مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-02-21   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

مسلمانان بايد څه وکړي چي خپل مسلوب عزت بيرته پيدا کړي ؟ (۲برخه )

   مسلم انان بايد څه وکړي  چي خپل مسلوب عزت  بيرته پيدا کړي  ؟ (۲برخه )        

ع امه محمدمعين الدين ابوالفضل ( أفغاني ) .

ليکونکئ : باقي بالله  .

بسمه تعالی !!

محترمو مس مانانو ! ددې موضوع پخوړ او خلاصه په اوله برخه کښي موږ درته بيان کړه ، اوس وتاسي محترمو ته د موضوع په تحليل پيل کوم  .

د إسلام د مقدس دين د هداياتو په رڼا کښي او دارنګه د سالم عقل او د سالمي تجربې او د تاريخ د څېړني په نتيجه کښي چي کوم کارونه د مسلمانانو د سلب سوي اعزاز او برياليتوب د بيرته اعادې اسباب ګڼل کيږي هغه په دې شرحه دي  :

( ۱ ) اول  :  مسلمانانو ته ضرور ده چي اسلامي وحدت او إسلامي أخوت بيرته اژوندئ کړي او له خپل هغه عصيان ، نافرماني او سرکښي  څخه  توبه ګاره سي چي د الله ( جل جلاله ) او د هغه د رسول ( صلی الله عليه وسلم ) له دغو لاندي فرمودو څخه يې کړېده  ؛ ځکه الله پاک فرمايلي دي  :

 

و اعتصموا بحبل اللهِ جميعًا و لا تفرقوا !

 

يعني : او اې مومنانو ! د الله ( جل جلاله ) په رسۍ پسي ( چي قرآنکريم ) دئ  خپلي منګولي ټينګي کړۍ او ډلي ډلي مه ګرځۍ  .

 

او مسلمانانو د الله تعالی له دغه حکمه څخه په اخيره درجه سرکښي کړېده  .

 

همدارنګه الله ( عز وجل ) فرمايلي دي  :

 

إنما المؤمنون إخوة فاصلِحوا بينَ أخويکم   .

 

يعني بېشکه مومنان ټول سره وروڼه دي ، نو تاسي  په منځ کښي د دوو وروڼو ستاسي صلحه او روغه کوۍ  .

 

مسلمانانو دغه دواړه الهــــي هدايتونه و شاته غورځولي دي ؛ ځکه له کومه وخته چي مسلمانان پر مختلفو حکمرانيو او ملکونو باندي وېشل سويدي  له هغه وخته له يوه طرفه  درجه په درجه   و اسلامي أخوت او ورورولۍ ته په بې عزتۍ او بې حرمتۍ سره کتل په مسلمانانو کښي پيل سويدي ، چي تقريبًا په موجوده زمانه کښي  دغه بدمرغه جريان داسي ښکاري لکه چي خپل  اخيري پړاو ته رسېدلئ وي  ، او دارنګه که د يوه مسلم مملکت د بل مسلمان  مملکت سره اختلاف راسي ، نو الهــــــــي حکم خودادئ چي يو بل منځګړئ په إسلامي ممالکو کښي بايد ددوۍ په منځ کښي اصلاح وکړي ، خو مسلمانان ددغه منځګړيتوب حق نن صبا و کفارو ته ورکوي  ، چي نتېجه يې هغه څه راوزي لکه چي په يوه قصه کښي راځي چي : « د دوو مږکانو سره جنګ ؤ ، نو يوه پشي راغله دواړه يې وخوړل او وې ويل چي که زه نه وائ نو دغو دوو م ږکانو به په قتل سره رسولي وائ  » .

 

د  « کويټ »  او د « عراق » شخړه چي رامنځته سوه نو سلامي ممالکو د خپلي بېهمتۍ او بې ننګۍ په وجه په دې موضوع کښي داسي کردار ادا نکړ چي دوۍ پخپله دغه شخړه حل کړي ، بلکي  « کفر »  يې راوننګوئ ، چي په نتيجه کښي  يې د کفري فوجو په سبب چي « حجاز مقدس » ته يې راوستل له اسو څخه  هغسي د بې شرمۍ او د بې آبۍ کارونه د مسلمانانو په أصلي مرکزو کښي تر سره سول او ترسره کيږي ، چي په هغوۍ سره تعبير کول لا هم د مسمان زړه ټوټه ټوټه کوي  .

 

دارنګه موږ هر وخت وينو چي د دوو اس امي ملکو څه خبره د جنجال پيداسي نو « ستره محکمه » او  « قاضي القضات »  ددوۍ به خامخاکافر وي   .

 

همدارنګه د إسلام پيغمبر  (صلی الله عليه وسلم ) په يوه مبارک حديث کښي ( چي داحاديثو معتبرو کتابو يې روايت کړئ دئ ) فرمايلي دي  :

 

المؤمن للمؤمنِ کالبنيان ، يشد بعضه بعضًا  .

 

يعني هر مؤمن نسبت و بل مؤمن ته په مثال د بنا دئ ، چي هره حصه يې د بلي حصې د زور او قوت سبب ګرځي .

 

دارنګه مومنان هم بايد هر يو د بل مومن د زور او قوت سبب وي  .

 

مسلمانانود خپل پيغمبر حضرت محمد ( صلی الله عليه وسلم ) دغه مبارک هدايت تر داسي حده  پوري صرف نظر ګرځولئ دئ چي هر مؤمن د بل مؤمن او هر اسلامي مملکت د بل اسلامي مملکت په موجوده زمانه کښي د کمزورۍ او د بې عزتۍ سبب ګرځېدلئ دئ  .

 

همدارنګه د إسلام پيغمبر فرمايلي دي  :

 

المؤمن أخوالمؤمنِ ، لايظلمه و لا يُسلِمُه  .

 

يعني هر مؤمن د بل هر مؤمن ورور دئ ، نه به يو مؤمن پر بل مؤمن باندي ظلم کوي او نه به هيڅ يو مؤمن له بل مؤمن څخه خپله مرسته او کومک بنده وي  .

 

په موجوده وخت کښي و هر چاته دا معلومه ده چي مسلمانانو د خپل پيغمبر (صلی الله عليه وسلم ) ددغه هدايت څونه توهين او نافرماني کړېده ، له يوه طرفه موږ وينو چي هر إسلامي مملکت چي څونه يې په طاقت کښي راځي هغونه پر بل إسلامي مملکت باندي تيرئ او ظلم کوي  ، او دارنګه دا هم وينو چي کافرانو پر إسلامي هيوادو باندي درجه په درجه يرغل شروع کړئ دئ او يو يو إس امي مملکت په نوبت سره قبضه کوي او نور إسلامي مملکتونه پر ځائ ددې چي ددغه إسلامي حکومت مدد او کومک وکړي له يرغل کونکي سره امداد او کومک کوي  .

 

الله ( جل جلاله ) په قرآنکريم کښي  و مسلمانانو ته داخبره په ډاګه کړېده چي که تاسي خپل وحدت او يووالئ له لاسه ورکړ او خپل منځ کښي مو جګړې او اختلافات پيل کړل نو بيا به د دښمن په مقابل کښي تاسي کمزوري سۍ او ستاسي هيبت او دبدبه به ختمه سي  ، لکه چي د قرآنکريم آيت دئ  :

 

و لاتنازعوا فتفشلوا وتذهب ريحکم  .

 

نو لهذا مسلمانانو ته په اول دم کي دا ضرور ده چي و دغو إسلامي هداياتو ته په توجه سره په خپل منځ کښي وحدت او اسلامي أخوت ټينګ کړي او د سلامي أخوت حقوق  او أهميت و پيژني او عملي يې کړي    .

 

 

 

زه په صفت د يوه عالم دين او په صفت د يوه کامل جاج اخستونکي د عالم إسلام و ټولو مسلمانانو ته او وټولو إسلامي ممالکو ته دا فرياد کوم  او دغه چغه په دوۍ کښي خپروم چي : اې د إسلامي أمت مشرانو ! اې د إسلامي أمت د ملتونو سرب اهانو ! اې د إسلامي أمت جمهور رئيسانو ! اې د إسلامي أمت سلاطينو  !  اې د إسلامي أمت د مختلفو مذاهبو پي وانو  ! اې د إسلامي أمت علماؤ  !  او کافه مسلمانانو  !  سره متحد او يو موټئ سۍ !!!  و إسلامي أخوت ته متوجه سۍ  ، ټول د يوه بدن د أعضاؤ په شان خپل ځانونه سره و بولۍ ، يو پر بل خوابده کړۍ ، يو د بل ملا وتړۍ او دذکر سويو إسلامي هداياتو إحترام و کړۍ ، او خپل ځانونه له دغه موجوده خسارت او خجالت څخه او له دغه وجوده آفت او ذلت څخه وژغورۍ  ، نسبت و مسلمانانو ته هر ملت د کفر تر هغه بل بدتر دئ ، سره له دې چي أهل کفر پخپل منځ کښي مختلف ملتونه دي چي يو دبله سره زيات عداوت او مخالفت هم لري مګر نن و مسلمانانو ته يو موټئ او متحد ګرځيدلي دي ، او إسلام هم موږ ته دا درس راکړئ دئ چي  : « الکفــــر ملة واحدة » په هر صورت د مسلمانانو د مسلوب عزت د بيرته لاس ته راوړلو يو عامل او سبب « وحدت » او  « أخوتِ إسلامي » ټينګول دي  . 

 والسلام و من الله التوفيق .   

نوربيا .   .   . 

 

 
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery