باران مړه ځمکه
اژوندی کوی
اوله آسمانه مو پاکې اوبه راولېږلې څو په هغه باندې مړه ځمکه راژوندی کړو اوهغه څه چې له
څارویو اوانسانانو مو پیداکړی ، هغوی پرې اوبه کړو (الفرقان ۴۸-۴۹).
باران نه یواځی داچې دژوو بنسټیزه
اړتیا ده دسرې په څیر دشنه کیدو اوتقویه کیدو ځانګړتیا هم لری. باران چې دسمندر له سطحې نه تبخیریریږی اوورېځو
ته رسېږی دداسې موادو درولودونکی دی چې ځمکه پری ددوهم ځل لپاره ژوندی کیږی. دغه څاڅکی دداسې یوډول سرې له
ځانګړنې نه برخمن دی چې دسطحی راکښل کیدونکو وړوڅاڅکو په نامه یادیږی . دغه څاڅکی دسمندر دپورتنۍ سطحې څخه
جوړیږی چې بیولوجیستان ورته میکروسکوپی پوړ وایی . دغه پوړ دملی متر له لسمې برخی نه هم کوچنی پریړوالی لری ،
دډیرو عضوی موادو چې دالجی اونورو ژوندیو میکروسکوپی موجودواتو څخه په لاس راتلای شی جوړیږی. دغه م
واد سره یوځای کیږی اوفاسفورس ، مګنیزیم اوپوتاشیم چې دسمندرپه اوبو کې ډیر لږوی اودغه راز داسی فلزونه لکه مس،
جست ، کوبالت اوسرب هم ځان ته جذبوی. په دې توګه دځمکی نباتات ډیرهغه مواد چې دخپلې ودی لپاره ورته اړتیا لری
دباران له څاڅکو څخه په لاس راوړی.
هغه مالګې چې دباران له څاڅکو سره راځی دسرې دجوړیدو لپاره یی
یوه بیلګه ګڼلی شو چې حاصل پرې زیاتېږی. په Aerosol ایرسول کې شته درانه فلزات دنبات وده زیاتوی. لنډه داچې باران
یوډول سره هم ده . یوه پېړۍ دباران په اوریدوسره یوه شاړه ځمکه کیدای شی دکښت وړوګرځی . ځنګلونه هم په همدې
توګه خپل داړتیا وړتوکی له سمندرونو څخه په لاس راوړی.
په دې توګه هرکال یوسلو پنځوس میلیونه ټنه دسرې
ذرې پرځمکه اوریږی. که دباران دغه ځانګړنه نه وای دځمکې پر سر دنباتاتو کچه به ډیره لږ ه وای، اودځمکې پرسربه
دژوند امکان له مینځه تللی وای. په قرآن کریم کې دباران ددغې ځانګړتیا په اړه معلوما ت ددې کتاب له بی شم
ېره معجزو څخه یوه معجزه ده.
د ږلۍ ، تالندې اوبرېښنا جوړیدل
آيا ودی نه لیدل چې
الله ورېځې له هرلوری نه وشړی څو چې یوبل سره یی وتړی ، راټولې اومتراکمې یی کړی ، هغه وخت به ووینی چې دباران څ
اڅکی دوریځو له مینځ نه لاندې توی شی اودآسمان له غرونو نه ږلۍ راتوی کړی څوچې هرچاته خدای وغواړی ولږیږی
اوپر هرچا یی چې وغواړی ونه لږیږی اودبرېښنا روښنایی داسې ولږیږی چې سترګې یووسی ( ویی برېښوی) (ا
نور ۴۳).
په دغه آیت کې ږلۍ اوبرېښنا ته اشاره شوې. او دهواپېژندنې له اړخه هم موضوع په همدې توګه روښانه
وې ده. کله چې ږلۍ دیوې ډیرې سړې اوکنګل شوی برخې نه تویږی ، ورېځې برېښنایی کیږی . اوبلن څاڅکی په دغه برخه کې کنګل
کیږی اوکله چې دږلۍ دانه یا کنډرکی جوړیږی ، پټه تودوخه ترې آزادیږی . دغه تودوخه دږلۍ سطح له دهغو کنګلونو
نه چې دږلۍ په شاوخواکې شته توده ساتی . کله چې دږلۍ دانه دکنګلونو سره تماس مومی یوه مهمه پېښه مینځته راځی . ا
کترونونه دیوه ساړه شی نه دتاوده شی په لوری ځی . په دې توګه دږلې دانه منفی چارج نیسی . دغه اغېزه دسړو څاڅکو
اوږلۍ ددانو له تماس څخه پېښېږی او دکنګل ټوټې چې مثبت چارج لری پرې ماتېږی. دغه مثبتې ټوټې چې سپکې دی دهوا
دبهیر له لارې هوا ته پورته کیږی. اوس چې ږلۍ منفی چارج لری دورېځی لاندینی برخې ته لویږی نو له همدې امله دو
یځو لاندینی برخه منفی چارج اخلی اودغه بهیر دبرېښنا دجوړید لامل ګرځی نو له دې څخه څرګندیږی چې ږلۍ دبرېښنا
دجوړیدو لامل دی.
لاندینی آیت دبارانی وریځیو اوبرېښنا په مینځ کې داړیکو،اود برېښنا دجوړیدو
څرنګوالی روښانوی .
لکه دتوپان په څیر ورېځې په آسمان کې چې په هغو کې تیاره اوتالنده اوبرېښنا وی. (ا
بقره ۱۹).
بارانی ورېځې دډیر حجم اووزن درلودونکی وی چې پراخوالی یی ترددوسوو شپېتو کیلومترو پورې اوجګوالی
یی تر دولسو کیلومترو پوری رسېږی. له دې کبله یی لاندینی برخه تیاره وی او داوبو اوکنګل دزیاتوالی له
کبله دلمر وړانګې نه شی کولای له هغو تېرې شی . نو له همدی کبله دلمر لږه انرژی ځمکې ته رسېږی.
په دغه آیت کې
دتالندې اوبرېښنا دجوړیدو پړاوونه دورېځې دتیارې نه وروسته یاد شوی. په وريځو کې یو بریښنایی چارج جوړیږی ،
کله چې هوا ونه شی کولای دعایق په څیر عمل وکړی ددغو چارجونو ټولیدل دیوی شارتی اولمبې لامل ګرځی چې دمثبتو
اومنفی چارجونو دیوځای کیدلو له کبله مینځته راځی او دبريښنا ولتاژ ان تر یو میلیاردو ولټو ته رسیږی . دغه لمبه
یا چې موږ ورته برېښنا وایو ددوو وریځو دکتلی یاهم دوریځو دمثبتو چارجونو اودځمکې دمنفی چارجونو دټکر له ام
ه مینځ ته راځی. ( کله چې دوریځو مثبت چارجونه دځمکې له منفی چارج سره یوځای شی نو په ځمکه کې دتندر دلویدولامل هم
داوی) " ژباړن.
ددغو چارجونو ناببره زیاتیدل دبرېښنا دخط په تګلوری کې تر لسوزرو سانتی ګریدو پورې د تودوخې
امل ګرځی چې په پایله کې یی هوا په چټکۍ سره پړسیږی چې دتالندې دغږ لامل ګرځی.
اوتالنده دده تسبیح وایی (ا
رعد ۱۳).
بار(حمل) ورکوونکی بادونه
دقرآن کریم په یوه آیت کې دبارو
کوونکو بادونو اودباران جوړیدل یادشوی :
موږ بار(حمل) ورکوونکی بادونه راولېږل اودهغو په اثر مو باران
له آسمانه واوراوه څوچې ټولوته اوبه ورکړی (الحجر۲۲).
دغه آیت څرګندوی چې دباران دجوړیدو لومړی پړاو
باد دی . له شلمې زیږدیزې پېړۍ څخه مخکې داسې انګیرل کیده چې دباد یواځینې دنده دورېځو راوړل دی. په داسې حال کې چې
دهوا پېژندنې موندنو دباد ونډه دبارانونو په بارورکونه کې روښانه کړه.
څه ډول چې مو مخکې وویل دسمندر په سطح
کې بې شمېره حبابونه جوړیږی کله چې دغه حبابونه وچوی بېشمېره دملی متر په سلمه برخه کوچنۍ ذرې هواته پورته
کیږی. دغه ایرسولونهAerosol چې له ځمکې نه پورته شویودوړو اولړو سره له باد سره یوځای راځی اوسره ګډېږی
دځمکې پورتنۍ برخې ته اوچتېږی اوخوځښت کوی ، په پای کې دبادونو له لارې پورته اوپورته وړل کېږی څوچې دابودبخارونو
سره تماس مومی . داوبو بخار ددغو ذروپه شاوخوا تراکم کوی اوداوبو څاڅکی جوړوی چې ټول یوځای ورېځې جوړوی اوپرځم
که دباران په څېر اورېږی. نو وینو چې څه ډول باد تبخیر شوې اوبه دهغو ذروله لارې چې دسمندر له مخې څخه یی اخلی با
ورکوی اودورېځو اوباران په جوړیدو کې مرسته کوی.
دباد له لاری دباران اووریځو په جوړیدو کې دغه ارزښتنا
ک ټکی سلګونه کاله مخکې کله چې دطبیعی پدیدو په هکله پوهې ډیر لږ پرمختګ کړی و په قرآن کې بیان شوی.
بله م
همه مسأله په دې آیت کې دګلانو په تلقیح اوبارورکونه کې دباد ونډه ده.
ډیر ګلان خپل ګردونه یا Pollen
دباد له لارې شېندې اودخپل ډول بقا ته ادامه ورکوی. ډیر نباتات له پرانستو( دخپریدووړ) تخمونو سره لکه دصب
دونو، دکجورو دونو، هغه هګې لرونکی نباتات چې ګل کوی اودشنې ګیاه په څیرنباتات ټول دباد له لارې القاح کېږی.
باد د نبات له یوه بوټی نه بل همغه ډول بوټی ته ګرد لېږدوی اودالقاح عملیه ترسه کېږی.
تردې وروستیو
پوری دغه حمل ورکونکی میکانیزم څرګند نه وو، کله چې څرګند شوچې نباتات هم دنارینه اوښځینه جنس درلودونکی
دی دباد دغه عمل هم وموندل شو . په داسې حال کې چې قرآن له مخکې دا مسأله څرګنده کړې وه.
دباد
دجوړېدو پړاوونه
اوباد ته په لوری ورکولو کې دعقل دخاوندانو لپاره نښانې دی (الجاثيه ۵).
باد
ددوو مرکزونو په مینځ کې دبېلابېلې تودوخې دخوځښت څخه عبارت دی. توپیر لرونکې دتودوخې درجې ، دهوا توپیر لرونکی ف
ارونه جوړوی اوتل له پورته نه له لوړفشار څخه ښکته ټیټ فشار خواته جاری وی. هرڅومره چې دتودوخې ددرجې توپیر
اوپه پایله کې یی دفشار توپیر زیات وی ځواکمن بادونه جوړوی. حیرانوونکی مسأله داده چې دځمکې ګردچاپېره دتودوخې
ددرجې اوفشار دډیر توپیر سره سره لکه داستوا دکرښې تودوخه او دقطبونو سړه هوا بیا دخدای په فضل ډیر وژونکی
اوورانوونکی بادونه نه جوړیږی. اوکه چېرې داستوا او قطبونو په مینځ کې بادونه کرار نه وای دځمکې پر سربه
دژوند امکان موجود نه وای. اوتل به ځواکمنو بړبوکېو اوتوپانونو دوام درلود.
دتصريف لغت يعنى
څوواره راتاوول ، لوری ورکول ، بڼه ورکول تنظیمول او اوخپرول دی . ددغه لغت انتخاب دباد لپاره په خپله دهغه
دبهیر ډول څرګندوی.اوهمدا رنګه دا رسوی چې بادونه تصادفی نه دی بلکې تل داسې دالله (ج) له خوا تنظیمېږی چې
دژوند بقا په ځمکه کې تأمینېږی.