مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-02-11   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

ريښتنې کيسه

اجمل مياخېل

ريښتنې کيسه


 

فريدچې ډېرې اقتصادي ستونزې يې درلودې اوپه همدې وختونوکې يې پلارهم تقاعدشوي وو که څه هم پلاريې وطن ته زيات خدمتونه کړي وو خو اوس داستوګني لپاره کورهم نلري .نوهمدالامل شوچې فريد په خوارۍ پسي بهرته ولاړشي خويوڅوک يې مخه نيسي !

سپين ږيري ! فريدجانه څنګه داسي کوړئ کوړئ روان يې خيرخودي ؟

فريد   !   حاجي صيب يوچا ته ورځم ورسره مې لږکاردي .

سپين ږيري ! څه کار د ورسره دي؟

فريد ! راته يې کومه ويزه ښودله نوماهم څوپيسې راخيستې اوغواړم چې زه هم دغريبۍ لپاره خارج(بهر) ته ولاړشم ترڅواقتصادي ستونزې مې لږې راکمې شي .

سپين ږيري ! اي خوار مه شي داڅه کوي خلک دبهر څخه اوس افغانستان ته راځي اوله دي ځايه پيسې وړي ته بهرته په پيسو پيداکولو پسي ځې ؟

فريد ! ح اجې صيب داڅنګه ؟  سپين ږيري ! فريدجانه يوڅه وخت وړاندي يوکس له امريکا څخه دلته راغلي وو يعني افغان اصله خارجي وو هغه په لومړئ قدم کې يوڅه پيسې مصرف کړي اوځان ته يې يولوړپوست پيداکړ.ده په لومړئ وخت کې زيات خدمت خپل هيواد ته وکړ ريښتونې خدمت .خلکوهم دده سره مينه پيداشوه اويوښه نوم يې ځان ته وګاټه او ورپسي شخصي ګټې يعني دځان لپاره يې کارشروع کړو داسي کارچې بيت المال چې دټولوخلکومال اوشتمني ده ده خپله شتمني وګرځوله .اودبيت ا مال جايداد اوځمکې يې دنمرواوکورونوپه نوم دخپلی شتمنۍ اوشتو دغنا لپاره يې په يونوم او بل نوم پلورلي .

فريد   !     حاجي صيب داسي څوک نه وو چې تري پوښتنه وکړي اويايې محکمې ته راکش کړي ؟  سپين ږيري !  نه فريدجانه ځکه هغې  افغان اصله خارجي په لوړ پوست کارکوو

يواځي ژورناليستان پاتي ووچې دده اصلي څيره يې پيژندله اوهم يې خلکوته ښود لي واي  فريدجانه لکه څرنګه چې ماپخوا درته وويل چې نوموړي تن ډېرځي ک او هوښياروو .داچې دوي غږپورته کولو نو ده سمديستې هغو ژورناليستانوته چې دده غږپه ملي اونړيواله کچه او يدل کيده يوڅه پيسې اوداستوګنې کورونه يې هم ورکړل .اوهم يې ځيني ددوي څخه پخپل دفترکې په دندو وګمارل اودهغې تنخوابرسيره چې اړونده ميډياوو لخوا ورکول کيدې دوهمه ډالري ډالۍ وه چې دوي به تري برخمن کيدل .

نوپه هم دي ترتيب يې دټولوخولې وتړلې اودې ژورناليستانو به هم دده په مشوره اوګټه ريپوټونه خپلورسنيوته ورکول .

فريد:حاجي صيب داټولې خبرې چې تاسي يې ماته کوي ريښتيادي ؟

سپين ږيري    ! هو  فريدجانه دهغې پرځاي چې دخارج څخه افغانستان ته پيسې  راوړي دافغانستان څخه به يې خارج ته پيسې ليږلي .

اوبله داچې دژو ناليستانو په برکت دولسمشرلخوا ورته دښوکارونو د ترسره کولوپه وياړ ميډال هم ورکړل شو .

اودډيرو توسره خپل وطن(فعلي وطن خارج) ته ولاړ .

فريد:     حاجې صيب اول خو زړه نه زړه وم چې زه دخپل خوږ وطن افغانستان څخه څنګه خارج ته ولاړشم خواوس خامخه ځم ځکه چې زما پلاردڅلويښتو کالونوڅخه زيات په وړواوټيټوپوستونو کارکړي خو ذره خيانت يې هم نه دي کړي نوبيابه ماته څنګه دخيانت اجازه راکړي .

سپين ږ يري :     فريدجانه زه درته وايم چې پدي پيسوچې ته بهرته ځې همدلته يې مصرف کړه له يوي خوا به دخپل کورنه په فاصله کې نه وي او له بلې خوا به دډېروشتوڅښتن شې .

فريد:    حاجي صيب مادرته وويل چې ماته پلا دهيواد سره دخيانت او جفا اجازه نه راکوي ځکه زه او زماپلارددي وطن دغرونوځنګلونو بوټو کاڼو لوټي اوخاورې سره ډېره زياته مينه لرو او زه به ترهغې پوري پدې اداره اودولت کې کارونکړم ترڅواداري فساد ورک شوي نه وي اودولت د اداري فساد پر وړاندي کوم ګام پورته نکړي .

اوکه کارکوم په دي دولت کې نو داداري فسادپرضددخپلوشتودډېرښت لپاره نه بلکي دوطن دابادۍ اوسمسورتيا لپاره .

حاجي صيب له تاځيني مننه زه ځم پخپل کارپسي

سپين ږ يري :    فريدجانه زويه په مخه دي ښه الله دي مل شه 

کاش فريدجانه ستاپه څيرهرافغان دخپل وطن س ه مينه درلودلائ .  

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery