مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-01-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

میناد حج یونلیک/ څلورمه برخه

ګل آغا احمدي وردګ

په الوتکه کې
کله چې د آریانا هوايي شرکت Air Bus, A310-300 الوتکې ته پورته شوو او په خپلو خپلو ځایونو په خوښۍ سره کښناستو څو لحظې وروسته یو پولیس افسر راغی او له ما څ خه یې د ټکټ پوښتنه وکړه ما خپل ټکټ ورته و ښود نو بیرته ښکته شو خو څو لحظې به لا نه وې تیرې شوې چې بیرته یې ټکټ اڅخه واخیست او له الوتکې ښکته شو. تقریبا لس دقیقې وروسته یې زما ټکټ بیرته راوړ او رایې کړ. زه په دې علت پو ه  پوه نه شوم چې ولې یې له ما څخه ټکټ واخیست، د څه لپاره یې ښکته یووړ او پولیسو په دې هکله څه اندیښنه در وده؟ خو زما زړه ډاډمن وو چې ټکټ مې ریښتنی دی او ما د هغه قیمت د آریانا افغان هوايي الوتنې دفتر ته تحویل کړی وو. هغه خیال چې په دې هکله له ما سره وو دا دی چې پرون کله زه د آریانا افغان هوايي شرکت دفتر ته ورغلم نو ما ډیر ټینګار وکړ  چې  Economy  کلاس ټکټ واخلم خو زما په خیال د دې دفتر چارواکي غواړي چې د دوی Business کلاس ټکټونه لومړی خرڅ شي ځکه چې د هغه قیمت لوړ دی، دوی ته ډیرې پیسې جوړوي او دوی کوښښ کوي چې هغه خالي پاتې نه شي نو هڅه کوي چې مسافرینو ته ووایي چې دوی ګواکي   Economy کلاس ټکټونه تمام کړي دي او سړی تر خوږ ګوته نیسي. نو مسافرینو ته وايي چې که دغه قیمتي ټکټ اخلی ښه تر ښه او که نه نو ځه پر مخه دې ښه چې په کومه لاره راغلی یې پر هغه باندې بیرته وزه. نو زه هم مجبور شوم چې د آریانا افغان د هوايي الوتنې د همداسې یوې غوښتنې په اساس د Business کلاس ټکټ واخلم. په قیمتي چوکیو تبعا ټول هغه کسان ناست وو چې یا خو لوړ رتبه حکومتي چارواکي وو، یا د انجوګانو مشران وو یا د ملي شوری وکیلان او یا لوی لوی سوداګر نو شاید نوموړي پولیس به هم فکر کړی وي چې ته دا غریب ګوره چې د  الوتکې د Business کلاس د چوکیو په لومړي کتار کې ناست دی نو زما ټکټ به یې په دې هکله د پوښتنې او ګرویږنې لپاره راڅخه اخیستی وي.

د ټکټ تر بیرته  راوړلو پورې بیا هم څه ناڅه  په اندیښنه کې وم چې سړیه کومه بله ستونزه درته جوړه نه کړي او یا دا چې دا پولیس د ټکټ سره یو ځای په کومه مخه و نه تښتي او تاته ستونزه جوړه نه کړي ځکه چې په دې وطن کې د هر عمل د پیښیدو شونتیا شته ده.

د خپل ټکټ تر لاسته راوړلو وروسته ډاډمن شوم او خیال مې وکړ چې یاره اوس لکه چې پرواز ته برابر شوو. خپل کورته مې تیلفون وکړ او د سفر د ستونزې د حل کیدو ډاډ مې ورکړ چې په همدې سره د الوتکې دروازې هم وتړل شوې او د پرواز د کرښې په لور یې حرکت پیل کړ.

له الوتلو څخه د مخه د الوتکې یوه سټیور چې ضیا نومیده د سفر دعا ولوسته او په الوتکه کې یې  د افغانستان د پنځو ولایتونو موجودو والیانو ته په دري ژبه خوش آمدید ووایه چې د بلخ د والي عطامحمد نور نوم یې په ځانګړې توګه یاد کړ. بیا یې  مسافرو ته لومړی په د ي، بیا په پښتو او بیا په انګریزي ژبه ښه راغلاست او د سفر په هکله یې مختصر معلومات وړاندې کړ. نوموړي وویل چې له کابله تر دوبۍ  پورې زموږ سفر دوه ساعته او دیرش دقیقې وخت نیسي او زموږ د سورلۍ  الوتکه له ځمکې څخه په یو دیرش زره ۳۱۰۰۰ فوټه لوړه فضا کې پرواز کوي.

نوموړي همدارنګه د الوتکې نورې لارښوونې ټولې یوازې په دري او انګریزي ژبه مسافرینو ته په داسې حال کې وړاند کړې چې ګومان کیده د الوتکې آتیا سلنه سورلۍ دې ټول پښتانه دي.

د آریانا افغان د هوايي الوتنې دغه الوتکه زما په خیال چې د ترکیې د کوم هوايي شرکت څخه چارتر یا کرایه شوې وي ځکه چې پيلوټان او زیاتره عمله یې ترکان وو. په همدې توګه داسې معلومیده چې نوموړې الوتکې دې د پاکستان د هوايي الوتنو په لیکو کې هم کار کړی وي ځکه چې د الوتکې د منځنۍ برخې په وسایلو باندې په انګریزي، ترکي او اردو ژبو لارښودې لیکنې ښکاریدې.

زموږ د سپرلۍ Air Bus, A310-300 الوتکه د کابل پر وخت په څلورو بجو او پنځوسو دقیقو د عربي متحده اماراتو د دوبۍ په لوري هوا ته پورته شوه او ډیر ژر یې د کابل خړ پړ ښار او غرونه زموږ له سترګو څخه پناه کړل. کله چې الوتکه فضا ته ښه پورته شوه نو د ډوډۍ د خوړلو وخت را و رسید او ډوډۍ مو مزده داره قابلي وه چې په خوند خوند سره هر چا نوش جان کړه. باید وویل شي چې د الوتکې سټیورانو یا خدمې د Business کلاس د چوکیو د سورلۍ ځانګړی خیال ساته او څو څو ځلې یې له ډوډۍ وروسته چای را وړو او د مسلسل چای، قهوې او یا پیپسي کولا سات به هم یې کاوه.

کله الوتکه فضا ته پورته شوه  نو زما زیات وخت په لیکنه تیر شو او خپل خاطرات مې لیکل خو لیدل مې چې د ا وتکې نوره سورلي زما خواته په مینه مینه راګوري او هر یو هڅه کوي له ما و پوښتي چې زه د څه شي په لیکلو لګیا یم. د سفر د ملګرو د علاقې او مینې د څرګندولو له کبله خوښ شوم او ومې لیدل چې ځینو نورو کسانو هم کتابونه را وایستل او په لوستلو یې پيل وکړ. ما د خپلې لیکنې تر څنګ د حج لارښودی کتاب هم څه نا څه مطالعه کړ چې زما د څنګ ملګري ښاغلي قاضي محمد قاسم حلیمي ورسره را اخیستی وو. د خپلې لیکنې په لومړي سر کې مې لاندې نظم و لیکه:

آ یانا
په ډیوو راته سمباله نن دنیا شوه
 شکر خدایه چې قبوله مې دعا شوه
په سپیڅلي سفر خوځمه خوشحاله
نړۍ ټوله راته څرک، رڼا، رڼا شوه
قافله د سترو هیلو په لور درومي
د امید غوټۍ یې مسته په خندا شوه
موږ م نګولې ستا د در په وره کې ایښې
ستا د کور لیدو ته هیله په نڅا شوه
ستا د مینې د ښکلاوو په حرم کې
یو ځل بیا په انتظار ستړې دعا شوه
په آسمان د رحمتونو کې روانه
له کابله څخه پورته آریانا شوه
۱۴ لړم ۱۳۸۷ لمریز ۴ یسمبر ۲۰۰۸ میلادي/ فضا، الوتکه له کابل څخه دوبۍ  ته 

ادامه لری....

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery