دخپریدو نیټه : 2009-03-21 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ګل اندامه
عبدالجمیل ممتاز
دروند پنډ یې پرشا د پاخه سړک په ژۍ راروان و ، که څه هم د سړک دواړو
خواوو ته کورونه پراته ول ، په دې ونه پوهیدم چی پنډ یې را کوږ شو او یا که زړه یې وغوښتل ، خو ورو ورو زموږ د کلي
په خوا ځمبییدلی ځمبیدلی را وګرځید . د کلي په پیل کی یې څو ځله غږ وکړ :
ــ پیران بګیرین ...................
بیا یې
پنډ په ځمکه وغورځاوه ، لږ شیبه وروسته ډله ښځې پرې راماتې شوې ، چا یو او چا دوه کمیسونه واخیستل ، زړې ښځې چی په
تور کتان ټیکري کی یې ځان پیچلی و ، راغله او ټول کمیسونه یې لټ په لټ کړل ، خو د خپلې خوښې کمیس یې پکې ونه موند .
سړی ورته بند بند شو او ویې ویل :
ــ ترورې څه پکې لتوې ؟ تول یک رقم دي .
ــ ته خو ودریږه خوار شې ، سم کمیس
ګورم .
ــ تول سم دي ترورې ، خراب بیخي نشته پکې .
ــ څنګه نشته ، دا وګوره ټول څاکداره دي ، دا به لا څوک
اغوندي .
یوې ځوانې ښځې چی په غیږ کی یې څو کمیسونه نیولي ول ، په کړس خندا یې ورته وویل :
ــ ګلندامې ترور ! دا
پنجا بي کمیسونه دي ، اوس د امدغو کالیو موډ دی ، د کوچاني کالیو موډ لاړه نور .
ــ موټ ، موټ دې سر وخوري ، دې
نه خو د چا خیټه ښکاري ، ځه ورکه شه ! سبا به خلک لوڅ ګرځي ته به وایې چی موټ دی . اله ته دې هم پنډ په شا که وروره
چی نور دې خواته رانشې !
سړي په تاخت خپل پنډ شا ته واچولو او د کوڅې تر پایه یې نورې نعرې هم ونه کړې ، د ځان
سره ډونګیدلو چی له پاسه د یوې کړکۍ څخه غږ ورباندې وشو :
ــ ما ما ! څه شی دې راوړي ؟
ــ کالي مې راولي .
ــ
ودریږه ماما موږ یې اخلو ، امدالته کینه !
ماما د دروازې په خوله کې د پنډ غوټې پرانستې ، ښه کمیسونه یې د نورو
په سر خواره کړل چی نجلۍ په منډه له دروازې راوکتل او بیا یې بیرته تر شا غږ وکړ :
ــ ادې راشه ! دلته ناست دی
.
ادې یې پلو په خوله بیرون را ووتله ، ټول کمیسونه یې لاندې باندې کړل ، سړي ته یې وویل :
ــ وروره دا په څو و
کوې ؟
سړي چی د کلي په سر کی کمیس په سل افغانۍ خرڅ کړی و ، دلته ورته په اتیا افغانۍ قانع شو .
ښځه سمدستي
له ځایه پاڅیدله او په ډیره غصه یې ورته وویل :
دا په اتیا روپۍ څوک په بلا وهي ، چی نه رنګ لري او نه ډول. ځه ز
مینې پلار به دې بیا له ښاره درته راوړي .
له پاسنۍ کړکۍ څخه یو بل لړزیدلی غږ راوشو :
ــ و ګلندامې ! د نجلۍ به
خوښیږي ، ورته وایخله !
ــ نه ببو ، دا خوشې ټوټې په اتیا روپۍ څوک څه کوي . ځه زرمینې کنه چی ننوځو ! لاره ده څوک
به راشي .
سړي چی دلته هم د ګل اندامې نوم واورید ، زر یې خپل پنډ په شا کړ او له دې ځای نه یې هم خپلې پښې سپکې
کړې . په منډه منډه یې د کلي اخر ته ځان ورسولو ، هلته یې هم د ( پیران بګیرین ) نعره په زوره له خولې وایستله ، چی
ناڅاپه یوه زړه بوډۍ ډانګ په لاس له کوره راووتله ، او سړي ته یې ښه په زوره څو ډانګونه ورپورې کړل . دستي و
پسې یو بوډا راووت او د دروازې له خولې نه یې غږ پسې وکړ :
ــ و ګلندامې ! دا څه کوې ؟ پیرانو لکه چی اوس
انګ هم په لاس درکړ ، و لیونۍ اخر څه ګناه یې کړې ده چی وهې یې ؟
ګل اندامه د بوډا له اواز سره سمه راوکرځیده ،
خو په ژړغوني غږ یې ورته وویل :
ــ زه خو بیخي سل شوم ، دلته پیران لږ ول چی ده نورم راته راوړي دي .
سړي چی دا
دریمه ګل اندامه ولیدله نو خپل پنډ ته یې ډه ډه ووهله ، او په لوی کومي یې چیغې کړې :
ــ از برای خدا تو از د ست
پیران سل شدي ، مه از د ست ګلندام .
۲۹ – ۲ – ۱۳۸۷