دخپریدو نیټه : 2009-06-06 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
امير او فقير6
فضل الله رشتين
د زوړ سړي مړينه
جون كانتي لكيا ؤ او ادوارد يى د خپل كور په طرف كشو
و . هلته خلكو په دى هلك اوپلار پورى وخندل.
يوې زړې ښځې غږ وكړ : " ډير ښه ! دى هلك ته ښه درس وركړه چې څنګه
د اوامرو اطاعت وكړي!
كله چې دواړه كورته نېږدى شول , يو زوړ سړى راووتلو او داسې يى وويل : " دا هلك پريږده چې
اړ شي
جون كانتي ولكيد او هغه زوړ سړ ى يى په سر وواهه , زوړ سړى پر ځمكه پريوت .او د خلكو تر پښو لاندى شو
.
دغه سړى هلته اوږد پروت ؤ . هغه مړ شو
جون كانتي د خپلې خونى ور بيرته كړ
خپلى ميرمنې ته يى وويل : "
دادى ! دادى ! زوى دى . هيڅ پيسى يى نه دي راوړي. او هغه ليونى دى!
د توم مور د ادوارد پر
خوا منډه كړ. " او , زوى مې ! زوى مې ! مسكين زوى مې !
نيا يى وخندل او ويى ويل : " ستا مسكين زوى ! بى فايدى زوى ! مونږ
مسكينان يو.
جون كانتي وويل : " كه پيسې دې كورته رانه وړې نو ډوډۍ به نه خورى ." ادوارد يى پر ځمكه ګذار
كړ. .
هلته د دروازى تر شا غږونه وو . " جون كانتي ! ژر كړه ! ور بيرته كړه .
څه خبره ده ؟" جون كانتي
وويل
زه د نيد ملګرى يم. تا يو زوړ سړى د سرك په سر وهلى دى. آيا داسې نه ده ؟
كانتي وويل : " هو , هغه
غوښنل چى زما زوى له ما څخه واخلي دا اندرو ؤ , او هغه مړ دى . تا وژلى دى. ښايي چى ډير ژر له دى ځايه ووځې."
جون كانتي وويل : " مړ شو ! بيا يى خپلى ميرمن او مور ته سر راواړولو . " دا ډير بد كار وشو ! ما چى دغه
زوړ سړى وهلو نو ډيرو خلكو وليدلم . دوي به قاضي ته خبر وركړي او زه به اعدام شم. بايد چى لاړ شو ! نجونى د
سره واخله او د لندن له پل سره به سره يو ځاى شو. زه به له هلك سره په بله لار لاړ شم"
كانتي له ادوا
د سره روان شو او د تياره او تنګو كوڅو له لارو يى ځان د سيند غاړى ته ورساوه . هلته يى ډير شمير خلك
وليدل چى ولاړ دي او د سيند په طرف كوري. ځيني يى ناست دي او چاى څښي. كانتي د سيند پر غاړه رنګه لايټونه
او رڼا ګانى وليدى
كانتي له يو سړي نه پوښتنه وكړه : " دا څه دي ؟ دا خلك څه كوي او څه ته كوري ؟"
"م
ونږ د امير د ليدو انتظار كوو چې په كشتۍ كښى سپور دى . هغه يوى ملمستيا ته چى په غيلدهال كښى ده روان دى. دا
واخله او اوڅښه و ووايه : خدايه ادوارد په خپل امان كى وساته !" كانتي خپل لاس اوږد كړ چې د
اوبو هغه كيلاس واخلي . د ادوارد لاس ورنه خطا شو .ادوارد د خلكو په مينځ كښى منډه واخيستله .
كانتي لاندى
وكتل : " هلك څه شو ؟ ويى نيسۍ !"
خو ادوارد په تياره كښى دده له سترګو پناه شو . له ځان سره يى وويل : " د غليد
هال په لور !" په داسى حال كښى چى د سيند پر غاړه روان و , له ځان سره يى وويل : " هلته به امكان لري توم پيدا
كړم او زه به بير ته زه يم . " ( ادامه لري )