو څه ووایم وخت کم او خبری ډیری دی ....... او اصلی خبری رانه پاته شوه زه په چورتونو کی ولاړم ډوب شوم غوښتل می چی هغه خبره چی راته ډیره دردونکی او سخته تمامه شوی ده درته ولیکم داسی خبره که چیرته می وقلم ته دخپل زړه هغه څڅیدلی وینی وراچولی وای نو ددی ام کان موجود وه چی دا داستان به پری لیکل شوی وای خو ارمان چی دانه کیژی که نه دا کار به می کړی وای او بیا به می وهغی معصومی او دشهید ولور ته چی نن ورسره مخامخ شوی وم ډالی کړی وای ................

 

نن لکه څرنګه م ی چی درته مخکی ولیکل لمر هم اهسته اهسته دډوبیدو په حالت کی وه او دتودوخی هیڅ خونده یه نوه او خپلی اخرنی ژیړی دزکندن وړانګی یه خپری کړی وی زه هم دنورو ښاریانو په څیر دنورو وختونو په شان وښار ته ووتم تر څو دشپی پاره څه راوړم په همدی حالت کی دنانوای ومخی ته په نوبت کی ولاړوم ترڅو دنوبت له رسیدو سره سم ډوډی واخلم او کور ته ولاړ شم ......... خو په دی وخت کی می یوه معصومه څهره ومخی ته ودریده داسی یوه چهره چی مثل به یه  چا په درسته نړی کی نه وی لیدلی او نه به یی ووینی له هری خوانه یوه مکمله او پوره چهره چی مخ ته دی کتای غټی غټی بادامی سترګی ، جګه نری پزه ، نری وریڅی ، نازک شونډان ، تک سپین غاښونه ،سپین سپین غامبو ګان،ګیډی ګیډی توری زلفی  ، جګه نری او دچینار په څیر دنګه ونه چی په کتلو اولید و یه دانسان سترګی نه مړیدی او سترګی نه تری اوښتی طبعی ښکلا خدای تعالی ډیره ورکړی وه ....... ځه درته دښغی ښکلی او نازکی نجلی په هکله څه ووایم دجنت حوره وه او دښایست یه هیڅ تعریف نه کیږی .

 

خو بی وزلی او بیچاره غریبی نجلی په زړه غونی غږ په داسی ح ال کی چی سترګی یه له اوښکو نه ډکی وی دملغلرو په څیر غټی غټی او ښکی یی له سترګونه تویدی په داسی یو حالت کی که هغه مرغی چی په باران کی بازګی یا شاهین پسی را اخستی وی  راته وویل چی زه څه وکم چی مجبوره یم او هیڅ وس نه لرم که نه خیرات ګره نه یم او نه می دخیرات په نامه کله له چا  څه غوښتی دی او نه می دا غیرت منی خو ورور جانه اوس درته راغلی یم او دخدای تعالی په نامه څه راسره مرسته وکه چی ډیره مجبوره یم او هیڅ نه لرم نن او پ ون دواړه ورځی مو څه ندی خوړلی او نه په کور کی دخوړلو لپاره څه لرو. نه زه نن دلوژی له لاسه په لیاره تلای شم او نه می په ناروغه مور کی چی په کور کی پرته ده دومره توان شته چی له ځایه راپورته شی .

 

ښکلی او معصومه چهره رښتیا هم دایمی خیرات ګره نه راته ښکاریده پوښتنه می تر ی وکه چی ګرانی ته لږ راته ووایه څه شوی دی او څه چل دی ؟

 

 په دا خوږه او تنکی ژبه یه راته شروع وکه په داسی حال کی چی داغټی غټی او ښکی یی په سپین مخ را بهیدی او زلفی یه په مخ باندی ګډی وډی پرتی وی په ژړه غونی غږکی راته وویل چی پلار می دری میاشتی مخکی په یو ه ځان وژونکی حمله کی شهید شو ، هغه یو غریب او بیچاره انسان وه او دنورو بی وزلو افغانانو په څیر یه په بازار کی هټی درلوده او ترکاری به یه خرڅوله اوله همدی لاری به یه ومونږ ته نفقه برابره کوله او یوه مړهی ډوډی به مو لدی لیاری پیدا کوله او ماښام به مو په کور کی په ګډه په خوښی ا و خو شحالی سره خوړه او شپه به مو پری سهار کوله ................................

 

او مو ر می هم دپلار له شهادت نه وروسته په روحی او عصبی ناروغی اخته شوه او اوس یه حالت ډیر خراب دی دشخصی روغتونونو لپاره امکان نه لرو او په دولتی روغتون کی یی هم اول داخلیدل راته ګران وه خو کله می چی هلته داخله کړه هلته می هم نه پیسی درلودی او نه می هم واسطه در وده نو په همدی خاطرمی وناروغی مورته هیچا داسی پاملرنه نه کوله او دهغی حالت ورځ په ورځ خرابیده دا ځکه چی د وغتون له خوا به زه دی ته مجبوریدم تر څو ټول اړین مواد له بازار څخه واخلم خو ددی وسه اوتوان می نه درلوده او ظالمو ډاکترانو هم هغه ناروغه په روغتون کی بی درملنی پری ښوده تر څو ودی حالت ته ورسیده چی تور اوسپین یه نه سره پیژندل .......

 

یو می یو مشرورور وه چی خورا ښایسته ځوان وه خو ظالمو قاچاق وړونکو تیر ایستی او له ځان سره یه یو ځای کړ تر څویه دنشی تو کو په څکولو روږدی کړ او اوس په دی اندازه معتاد دی چی ټوله ورځ یه دهغوی په څکولو تیریژی اوبله کومه دنده نلری او چی پیدا یه نه کی دکور وسایل خرڅوی او دځان لپاره هغه پری انسی څوځلی می هغه هم وډول ډول روغتونونو ته یو وړ خو اکثره روغتونونه چی دغیردولتی موسسو له خوا نیولی شوی دی وضعیت یه په دی شکل دی که چیرته دیوی پوړی پوډرو قیمت په بازا ر کی ۵۰ افغانی وه هلته یه قیمت ۱۰۰ افغانی ده او چو ن هغوی دقانون سره سم دورځی ورته ۳ ډالره چی ۱۵۰ افغانی کیږی ورکوی او بیرته بیا هغه په یو بل نامه تری اخلی نو زه څنګه وکم بیخی لاره او ګودر رانه ورک ده نه کور لرم او نه ځمکه په یوه خیمه کی ژوند کو و اوداسی تاوده کالی هم نه لرو چی ځان پکښی پټ او خوندی کړو یوه وړوکی خور می تیره ورځ دیخنی له امله مړه شوه او دابله خور می هم ډیره سخته ناروغه ده نو اوس که دی خدای په خاطر څه مرسته راسره وکی اودیوی مړی ډوډی همکاری راسره وکی مهربانی به دی وی تر څو خیټه پری مړه کو .

 

اوه څه ووایم داهغه حالت دی چی ددی کیسی له او یدو وروسته وداسی حالت ته ورسیدم چی دنجلی له اوښکو نه دی ما اوښکی زیادتره په تویدوشوی او په داسی یو فکر کی ډوب شوم چی ای پاکه ربه دا څه حالت دی چی په مونږ دی .

داتنکی پیغله وګوره چی په یو داسی ستونزمن حالت کی ژوند  کوی په دی سړه هواکی یه داسی سړی جامی اغوستی دی البته نوری یه نه درلودی او څیری څیری پړومی یه په سر وه خو باوجود یه هغه افغانی غیرت او کلتوریه ساتلی وه او هغه پړومی یه په سر وه او په ډیرادب سره ولاړه وه . او سوکه سوکه خبری یه کولی .

په همدی چورت کی ولاړوم او چورت می واهه چی ای پاکه ربه دابهرنیان ولی زمونږ افغانان وژنی دوی ولی دبشریت له ټولو حدودونه په  ناقانونه تو ګه تیریژی او افغانان نه  انسان اونه بش بولی ................

هغه یوه عامه اصطلاح ده چی وای دسپو کور به کور بدی ده خو خوارغریب ته یه لار یوه

 

نن که موژ ووینو دنړی ټول غیر اسلامی هیوادونه یو له بل سره پلرنی دشمنی لری خو مونږته ټول سره یو دی له یوی خوایه  راته داسیاف په نوم اوله بلی خوایه راته هم دناتو په نامه توک جوړکړی ده او دم په دم مو کی راګیروی اوخوار اوغریب افغانان پکښی وژنی او هیڅ نوعه رحم اوبشردوستی نلری کله مو دخوښی مراسم په ویر بد وی او ناوی او زوم دواړه دواده په اوله ورځ له دوستانو سره یو ځای له خاوروسره خمیرکوی او په شهادت یه رسوی او کله بیا هم پر مساجدو او ددینی زدکړم په مرکزونو باندی بمبار کوی او ووژنی مو او تر ټولو هغه غټ غټ بمونه را باندی کاروی او افغانستان  یه دتمرین ډګر ګرځولی ده ................

 

اوه ځما ربه دا څه وینم او داڅه کیږی دچا له لاسه درته ګریوان څیری کم دبهرنیانو له لاسه ،دګاونډیانو له لاسه اوکه هم دی خپلو دولتی چارواکو له لاسه زمونږ چارواکی په کورنیو او نړیوالو کنفرانسو نو کی ګډون کوی او هلته غوړی غوړی خبری کوی او تاوده تاوده غیږی . دځان په ګټه ډیر ښه پوهیږی اوملی ګټی بیا نشی سنجولی په شیر پور،دوبی او نورو ځایونو کی دځان لپا ه ځمکی رانیسی او ددوبی دموسم لپاره یوځای اوپه ژمی بیا بل چیرته کډه کوی او اولادونه یه دنړی په پرمختللو پوهنتونونواو ښونځیو کی زده کړی کوی خپل دځان لپاره څلور دانی په یوه رنګ زری لنډکروزری رانیسی چی دهریوه یمت له ۱۷۰۰۰۰ ډالرو نه کم ندی او بیا له یوه کاله وروسته هغه بیرته بدلوی او نوی موډل دځان لپاره رانیسی دا ځکه چی زوړ شوی ماډل دی وزیر صاحب او دوالی صاحب نه خوښیږی .

 

ددولت او غریبو خلکو ځمکی په زور اندی کوی او په کندهار کی پری عینو او په کابل کی هم پری نجات مینه ................. اوداسی نو ښار ګوټی جوړوی له هم دی او نورو لارو نه غریبان او بی وزله افغانان حلال کوی او وخپل جیب ته تری پیسی اچوی ترڅودی پری په بهر کی نو ر جایدادونه راونیسی او ځان له دی لاری وخلکوته ښاغلی وښی .

 

 

 

افسوس ددی خلکو په حال نه پوهیږم چی دا خلک په اخرت باندی باور او ایمان لری که نه هغه یوه عامیانه اصطلاح ده چی وای ( شین له انه معلومیژی ) ددی خلکو زړونه زه چی فکر کوم له غوښی نه نه بلکی له ډبری نه جوړشوی دی ځکه چی هیڅ رحم اومه بانی پکی نشته .

اخر کو مه ناخواله درته بیان کړم او کو م ټپ دزړه درته ښکاره کم خدای دی ددی ظالمو خلکو په زړه درحم اوبه تیری کی چی نور ددی نجلی په څیر نور په زرګونو بی ګناه انسانان ونه ځوروی او بی پلاره او بی وروره یه نکی او نور یه وکډوالی ته مجبوره نه کی .........پاتی راتلونکی خپرونه

 

 عالم

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery