دخپریدو نیټه : 2009-02-24 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دمیني ابتدا
ډاکتر هيواد همت
دفتر ته په لار نيږدې وم چې ناڅاپه تليفون مې زنګ شروع کړو، مخکې له دې چې
غوږی پورته کړم ، نمبر ته مې چې وکتل نا اشنا وه ، غوږۍ مې پورته کړه او د سلام وار مې پرې ړومبی کړو، د مقابل
وری مې د يوې جينۍ غږ تر غوږ شو، چې د وعليکم يې راته وويل، دا چې نورې خبرې رانه اوږدې نشي نو ورته ومې ويل چې تاسو
څوک يې او څوک مو پکار دي؟
جيني وويل چې زما نوم ليمه ده اومومند مې پکار دی.
ما ورته وويل چې زه مومند نه
يم، ودان يم او تاسو خپله نمره غلطه کړي، جيني هم د بښنې په غوښتو خپله غوږی کيښوده.
کله چې دفتر ته
اورسيدم نو په غالب ګومان چې پنځه دقيقې به تيرې وي چې همغه نمبر باندې بيازنګ راغلو او ما غوږۍ پورته کړه
نو مخکې له دې چې دي څه ووايې ورته ومې ويل چې زه مومند نه يم او تاسو خپله نمره بيا غلطه کړي، جيني وخندل او بيا د
بښنې په غوښتو خپله غوږۍ کيښوده.
نن ورځ په دفترکې ډير کار مې په مخکې وه ځکه چې تيره جمعه مې رخصت اخيستی وه او د
تيرې هفتې کار مې هم بايد نن تر سره کړی وای. په همدې کار مصروف وم کله يوه دوسيه راواخلم او نيم کار يې وکړم او
نيم پريږدم او بيا کله بله دوسيه رواخلم او نيم کار يې وکړم او نيم پريږدم ، چې بيا همغه جينی زنګ ووهلو ، نو دا
ځل مې بيخې حوصله ورته په تنګه شوي وه، غوږۍ مې پورته کړه خو دا ځل دي وار مخکې کړو او ويې ويل چې بښنه غواړم ، تاسو
چې هر څوک وی ، خو يوازی دا پوښتنه درنه کوم چې ايا دا نمره يا دا تليفون خو به مو غلا ه کړی نه وي له مومند نه؟ ،
د خبری په اوريدو سره مې سر رانه وګرځيدو چې اوس څه ورته ووايم، ددې په ځای چې زه ورته سپکې سپورې ووايم ،
پر ما يې د غلا تهمت هم وتړلو، نو ما هم له ډيرې غصې ورته وويل چې غلا کړی مې وي نو ته به څه وکړي ؟
جينې هم په
ډيره غصناکه لهجه کې راته وويل چې که په لاس راغلې نو در سره ګورم به
؟ بيا مې ورته
وويل،
که په لاس د
نه غلم ښه نو بيا به څه وکړې؟
جينۍ وويل چې يوه ورځ خو به سره مخامخ شو ، بيا به سره ګورو، ددې
خبرې په اوريدو سره زما په زړه کې لږ څه ويره او لږ څه شک پيدا شو، چې دا اسماني ستونزه مې له کوم ځايه په سر راپ
يوته ، ما هم ورته وويل چې سره مخا مخ شو بيا دې لاس خلاص دی هر څه چې کوي خو اوس مې کار کولو ته پريږده چې خپل کار
وکړم.
جينی وويل چې د څه شي کار کوې ايا بيا خو به له بل چا تيلفون نه غلا کوې؟
بس نور نو دومره حوصله
نه وه راپاتې غوږۍ مې کيښوده ، او بيا مې په خپل کار شروع وکړه، لس دقيقې وروسته بيا هم همغه نمره باندې زنګ راغ
و ، خو دا ځل مې مخکې لدې چې غوږۍ واخلم ، د ستونزې ساه مې واخيسته ، او له ځان سره مې فکر وکړو چې په خوږه ژبه له
دغه افت څخه ځان خلاص نکړم نو په ترخه ژبه ګرانه ده، چې غوږۍ مې پورته کړه، نو دا ځل يې راته وويل چې ګوره له خبرو
داسې معلوميږې چې ښه ځوان به وې او تيلفون به دې پيدا کړی وي او غلا کړی به دې نه وي، خير دې ځای به درته وښايم او
تليفون واپس راوړه او دا ګناه هم دی چې پردی تليفون ځان سره ګرځوې، دغو خبرو يې بيا په غوصه کړم ، خو فکر مې وکړو چې
په غوصه کې ګټه نشته ، نو مې ورته وويل چې ګوره ته اصل مشکل ما ته وښايه ، او که خبره دې تليفون وي ، نو دا خو وړه
خبره ده، ځای راته وښايه او زه به دا تليفون دروړم، دا که ستا وي، که زما وي، او يا که ستا د عاشق وي، زه به يې د
کړم، جينې وويل چې سمه ده ، اوس فلاني ځای ته راشه او زه به درته انتظار کوم، ما ورته وويل چې خبره يوازې د تليفون
ده او که نور څه مشکل هم لري؟ او بله خبره دا چې زه اوس دومره وخت هم نلرم، جينی وويل چې خبره يوازې د تليفون ده،
او ته بل څه فکر هم په ما ونکړې، خير دې که اوس وخت نلرې سبا ته په اتو بجو او يا لسو بجو هغه ځای ته راشه.
ما هم
ددې لپاره چې نور وخت رانه ضايع نشي نو مې ورته وويل چې سمه ده، سبا اته بجې به ټاکلي ځای ته درشم. ددې خبرې په او
يدو سره جيني وويل چې سمه ده سبا به سره ګورو.
نن ورځ مې ډيره ستونزمنه تيره کړه ځکه چې له يوې خوا راباندې د
تيرې هفتې کار فشار وه او له بلې خوا د جينې تليفون انديښمن کړم، ډول ډول فکرونه مې په ماغزو کې چکر وهلو ، کله به مې
فکر کولو ، چې خرابه او بد اخلاقه جينی نه وي، او بيا به مې فکر کولو چې نه کيدای شي ښه جينی به وي ځکه په خبرو کې يې
هم راته وويل چې په ما بل فکر هم ونکړې ، او بيا به مې بل فکر په ماغزو کې ځای ونيولو چې هسې نه چې په کوم بل مشکل
کې دې سبا ته ګير نکړي، په همدې فکرونو کې نن ورځ راباندې تیره شوه ، شپه مې هم په فکرونو او سوچونو تيره کړه.
د سهار په پاو کم ( ۱۵) دقيقي کم اته بجې له کوره را ووتم ، او د هغه ځای په طرف روان شوم کوم چې تيره ورځ جينی په ت
يفون کې راته ښودلی وه، اته بجې له هغه ځای لږ وړاندی د تيريدو په حال کې وم چې جينې زنګ ووهلو ، ما هم غوږی پورته
کړه ، چې سمدستې يې راته وويل چې چيرته يې؟
ما اول يو خوا او بل خوا وکتل ، شا و خوا مې ډير خلک تلل او راتلل،
زړه مې لږ ډاډه وه چې خلک خو شته ، نو ددې په ځاې چې ورته ووايم چې چيرته يم نو مې ترې وپوښتل چې ته چيرته
يې؟
جينی وويل چې زه خو په همغه ټاکلي ځای ولاړه يم او ته چير ته يې ؟، نو مې بيا ورته وويل چې زه هم نيږدی يم
خو اول دا راته ووايه چې کوم ډول کالي دې اغوستي، څه ډول جيني يې،؟
جيني وويل چې سره جوړه مې په غاړه ده، او په
دغه ځای کې بل چا زما په شان جامې ندې اغوستي، ما چې کله يوخوا او بل خوا وکتل نو مخا مخ مې يوه دومره ښکلي جينی و
اړه وه ، چې هر چا به يې له څنګ څخه تیريدو په حال کې ورته کتل، سره جوړه يې په غاړه وه، خو ما مخکې نه وه ليدلي،
نه پوهيږم شايد له ويرې مې نه وي ليدلې، په تليفون کې بيا راباندې غږ وکړ چې اوس ته ووايه چې چيرته يې ؟ او څه ډول
جامې دې اغوستي، نومې ورته وويل چې ستا مخامخ ولاړ يم، او سپين کالي مې اغوستي جينی هم زما خبرې په اوريدو ما ته
مخامخ راوکتل او په خبرو خبرو کې يې راته وخندل او ويې ويل چې ومې ليدې، زه درغلم.
ما هم تليفون غوږۍ کيښوده او م
خامخ راروانې جينی ته مې کتل، ترما نه وه رارسيدلی او ترمنځ مو لس ميتره لاره شايد پاتې وه چې ناڅاپه يوه
چاودنه رامنځته شوه، په ځآن پوه نشوم او وغورځيدم ، خو چې کله راپورته شوم، نو يو خوا او بل خو مې وکتل چې په ځای
کې ټول خلک په وينو کې ليت پيت پراته دي، زه هم نه پوهيدم چې څه وکړم، بيخې مې ماغزو کار پريښودو،پوليس راغلل او
د مړو او ټپيانو په وړلو باندې لګيا شول ، زه هم لږ ټپي شوی وم، خو ټپ مې برسيرن وه، نه پوهيدم چې څه وکړم ، خو
ناڅاپه مې فکر ته راغلل چې هغه جينی څه شوه، پاڅيدم، او يو خوا بل خوا مې وکتل چې جينی د سرو جامو سره په سرو وينو
کې رنګ وه، نو په ليدو يې په بيړه نيږدې ورغلم خو جيني ډيره ژوبله وه، نو سمدستي مې پورته کړه او په صحنه کې را
سيدلي امبولانس ته مې ورسوله او زه هم په همدغه امبولانس کې يو ځای د ايمر جنسی شفاخانی ته ورسره لاړم، زما
ټپ دومره لوی نه وه، خو د جينی ټپونه د انديښني وړ وه، داکترانو هم په بيړه جيني عمليات خونې ته يوړله ، او
له يو ساعت کامياب عملياتو وروسته يې جينی راوباسله ، او زه يې سرته ودريدم، جيني په نيشه کې وه، او دا لاندې
يوه يوه خبره يې په نيشه کې کوله.
ودان جانه ما وبښه ، تاته مې تيره ورځ هسې تکليف درکړی.
ودان جانه ما وبښه،
ما يوازې دا لار ستا د مينې ابتدا لپاره وکړو.
ودان جانه ما وبښه، زه ستا تر وړاندې نه درورسيدم.
ودان جانه ،
ودان جانه ، ودان جانه....،،،،،،،،،،،،،؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟.