مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 0000-00-00   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دقرآن کریم علمی معجزې - پرلپسې لړۍ (۱۴ برخه )

محمد شفیق حقپال

 

عبادت شفا موندنه چټکوی
ال ه (ج)  وویل ما وغواړی څو ستاسو دعا قبوله کړم (غافر ۶۰).

دقرآن له نظره صلوة يعنى غږ کول ، غوښتل ښکا ول اومرسته غوښتل دی. نو دعا اوعبادت عبارت دی له  الله (ج)   ته رجوع کول ګرځېدنه ، دعا اوله هغه نه م سته غوښتنه ده . ناروغی یوه هغه بېلګه ده چې څوک ځان اړ وبولی اوهغه د الله (ج)   لورته راکاږی. له بل لوری ناروغی د الله (ج) له لوری یوه آزمېښت دی چې انسان خپلو تېروتنوته متوجه کوی اوداچې نړۍ کې ژوند فانی بڼه لری. چې دابیا داجراوثواب لپاره یوه لاره اودګناه لپاره دبخښنې یوه وسیله کیدای شی.
هغوی چې سم ایمان نه لری داسې فکر کوی چې شفا دطبیب اومعاصرې طبی ټکنالوژی  په لاس کې ده . هغوی فکر نه کوی چې الله (ج) ددوی دجسم سیستمونه روغ پیداکړی اوهغه دی چې درمل اوطبیب یی پیداکړی دی. ډیر کسان هغه وخت   الله (ج  ته راګرځی چې له طبیب اود ملو ځنې ناهیلی شی. په دې وخت کې یواځې له الله نه مرسته غواړی. څه ډول چې په لاندې مبارک آیت کې بیان شوې:

کله چې انسان په زیان کې شی په هرحالت کې چې وی ، ناست ، ولاړ، یا غزېدلی موږ ته دعا کوی اوهغه وخت چې رنځ یی لرې شی داسې دغفلت په لور ځی چې ګواکې موږ یی هیڅ دخپل زیان ددفعې لپاره نه ووغوښتی. (يونس ۱۲)

يعنى په هرحال کې حتی د وغتیا اود ستونزو د نه لرولو په حالت کې هم باید  انسان لمونځ وکړی اوله الله (ج)   نه دهغې هوساینې لپا ه چې ورکړې یی ده مننه وکړی.

ددعا اولمانځه ډیر مهم اړخ عبارت له دې نه دی چې شخص باید زیار وباسې چې دده دعا له عمله سره یوځای وی. دعا اولمونځ له عمل سره یعنی دهرڅه سرته رسول چې دسرته رسېدو امکان یی وی. لکه ناروغ چې دعا کوی برسېره پردې چې دعا کوی باید طبیب ته هم ورشی اودرمل هم باید واخلی. ځکه الله (ج) هرڅه په دنیا کې یوله بل سره تړلی اودهرڅه لپاره یی سببونه پیداکړی اوهرڅه دټاکلو اسبابو له لاری واقع کېږی. نو هرڅوک  له الله نه باید په داسې حال کې چې صبر اومتانت به لری دښوپایلو انتظاردې ولری.

ډاکتران ددعا اولمانځه  په م ثبتو اغېزو اوله دې لارې چټکې روغتیا موندنې ته موجه شوی دی اوهغه ټولو ته توصیه کوی.

د نيوزويک Newsweek مجلې د "الله (ج) اوروغتیا ترسرلیک لاندې ، چې په کې لیکل شوی  آيا دين سمه درملنه ده اوولې ساینس ایمان راوړی؟ د۲ ۰۳ کال دنومبر په لسمه ګڼه کې یو شمېر مقالې خپرې کړی.په هغو کې ویل شوی چې عقیده دناروغ مورال اوچتوی اود وغتیاموندنې دګړندیتوب لامل یی ګرځی.سانيس منلې چې ایمان دچټکې اوآسانه شفا موندنې لامل کېږی. 

د مچيگن پوهنتون څېړنو هم ښودلې چې روانی فشارونه اوروحی انحطاط په ایمانداره خلکو کې لږ دی . دشیکاګو پوهنتون په څېړنو کې ښوول شوی چې بې وخته مړینه په هغو  خلکو کې چې لمونځ کوی ترنورو ۲۵په سلوکې لږه ده په هغو نورو اوه سوه پنځوسو تنوکې چې دزړه رګونه یی معاینه شوی وو دلمانځه اودعا اغېزه کې علماً ثابته شوې.اوڅرګنده شوه دهغو کسانو مړینه چې لمونځ یی کاوه په کال کې دیرش په سلوکې لږه وه.لمونځ نباید یواځې ددې لپاره وی چې ناروغۍ اوستونزې له چا ل ی شی. یوباایمانه اومخلص مسلمان باید تل لمونځ وکړی اویواځی د الله (ج) درضا غوښتونکی دی وی.

 اوکله چې بنده ګان له مانه وپوښتی، ووایه چې زه هغوی ته نږدې یم اودهردعاکوونکی دعاقبلوم. نو باید زما دعوت ومنی اوایم ان راوړی څوچې نېکمرغۍ ته ورسېږی (البقره ۱۸۶).

د دين دنه مراعات له کبله روانی فشار اوخپګان
هرڅوک چې زما له یاده غافله شی معیشت به یی تنګ شی  اوهر چاته چې وغواړی لارورکی یی کړی دهغه زړه تنګ اوکلکوی(طه ۱۲۴).

 اوهرڅوک که وغواړی چې لارورکی یی کړی دهغه زړه به تنګ اوکلک وګرځوی(الانعام ۱۲۵).
هغه څوک چې په الله (ج) ايمان نه راوړی تل به داندېښنې، ډار اواروایی ناروغیو لپاره زمینه مساعدوی چې په پای کې جسمی ناروغی هم رام ېنځته کوی اوژر زړېږی .
ایمان لرونکی خلک داچې له اروایی پلوه ځواکمن دی نو له همدې کبله لږ په اروایی ستونزو اخته کېږی .  د الله (ج)  رضا ، ايمان اودخوشبینی مثبتی اغېزی اوددې قبلول چې هرڅه پېښېږی هغه د الله (ج)  ه لوری دی ددوی په روحی اوجسمی روغتیا کې څرګند وی. البته دغه یواځې دهغو کسانو په هکله صدق کوی چې له قرآنی اح کامو پیروی کوی اوپه ریښتیا هم په خپل دین باندی کلک دی نه داچې یواځې دمسلمانی ادعا ولری . پرته له شک څخه ایم ان لرونکی هم ناروغه کېږی اوزړېږی خو زړښت یی هېڅکله هم ددوی داروایی ځپلتیا اومړاویتوب لامل نه ګرځی . 
ا وایی ستونزی یا مړاویتوب زموږ دزمانې له ډیرو خپروشوو ناروغیو څخه ګڼل کېږی چې جسمی اواروایی ضررونه لر ی اوجسمی ناروغی هم رامېنځته کوی . دمړاویتوب  عامې ستونزی عبارت دی له عقلی ناروغۍ ، اعتیاد، بی خوبی ، دپوستکی ناروغی ، دګېډې ناروغۍ،دوینی لوړفشار، حساسیت یا الرژی ،نیم سری ، دهډوکو ناروغۍ ، دپښتورګو ناروغۍ ، دزړه حملې اوتنفسی ستونزې.

داثابته شوې چې دټولو دغوناروغیو عامل روانی ستونزې دی. 
روانى فشار Stress  دعقل یو اضطرابی حالت دی چې احساسات لکه ډار، ناامنی، ګبڼۍ ، اندېښنه اونور چې دعضویت دتوازن دګډوډیدو لامل ګرځی مېنځته راوړی. دادرنالين کچه لوړېږی ، دانرژۍ مصرف اوغبرګونونه لوړې کچې ته رسېږی ، شکر کلسټرول اودوینې غوړ ډېیږی اودوینی فشار هم اوچتېږی اونبض چټکېږی. دکورتېزول زیاتېدل دشکر ، دزړه، لوړفشار، سرطان ، ټپونو، تنفسی، اودپوستکو دناروغیو لامل ګرځی اوان چې ددماغ دحجرو دله مېنځه تلو زمینه براوبری.
ددرد اوا وایی فشار ترمېنځ یوه نېغ په نېغه اړيکه شته ، چې دغه فشار درګونو دتنګیدو او ددماغ ځېنو برخو ته دنه رسیدولامل ګرځی.  دجسم یوې برخې ته دوینې نه رسیدل په هغه ځای کې ددرد لامل ګرځی ، په عین وخت کې دادرنالین کچه لوړېږی چې خپله درګونو دانقباض اودعضلو دتقلص لامل ګرځی. نو دغه درد مېنځته راځی داضطراب سبب ګرځی اودغه اضطراب درد لاپسې زیاتوی.

څېړنو ښوولی چې مضطرب،نارآمه ، عصبی ، بې صبره اوبې رحمه کسان زیات دزړه دحملولاندې راځی . ځکه چې سمپاتیک اعصاب تحریکېږی اوپه زیاته کچه انسولین تولیدوی چې دانسولینو زیاتېدل دزړه لپاره ډیر زیان بښونکی وی.

هرڅومره چې دناروغ اروایی حالت بد وی دوینو دسروکرویاتو فعالیت لږوی. دغه راز لېندانایلر داکسفورد پوهنتون دټکنالوژی دلېږدولو دکمپنۍ رییس دمعافیت په سیستم باندې هم دهغه بده اغېزه ثابته کړی ده. دمړاوېتوب ( افسرده ګې یادېپریشن) په وخت کې دماغ زیات کورتېزول آزادوی چې دا په خپله دوجود دمعافیت سیستم له کمزوری سره م خامخ کوی. ثابته شوې چې دډېرو ناروغیواړیکه لکه سرطان  له آروایی فشارونو سره شته . لنډه داچې مړاوېتوب ، زړه تنګی اواروایی فشارونه دعضویت نورمال توازن له مېنځه وړی روغتیا خرابوی اوبېلابېلې ستونزی مېنځته راوستلای شی.

پاک رب په یوه بل آیت کې داسې فرمایی:
ترهغو چې ځمکه پرهغو تنګه شوه او ان چې له ځانه زړه تنګی شول اوپوه ول چې پرته له الله (ج) نه هېڅ پناه ځای ددوی لپاره نشته .(التوبه ۱۱۸).

دزړه تنګوالی اوداروایی فشارونو دغه حالت دبې عقیدې اوضعیف الایمانه خلکو په برخه وی . اوبله هیڅ چاره پرته له دې چې الله (ج)  ته پناه یووسی نه لری . نن ډاکتران عقیده لری چې ددغو حالاتو یواځینۍ درملنه دزړه کرار والی اوآرام چاپېریال دی .اودغه حالت یواځې دقرآنی ارشاداتو څخه په پیروی کې لاسته راوړلای شو.

هرچا چې دهدایتونو پیروی وکړه دده لپاره  ډارن ته  اوخپګان به پرې رانه شی(البقره ۳۸).

دانسان پیدایښت
پرالله (ج) باندې ایمان دانسان پام په قرآن کې دخلقت بیلابېلو بېلګو ته راګرځوی لکه آسمانونه، ژوی ، نباتات، انسان اونور اوله انسان نه غوښتل شوی چې په دې ه که ځیرنه  وکړی.

موږتاسو پیداکړۍ بیا ولی تصدیق نه کوی؟ (الواقعه ۵۷)
دقرآن اعجاز په بېلابېلو یتونو کې ښکاره دی ځینو آیتونو داسې شیان یاد کړی چې په اوومه میلادی پېړۍ کې ناممکن ووڅو چې انسان پرهغو پوه شی. لکه :انسان له ټولې منی څخه نه بلکه له یوې برخې نه یې جوړشوی.

۱ـ دنرنطفه دماشوم دجنسیت ټاکونکی دی.
۲- دماشوم رشیم دیوې غواږۍ (حلزون) په څېر دمور پررحم نښلی.
۳-جنين په رحم کې دننه په درې تیاروکې وده کوی.

د منى څاڅکی Semen :
منى د مور دوجود په دننه کې خوځښت لری څو تخمې ته ورسېږی. ددوسووپنځوس میلیونو سپرمونو له ډلی څخه چې په منی کې شته یواځی  یوزریی دښځې تخمې ته چې دنېمی مالګې په کچه  وی ځان رسوی. دغه موضوع دقیامت په سورې کې یاده شوې ده. 

آیا یوه نطفه له انزال شوی منی څخه نه وه (القيامه ۳۷).
په دې ځای کې وینو چې  الله (ج) روښانوی چې انسان له ټولې منی څخه نه بلکې دمنی له یوې لږې برخی نه جوړشوی. اودا هغه موضوع ده چې په شلمه پېړۍ کې وښانه شوې.        

دمنى مخلوط:
دمنی مایع یواځې دسپرمو درلودونکی نه وی بلکې دبې ابېلو مایعاتو یو مخلوط وی چې په خصیو اودپروستات دغدې په منوی کیسواودبولی مجرا په نورغدو کې موجود وی. چې تجزیه یی جوتوی چی هغو کې سپرم ، ویتامین سی ، کلسټرول، فلاوین، شکر ، دلیموجوهر، پروستاګلادین، فاسفولیپید فاسفيت، جست، هيالورنيديز اونورې اجزاوی وی.  دغه مایع بیلابېلې دندې لکه سپرموته دانرژۍ جوړول، درحم دخولې دسیمې دتیزابی چاپیریال خنثی کول ، دسپرم دحرکت لپاره دیوه ښویدونکې تګلوری جوړول اونورې لری.چې دغه موضوع په سلګونه کاله مخکې قرآن یاده کړې. 

 موږ انسان دمختلطې نطفې له اوبو نه خلق کړ (الانسان ۲).
اوپه یوه بل آیت کې دمخلوط جوهر نه دانسان پرخلقت ټینګار کوی:
 هغه وخت مو دهغه نسل د یوې بیقدرې مایع له لنډیز یا جوهر څخه جوړکړ (السجده ۸).
دسلالې کلمه یعنې دیوه شی اساسی اومهمه برخه یعنی دهغه جوهر.

دماشوم جنسیت:
تردې نژدی وختو پوری خلکو فکر کاوه چې دماشوم جنس دښځې له لوری ټاکل کېږی ( اوزموږیوشمېرخلک اوس هم په همدې باوردی) اوکله هم فکر کیده چې دواړه هم مور هم پلار دماشوم په جنسیت اغېزه لری. خو قرآن مجید روښانه کړې چې جنسیت دنارینه دمنی له څاڅکی نه نشأت کوی.

اوهغه دنارینه اوښځینه جفتونه پیداکړل دنارینه له نطفې نه چې توېږی. (النجم ۴۵-۴۶).
آیا په لومړی سر کې یوه نطفه دمنی له جنسه نه وه . بیا هغه نطفه تړلې وینه شوه اوپه پای کې یی جوړه اوپیداکړه اوله هغه نه یی دوه جنسه نر اوښځه مېنځته راوړل (القيامه ۳۷-۳۹).

دمالیکولیر بیولوژی اوجنتیک علم پرمختګ ددغو معلوماتو پرریښتینوالی داعتراف جوګه شوی دی . په شمله پېړۍ کې دا پوهه لاسته راغله چې دماشوم جنسیت دنر دسپرمو د حجرو له مخې ټاکل کېږی . دجنسیت دټاکلو عامل کروزمونه وی . شپږ څلویښت کروزومونه دانسان دجوړښت ټاکونکی وی چې له هغو ډلې نه یی دوه عدده دجنسی کروزومونو په نامه یادېږی. دغه جنسی کروموزمونه په نارینه وو کې Yو X او  په ښځوکې Xاو X دی (چې دشکل دورته والی په خاطر په دې حرفونو نومول شوی )  د X کروموزوم ښځېنه او د Y کروموزم دنارینه ځانګړتیاوې لېږدوی.

دیوه انسان یا یوه ماشوم نوی جوړیدل ددغو کروموزمونو ددوو دانو له یوځای کیدو نه چې په نارینه اوښځوکې دجوړې په توګه وجود لری صورت نیسی .دښځې جنسی حجره په دووحج وویشل شوې چې هریوه   یی یواځې ښځینه ځانګړنې لری. په داسې حال کې چې د نارینه جنسی حجره کله چې ویشل کېږی دوه وله بېلابېل سپرمونه جوړوی چې یو یی    د X کروموزوم اوبل یی د  Y کروموزم لری.کله چې دښځې هګې چې د   X  کروموزوم لری   د  X کروموزم درلودونکی سپرم سره یوځای شی ماشوم د  XX  کروموزومونه ری یعنې چې نجلی به وی . اوکله چې دښځې تخمه چې یواځې د X  کروموزوم لری کولای شی د  Y کروموزم درلودونکی سپرم سره یوځای شی چې ماشوم په دې توګه  YX  کروموزومونه وی یعنی هلک به وی.
نو دماشوم جنسیت دنارینه دسپرموله لارې ټاکل کېږی. په داسې حال کې چې په زیاتو ټولنو کې فکر کېده چې دجنسیت ټاکل دښځېه  له لوری وی .اوښځې دنجونو په زېږولو ملامتېدلې.
څوارلس سوه کاله مخکې قرآن دغه ناوړه دود  رد کړی اوداسې موضوع یی بیان کړه  چې موږ یی ایله اوس په حقیقت باندې پوه شوی یو.

هغه عقله چې په رحم پورې نښلی:
که هغو موضوعاتو ته چې په قرآن کې یادشوی ښه ځیر شو ډیرو مهمو موضوګانو باندې به پوه شو. کله چې دنارینه سپرم دښځې له تخمې سره یوځای شی دیوه ماشوم دجوړیدو بنسټ ایښودل کېږی . دغه واحده حجره دزايگوټ Zygote  په نامه یادېږی چې په دوام داره توګه تکثر کوی اودغوښې په یوه ټوټه چې درشيم Embryo په نامه یادېږی بدلېږی چې دغه پړاوونه دمایکروسکوپ له لارې لیدل کېږی.  دغه  رشيم آزاده نه پاتې کېږی بلکې ځان درحم پردیوال نښلوی اوپه هغه کې رېښې ځغلوی چې ښه کلک شی. اودهمدغو ریښو ه لارې خوراکې مواد چې د ودې لپاره ډیراړین وی دمور له وینی نه اخلی.

بیا نو دا دقرآن یوه بله معجزه ده چې په رحم باندې د رشیم سریښېدوته اشاره کوی.

خلق الانسان من علق.
 انسان یی له علق (تړل شوې وینې )نه جوړکړ. (العلق ۲).
 د"علق" کلمه کله چې یو شی په بل شی ونښلی مانا لری دغه کلمه غواګی یا حلزون چې په نورو ژوو ځان نښلوی اودهغو وینه زبېښی په  مانا هم راغلې.
په ډاډمنه توګه د مور د رحم دتوضیح لپاره ددې کلمې کارونه یواځې دالله کلام کیدلای شی چې خالق دټولو کلمو دی.

پرهډوکو دعضلو پوښونه:
هغه مهم معلومات چې قرآن ب ابر کړی ، دمورپه رحم کې دودې پړاوونه دی.

بیا مو نطفه علقه کړه اوله علقې نه مو شلېدلې غوښه جوړه کړه اوله هغې شلېدلې غوښې مو هډوکی اوبیا مو پرهډوکو عضلی وپوښلې اوبیا مو یو بل خلقت رامېنځ ته کړ(المؤمنون ۱۴). 
ام بريولوژى Embryology  داسې علم دی چې دمورپه رحم کې دماشوم دودې پړاوونه ترڅېړنې لاندې نیسی. تردې نږدې وختو پورې دامبریولوژی پوهانو فکر کاوه چې هډوکی اوعضلې یوځای جوړېږی ، په داسې حال کې چې میکروسکوپیکوڅېړنو وښودله  چې په قرآن کې شرح شوی پړاوونه بشپړدقیق اوسم ویل شوی اووروسته له ډېرې مودې پوهه وتوانیده چې دقرآن دا ویل شوی ح یقت درک کړی.لومړی له غوښې نه چې دټولو نسجونو یو مخلوط وی یو غضروف جوړېږی چې وروسته بیا په هډوکې بدلېږی ، بیا وروسته دعضلو حجرې جوړېږی اوپه هډوکو خورېږی اوهغه پوښوی.

یوه پوهنېزه خپرونه دانسان دتکامل په نامه داسې وایی: 
"درشیم عمومی اسکلیت په اوومه اوونۍ کې دهډوکو په جوړښت سره څېره مومې اوبیا وروسته ډېر ژر دعض و جوړښت پیلېږی .عضلې  بیا خپل سم حالت غوره کوی . دعضلو جوړیدل په اتمه اوونۍ کې واقع کېږی  " . لنډه داچې دانسان د ودې پړاوونه څه ډول چې په قرآن کې روښانه شوی د ننی امبریولوژی موندنو باندی دتایید مهر ږدی.


دمورپه رحم کې پړاوونه اوتیارې:
قرآن وایی چې ماشوم ددرې ګونو تیارو په پړاوونوکې پیداکېږی.
 تاسو یی پړاوپه پړاو دمور په رحم کې پیداکړی په درې ګونو تیاروکې (الزمر 6).
درې ګونې تیارې یا(ظلمات ثلث) درشیم دودې په بهیر کې عبارت دی له : دبطن یا نس په جوف کې تیاره

درحم دننه تیاره
دماشوم دغشا په مېنځ کې تیاره
ننۍبيولوژى ښکاره کړه چې درشیم اوماشوم وده څه ډول چې په مبارک آیت کې یاد ه شوې په درې پوښونو کې کېږی. برسېره پردې پوهې جوته کړې چې هریو له هغو نه له درې پوړونو پوښونو نه جوړشوی.د بطن یا نس پوښ دپوستکی ، دپوستکی لاندې اوعضلو پوښونه  دی .

درحم پوښ دبهرنۍ برخې دعضلاتی برخې اودرحم دکورنۍ برخی چې رشیم په کې ځای په ځای کېږی جوړشوی دی. هغه پوښ چې ماشوم درحم په مېنځ کې په کې ځای په ځای شوی هم درې پوړه لری چې د  Amnion، Chorion و Decidua په نوم ونو سره یادېږی.

برسېره پردې پورتنی آیت کولای شی درحم په مېنځ کې دژوندانه درې پړاونوته اشاره ولری. چې دغه درې پړاوونه عبارت دی له : دوه نیمی لومړنۍ اونۍ یا درشیم دجوړیدو نه مخکینی پړاو، تراتو اوونیوپوری درشیم پړاو اوبیا تر زېږیدنې پورې جنینی پړاو.

۱- درشیم نه مخکې پړاو Pre-embryonic : چې دزایګوت په لومړی پړاو کې ت سیمېږی اودحجروپه یوه څانګه بدلېږی چې ځان درحم دیوال باندې نښلوی چې داحجرې په تدریجی توګه درې پوړه جوړوی.

۲- رشيمى پړاو Embryonic:  دغه پړاو پېنځه نیمی اوونۍ وی چې انساج اودعضویت بېلابېل غړی په مېنځته راتلو پیل کوی.

۳- جنینی پړاوFoetal: وروسته له اتمې اوونۍ نه وی چې په بشپړه توګه دیوه انسان له شکل سره ورته وی په داسې حال کې چې لومړی سر کې یواځې درې سانتی متره اوږدوالی لری دغه پړاو تر درې اوونیو پوری او دولادت تروخته پورې دوام م ومی.

دمورپه نس کې دماشوم دودې په اړوند معلومات یواځې دمدرنو وسایلو له لاری په څېړونو امکان وموند خو رآن لکه نورې په سلګونه موضوع ګانې دغه معلومات ډیروړاندې روښانه کړی.


دنطفې دصدور لومړنی موقیعت:
اوپه بل آیت کې دنطفې دجوړیدو په هلکه فرمایی: له خوځېدونکواوبو څخه خلق شوی چې دملاتیراوپوښتیو له مېنځ نه اوځی(الطارق ۶-۷).
+++++++++++++++++++++++++++++

څوارلس پېړۍ مخکې دامبریولوژی علم نه وو اوددغو آیتونو په هدف سم څ وک نه پوهېدل . کله چې ماشوم دمورپه رحم کې وی خصیې دهلک په جنین کې اوتخمدان دنجلۍ په جنین کې هلته چې پښتورګې مو یعت لری ځای پرځای وی یعنی د ملا د تیر اود پوښتیو په تقاطع کې چې وروسته بیا خپل اصلی موقیعت ته یعنې لږڅه لاندې راځی .

خصیی د ملا د تیر اوپوښتیو له مېنځ نه درحم په مینځ کې په دریمه میاشت لاندې خواته خوځښت کوی اوپه ح وصله کی ځای نیسی. بیا له اوومې میاشتې وروسته لاندې راځی اودنس لاندینی جدار ته رسېږی اوپه نهمه میاشت دزېږېدنې وخت ته نږدې له نس نه دباندې په خپل اصلی ځای کی ځای نیسی. دقرآن دغه حکمت بله یوه معجزه ده. 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery