زه څوک وژنم د چا کور ورانوم ؟؟؟
عبدالعلي
افغاني
زه لا ما شوم وم زه په خو شحالۍ خوشحالۍ د معصومو خيالونو په هوس مخ د خپلو ارمانو د بڼ په
ور روان وم چې نا ببره يوه شيطانه ارواح مې دنازک بدن پر شاوخوا را تاوشوه پر هغه ځای يې په سپيرو خاورو کې څو ځ
ه د مځکې مځکې وويشتلم بيا يې په ډيره بې رحمۍ زما د ګريوان ټولې تڼۍ راوشلولې بيا هم زړه يې نه سوړيدۍ د پښو څپلۍ يې
هم رانه وايستې ، زه همداسې په ژړا او فرياد دکور په لور راروان شوم ترڅو پلارته مې شکايت وکړم .
خو کله چه
د کور تر دروازې لانه وم رسيدلی چې دماشومو خويندو او پښتني مور فريادو مې دسر ورېښتان نېغ نېغ کړه خپله ژړا او ف
يادمې بالکل له وجوده ووتل کله چې مې په ډيره چټکۍ په دروازه کې قدم کښيښودی دپښتنې مور دلاسو بنګړي مې وليدل چې
د هغې له وينو څخه يې رنګ اخيستی و سور شال يې له سره لويدلی و .ماشومو خويندو مې هم دمور دژړا او فرياد سره په
يوه ږغ په نازکو ژبو دبابا ږغونه له خولو را ايستل .
تر يو ګړي وارخطايي وروسته مي د پلار جسد په
سرو وينو کې لت پت پروت وليدی هو زما د خير او شر لارښود د زمانې ظلم اوستم مخکې تر دې راڅخه واخيست چې زه ورته
وژاړم او دا ورته ووايم چه وګوره...وګوره بابا زما ګريوان يې راوشلوي، دا وګوره زما سر يې په خاورو
اسپيره کړ، زما له پښو يې څپلۍ هم و ايستلې خو پلارمې د بې وسۍ په دنيا کښې لاچاره پروت و او هيڅ جواب يې نه راکوی
.
زه يې د زمانې و ناخوالو ته يک تنها پريښودم ما ماشوم خويندو او پښتني مور څو شپې په ژړا او فريادو تيرې
کړې.
تر ډير فکر ورسته بيا هم زما نازولو خويندو او غريبې مور بله هيڅ چاره نه درلوده بس يواځي او يواځې يې
سترګې زما په لور کږې وې خو زه چه خپله ددولسو کلو ماشوم بې له ژړا او فرياده بل په هيڅ نه پوهيدم ،نو شپه او ورځ
به مې د پښتنې مور او نازولو خويندو د غم لړلي راتلونکې په فکر کې ډوب وم دا ځکه چه ما د يتيمانو نکلونه له م
خکې لا اورېدلي وه خو ماچې هرڅومره ژړلای شول ومې ژړل خو نه، هيڅ ﻻس ته نه راغله نو سر له هغه وخته زه د يوې ګولې
ډوډۍ پيدا کيدو په لټه کي سوم او داسې څوک نه و چې زما پرسر يې د رحم لاس راتير کړی وای.
هر څومره سخت
کار چې به و ما به کاوه ځکه چه زما ماشومو خويندو وډوډۍ ته ضرورت درلودی زما مور غريبې هم د پښتنو په دې اوږده
ژبي ټولنه کې زموږ له پاره هيڅ نه شوای کولای نو په داسې يو زمان کې ما فقط د ډوډۍ پيداکولو په لټه خپل ماشوم ارم
انونه په خپله ماشومه سينه کې په دار کړه.
هو دا مې نه ځوروې چه ما ولې ماشوم والی د ماشوم په څير د اختر
د راتګ په خوشحالۍ نه کړ تير ولې مې ټول ماشومتوب د سهار څخه تر ماښامه په مستيو کې نه کړ تير .
ما دا هم
نه ځوروي چې ماولې هره ورځ پاک کالي نه اغوستل دامې هم نه ځوروي چې د دوبي ګرمي او د ژمي يخني به مې په
وڅو پښو تيرولې، ما دا هم نه ژړوي چې ماښام او سهار به مې نازولو خويندو له ما پوښتنه کوله؛ لالا اختر
ته موږ هيڅ شی نلرو ته موږ ته څه را رانيسې او کله را رانيسې؟ هغه دي څو ورځي اختر ته پاته دي؛ .زه چې ځان مې هير و
او د نازولو خويندو دا غوښتنه به مې سترګو ته مخته هاخوا دې خوا ګرځيدل.خو زه بد قسمته دومره بې وسه وم کله چه ما
هغوی ته هر هغه څه چې دوی رانه غوښتي وو راوړل خو دوی د زمانې ناځوانه طوفانودې ته پرينښودې چې زه د اختر تحفې و
کړم هغه هغو دوستانو چې په ښکاره يې ځان زموږ غمخوره بلل خوپه اصل کي پښتانه مشران وه د څو پيسو په مقابل کې
څوک پر بنو څوک وتوپک سالار او قاچاق برو ته ورمزدورانې کړې او ما يو ځل بيا هم د پخوا په شان دا ارمان هم د
سينې په ګوريستان کې ښخ کړ
. نو وروسته وروسته له کلونو کلونو تکليفونو کله چې مي ځانته پام شو زه ځوان شوي
وم نورنو ما د هيچا د جبر او ستم حوصله نه درولوده زه په خپلوپښو ولاړ يو ځوان وم او ما دا فکر کاوه چه زه نه غل
يم نه هم په نورو بدو بدنام يم زه يو غښتلي او کاريګر انسان يم چې د خپلو مټو په زور به د خپلي ټولنې په منځ کې
په عزت او ابرو ژوند تيروم
هو زه به مې د پښتنې مور هغه ارمانونه ورپوره کوم چه له کلونو کلونو ورته
انتظار کړی دئ زه غواړم شپې او ورځې دهغې مهربانې مور په خدمت کې تير کړم چاچې ماته سهار او ماښام د مينې او ابروم
ندانه ژوند لارښوونه کوله بس نن هم د همدغې مهربانې مور د نصيحت برکت دئ چه زه يو واربيا پر خپلو پښو ولاړ او
ځان راته د ټولنې يو سالم انسان معلوميږي زه حيران يم دهغې مهربانې مور حق به زه څنګه ورپرځای کړم، خو څومره چه
زما په وجود کې توان او طاقت وي زه تر هغه اندازې کوشش کوم چه هر ارمان يې ور پوره کړم.
خو بس له يوه شي ډير
ويريږم چه تل مې ځوروی تل زما په فکر کي د يو وحشي طوفان په څير موجونه وهي .هو زه ويريږم! لا اوس هم زموږ د کوڅو
پر مځکه د هغه شيطانې ارواح پلونه له ورايه معلوميږي نه پوهيږم بيابه د کومې پښتنې ناوې له سره پوړنی ليري کړي
بيابه کومه ماشومه د پيسه داره د هوس ښکار وګرځوي بيابه د کم ماشوم ارمانونه د خاورو سره خاوري کړي . هو
دغه ناخوالې اوس هم تر سترګو کيږي
داسې نه چه يوځل بيا زما پر لوري دا وحشي بلا مخ راو ګرځوي، داسې نه چه
يوځل بيامې د غريبي مور پر زړګي د غم دپاسه غم ور واچوي نه نه دومره ظلم خو امکان نلري
خو بيا هم بېرېږم ځکه
دا بلا ما خپله نسي ځپلاي دا ډيره ناځوانه بلا ده دامي په خپل کليوال ځپي چاته چې زه دخپل وجود او تن په سترګه
ګورم .
خير زه بايد مخکي تردي چه ده خپل کليوال سره لاس اوګريوان سم يو څه وکړم هو زه يوه لاره لرم چه
د هري بلا مخ نيوی کولای سي . هو زه ښه پوهيږم زه دخداي (ج) هغه ستر ه شفالرم کومي ته چې مينه ويل کيږي که چېري زه
وخپل کليوال ته دميني غيږه خلاصه کړم هغه به هيڅکله هم پر ما د بيګانه په خوله ګوزار ونکړي ځکه هغه به زما له
ميني څخه پند واخلي اوپوه به سي چه داخو زماخپل وجود داخو زماتن دئ، داخو د هغه غريبي خور اومور د سرسيوری ده
چه بل هيڅ نلري نو فکربه وکړي نه دا زه نسم کولاي زه څوک وژنم د چا کور ورانوم. نه نه ځه شيطانه مخ دي تورسه ورک
سه چه بيا دي په دې کوڅه ونه وينم دلته ټول زما خپلوان اوسيږي دا ارمان به دي هيڅکله هم پوره نسي زه به هيڅکله
هم خپل کور وران او ويجاړ نه کړم بس مينه مينه ده. زه بايد مينه وکړم او دغه کلی د شيطان د ارواحانو په ګو
ستان بدل کړم .