مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-03-02   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

ورک

خالد سهاک

ورک

لیکوال: سمیع الله خالد سهاک

دری کاله کیده چی له یوی جګړی و وسته له کوره وتی ووم. زړه ته می نه لویده چی که بیا کورته لاړ شم، پلار او مور به می به ورین تندی قبول کړی خو بیا می هم یوه هڅه وکړه او د کور په لور می حرکت وکړ.

له یوی لری او له ستونزو ډکي لاری نه په استفادی سره می حرکت و کړ. هدف می دا وو چی که په لاره کی می زړه ته ولویده چی بیرته ستون شم، نو کافی وخت ولرم چی پری فکر وکړم او یوه غوره لاره ورته مینده کړم. زړه او نازړه ووم. موټر می په یوه کچه لاره چی  د پلار له کوره می ډی ه لری نه وه را تاو کړ او  په یوه ګوښه ځای کی می ودراو له ځانه سره  په چورت کی داسی لګیا شوم

"َښه ته چی دری کاله مخکی له کوره ووتی، څه خبره وه او اوس چی بیرته ځی څه بدلون راغلی  "

یو څو شیبی می له ځانه سره چورت وواهه خو د بیرته تګ لپاره می قانع کوونکی دلایل پیدا نه کړل. هما لته یو څو دقیقی کښینا ستم سګرت می روښانه کړ لا یو څو دوده می نه وو څښلی چی د یو کس د غالمغال آواز می تر غوږ شو. شاته می وکتل او یو څو کسه می و یدل چی یو نفر پسی یی منډی وهلی چی ښه ورته ځیر شوم زموږ د نږدی دوستانو څخه وو. زړه کی می وګرځیدل چی که اوس می وګوری ټول خلک به یی ټول کړی وی چی شاکر می ولید، نو ځان می تری ګوښه کړ او کوښښ می وکړ چی و می نه ګوری. ورو ورو می بیرته د موټر په لور حرکت وکړ. او بیا می پری فکر هم ونه کړ. خپل جنجال می هم کم نه وو او نه نورو ته علاقه در وده.

 

زه چی په خپل فکرونو کښی ډوب ووم، بیا می پری فکر هم ونه کړ چی ولی خلکو ورپسی منډی وهلی څه خبره وه او داسی نور، خو ژر می تری ځان خلاص او پټ کړ.

 ما اوس هم شراب خوړل، تریاک می څښل او په خپله می هم د دی شیان په خرڅلاو کی لاس درلود. زړه ته می نه لویده چی پلار او مور به می اوس هم قبول کړی. که دوی زما له اعمالو خبر شی خو په الله قسم که می بیا هم کورکی پریږدی.

. همدا وو چی بیرته می حرکت وکړ او له هماغی لا ی چی راغلی ووم بیرته خپل کور ته لاړم.

نوی یی د ماښام آذان کړی وو خو هوا لا روښانه وه زه بیرته کور ته اړم. هدف می له بیرته تګ نه دا وو چی یو څو ساعته به په آرامه فکر وکړم. او که وخت وو بیا به له هغی سره خبری وکړم.

هغه څوک وه؟

ژوند می داسی تغیر کړی وو چی که څه هم هغه زما په کور کی د خدمتګاری په حیث کار کاوو، خو هغه زما لپاره هر څه وه. خور، مور، ښځه ، خدمتګاره، استاده او هرڅه...  له هغی نه می ډیر شیان زده کړل. خو له ټولو نه یی مهم دا وو چی هغی ما ته مینه کوول  او په مینه کی له هرڅه تیریدل زده کړل. هغه له ما سره دومره مهربانه وه چی ما داسی ګمان کړ که له هغی نه لری شم نو ژوند به می ختم شی. او چی کله به یی په کور کی کار زیاد شو نو تر څو به یی چی کار نه وو خلاص کړی، حتی خپل کورته به هم نه تله. د هغی مور هم دوه، دوه نیم کاله پدی کور کی کار وکړ، خو له یوی ناروغی وروسته یی د کار کوولو وړتیا له لاسه ورکړه او خپل دا ۱۸ یا ۱۹ کلنه لور یی اوسته او له ما نه یی هیله وکړه چی ورته کار ورکړم.

 

ما هم پرته له دی نه چی د هغی په باره کی تری وپوښتم د ځوانی په لحاظ قبوله کړه. له تاسو به یی څه پټووم چی په هماغه اوله ورځ او اول نظر کی می داسی په زړه کی تیر شول چی دا انجلی به یوه ورځ زما د ژوند یوه مهمه حصه وی او زه به دي ته د کور ټول واک سپارم.

 

همداسی هم وشوه. هغه به هرڅه پښوول او هرڅه به یی اخیستل، زما د معاش نیمی پیسی به ددی په جیب کی وی او دي به چی هر څنګه تری استفاده کووله، څوک نه وو چی تری و پوښتی چی چیری او ولی دی دا پیسی لګولي. که څه هم چی ددی پیسو په نیمه به د نورو له ګړه ګونی ډک کور چلیده، خو ما به هیڅ نه ویل. کله به یی چی له مانه د کور دخرڅ لپاره پیسی غوښتی، نو په زړه کی به می وګرځیده چی تری وپوښتم، خو بیا به می ووایل

 

 " ځه پریږده یی چی هر څ ه کووی او په هره لار یی مصرفوی، زه یی څه کووم. ځوانه انجلی ده که ځان ته پری ګانی اخلی یا یی په بانک کی ساتی هم څه یی کووم. غریبه انجلی ده پریږده چی هرڅه کوی. په زړه کی به یی نا امیدی پیدا شی. "

 

نن چی له کوره وتلم هم می له هغی سره می مشوره وکړه، که څه هم چی هغی ما ته د پلار کورته  د بیرته تګ مشوره راکړه خو په زړه کی می ګرځیده چی هغه له ما نه غواړی چی کورته مه ځه او که ته وایی زه به د ټول وخت لپاره له تا سره پاتی م. خو بیرته مه ځه...

 

نه پوهیږم چی د هغی زړه کی به څه ګرځیدل خو زه شاید له خپله زړه غږیدم. او د هغی به دا خبره هم په زړه کی نه ګرځیده خو انسان دی...

 

د کور د ور دستګیر می  ونیو، بل لاس می د دروازی زنګ ته پورته کړ، خو زړه کی می وګرځید چی ماسره خو د دروازی کلی شته. جپ کی می لاس کړ، کلی می وایسته قلف می پری واز کړ. ورو می دروازه تیله کړه، دروازه وازه شوه او په آرامی پرته له دی چی د پښو آواز می هم څوک واوری راساً میلمستون ته ننوتم.

اکثراً به میلمستون کی څوک نه وو،  زما به چی میلمانه وو او یا به می زړه نا آرامه وو، نو میلمستون ته تلم. میلمستون د کور د دروازی په خوا کی وو، نوی می رنګ کړی وو او ښه تازه هوا به پکښی چلیده. نوی او مدرنه تخنیکی اسباب، یو لوی تلویزیون او نور د بوختیا سامانونه می په میلمستون کی ایښی وو. یو څو دقیقی پریوتم او زړه می نا آرمه غوندی ښکاریده. یوه کړکی می پرانستله او د کور دننه می وکتل. هغه می ولیده چی په پخلنځی کی ناسته وه او غوښه یی مینځله یو څو دقیقی ورته ځیر شوم چی ګورم یو بل تن هم ورسره دی. دقیق شوم داسی می زړه ته وګرځیده چی کوم نارینه به یی. چی نور هم ځیر شوم نو ومی لیده چی دا نارینه ځان هم لوڅ دی او د هغی شاوخوا ته ګرځی او را ګرځی یو ځل خو نږدی شو او هغه یی په غاړه ښکل کړه. همداسی می دوی ته کتلی چی څنګ په څنګ ناست او د یو بل په غاړه کی یی لاسونه اچولی وو.

 

له دو نه می سترګی نه لری کیدل هیڅ می ونه ویل خو هک پک پاتی ووم چی دا نو څوک دی. په همدی فکر کی ووم چی د تیلفون آواز جګ شو.

 

ژر می جیب  ته اس کړ او موبایل می وایسته نمبر ته می وکتل، د هغی نمبر وو. حیران پاتی شوم چی له ما نه پدی وخت کی څه غواړی و و می بلی ووایل.

 

هغه دلین له بلی خوا داسی لګیا شوه 

 

" چیری یی "

 

ما له دی خوا ځواب ورکړ

 

"لاره کی یم  "

 

"بیرته کورته راځی  "

 

یو څو شیبی می صبر وکړ او په چرت شوم چی څه ووایم چی بیا می د هغی آواز واورید

 

"  ما ویل بیرته کورته راځی "

 

" نه "

 

" خپل کور کی یی "

 

"نه   "

 

" نو چیری یی "

 

"یو دوست کره یم. خو د شپی نه راځم  "

 

"کورته لاړی  "

 

"نه   "

 

"ولی  "

 

"هیڅ... زړه می ونه شو  "

 

" شپی څو بجی راځی ... زه پاتی شم که نه "

 

"  نه زه نه راځم که ته ډوډی خوری هم زړه دی او که نه یی خوری هم زړه دی... زه غرض نه لرم"

 

" ښه ده کورته به لاړه شم "

 

" ډوډی خوری "

 

"  نه چی ته یی ډوډی هم خوند نه راکوی"

 

" ښه ده څه وخت ځی. "

 

" همدا اوس کالی می بدلووم او ځم "

 

" ښه دی خدای پامان  "

 

" د خدای پامان "

 

ما بیرته پخلنځی ته وکتل او چی ګورم دوی لا تر اوسه په پخلنځی کی ولاړ دی او مینه کوی. یو څو شیبی ووتی او دوی دواړه له پخلنځی وول

 

یوساعت دوه ساعته می انتظار وایسته خو هغوی می بیا ونه لیدل. له جیبه می تفنګچه وایسته، مرمی می کش کړه. او په لوڅو پښو می  ورو ورو  د خوب د کوټی په لور حرکت وکړ. چی دروازه می وازه کړه داوړو په وراخطایی  سره سر له کمبلی بیرون وایسته او حیران پاتی شوول

 

دواړه ما ته هک پک کتلی او رنګ یی هم سپین اوښتی وو. ما دوی ته په حیرانتیا کتلی هیڅ خبره می هم ورسره ونه کړه... په ځان پوه نه شوم چی څه کووم او څه باید وکړم.

 

 خو یو ساعت وروسته چی بیرته می اعصاب آرامه شوو، کوټی ته می فکر شو چی په وینو لت پت ده. له ځانه سره می ووایل چی کاشکی د پلار کور ته تللی ووم. دا وضعیت نه به خو لری ووم. اوس به څه کووم. هیڅ لاره می پیدا نه کړه خو وروسته له ډیر فکر کوولو می عظم الدین په زړه وګرځید. عظم الدین ته چی زما نږدی ملګری تیلفون وکړ او په تیلفون کی می داسی ورته ووایل

 

" نه پوهیږم... هیڅ په ځان نه یم پوه شوای. یو وخت می چی کتل دواړه مړه پراته وو... زما خو ماغزه هیڅ کار نه کوی ته ورته یوه لاره جوړه کړه "

 

" ښه ده زه به همدا اوس درشم او دواړه به پری خبری وکړو... خو ګوره چی وارخطا نشی او زما تر راتګ څه ونکړی. "

 

 

 

ختم

 

 

 

سمیع الله خالد سهاک

 

د کب د میاشتی ۱۰، ۱۳۸۷ کال

 

وزیر محمد اکبر خان مینه، کابل


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery