مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-04-12   مخپرونکئ : مولوي عبدالحق منصور

تيمم - پر زخم او موزو مسح

منصور

 تيمم :
 كوم ځاي كي چي اوبه نه وي يا استعمال سره يي سخت نقصان وي نو هلته تيمم داودس او غسل پرځاي صحيح كيږي اودس اوغسل كي نيت شرط نه دى اوپه تيمم كي شرط دى ځكه اوبه پاكي هم دي او پاكونكي هم ددي برعكس تيمم په خاوره وي اوخاوره پاكه ده ليكن پاكونكي نه ده دابه دنيت په ذريعه پاكونكي شي ديووخت تيمم سره خكووخته لمونزصحيح كيږ ي خوچي عذر باقي وي دقراّن كريم دتلاوت لپاره په شوي تيمم لكونز نه صحيح كيږي .
 دتيمم ماتونكي :
 داودس ماتونكي تيمم هم ماتوي دعذرپه ختميدو اوداوبو په ليدلوچي په استعمال يي قادر وي تيمم ماتيږي دتيمم طريقه :تيمم كي صرف مخ اولاسونو باندي مسح كول دي نورواندامونوباندي لاس راښكودل مسح كول نشته اول به دواړه لاسونه په مځكه ياداسي يوشي چي دخاوري اثر پري موجود وي ووهى وبه يي ګوري كه خاوره پري زياته وه نووبه څنډى اوپه مخ به يي راكاږى دوهم ځل به يي بيا په مځكه ياګردجن شي باندي ووهي اوپه لاسونو به يي تر څنګلوپوري راكاږى چى هيڅ ځاي پاتي نشي همدا تيمم دى .
 په زخم مسح :
 كه په بدن زخم يادانه وي اوپټۍ پري لږيدلي وي اواوبه رسيدل ورته نقصان رسوي ياكوم هډوكى مات وي او پلستر پري لږيدلى وي نو په دغه صورتونوكي دوينځلوپر ځاي دلوند لاس راښكودو سره مسح كول .
 پر موزومسح :
 كه څوك دڅرمني موزې استعمالوي دده لپاره په موزو مسح كول جايزدي كه مقيم وي يوه ورځ اويوه شپه به مسح كوي اوكه مسافر وي درى ورځي اودرى شپى به مسح كوي موزي به دپاكوالي په حال كي اچوي مسح دهغه وخت نه شروع كيږي كله چي اودس مات كړى دمسح طريقه : دښي لاس ګوتي به لمدي اودموزودپاسه به يي راكاږى .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery