دخپریدو نیټه : 2009-04-01 مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل
واوره
شریفه شریف
واوره
شریفه شریف
پروین واوره پلمه کړه او له دفتره
وخته ووتله . واوره د رڼو مرغلرو د هارونو په شان په نڅا نڅا او ټوپونو ټو پونو مځکې ته ښکته کېده . دومره
چې د کب د مېاشتې په نیمايي کې د واورو وریدل غیر معموله وهَ، ښکلا یې هم هماغومره په زړه پورې وه. د هاغه
دوست لیدو ته ورته و چې په تلو وي او ښه خبر یې چې درنه روان دی .
پروين پوهیدله چې د پسرلي په درشل کې
واوره ډیر نه ځنډیږي . په منډه وریږي اوپه منډه هم دریږي . په وریدو سره د هیر شوي ژمې خاطرې ژوندۍ کوي . چې د
یږي د پسرلي هوا خپروي . په دې شیبه چې واوره وریدله پروین غوښتل چې ویې نمانځي ، تنفس یې کړي . د کړکۍ تر
ایې دا نه کېدل .
پروین خپل دستکول واخیست . له دفتره ووته . پروین په زړه کې لږ نارامه وه. پوهیدله
چې ځان تیر باسي . واوره هسې پلمه ده. دا د واورې او ژمې پای نه و چې پروین یې نارامه کړې وه .د نژدې دوست ،
امېن سره خدای پامانۍ ځوروله . واوره به بیا وریدله ، ژمې به بیا راته خو امين د تل لپاره افریقې ته
روان و. .
امېن د نسیمې نژدی ملګری و. دوی دوه کاله د سرې مېاشتې په یوه دفتر کې کار کاوه. امېن
ه افریقې څخه راغلی و چې په افغانستان کې کا ر وکړي .
»»»
نسیمه نه پوهیده چېرته ځي خو دومره پوهیده چې
پام بدلوي. ملګری یې جواد زړه ته ورګرځیده. حوا هم یوه نژدئ ملګرئ وه. څو مېاشتئ مخکې یئ مېړه د
موټر په ټکر کې وژل شوی و. د حوا له واده څخه څو مېاشتې نه وې وتلې. دا لا مېندواره وه. دې پیښې د حوا ټول ملګري م
تاثره کړي وو. د حوا د لیدو خیال د نسیمې زړه وزبیښل . د حوا دلیدو اود هغې د غمجنو کېسو اوریدل چې څوم
ه مېړه یې وریادیږي َ ، نسیمې ته یو ډول خپګان پیدا کړ. له هغې ورځې راهیسې چې د حوا مېړه وژل شوی و ،
نسیمه هره ورځ د حوا دیدن ته تله او کېسو ته یې چې د مېړه تکراري خبرې وې اوریدې . خو کله چې د حوا زوی پیدا شو او دا
ورسره بوخته شوه ، نسیمه ډیره نه ورتله. کله به یې احوال اخیسته . نن یې زړه کې ګرځیدله . خو نسیمې ته واورې ډیر
خوند ورکړی و ، نه یې غوښته چې د حوا غمجنې کېسې د واورې خوند ورنه واخلي .
چېرته لاړه شي؟ نسیمې د یوې بلې م
ګرې په فکر کې شوه ـ نازو . نازو هم د نسیمې نژدې ملګرې وه. نازو د ملګرو په منځ کې د خندانې او مستې
په نامه مشهوره وه. تل یې خندا په خوله کې وه. د ډیرو غمجنو پیښو کېسې یې هم په ټوکو او ټکالو کوله . دا هم د حوا د
مېړه په مړینه خپه وه خو د موټر د ټکرکېسه یې په ټوکو کوله . حوا هم پوهیدله چې نازو د زړه څخه نه خاندي خو هسې
غواړي غم د خندا تر شا هیر کړي . د نازو ملګرو ته مالومه وه چې دې ته ژوند طنز مالومېږي . یو تریخ طنز چې په
خندا ارزیده . دې په خپل ژوند پورې هم خندل . نورو ته نازو د ژوند لوبه بایللی وه . پنځلس کاله یې د واده
تیر شوي و خو اولاد یې نه درلود . پروسږکال یې مېړه بله ښځه کړې وه . خپلو خپلوانو ته نازو کم بخته او بې تا
و وه چې خدای د اولاد څخه بې برخې کړې وه. نه په تاویز شوه نه په نظرونو، نه په ملا او نه په زیارتونو. څه نه وو چې
نازو د اولاد د موندلو لپاره ونه کړل خو سوال يې ونه منل شو. نازو دا تالې هم نه درلوده چې مېړه یې د دې
په خوښه بله ښځه وکړي او دا د کور مشره شي . ډیرو ښځو اولاد نه درلود خو مېړونو چې يې له دويم واده وروسته بيا هم
ورسره اوسيدل . ځینې خو لا ښه مېړونه وو چې د ښځې په سلا به يې ښځه کوله او د کور اختیار یې هم لومړنۍ ښځې ته و
کاوه . نازو دومره سیاه بخته وه چې مېړه یې بیخې وطن پرایښى و. پاکستان کې یې واده کړی و او نازو یې پرایښې
وه . طلاقه کړې نه وه خو په کال کې هم یووار ورته نه راته .
نورو ته چې نازو هر څه وه دا خپله د خندا او
ټوکو ډکه وه چا چې به د مېړه خبره ورته کوله دې به دومره ورپورې خندل او ملنډې به يې وهلې چې تا به ویل دې د ګډ ژوند
لوبه ګټلې ده او بایلونکى یې مېړه دی . نازو پر مېړه خندل چې څنګه کم عقله و چې ۱۵کاله منتظر پاتې شوى و.
نازو د مېړه په پخواني کور کې یوازی ژوند کاوه .هیڅوک نه پوهیده چې د نازو ګذاره څنګه کېږي خو هیچا یې
کایت نه و اوریدلی . هیچا یې ژړا نه وه لیدلې او هیچا یې ښیرا نه وه اوریدلې . په همدې نازو د خپلوانو خوښه وه .
ډیر وخت یې هم دخپلو خپلوانو او دوستانو سره تیریده.
نسیمه د نازو په فکر ځان سره وموسکېده او د
کور خوا ته روانه شوه .
نسمېه چې د نازو د کور دروازه ټکوله په زړه کې يې د هغې ټوکې ګرځولې چې د دې په لیدو سره
یې خامخا کولې . شیبې تیرې شوې. د چا د پښو غږ نه و. نسمېې بیا د دروازې زنځیر په دروازه لږ په زوره وټکاوه . بیا چوپه
چوپتیا وه . نسميې چې نه غوښتل دا ومني چی نازو نشته بیا بیا یې دروازه وټکوله . یقین یې شو چی نازو چېرته تللې ده.
نښه به ورته پریږدي . نازو مکتب نه و ویلی خو لوستل یې په جومات کې زده کړي و . نسمېې خپل دستکول کې د یوې
ټوټې کاغذ او قلم په لټه کې شوه. د سودا یو رسید یې پیدا کړ. قلم نه و. د وروځو قلم یې واخیست. څوکه یې ماته شوه.
نسیمې یوه لوټه د دروازې په زنځیر کې نښه کېښوده چې ګوندې نازو پرې پوه شی .
»»
واوره لا وریدله .خو ورځ لا اوږده
وه. مازدیګر د نسیمې خوښ و. د یوې ورځې د تیریدو او د بلې د راتلو رنګ یې درلود. ماسپښینی مهال ورته لټ
ایسیده.
اوس څه وکړي ؟
بازار. بازار د وخت د تیریدو لپاره ښه لاره ده.
نسیمې یو کمېس واخیست چې د لسو نورو
کمېسونو سره یې چې تر اوسه یې نه دي اغوستی یو ځای کېږدي. یو د پودرو قوتی یې هم واخیسته چې په المارۍ کې ورک شي
.
کابو مازدیګر و.نسیمه د امېن د دفتر له لارې د کور خواته روانه شوه. د امېن د دفتر څخه چې تیریدله د دفتر
خواته یې کتل . د امېن نښیې یې څارلې . د دفتر دیوالونه او کړکۍ سپیره او هیر شوي مالومېدل.
نسیمې له ځانه سره
وموسل او ګامونه یې ګړندي کړل .