خوب
لیکوال:عبدالجمیل ممتاز
شپون به تل خپله رمه ښار ته نږدې په یوه
غـره کی پووله ، چی کله به ستومانه شو نو رمه به یی پنډه کړه او خپله به د یوې غټې پرښې سیوري ته پریووت . هغه په
رمه کی یو سپی هم درلود ، چی په ښار ډیر مین و،او د غره لـه سره به یی تل ښـار ته سترگی پاتې وې . د ورځو نه یوه
ورځ شپـون ډیر سـتومانه شوی و ، رمه یی هم پنډه نه کړه ، د همغی پرښې لاندی پریـووت او ویده شو . سپی هم د پرښې په
سر کیناسـت.
،غووږونه یی څک ونیول او د ښارپه تماشو شو، لږ ځنډ وروسته د سپي سترگی هم په خوب پټې شـوې ، خو
د ښار سره یی چی ډیره مینه لرله په پټو سترگو یی هم د ښار نندارې کولې . خوب یی لیدلو چی :
ښار ته روان دی ،
د ښار په وره کی زړه نا زړه ودرید چی څنګه وکولی شي ننوځي ، گوري چی هلته دده غوندې ډیرداسې گرځي راګرځي ، بس غلی
غلی له یوې خوا نه ښار ته ننووت ، خو په ښار کی دننه هم ویریده ، کله به یی په کـندو کنډوالو کی او کـله به
یی په ډیرانونو شپې تیرولې . بله ورځ یی له ځانه سره وویل :
ــ عجیبه ده ، له غـره نه تر اوارې او
ه اوارې نه تر ښـاره پورې چا هیڅ هم راته ونه ویل ، نو بیا اوس ولی پټ گرځم ؟
خیرن پیرن پاڅید
او روان شو ، سترگې یی شا او خوا وغړولې گوري چی په دیوالونو باندی انځورونه لگول شوي دي ، گڼه ګوڼه هم
زیاته ده ، سمـدستی یی لکه د تروو مچ ځان وروغورځاوه او د چا نه یی پوښتنه وکړه :
ای ! دا
انځورونه د څه لـپاره دي ؟
ــ ولی ته خبر نه یی چی پاچا مړ دی ؟ همدې ورځو کی ټول
ټاکنې پیل کیږي ، که څوک د پاچاهۍ شوق لري په همدغـو دیوالونو دې خپل انځورونه ولگوي ، هر څوک چی د خلکـو
خوښ شو نو همغه به پاچا وي.
سپی ډیر خوشاله شو او له ځانه سره یی وویل:
ــ د بخت
له یارۍ نه مې معلـومیږي چی زه به پاچا شم .
بیا یی په منډه منډه د ښار ټول انځور ځایونه ولټول ،
خو هیچا یی انځورونه ورته ونه نیول ، ځکه چې له سپي سره یوه افغانۍ هم نه وه ، ډیر وتپید ، ژبه یی له ستـ
ړیا نه په زنگنو ولگیده ، خلکو د لیوني سپي گمان پرې وکړ او له وهلو نه یی په زغلولو ستړی کړ ٬ نا چاره د
ښار څخه بهر ووت ، څو میله لیرې یی یوه ودانۍ ولیدله او په زغاسته یی ځـان ورورساوه ، د دروازی په خوله کی یی
ودرید ، کلــــه خپل غوږونه څک کړي او کله یی ځوړند ، چی د ودانۍ څښـتن "برگ منگو" د بام له سره ورباندی پام
شو ، سپی یی اړ ولید ، کـه څه هم ځنې ویریده خو لکۍ یی ببره کړلـه او په سپي یی غږ وکړ:
ــ
اځه دننه ! ولی ولاړ یې ؟
سپی وپوهــید چی د پیـشو بچی خو ډیر چلـباز ښکاري راځه چی څه وایي .
ودانۍ ته ور ننوت ، دواړه یو تر بل داسې غاړه غړۍ شول لکه سکني ورونه ، په خندا خندا یی بنډار
جوړ کړ ، په لړ کی منگو له سپي ځنې وپوښتل :
ــ ښه ودې نه ویل چی زه څنګه در په یاد شوم ؟
سپی چی اړ و نو په ډیرې نرمۍ یی خوله ورته خلاصه کړه :
د دوست دوست ته تمه کـــیږي ٬
په راتلونکې پاچا ټاکنه کی زه هم غواړم چی ځان کاندید کړم خو د خپلو انځورونو لپاره پیسې نه لرم .
د سپي له دې خبرو سـره منګو په فکر کی ډوب شوی و چی سپي بیا غږ پرې وکړ:
ــ منګـو صـیب وخـت هسې
تیریږي څه بندوبست وکړه !
منګو په اصل کی ماهر انځورګر و ٬ دستي پاڅید او د سپي انځورونه یی و
ته ونیول ٬ دومره یی ورته ښکلي کړل چی سپی خپلـه پرې مین شو ٬ بیا یی یوه ښکلې څـــېره ورته جـوړه کړله چی
کټ مټ یی د انځورونو غـوندې وه . سپي چی څېره او انځورونه ولـیدل نور نو د منګو په کور کی نه شو تم کیدلی ٬
غوښتل یی چی پاڅیږي او روان شي خو منګـو ورتـه وبوغیده:
ــ ای سپیـه ! ته چی پـه تش
لاس دومـره لوی واک ته رسیږې نو ایا زه له دومره ډیر تاوان سره سره هم کومه ګټه نه شم تر لاسه کولی ؟
سپی په غټه تنه ورته نری نری شو:
ــ ولی نه ! دومره نا ځوانه خو نه یم چی د چا ښه
هیر کړم ٬ راځه زه د ښار پاچـــا او ته زما پاچا .
منګو چی دا خبره واوریدلـه ٬ ډیر خوښ شو ٬ سپي
ته یی د هغه د انځـورونو په شان ښکلې څېره ورواغوسته او په مخــه ښــه یی ورسره وکړه .
سپي په
تاخت ښار ته ځان ورساوه ٬ او سمدستي یی خپل انځورونه پر دیوالونو ولګول.
موده پس ټولـټاکنې
پیل شوې ٬ خلکـو چی انځورونه وکتل نو ټول هغه څوک و چی ددوۍ زړونه ځنې پاخه پاخه و ٬ یوازې یو انځور ورته ډیر
ښکلی او نوی ښـکاره شو ٬ ددې لپاره چی خامخـا به د کمال څښتن وي او په زخمونو به ورته پټۍ ولګوي
ټولو رایه ورکړه .
سپی پاچا شو ٬ خو دا چی د بل غـلام و او د پاچا هۍ په چارو کی هم نه
پوهیده، په هغه شپه یی په ککرۍ کی کږې وږې لارې جوړې شوې چی یا خو باید ټول ښاریان دده تګلاره ونیسي او یا
هم د هغوی په کړووړو باندې ځان عادت کړي .
شپه یی ټوله په ویښه تیره کړه ٬ سهـار وختي د خپل
بادار منګو په لور روان شو ٬ منګو چی کله سپی له ډیرې دبدبې سره ولـید ٬ سمدستي یی د هرکلي لپاره له خپلې
ودانۍ څخه بهر راووت ٬ ستړي مه شي یی ورسره وکـړه او کـور ته یی بدرګه کړ ٬ له ډیر دارمداره یی وروسته دوه
کسیزه محفل جــوړ کړ ٬ منګو وویل:
ــ ښه پاچا صیب ! بیا دې څنګه پیښه راوکړه ؟
سپي د خپلې ککرۍ واښه ورته وشیندل کوم چی ټوله شپه یی په ویښه ورته تیره کـړې وه . منګوچی کله پوه شو نو سمدم
په ټوپونو شو او ورته ویې ویل:
ــ واه واه ! دا خو به عجیبه پاچاهي وي چی پاچـا په خپله
پاچاهۍ کی نه ، بلکی په ځـان کی بدلون راولي . نه نه ! داسی هیڅ وخت نشي کــیدی!
ته باید هغه څه
وکړې چی زه یی غـواړم او زه دا غواړم چی ستا رعیت بل خو څه حتیَ ځان هم ونه پیژني . او که چیرې داسې ونشول نو ته به
هماغه وږی تږی سپی یی کوم چی ستا تر اغوستې څېرې لاندې پټ دی .
سپي سر وخوځاوه او لـه منګــــو س
ه یی ژمنه وکړه چی هیڅ وخت به د هغه نافرماني نه کوي، ځوړند غوږونه یی نیولي راووت او د خپلې پاچاهۍ پــــه لور
رهي شو . کله چی د ښار درشل ته ورسید هلته یی د دیوال خوا کی په غوښې
پوښلی یو هډوکی ولـید ٬ له
ځانه سره یی وویل :
ــ راځه دا شته کسـانو ته خـو اوس یو څه ورزده کړه .
هغـه دم
یی خپل سپیتوب راواخـیست او پـه هــډوکي یی ورټـوپ کړ٬ ګوري چی له ده نه وړاندې لا د کابینې څو غړيو په هډوکي
یرغـل کـړیدی ٬ په غـپیدلو او خـپړو اخــته دي . له سپي نه هم پاچاهي هــیره شوه او په هډوکي پسې یی زړه
وخوت٬ پرې حمله یی کړه او په خپړو خپړو یی هـــډوکی خولې ته ورغی ، په ډیر زور یی خپلې داړې پر ې ښخې ک
ړلې ٬ لویه چغـه ترې وخته او له خوبه پاڅید ٬ ګـوري چی خپله پښـه یی په خـوله کې نیولې ده او وینې ترې بهیږي
.
شپون د سپي له بغارې سره سم را ویښ شو چی لمر لویدلی ٬ رمه نشته ٬ او سپی کوکې وهي . له غوصې تور
او شین واوښت ٬ څـــو ډانګـونه یی سپي ته ورپورې کړل او ورته ویې ویل:
ــ بلا وهلی یی ! پچې دې په
اور نه سوځي او کوکې دې اسمانونه خبروي