مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-04-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دوه يتمان

ژباړه: عبدارحمن فرقاني


دگل سرة احساس پيدا شو ڇه د هغو كلمو معنى نه شي دركولي ڇه په لوستلو يى مشغول دي , سترگي يى  كلمي ويني خو عقل يى معنى نه شى دركولي,دخپل سبق په هكله فكر نه كوي , بلكة د هغي ترخي تج بي په هكله په فكر كولو ډوب دى ڇه ورسرة په خپل ژوندانه كى لا س او گريوان دي,او دي دة او بيوزلي خور ژوند يى د سونكي دوزخ په څير اړولي دي
ناڅاپه خپلي كتابڇي ته گوري ڇه امتحان ته يى يوة اوني پاتي دة نو بايد امتحان ته تيارى ونيسي, څرنگه به امتحان ته تياري ونيسي ؟ ڇيرته ڇه  په دي كور كى دي يويه مجرمه ښځي له لاسه  كراري او خ اصون نه لري, هرة لحظة ورته بد او رد وايى او كنځلي ورته كوي كله ڇه لده څخه وزگارة شي نو په بيوزله خور باندي يى د سپكو او ناندريو   باران ووروي
ايا گل غواړي ڇه په امتحان كى ناكام شي ؟ ڇيرته ڇه په اپتدايه  دورة كى د ټولگى اول نمرة  شوي وا
گل په دي فكر كى ډوب دى ڇه ناڅاپه د يوة توپا ن  ژغ اروي او دا توپا ن كل نا كله په  باغ باندى لگيژى , دونو څا نگي او ښكلى گلان بوټ ماتوي ,ورسته باران وري او ځمكه اوبوى ورپسي لمر راخيژي, او هغة ماتى شوى څا نگي دو بارة ودة كوي او ورسرة نوري نوي لښتى شني كيژي ,خو د كور توپا ن هرة گړي  لگيژي ,او دگل او بيوزلي خور ڇه يوازي شپژ كاله عمر لري زړونه زخمي كوي
او دا زخمونه دي شفا اوبه نه ويني, لكه ڇه دي باغ توپا ن د كور له توپانه څخه مهر بانه او زړة سونكي دى نسبت دغي ښځي ته ڇه ښكلي رخسار او ظالم او جابر زړة لري ,درخسار په ښكلا كى او د كړو په سختي او نيرنگ كى مار ته ورته ده

گل دي دغى ښځي كريكي او بد اواز او د اسونو پړكار اروي ڇه معصومه خور يى وهي ,او خپله خور ويني ڇه په ځمكه لويژي , خو نه شى كولي ڇى د خپلي خور د ژغورلو لپارة د ښځي په وړاندي ودريژي , ځكه ڇه له خپل پلار څخه ويريژي, له ڇا نه ڇه له دغي ښځي سرة يى پيمان تړلي, او ور سرة همكاري كوي تر څو دا بيوزله نجلي د ژوندانه له خوژو محرومه وساتي
گل گوري ڇه بيوزله خور يى دي پ يشاني په حا لت كى ژيړ مخ ديوال ته  تكيه كړي دة, او په څنگ كى يى وړة خور خوشحا له او د خندا  په حا لت كى و اړة دة , په سترگو كى يى اوښكي راټوليژي او د ځان سرة وايى ڇه ددي بيوزلي نجلي گناه څه دة ؟ ڇه دا ټول عذاب گا ي
ايا يوة ورځ د خپل پلار د ژوند زينت نه وة ؟ ايا يوة ورځ د خپل پلار لپارة  خوښي او سرور نه وة ؟ , ايا پلار يى تر ټولو گران او نژدي انسان دي ته نه وا ؟, ولي نن په د ي ذ لت كي او د محبت په فقر كى ژوند كوي
 په داسي حا ل كى ڇه دي خور لپارة يى د خوښيو ډك ژوند شته ڇه لدي څخه دوة كا له وړة دة , لكه ڇه دي پلار په كور كى مزدورة  وى , كيدي شى له هغو خلكو سرة مخ شى ڇه زړونه ته يى رحم او ايمان لارة پيدا كړى وى او له دي سرة د خپل اولاد په څير ڇلند وكړي,لكن د دي بيوزله نجلي پلار زړة نه لري تر څو د هغة ټكان دي دة په ضمير او وجدان كى د انسانيت احساس او شعور  را ژوندي كړي
 هوكي دي نجلي ته الله (ج) مقدرة كړي تر څو د پلار او مور يتيمه وي , مور خويى له نړي سترگى پټي كړي يى او د پلار وجدان او ضمير يى مړ شوى دى نو ځكه دي پلار او مور يتيمه دة

دي نا سكه مور غژ اروي  أي  خنزيريه ڇيرته يى, خور دي ولي ژاړي؟, دا يى نوم دي خنزيريه  پرته لدي بل نوم نه لري, كله ڇه پلار يى اشي نو ورته نجلي ژغ  كوي, خو خور ته يى ځما زړگي ځما ځان ځما ځيگر

ورته غژ كوي گورة خور دي څه غواړي ؟هر څه ڇه غواړي ورته يى وركه, څه ڇه غواړي ورته يى راوړة , په ټيټ او اوويردونكي ژغ ورته وايى دا ڇاكليت غواړي, نو و ي خرس غوندي ولاړة يى ورشه ورته يى راوړة , ڇپه پاتي شي دا بيوزله نجلي نه شى ويلي ڇه هغه ڇا كليت د دى برخه دي , پرون يى پلار د ڇاكليت پا كټ خور ته واخيست , كله ڇه هغي ڇا كليت خوړل نو بيوزلي او معصومي خور يى سترگي ورته نيولي وي , كله ڇي د هغي دي ليدو څخه ستړى شوة نو يى يو ڇاكليت ورته ور واڇاوة لكه ڇه پيشو ته  يوة ټوټه  ډوډي ورواڇي وى كله ڇي د هغيه دليدو څخه سړى ستړي شى
 دا معصومه او بيوزله نجلي له ديري خوښي له كبله هغه ڇا كليت نه خوري او په يوة ځاي كى يى پټ ساتلي وى  يو وار يى اشتها ور باندي غلبة كوي او هغة زبښي كوڇني خور يى وينى نو ژاړي او ڇا كليت ور څخه غواړي
 مردارة شي ڇيرته يى , ڇپه پاتي شى خو خور يى  وايى موري ڇا كليت هلته دى ما ته يى نه راكوي او زما څخه يى پټ كړ, جابرة ښځة دا بيوزله نجلي د متهم په څير مخكي كوي لكه ڇه تحقبق ته وړل كيژي, كه ڇه ورباندى مشهود جرم ثا بتوي , او ورته بد او رد وايى , أي غلي اته دي مور دا رنگه روزلي يى , غلا كوي هغه څه ڇه د تا لپارة نه دى پټوى

گل هر څه تحمل كول خو د خپلي مور سپكاوي هيڅ ڇيرته نه شى تحمل كولي, كله يى ڇه م ور ته سپكاوي وشو نو را پورته شو او ورته يى وويل هيڅ كله به اجازة در نه كړم ڇه مور ته مي سپكاوي وكړي
 تورة او سرة شوة او هيله يى درلودة تر څو داس موكه په لاس ور شى تر څو له دي له شر څخه د خلاصون لارة نه وى, دا دة م وكه په لاس ورغله په لوړ ژغ يى وويل

اه  بس ندة ڇي ډوډي درته تيار وم ؟, او له تا سرة ستړي كيژم , او ستا خدمت كوم, او ته هيڅ كار نه لري پرته لدي ڇي په دي تورة كتا بڇه كى ليكل وكړي,ورسته له دومرة خدمت څخه, دا عجيبه او دحيرانتا خبرة نه دة ځكه ڇي ته د خپلي مور زوي يى, وويل مور ته مي سپكاوي مه كوة او ور څخه نيژدي شو, ښځي په وړ ژغ گاونډيان خبر كړل , غواړي ما ووهي ,اه خاينه أي احسا ن فراموشه , ايه خلكه , ايه عا لمه زما داد ته راو سيژي , گاونډيا ن را ټول شول , گل خپلي كوټى خواته روان شو , او هغه كونج ته ولاړ كوم ڇه ور ته په گوته شوي دى

پلار  مښام كور ته راغي ,دهري ورځي په څير تروة ټندة او له خپلو  اولادونو  سرة مينه او محبت ئي وير كړي دي,دا عادت له هغه وخت رايسي ورته پيدا شوي له كومه وخته ڇه دا ظا لمه او جابره ښځه دي كور ته راغلي دة ,او دا هنيت يى ورته وركړي ڇه گواكي دگل او خور  روزنه او تربيه سمه نه دة شويى, نو ځكه ورسرة سخته رويه  پكار دة

 دا مكارة ښځه د خاوند دي راتلو سرة سم خپلي نوي جامي اغوندي او خپله شيطاني څيرة په معصومه څيرة باندي بد وي ,دي ياد وړ دة ڇه د خاوند دي راتلو سرة سم دواړو نجونو ته يو ډول جامي وراغوندي,تر څو پلار ئي احساس ونه كړي ڇه د دوي تر  منځ فرق كيژي
څرنگه چه خاوند خپلي كوټي ته ننوټ نو دا زر تر زره  ور پسي ننوته او ځان ته ئي يوه م عصومه او مسكينه څيره خپله كړة,خاوند ته ور نيژدي شوه, او د نيكتاهي د خلاصولو په حا لت كى ئى دا كيسه  ورته وكړه
نو پلار د دير دهشت او قهر نه په عاجله توگه  صالون ته را ووت, او بيوزله نجلي ئي را وغو ښته , په وړاندي ئي دريژي او دي په يوة لوړة څوكي كښيني, لكه ڇه محكمه دايره شي,        دا بيوزله نجلي دي يوة مجرم په څير ڇه ورباندي شاهدي ويل شوي وى ولاړة دة , او دي ورته دي غلا  عواقب او نتايج بيانوي او گل ته  په يوه دهشت اميزه كل گوري

گل نه شي كولي دخپلي بيگاناه خور اتهام وگالي ,په داسي حال كى ڇه خور يى ور څخه پاكه او بري ده , راوړاندي كيژي تر څو خپل پلار ته كيسه بيان كړي ,دپلار غصه عوج ته رسيدلي وى دي كور فضا د پلار دارونكي او هيبت اميزه ژغ نيسي, غواړي ناسكه مور دي ووهي؟

 أي !بي حيا او بي شرمه , ايا همدا رنگه تر بيه دي اخيستي دة؟ , غواړي ڇي لاسونه دي مات كړم؟
 پلاره په خداي قسم چه دا سي نه ده , لا دليل هم وايى؟, ايا شرم نه لري؟, دي مور په هكله دي درواغ وايى
 زه ئي په هكلة درواغ نه وايم خو څه چه وايى ريښتيا نه دي او حقيقت نه لري , دى مخ نه مي ليري شه بد بخته نه سړيه   ورك شه او خپله غلا خور هم له ځانه سره  كړه
, بي ادبه , او دا مكاره ښځه دي صالو ن په وره كي ولاړه او لدي انځور څخه لذ ت وړي , دالله (ج) نيوكه او دحساب ورځ هر څه ئى وير دى.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery