مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-03-08   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

د تورې شپې لړمون څيرې شو، د میلاد په مناسبت

د تورې شپې لړمون څيرې شو، د میلاد په م ناسبت

لیکوال: ډاکټر فیض الله ثاقب

 د ناپوهی توره شپه وه.

د ظلم او بې عدالتۍ ټغر په ټوله ځمکه غوړېدلی وه.

کرکه او نفرت په ټوله نړۍ کې خور وه.

انسان د بتانو، اور او داسې نورو ډول ډول توکو بنده ګي کوله.

د شراب څښلو، ناوړه جنسي اړيکو او بېلابېل ناوړه کړو وړو لړۍ ښه په زور او شور وه.

وڼه ژوندۍ خښېدلې.

انسان د خپلو نفسي غوښتنو په دام کې ګير وه.

هر هغه څه ېې کول چې زړه ېې غوښتل.

 زورواکو نور خلک د ځان بنده ګان او غلامان کړي وه.

ناڅاپه د تورې شپې لړمون څيرې شو.

د سباوون انګازه شوه.

 رڼا راغله.

 

د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفې (ص) نړۍ ته راغی.

 

د لوی څښتن (ج) استازی نړۍ ته سترګې پرانستې.

 

نړۍ ته ېې د لوی څښتن له لوري يو پيغام اوړ.

 

هغه پيغام چې په دنيا او اخرت دواړو کې د بشري ټولنې د ښېرازۍ تضمين کوي.

 

د اسلام د سپېڅلي دين پيغام.

 

د زده کړې او پوهې د رڼا پيغام.

 

د عدل او انصاف پيغام.

 

د انسان لوړ مقام ته د درناوي پيغام.

 

د انسانانو ترمنځ د مينې او ورورولۍ پيغام.

 

بشري ټولنې ته د سولې او امن پيغام.

 

د مخلوق د بنده ګۍ څخه د بشري ټولنې د ازادۍ پيغام.

 

د يوه خدای د بنده ګۍ پيغام.

 

د رښتيني انسانيت پيغام.

په د ناوي.

د اسلام د ستر پيغمبر(ص) د نېکمرغه ميلاد په مناسبت د ډاکټر فيض الله (ثاقب) ليکنه.

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery