دخپریدو نیټه : 2009-02-03 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
تنده
محمد نعمان دوست
د پارک په يوه سمټي څوکۍ ناست وم ، د ناول په لوستلو دومره غرق وم چې يوازې د
پاڼې اړولو په وخت به مې سر راپورته کاوه.
داځل چې مې څنګه سترګې راپورته کړې ، بېرته ټيټولو ته مې زړه نه
کېده .
څلور نجونو چې د کاليو رنګ سره سم وړې بکسې يې په اوږو کې ځنګېدلې، ميده _ميده قدم واهه
.
ورو- ورو رانږدې کېدې ، زما زړه هم لکه ددوى د بکسو په څېرپه کالبوت کې نارامه و .
يو ناڅاپه يوه
پخه نيولې شوه ، په مطلبي نظر يې را وکتل او بيا له نورو ملګرو سره ، مخکې لاړه .
يوه وړه دوره يې وخوړه
او بيا مخامخ پر يوه څوکۍ کېناستې .
ناول لوستل رانه پاتې شول ، پاڼه مې قات کړه او سترګو لاندې مې هغوى ته
کتلې .
هغې هم سترګې راباندې نښلولې وې ، کله به يې سترګې مخ په ما پرانستې پاتې شوې ، کله به يې سر ټيټ کړ او ک
ه به له ځايه لږ پورته شوه خو ډېر ژربه کېناسته .
ډول- ډول پوښتنې مې زړه ته تلې راتلې ، بدن مې ورو- و
و ګرمېده خو هيڅ مې نشواى کولى .
زه لا هماغه شان نارامه وم ، چې هغه راپورته شوه څو ځلې همزولو له لمنې
ټينګه کړه خو ايساره نشوه ، مخ په ما ګډه وډه را روانه وه .
مخ ته مې ودرېده ، خو ما دپورته کتلو
وس نه درلود ، په سر يې راته لاس کېښود او بيا له دې سره سم پورته شوم .
کله به مې دهغې په سترګو کې د خپل
مخ ننداره کوله اوکله به مې سترګې ټيټي کړې .
د هغې په مخ کې سور رنګ ځلېده ، شونډې رپېدې او ژر- ژر يې ساه اخست
ه .
يو نا څاپه يې دواړه لاسونه رانه را تاو کړل ، پر اوږه يې راته سر کېښود د زړه ټکانونه مو سر يوشول ، شيبه
پس لرې شوه پر اوږو يې راته لاسونه کېښودل ، سترګې يې وازې پاتې وې ، د بڼو څوکو ته يې پنډ-پنډ څاڅکې راټول شول يو
ناڅاپه يې رانه بيا لاسونه راتاو کړل ، چيغه يې کړه :
همدغه شان ورور يې راته ځوانيمرګ کړ او بيا يې
پر اوږه راته سر کېښود ، هغې هماغه شان سلګۍ وهلې او زه لکه تش کالبوت ولاړوم .
د ليندۍ ١٢مه،
کابل