دخپریدو نیټه : 2009-02-20 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
وصيت
روح الله (انوري)
&n
bsp;
څو کاله وړاندې يو ناروغ سره دپيښور مشهور روغتون(ليډي ريډينګ هسپتال) ته تللى وم،زه خپل ناروغ سره
دعاجلو مريضانو په وارډ کې ولاړوم چې ناڅاپه مې سترګې پر يوه تذکيره ولګيدي چې يو لس کلن ښکلى اوزړه راښکونکى
هلک پکې پروت وو،او له خولې څخه يي سپين زګونه دګريوان اوغړۍ پر لور روان وو،ژبه يي بنده شوې وه،سترګې يي رڼې
رڼې دورور اومور خواته غړولې او له سترګويي دسپينو ملغلرو په څير ځليدونکي اوښکي بهيدلې ،زه اوزما په څير ډير
خلک له تذکيرې اوپه هغي کې له پروت ماشوم څخه راټول شول.هرچا دماشوم دناروغۍ په باب دهلک له مور اوورور څخه بي
ابيلې پوښتنې کولې ،هغوي هم دهرچاپوښتنوته مناسب ځواب ورکاوه،دراټولوشوخلکوپوښتنواودماشوم دمور اوورور
ځوابونو لادوام درلوده چې پدې کې دوارډمسول ډاکټرهم دهلک خواته راورسيده دناروغ دحالت پرليدو خفه شو خوسمدستي
يي دهلک ورور ته مخ کړ اوورڅخه يي وپوښتل دهلک نوم څه دى او څه پرې شوي ؟
هغه ځواب ورکړاحمد نوميږي او ليوني
سپي داړلى.
ډاکټر څومره وخت کيږي ؟
دري مياشتې کيږي.
ډاکټردليوني سپي ضدواکسين موورته کړي؟
نه هلته
په کلي کې واکسين نه پيداکيدل او موږهم دا فکر ونه کړ چې سپى به ليونى وي اوزما وروربه له يوداسې بدحالت سره م
خامخ کيږي،که موږپردي خبر وايي چې زما ګلالى وروربه داسې کيږي نوموږبه هرهغه څه کړى واي چې په څه دده
ژوند بچ کيداي شوخو افسوس چې هيڅ ونشول .
ډاکټرورته وويل ورورجانه اوس دخبرو وخت ندى اوبايدچې ناروغ يوې تو
تم خوني ته ورسوي څودخپل ژوند پاتي يويا نيم ساعت په ارام تيرکړ ي ځکه چې دغه ډول ناروغان پدغسي حالاتوکې له
ڼا څخه ويريږي اوډير ناارامه وي ،دډاکټردخبروسره موږهم ماشوم دتورتم کوټې پر لور روان کړ کله چې دکوټې ور ته
دننه شو نو په ريښتيا هم تورتم خونه اوداسې تياره پکې وه چې موږ په اسانه يوبل نشوپيژندلى .
کوم کسان چې دهلک
خواته ولاړوسترګې يي له اوښکو ډکې وي ،دماشوم په ښکلا اوهغه ته په ورپيښې ناروغۍ يي ژړلي .
خداي شته چې زه هم
ير پريشان وم خودڅوپوښتنولپاره داحمد ورورته ورنزدي شوم اوپه څنګ کې يي ودريدم.
لومړى مې تري وپوښتل خبري
يي څه وخت بندې کړي اوله خولې يي کله زګونه پيل شول؟
وروريي ځواب راکړ کله چې روغتون ته داخل شو نو يوڅوخبرې يي
وکړي اودغه حالت پرې راغى.
بيامې وپوښتل ښه څه يي وويل ؟
هغه وويل کوچني ورور مې راته وصيت وکړ چي دىدپاتې
ندى بايد دهغه دښونځي کتابونه يي هغوملګرو ته ورکړي چې څوک دکتابونوداخستلووس نه لري،دجامولپاره يي هم راته
يوغريب ملګرى وښوده چې بايدټولې جامې يي هغه ته ورکړو،دايي هم وويل چې مورسره يي يوڅه روپۍ له هغوپيسوڅخه جمع
کړې چې کومې به هره ورځ دمشر ورور لخوا ښونځي ته دتللوپر مهال ورکول کيدلي هغه ټولې دې ورپسې خيرات شي اوترټولوم
همه يي داخبره وکړه چې بايد پر کوچنيوورونومې تعليم وکړو څوهغوي دپوهې پر ګاڼه سمبال شي او ښه ژوند ولري،موږ
ا داحمد له ورور څخه دهغه له خوا شوي وصيتونه اوريدل چې د احمد له خولې مو څولنډې سلګۍ تر غوږو شوې اودهمدغوس
ګيوڅخه وروسته احمد دمرګ پريښتې ته خپل روح وسپاره او پوريي پري کړ
،