مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-05-21   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

يو ياد يو تاثر

فريدون

يو ياد يو تاثر :

فريدون

په ننګرهار کې پر فولکلور او د څلورو ليکوالو د نمانځغونډې نه يوه ورځ وړاندې په کومه چې له پېښوره  مېلمانه راغله نو پر ماسپښين يې  د ننګرهار فرهنګيان له کوزې پښتونخوا نه د راغلو ليکوالو او مېلمنو په ملتيا له کابله د راتلونکيو مېلمنو مخې ته د لغمان ولايت د عزيز خان کڅ چېرته چې د هېواد او سيمې نوماند ليکوال او سياستوال  ګل پاچا الفت ښخ دى ،ورغ و.
کله چې د کابل مېلمانه را ورسېدل نو له ښه راغلاست او ستړي مشي وروسته راته ملګري عبدالهادي حيران يو دوست را وپېژاند.
داښاغلى عابدجان رزړوال و.د رزړوال له نوم سره له دې وړاندې اشنا وم خو دا لومړى ځل و چې مې مخامخ وليد.


په لومړي نظر راته خوږ او سنګين معلوم شو،په سيمينار کې له څوځله لنډې ناستې په ترڅ کې سره دومره خواږه ياران شو لکه د کلونو کلونو مو چې پېژندل.
له سيمينار څخه څو اونۍ وروسته راته بيا ليکوال او ژورنالېست عبدالهادي حيران ټېليفون وکړ چې زه او رزړوال له تورخمه در روان يو او هغه د عابدجان کتابونه که رابرابر کړې.
د سيمينار په وياړ موږ  ٤١ عنوانه بېلابېل کتابونه چاپ کړي ول چې (( بابا اوخدايي خدمتګارو تحريک )) په کې د ښاغلي رزړوال و.
چې موږ د هرکتاب ليکوال ته د هغه له کتابه ٥٠ جلده کتابونه ورکول،د وېش کتابونه خو عابدجان په هماغه ورځ اخيستي و خو دده خپل ٥٠ کتابونه پاتې ول. چون د کتابونو وېش ماته را ترغاړې و نو دده کتابونه هم له ماسره ول او دفتر ته د راتلو مې ورته ووې.
څه شېبه وروسته دواړه راغلل.
٢٠ کتابونه يې کابل ته يوړل او ٣٠ نور يې په دې تمه پرېښول چې په دويم ځل پېښورته تلو کې به يې له ځانه سره پېښور ته يوسي.
په دويم ځل څو اونۍ وروسته يې بيا راته ټېليفون وکړ،دا مهال ولسمشر کرزى ننګرهار ته راغلى و او موږ ټول ژورنالېستان ورسره د بايي پاس سړک پرانستې ته تللې و نو هلته ډېر ټال شو هغوى وويل چې موږ د تورخم ګاډي کې ناست ي که چېرې ته کتابونه ارې ته راوباسې خو دا چې زه بندوم نو ماورته خپله ستونزه وړاندې کړه نو هغوى هم رانه تورخم ته لاړل او ما ونه يدل.
د دوى له راتګ دوه ورځې وړاندې زه ډېر ناروغ وم،حيران مې پوښتنه کړې وه او هغه خبر و. خو پېښور ته تلو پرم هال راته دواړه ( حيران او رزړوال ) ډېر ټينګ شول چې د درملو لپاره ورسره پېښور ته لاړ شم خو زه دا مهال ښه وم او ورسره لاړ نه شوم څو ورځې لا تېرې نه وې چې ملګري ساحل راته له خوست نه ټېليفون وکړ او د عابدجان رزړوال د مرګ يې اته ووې. خداى شته چې ټېلفون مې له لاسه ولوېد او دومره خپه شوم چې ويلى يې نه شم.
عابدجان سنګين او درون پښتون وز چې پوښتنه به مو ترې ونه کړه خبره به يې نه کوله.
د بنډار او ملګرتيا سړى و،ځوان ،هڅاند او د کار سړى و.
دده په مرګ به نه يواځې دده کورنۍ نه بلکې ټول فرهنګيان خپه دي.
دى لا ځوان و له باچا خان سره يې دومره مينه وه چې همدې مينې دېته اړ کړى و چې ( بابا او خدايي خدمتګارو تحريک ) کتاب يې وليکه.
دده څو شېبې ناسته پاسته چې له ماسره يې کړې وه هريوه خاطره ده او اوس مې هم سترګو سترګو ته کېږي.زه يې کورنۍ او دوستانو سره په غم کې ځان شريک ګڼم،يواځې زه نه بلکې ټول دوستان ورسره په دې ستر غم کې شريک دي او کورنۍ ته د صبر جميل غوښتونکي يو.
پښتو ادب او ژورنا ېزم کې به د تل لپاره دده ځاى خالي وي او دده مرګ پښتو ژبې لپاره يوه ستره او نه جبرانېدونکې ضايع ده.
د هغه سپېڅلې اروا ته يې ورډالۍ کوم چې :
چې پيدا شوې تاژړل خلکو خندا کړه
داسې مړ شه چې ته خاندې خلک ژاړي.
فريدون خوځون
جلالکوټ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery