مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-03-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ښــــــــــــــــــــــکلا

ميرزاعلم حميدي

١٣- مارچ - ٢٠٠٥  (ميرزاعلم حميدي ) هالنډ

ښکلا

 

لمر لومړی خپل شا وخوا د هسک لمنو ته سور زرغون رنګ ورکړ، بیایې خپلې لمنې ته د زرینو وړانګو په ورټولولو لاس پورې کړ چې ډکه لمن په خوب ویده شي. د اسمان سیورې ورو، ورو خپل وزرونه د ځمکې پر مخ وغوړول . له څړ ځایونو څخه د څارویو رمې د خپلو کورونو پر خوا روانې شوې او د پښو دوړو یې د نري باد په پستو څپو کې خړ تنکی ګرد را پورته کړ. د غرونو په لمنو کې جګو، ټیټو او رنګه رنګ کورونو، د لارو په اوږدوکې شنو کروندو او د دنګو ونو کتارونو د زړه ښکونکي ښکلا لپاره خپله غېږ پرانیستله او زړونه یې ښېرازۍ ته وهڅول .

مرغۍ د خپلو ځالو پر خوا روانې شوې چې شپه په هوسایۍ تېره او د سبا ورځې د کار او زیار لپاره ځانونه چمتو کړي . پراخ او ژور سیند د پخوا غوندې ارام او بې څپو روان و. خو په سینه کې یې کینه کښ توپانونه اووښتل او راوښتل، له ډیرې غوسې یې یو پر بل کاڼي ویشتل ؛ غوښتل یې یو ځل بیا د سوله ییزې دوستۍ او ښه ګاونډیتوب تر سیورې لاندې ځان و ازمایې او د خپلو ګوډاګیانو منګولې پر واک ټېنګې کړي، کوچنیو کبانو به کله کله خپل سرونه را پورته کړل، د زرینو وړانګو په مرسته به و ځلیدل، ګڼې خپل ښه او خوشال ژوند به یې په ډاګه کړ.سپوږمۍ په سړه سینه خپل سر را پورت کړ د څانګو او پاڼو په وتونو کې یې په لنده خېشته ځمکه باندې ورو، ورو خپله رڼایې د جال په څېر خپره کړه .اسماني توپان اوس هم خپله کینه نه پټوله، له لرې څخه یې غورې پرې اوریدل کیدې او په تورو وریځو کې یې د ویجاړونکي تورې پړکه په سترګو کیده؛ غوښتل یې دځمکې پر مخ ټوله ښکلا پړمخې را واړوي . خو له نیکه مرغه لا یې لاس تر لستوڼي نه اوږدېده او لا له لوېدیځ لوري  نازک باد له ځان سره د ګلانو وږمې سږمو ته  را رسولې .

ټول شیان ښکلي ښکاریدل اودسبا ورځې لپاره یې د لا ښکلا ،خوشالۍ او سوکاله ژوند په هیله دسیالې( دمې) پر خوا ګامونه اخېستل .

ګهېځ ته مې د چرګ بانګ پر مهال خپل انډیوال چې په خوب کې یې د پیسو اوګټې وټې زمزمه کوله را ویښ کړ او ورته ومې ویل: «پورته شه چې ځو !»

هغه په څپڅپاند ډول را پورته شو او په اریانۍ یې وپوښتل : «چیرته ځو؟ او د څه لپاره ؟ »

ما ویل : « ځو چې د ژوند توښه او زېرمه تر لاسه کړو. »

نوموړی اوچت را پاڅیده او په منډه ، منډه د یوه داسې غره لمنې ته ور پورته شوو چې نه ډیر جګ او نه ډیر ټیټ و؛ هلته یوه ښکلي تنګي ته چې شنو ونو لمن پرې غوړولې وه او ډول ډول مرغۍ ورته را روانې وې مخامخ کېناستو. د مرغیو چڼهار د غره په لمنه کې هم غوږونه نازول . د ګلانو وږمو ټوله فضا خوښبویه کړي وه . ډیر ښه او زړه وړونکی سهار و . د ونو او ګلانوپه پاڼو باندې پرخې (شبنم) لمر څرک ته د سلامۍ لپاره خپل ښکلي او ځلیدونکي لاسونه پورته کړل . د چارځایونو لو ګي په هوا کې کږه وږه نڅیدل او د صنعتي پرمختیا زېر یې د هسک پر خوا خپره وه . د تورو وریځو کوچنۍ غړوسکې سره لاس په لاس کیدې غوښتل یې د شینکي اسمان مخ پټ او ټوله ښکلا په بل مخ را واړاوي . خو هسک لا خپل ښکلی نیلي رنګ له لاسه نه و  ورکړی او د لا ښکلا لپار یې خولې بخولې (هڅې) کولې . لږ څه هغه خوا ته د یوې لویې ډبرې پر سر یو شپونکی ناست و د سپینو مېږو رمه یې په خوند سره څریده او ده له ډیرې خوښۍ زړه ښکونکي شپیلۍ غږوله چې د غږ غبرګون یې د غرونو په کړنګونو کې تاویده او را تاویده . برګې غواې په شنه او ببره واښیاڼه کې په پوره خوند څریدې او ښکلي خوسکي یوې بلې خوا ته پسې روان وو .

هغه څوک چې زما څنګ ته ناست و ددغه په زړه پورې ښکلاد لیدو سترګې یې ړندې  او د زړه وړونکو خواږو غږونو د اوریدو غوږونه یې کاڼه وو خو د سراښتوب (حرص) سترګې او غوږونه یې ښه غښتلي وو؛ ده هره شېبه زما چورتونه را زګېړل  او ویل یې چې : «هغه لوې ونې ته وګوره! که دا ونه له بېخه لنډه او ټوټې ټوټې کړو څه نا څه ... خرواره د سون لرګي به ترې لاسه ته کړو ، که یو خروار یې په ... خرڅ کړو ټولې به ... پیسې شي . »

بیایې یوې بلې خوا ته وکتل سمدستې له ځایه پاڅیده او ویې ویل : « راځه چې دغه ځای ته د لارۍ د راپورته کیدو لاره پیدا کړو، که په دې کار کې بریالي شو او دا خورې ورې ډبرې له دغه ځایه ښکته کړو والله که پیسې مو درې تنه مستوفیان هم وشمېرلای شي . »

له لږ چورت وروسته یې بیا مخ را واړاوه لومړی یې په ځېر ځېر راته وکتل او بیایې په اریانۍ پوښتنه وکړه :« وا سړیه ! زه خو هک پک یم چې ته څه شي ته ګورې ؟ او په کومو چورتونو کې ډوب یې ؟ دا مچۍ وینې که نه؟ چې له یوه ګل څخه پورته کېږي او په بل ګل کېني، راځه چې د ګبینو ټوپکي یې پیدا کړو، پوهېږې که نه چې یو ټوپکی څو کیلو ګبینه کیږي او یو کیلو یې په څو دی ؟ »

له څو شېبو چوپتیا وروسته یې راته وویل : « ستایې خوښه ! خو زه نن شپه د لومو په جوړولو پیل کوم، غواړم دا ټولې مرغۍ په لومو کې را خولنګې (راګیرې) کړم او د خرڅلاو له پیسو یې خپل جېبونه ډک کړم . »

لومړی څو شېبې له ځان سره وزمیده، بیایې په ناڅاپي ډول دواړه لاسونه زما په اوږو کېښوول ویې ښورولم او په اریانونکي غږ یې راته وویل : « وا سړیه! روغ خو یې ؟! څه درباندې وشول ؟ څه شي ته ګورې ؟ او دا ولې په دومره چورتونو کې ډوب یې ؟! »

ما پداسې حال کې چې غوږونه مې د مرغیو خواږو اوازونو ته ځېر کړي وو او سترګې مې د غرونو رغونو په زړه ښکونکي ښکلا کې ښخې کړي وې په سړه سینه ځواب ورکړ چې :« روغ رمټ یم، هېڅ نه دي راباندې شوي! هغې زړه وړونکې ښکلا ته ګورم او د مرغیو خواږو سندرو ته مې غوږ نیولی دی ! »

 

هغه لکه څه شی چې ترې ورک وي لومړی یې یوې بلې خوا ته وکتل ، بیایې ماته مخ راواړاوه او  په اریانۍ یې وپوښتل : «کومه ښکلا ؟ د څه شي خواږې سندرې ؟ تا خو ویل چې د ژوند توښه او زېرمه تر لاسه کوو! » 

ما ورته وویل :« راشه ! زما څنګ ته کېنه او هغې ښکلا ته وګوره !! » ده سمدستي زما څنګ ته پلتۍ ووهلې او راته ویې ویل : « داده، دایې ناست ! اوس یې نوراته وښیا چې د څه شي ښکلا ؟! »

ورته ومې ویل :« هغه تکشنه تنګي ته وګوره چې ونو وزرونه پرې غوړولي دي ، ډول ډول ښکلي مرغۍ پکې لرې برې کیږي او د خوشالۍ شور ماشور یې ان تر موږ پورې را رسیږي . هغه لوګي ته وګوره چې په هوا کې کږه  وږه نڅیږي او غواړي خپله صنعتي پرمختیا د هسک تر څوکو ورسوي  . هغه د غاټول ګلان وګوره چې د غرونو لمنې یې ښکلي کړي دي . هغه ارغوان او نورو ښکلو سارایې ګلانو ته وګوره چې د نري باد لمسون ته څڼي اچوي . هغه د جګو غرونو په سر تورې وریځې وګوره چې غړوسکه  غړوسکه سره لاس په لاس کیږي؛ غواړي د شېنکي هسک مخ پټ او دخپلې خوښې کارونه تر سره کړي . دپاڼو پر مخ پرخې ته وګوره چې ونواوګلانو ته یې څومره مستي اوښېرازي وربښلي ده اودښکلاسترګک یې سترګې برېښوي .هغه ښایسته برګوغواوواو ښکلوخوسکیوته وګوره چې یوې بلې خوا ته د خوشالۍ ټوپونه وهي، هغه سپینې ښایسته مېږې نه وینې چې ...»

ده زما خبرې پرې کړې ویې ویل : « بس ده! بابا! ما خیال کاوه چې کومه د ګټې وټې ښکلي اونوي معجزه راښیې دا نو څه شی دي ؟ دا د څو ورځو او یا د څو میاشتو ښکلا به څه ګټه را ورسوي؟ څو میاشتې وروسته به دا ټولې ونې لوڅې لغړې او مرغۍ به ترۍ تم شي . د غاټول ګلان خوبه لا دوې میاشتې هم ونه پایېږي او د غرونو لمنې به بیا سپيرې شي . تورې وریځې به ارومرو په توپاني وریځو بدلې شي او د اسمان  پرمخ به توره کمبله و غوړوي .

د لوګي خو دې مخ ورک شې! لوګی به څه وي او ښکلا به یې څه وي ؟ دا لومړی ځل دی چې ددغه تور ښمار ستایل له تا څخه اورم . خو ! »

ده جیب ته لاس کړ یو زرګون لوټ یې زما د سترګو په وړاندې ونیو او د لوټ په منځکې په منظره یې ګوته کېښووه ویې ویل : « داده ! دغه ښکلي او د نړۍ تر ټولو ښایسته منظره زما په سترګو وګوره !! دغه رښتوني او تلپاتې زړه ښکونکي او ډاډمنه ښکلا ده چې هېڅ شی او هېڅوک سیالي نه شي ورسره کولای، ښه په ځېر ورته وګوره!! دغه او دغه ډول لوټونه  نه سړی، سړی کوي، هر څوک د درناوي سر ورته ټیټوي او هره خبره یې د سر په سترګو مني، که د ډبرې په سریې کېږدې ډبره هم ټوټې  ټوټې کولای شي او په درسته نړۍ باندې ملنډې خو څه ان چې واک هم پرې چلولای شي ... »

په همدې مهال شپونکي په خپله شپیلۍ کې ددغه ولسي سندرې نغمه پیل کړه چې : « بیا که بریم به مزار ! ملا محمد جان !! سیل ګل لاله زار واوا دلبر جان  !!! ... »

بې واکه مې د سر او زړه سترګې هغه خوا ته ور واوښتې او تېرو یادونو په ژورو چورتونو کې ډوب کړم .

انډیوال مې لومړی په برګو، برګو راته وکتل، بیایې زما پر حال د رېشخند او خواشینۍ سر وښورا وه  او په ګړندیو ګامونو را څخه روان شو؛ پرته له دې چې مخ راواړوي ویې ویل : « ماته خو هوښیار سړی ښکاریدې خو چې داسې ده نو زما او ستا لارې سره بېلې دي!!! ته خپله او زه به خپله کوم !!! »

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery