دخپریدو نیټه : 2009-05-29 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دتعويذ شرعی حکم اود کوډ ګرو نښي نښانې :
حمدالله شاک
ی
دتعويذ شرعی حکم اود کوډ ګرو نښي نښانې
:
دا خويو څرګند حقيقت دی چه قرآن کريم سراسر د مؤمنانو لپاره شفاء او رحمت دی جناب رسول الله ص او صحابه ک
امو د قرآن کريم په آيتونو خلک دم کړی دی ولې تعويذ په غاړه يا بل اندام ځړول نه په قرآن کې شته اونه هم په اح
اديثو کې خوځنی علماء پدی نظر دي چه تعويذ هم د دم يو شکل دی .
د ابوالمختار فقه حنفی د فتاوی يوسفيه په حوا
ه ليکې د جناب رسول الله ص ،صحابه کرام ،اوورسته صالحانو خلکوهمدا عمل پاته شوی دی تعويذ هم ددی يو شکل دی
.
فتاوی يوسفيه د تعويذ دجواز لپاره دري شرطونه ضروری بولې :
۱- د يوه جايز اوروا عمل لپاره به وي
۲- دتعويذ
الفاظ به واضح وی د کفر او شرک په الفاظو به مشتمل نه وي .
۳- تعويذ به موثر بالذات نه ګڼی .
دكتر عمرسليمان ا
أشقر هم په خپل کتاب سحر کې همدا شرايط بيان کړی د الفاظوپه وضاحت کې دا هم ذيات کړی چه بايدپه عربې وي .
ا
بته د تعويذ تاثير يقينی ګڼل غلط دی داهم د نورو تدبيرونو په شان يوعلاج اوتدبير دی چه مفيد کيدل او نه کيدل
يې د الله تعالی په اراده پوری اړه لری .
دا شو دشرعی دم دوعا لنډ بيان اوس به دشرعی دم او کوډو
تر منځ فرقونه وګورو :
دکوډ ګرو نښي نښانې :
فهدبن سليمان القاضي د سحر اوجادو ګرو علايم داسې بيانوي :
۱-
ساحر اوکاهن د مريض او دمريض د مور دې نوم پوښتنه کوي .
۲- دمريض څخه ځنی نښی نښانې غواړي لکه خولۍ ،ږوم
نځ او داسې نور .
۳- ديوه حيوان په خاصو صيفاتو زبح کول غواړي او دحيوان د ځنو برخو ګډول له وينی سره .
- په بی مفهومه خبرو او نيمګړيو تورو به خبرې کوي .
۵- يوشی به مريض ته ورکوي چه په ځمکه کې يې خښ يا يې د کور په
کوم ځای کې پټ کړي .
۶- دخاصو وسايلو په وسيله د مريض له احوالو ځان خبرول .
۷- دفسق علايم ،په نومړي کس کې به د
فسق علايم څرګند معلوميږی تقوی به له سره نلري يو فاسق انسان به وي .