مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-02-18   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

ښه ده ، چې رښتیا نه وه .

اسمعیل څپه


ښه ده ، چې رښتیا نه وه

 لیکوال : محمد اسمعیل څپه

هر سړي منډې وهلې . له یوه نه مې پوښتنه وکړه .
ـ وروره ! څه خبره ده ؟
ـ په کیسه پسې مه ګرځه باسه .
ما هم ورسره منډې کړې او څنګ په څنګ مو منډې
سره وهلې ما بیا ترې وپوښتل .
ـ ولې کوم ځان مرګی راغی ؟
ستمیدلي اواز یې راته وویل:
ـ نه له ځان مرګي نه بدتر دی .
ـ نو بیا څه خبره ده ؟
ـ حکومت وايي . راشی د ولس مشر پر چوکۍ باندې کینﺉ.
د ولس مشر په څوکۍ پسې خلک سر ماتوي او تاسې ترې منډې وهی .
ـ خو دا یو شرط لري . شرت یې دا دې ، که حکومت یې په هغه ډول ونه کړ ، لکه څنګه چې له موږ څخه یې غوښتونکي دي ؛ نو بې له محکمې به یې په دار راځوړندوي.
ما چې دا خبره واوریده نور هم تیز شوم. مرګ ډیر تریخ شی دی او خپلو پښو ته مې زور ورکړ یو وخت د خلکو سر ته و سیدم . څه کسان ډیر تیز روان وو . زما ټول وس همدومره و. هر څومره مې ، چې پښو ته زور ورکاوه نه کیده ، نور مې په پښو کې دمه نه وه پاتې . له یو سره په څنګ شوم. ورته مې وویل:
ـ سلام ( اسلام)
کښته پورته یې راته وکتل . بیا مې ترې پوښتنه وکړه . تاسې په خوا د ځغاښتې لوبغاړي وﺉ ؟
ـ نه
ـ نو څنګه تر ټولو وړاندې یې ؟
ـ د په خوانیو ح کومتونو څخه د یو حکومت وزیر یم.
ـ ښاغلی وزیر صیب د وزارت په وخت کې دې وانې کړي دي ؟
ـ نه لیونه ! که دې وهیې کړې وي . د هغو پوښتنه څوک نه کوي .
ـ نو بیا ولې ته دومره تیزې منډې وهې ؟ هسې نه چې ما ریس وټاکي .
ـ نو ولې د و س مشر څوکۍ دې نه خوښیږي ؟
ـ اخخ ولې نه ، ډیره مې خوښیږي ؛ خو دا شرط یې ښه نه دی.
ـ نو څه ؟! ته د ولس مشر څوکۍ لپاره دا خطر په غاړه نه شې اخیستلی او کیدای شي د حکومت په کولو کې بریالی شې.
ـ اې ساده ګله ! په تش لاس او تش جیب حکومت کول ډیر سخت کار دی . دا ډیره ستونزمنه ده ، چې ټول وګړي راضي کړای شم ، دا نه ګورې چې د په خوانو حکوم تونو ریسان او وزیران تر ټولو وړاندې منډې وهي . دوی ته د حکومت کولو زور معلوم دی.
ومې لیدل په رښتیا په خواني ولس مشران تر ټولو وړاندې وو. له ځان سره مې وویل: دوې په دې تیښته کې هم د خپل ملت رهبري کوي .
زه یو عادت لرم ، چې په کوم لوري سفر کوم ؛ نو احساس راسره وي . لومړی دا سړک حکومت جوړکړي بیا په کوم ځای کې ، چې لمونځ وکړم ؛ نو زړه مې غواړي ، چې دلته حکومت یو ښه لوی جومات جوړ کړي ، چې مسافرین په کې لمونځونه وکړي . خدای (ج) مه کړه په اره کې موټر پنچر شی یو شي ته ضرورت پیدا شي نو وایم : داسې یو څو موټر حکومت مقرر کړي وي ، چې د پنچرۍ ټول لوازم او پنچرڅه چې د موټرو د احتیاجاتو ټول سامان په کې وي او پر سړک تلی او راتلی ، چیرې چې موټر خرابیږي ؛ نو دوی یې جوړوي .
یو درز شو تورې دوړې شوې . زه ډیر احساساتي سړی یم . پرته له کوم فکره نه دا مې وپتیله چې دا د حکومت کار دی . هغه کسان ، چې حکومت یې په کراره نه پریشوده هغه یې په دې بانه دلته راټول کړل او امریکا ته یې وویل هله بم باري وکړی، چې القاعده دي . تورې دوړې وې . هر څه مې سترګې کشکولې څه نه ښکاریدل . هر لورته زګروي وو. داسې خرهار و که غویی چې خلال کړې . چا له پښې ونیولم . ما ویلې زه هم زخمي یم. سترګې مې رڼې شوې . په ګردیز کې پروت وم . دلته د نښتر ګلنۍ مشاعرې لپاره راټول شوي وو. میلمستون ډک و . څه ملګرویده وو او خریدل څه ملګري ناست وو. هغه درز چې ما په خوب کې لیدلی و . ګل محمد آریوبي په بالښت ویښتلی وم . آریوبي په لاس راته اشاره کوله او ویلې (( فلسفي مې په بالښت ویشته سر یې وکړ بالښت تر تا درورسیده))
شکر خدای ( ج) چې رښتیا نه وه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery