مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-06-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دقرآن کریم علمی معجزې - پرلپسې لړۍ (۱۵ برخه )

محمد شفیق حقپال

 

له اوبونه دانسان پیدایښت

الله (ج) ټول ژوی له اوبو نه خلق کړی (النور ۴۵).
هغه داسې ‌ذات دی چې بشر یی له اوبو پیداکړ (الفرقان ۵ ).

کله چې په دې آیت کې دانسان اونورژوو د پیدايښت ډول ګورو د قرآن په اعجاز به اعتراف وکړو. انسانان س ګونه کاله وروسته دمیکروسکوپ دجوړیدوله لارې پر دې پوه شول چې هرژوندی موجود له اوبو نه پیداشوی.

دژوندیو موجوداتو له پنځوسو نه تر نوی په سلوکې جوړښت له ابوشوی دی. بیولوژی روښانوی چې اتیا په سلو کې سايتوپلازم چې د هرحیوان دحجرې اساسی جز دی له اوبو جوړشوی اوسایتوپلازم په سلګونه کاله وروسته د قرآن له نزول څخه پېژندل شوی دی.


له خټې نه جوړښت
الله (ج) په قرآن کې فرمایی چې انسان یی له خټې جوړکړی اوروح یی په هغه کې پو کړی دی.

 مونږ داله سریښناکې خټې څخه پیداکړل(الصافات ۱۱).

کله چې دانسان جسم ترمطا عې لاندې ونیول شی دا روښانېږی چې ټول عنصرونه چې په خاوره کې شته دانسان په بدن کې هم شته.ژوندی انساج پنځه نوی په سلوکې له کاربن، هايدروجن، اکسيجن، نايتروجن، فاسفورس اوشپږویشت نوروعنصرونو نه جوړشوی.

انسان مو دخټې له جوهر یا خلاصی څخه پیداکړ (المومنون ۱۲).
 د"سلالة" کلمه یعنې دیوشی بنسټېزه یا خلاصه برخه یعنی دهغه جوهر.دغه معلومات څوارلس پیړۍ مخکی قرآن کې ویل شوی چی اوسنۍ پوهه ایله اوس پرې پوه شوی ده.

د جنینو تنظیم Gene

له نطفې نه مو پیداکړ اوانډول مو ورته سم کړ. بیامو تګلوری ورته آسان کړ (عبس ۱۹-۲۰).
د "قدره" کلمه چې متناسب ژباړل شوی دی د قدر له فعل څخه اخستل شوی . دغه کلمه دتنظیمولو، پلانولو، طرحې اچولو، وړاندوینې اوپه پای کې دهرڅه لیکل په تقدیر کې دی.
کله چې  سپرم دتخمې پلار مور القاح کړه دواړه جینونه یوځای کېږی اود ماشوم د جسم ټولې ځانګړنې جوتېږی . هریو د دې زرګونو جینو څخه ځانته ځانګړې دنده لری . دسترګو درنګ ، دویښتو، ونې، څېرې اونورو جین ټاکل کېږی. برسېره پردې دعضویت په دننه کې د زرګونو بېلابېلو فعالیتونو فزیکی ځانګړنې مشخصېږی چې کنټرول یی په جینو کې لیکل شوی دی. لکه دوینی دفشار لوړیدل چې به جینو کې حک کېږی  . 

هغه لومړنی جین چې دسپرم اوورم له یوځای کیدو څخه مېنځته راځی د ډی .ان.ای  DNA مالیکول جوړوی چې دیوه چا ټولې نښې له لومړی سرنه ت مړینې پورې دکودنو په توګه کې ځایول کېږی. دغه مالیکول د داسې جینونو درلودونکی وی چې دحجرو په هسته کې ځای لری. ومړنۍ حجره دیادوشویو معلوماتو له مخې د DNA په ویشل کیدو پیل کوی. په دې توګه یو انسان جوړېږی. دیوه انسان د جوړښت تنظیم دیوه مالیکول یا      DNA له لارې صورت نیسی. دغه  ماليکول له کاربن، هايدروجن، نايتروجن او فاسفورس نه جوړشوی دی.

دمعلوماتو هغه ظرفیت چې په  DNA کې ثبت وی، پوهان یی حیران کړی . په یوه مالیکول کې شته معلومات دومره پراخ دی چې کولای شی یو میلیون دايرة المعارفونه چې هریو یی په زرګونه مخه و ری ډک کړی.

دپرتلې لپاره کولای شو ووایو چې دنړۍ ستر اوډیر معلومات لرونکی  دايرة المعارف  ب يتانيکيا Britannica  دی چې درویشت ټوکه  اوپنځه ویشت زره مخه دی .په داسې حال کې چې یو مالیکول چې دحجرې په هسته کې له خپله حجرې نه هم کوچنۍ وی دنړۍ له ستر دايرة المعارف Encyclopedia نه څلویښت برابره ډیر معلومات په کې ځای شوی. یعنې چې دغه  دايرة المعارف به زر ټوکه ولری چې تراوسه ددنیا په هېڅ ځای کې نشته دا دانسانی بدن یوه بله معجزه ده چې ماتریالیستان اوهغه کسان چې دکایناتو خالق نه منی  دروغجن غلط اوډیرنادانه ثابتوی.

دDNA جوړښت په کال  ۱۹۵۳ ميلادى کې د فرانسيس کريک له خواکشف شوی په داسې حال کې چې په سلوګونه کاله مخکې قرآن هغه ته اشا ه کړې وه .

حيض Menstruation
دحيض دوران هغه وخت وی چې دیوې ښځې له عضویت نه القاح شوې تخمه او له مېنځه تللی نسج درحم له مېنځه دباندې وشړل شی. دغه پېښه دوینې درګونو له څېریدو سره ملګری وی چی له پای ته رسیدو وروسته یی د تخمې د پخیدو لپاره یوه بله دوره پیلېږی. دهرې ښځې لپاره ځانګړی وخت یوه میاشت ټاکل کېږی . هره میاشت ټاکل شوی هورم ونونه آزادېږی اویوه پخه شوی تخمه آزادېږی . نو دښځې وجود په هره میاشت کې یوځل دالقاح لپاره چمتوکېږی. خو دسپرم مداخله یا عدم مداخله وروستی بدلونونه ټاکی. په دې پړاوکې درحم په جوف کې بدلونونه یواځې کیدلای شی چې داناتومی اونسایی کتنو له لاری ښکاره شی.په داسې حال کې مخکې له دې چې پوهان په دې بهیر پوه شی قرآن یادکړی: 

الله (ج) پوهېږی چې دهرې ښځې دحمل بار څه دی اوهرکمی اوزیاتی په رحم کې . اوهرڅه په مناسبه کچه ټاکل شوی دی. (الرعد ۸).
دحیض دبهېر په پېل کې درحم دکورنۍ غشأ پنډوالۍ نږدې نیم ملی متره وی . دتخمدان له لارې دآزادو شوو هورمونونو ت اغېزې لاندې دغه غشأ نوره هم پنډېږی تر پنځو اوشپږو ملی مترو پورې رسېږی اودزایګوت دخښیدولپاره چمتوکېږی. دعدم القأ په صورت کې دغه پوړدباندې توېږی . بیانو په هره میاشت کې په رحم کې زیاتوالی اوکموالی راځی. 

اوپوښتنه کوې له تانه دحیض له دورې نه ،ووایه په هغه کې دښځو لپاره درد شته نو په دې حال کې له هغوی سره مه یوځای کېږی اوترې لرې والی وکړی ترهغو چې له حیضه پاکې نه شی له هغو سره مقاربت مه کوی (البقره ۲۲۲).
دطب ننۍ پوهې ثابته کړې چې دحیض په دوره کې جنسی مقاربت دمیکروبی ناروغیو اودرحم دسرطان لامل ګرځی.

دماشوم دغړو دودې ترتیب
انسان مو له مختلطې نطفې څخه پیداکړ اوترآزموینې لاندې مو راووست اوبیامو هغه اوریدونکی او یدونکی وګرځاوه (الانسان ۲).
د قرآن په ټولو آیتونو کې د انسان دحواسو د یادښت یو ترتیب شته تل لومړی اورېدل ، بیا لیدل اوبیا حس کول یاد شوی دی .
 ډاکتر کيت مور وایی: په دوه ویشتمه ورځ د رحم په دننه کې لومړی د غوږ نو جوړښت پېلېږی بیا سترګې جوړېږی اوبیا دفاعی مرکزونه چې د درک اوحس کولو توان لری جوړېږی . ماشوم په څلورمه م یاشت کولای شی ټول غږونه واوری. چې د داډول وضاحت ذکر په قرآن کې خپله یوه معجزه ده.

دشېدو جوړښت
 ستاسو لپاره په څارویوکې هم یوعبرت دی چې تاسوته ددوی دنس نه له هضم شویوخوړونه اوله وینو نه پاکې شېدې درکووچې دټولو څښونکو لپاره خوندورې وی (النحل ۶۶).

لومړنی غذایی مواد دپړاوونو له وهلو اوکیماوی تعاملاتونه وروسته دهضم په جهاز کې بدلون مومی اودوینو بهیر ته ننوځی ، بیا دوینې دبهیر له لارې بیلابېلو نسجونو اوغړوته رسېږی.
د نوروامساجوغوندې د شېدوغدې هم لومړنی خوراکی توکی د وینو له دوران څخه لاسته راوړی. جوړې شوې شیدې د شیدود غدوله لارې افرازېږی چې ډیر لوړخوراکی ارزښت لری. ځکه چې د ټولو خوراکی توکو له خلاصې نه چې هضم شوی وی اود وینو د بهیر له لارې لېږدول کېږی لاسته راځی. نوشېدې له وینو اونیم هضم شویو موادوچې دواړه دخوړو وړنه دی جوړېږی. 
هغه ډول چې وینو ددغې موضوح بیان هغه وخت چې د تی لرونکوژوو د اناتومی اوفېزیولوژی په هکله پوره معلومات لانه وویوه فوق العاده امر دی.

د مورشېدې یوه معجزه زېږونکی مخلوط

اوانسان ته مو وصیت وکړ په نیکۍ دخپلو والدینو په حق کې په تېره بیا مور چې د حمل باریی پورته کړی اوله دوو کلو وروسته یی ماشوم له یدو بېل کړ(القمان 14).

د مور شېدې د ماشوم لپاره نه بدلېدونکی غذا وی چې د ماشوم د ودې لامل ګرځی اوهم ماشوم د ناروغیونه ژغوری . د مورپه شېدوکې غذایی انډول په بشپړه توګه د ماشوم د اړتیا مطابق وی . د مورشېدې دکافی غذایی موادودرلودونکی وی چې د عصبی سیستم د ودې لپاره کافی وی. مصنوعی خوراکونه د شېدې خوړونکو ماشومانو لپاره هیڅ وخت هم د مور د شېدو ځای نه شی نیولی. 
د مور د شېدو دګټو لست د انسانی پوهې په پراختیا او  زیاتیدو سره اهم اوږدېږی. څېړنو ښودلې هغه ماشومان چې د مور د شېدو له لاری تغذیه کېږی د انتاناتو اوهضمی اوتنفسی مکروبی نا وغیو په وړاندې مقاومت لری.  ځکه هغه انتی بادی چې د مور په شېدو کې شته ماشوم د میکروبونو په وړاندې ساتی. د م ورشېدې دګټورو مکروبونو دتکثر لپاره ښه زمینه مساعدوی ، چې دا په خپله د ناروغیو د باکتریا، ویروسونو اوپا ازیتونو په وړاندې مجادله کوی.
د مور شېدی په آسانۍ سره هضمېږی اوځکه چې د شېدې خوړنکې ماشوم مصرف لږ وی نو په دغو شېدو کې دقوی غذایی موادو دشته والی له کبله دغه مواد دماشوم ودې ته ډیر ګټور وی .

د هغو میندو شېدې چې له مودې مخکې یی ماشوم دنیا ته راوړای وی یعنی مخکې له نهو میاشتو نو د دغو مېندو شېدې د غوړو، پروتینو، سودیم ک ورایدو اواوسپنې درلودونکی وی .  څوچې دهغه ماشوم اړتیا پوره کړی چې له مودې مخکې زېږېدلی وی. کله چې دغه ما ومان د مور په شېدو لوی شی  نو د ښې پوهې درلودونکی به وی.
د مور د شېدو بله ځانګړنه د اومیګا ۳ ماده وی. دغه شېدې دغه راز د دماغ اوسترګود پراختیا لپاره ښه ماده وی. Omega-3  اومیګا ۳ دشېدې خوړونکې ماشوم  دژوند په لوم ړیو پړاوونو کې ځانګړی اهمیت لری څو چې دماغ اوعصبی رشتې په نورماله توګه وده وکړی . پوهانو د مور شېدې د اومیګا ۳ د ډېرې ښې سرچېنې په توګه پیژندلی.
دبريستول پوهنتون څېړنو ثابته کړه چې دمور شېدې د وینی په فشار باندې اوږد م هالې اغېزې لری . هغه ماشومان چې د مور له شېدو څخه یی ګټه اخستې وی د زړه په ناروغۍ لږ اخته کېږی ځکه چې د هغو نام بوع شحمی تېزابو موجودیت دمور په شېدو کې د رګونو جدار پوست ساتی. دغه راز هغه ماشومان چې د مورشېدې خوری په لږه کچه سودیم اخلی اولږ پنډېږی چې دا دوینې دفشار په لږیدوکې ډیر اهمیت لری.

داکتر ليزا مارتين اوهمکاران یی د امریکا د سينسناتى روغتون کې زیات پروتینی هورمونونه د اديپونکتين Adiponectin په نامه په شېدو کې وموندل. چې دا هورمونونه دزړه له حملو نه مخنیوی کوی . ددغو هورمونونو لږوالی په پڼډوکسانو کې لیدل شوی چې دزړه په ناروغیو اخته شوی . نوځکه څرګنده شوی چې ماشومانو کې دلږپنډوالی عامل همدغه هورمونونه دی .
دغه راز یو بل هورمون د پتین په نامه  کشف شوی چې دشحمو په میتابولیسم کې بنسټیز رول لری. لپتین ددماغ دخبرداری لپاره غبرګون ښیی کله چې دشحمو کچه ډیره شی. دغه هورمون دمور دشېدو له لارې ماشوم ته لېږدول کېږی اوهغه له بې ګټې  پنډوالی ، د دیابت له ناروغی اود زړه درګونو له ناروغی څخه ساتی.

 دتل تازه خوړوپه هکله حقیقتونه:
یوشمېر نورې ګټې هم د مور په شېدو کې شته . ماشوم دخپلې ودې په بېلابېلوپړاوونو کې بېلابېلو موادو ته اړتیا لری ، اود مورشېدې تل د دغو اړتیاوو پربنسټ خپل مواد بدلوی. د مور شېدی تل د خوړلو لپاره چمتووی اود تودوخې مناسبه  درجه لری. په دغو شیدو کې شته غوړ اوشکر د دماغ دپراخیتا لپاره ښه زمینه برابروی اوکلسیم یی دماشوم دودې لپاره بنسټیز رول لری.
سره له دې چې دشېدو په نامه یادېږی خو ددغو بې ساری خوړو په جوړښت کې تر ډېره بریده اوبه ونډه لری ، اودغه ټکی ډیر مهم دی ځکه چې شېدې خوړونکی هم له شېدو پرته اوبو ته اړتیا لری. هغه روغتیاساتنه چې دمور په شېدو کې شته په اوبو اونورو خوړوکې نه شی مراعاتیدلی.

دمور شېدې اوذکاوت:
څېړنو ښوولې چې د ذکاوت پراختیا په هغو ماشوم انو کې چې دمور له شېدونه ګټه اخلی له نوروماشومانو نه ډیره وی . جيمز اندرسن دکنتوکی له  پوهنتون څخه دا تج به وکړه چې دمور دشېدو خوړونکو د ذکاوت ضریب  IQ دهغو ماشومانو څخه چې پوډری شېدې خوری ۵ نمرې زیات دی .تجربې ښوولې چه دغه اغېزی په هغو ماشومانو کې شته چې لږترلږه شپږ میاشتې یی دمور شېدې رودلې وی. اوهغو کسانو چې له اتو اونیو لږ دمور شېدې رودلې دهغوی په ذکاوت کې کوم ځانګری بدلون نه لیدل کېږی. 

آياد مورشېدې له سرطان سره مقابله کولای شی؟
د هغو څېړنو په پایله کې چې ترسره شوی دا ثابته شوې چې د مور شېدې ماشوم له سرطان څخه ژغوری. پروفيسر لوند کاترينا سونبورگ دسويدن له  پوهنتون نه دمور په شېدوکې یوه معجزه لرونکې اغېزه ومونده . دمور په شېدو کې یو پروتین شته چې سرطانی حجرې وژنی ، په داسې حال کې چې نارملو حجروته کوم ضرر نه رسوی . ددې پروتین داغېزې په  میکانیزم تراوسه څوک نه دی پوه شوی. 
پوهانود نوې زېږېدلی ماشوم کولمې چې دمور شودې یی رودلې ت مطالعې لاندې ونیولې . په دې پوه شول چې دمورشېدې دپنوموکوک میکروب چې په ماشوم کې دسېنې دناروغۍ لامل ګرځې له مېنځه وړی . برسېره پردې هغه ماشومان چې دمور له شېدو نه ګټه اخلی ډیر لږ داورېدوپه ستونزو اوسېنې په انتاناتو اخته کېږ ی. دمورشېدی ماشوم دسرطان په وړاندې حمایه کوی اوپوهان دی ته هم متوجه شول هغه ماشومان چې له پوډری شېدونه ګټه پورته کوی نهه ځلې ډېر له نورونه دسرطان په ناروغی اخته کېږی. دمور په شېدو کې پروتین په دقیقه توګه سرطانی حجره مومی اوهغه له مېنځه وړی. دغه پروتین د  Alphalactalbumin يا Alpha- Lac په نامه یادېږی.  الفالک دداسې پروتینو له لارې تولیدېږی چی په شیدو کې د قند لکتوز په جوړیدوکې مرسته کوی.

 دادالله (ج) یوه لورېنه ده :
دمورد شېدو دګټو یوه بل اړخ دادی چې ماشوم باید له هغه نه دوه کاله ګټه واخلی . دغه معلومات چې په دا وروستیو وختو کې پوهان پرې پوه شوی څوارلس پېړۍ مخکې قرآن تبلیغ کړی.
مېندې باید ماشومانوته پوره دوه کاله   شېدې ورکړی که غواړی چې د شېدې ورکولو وخت بشپړکړی(البقره ۲۳۳).

مورکله هم دشېدوجوړولو لپاره هوډ نه کوی اونه هم په شېدو کې دم وجودومغذی موادو دجوړیدو لپاره هوډ کولای شی چې ماشوم ته ډېراړین دی..  الله (ج) دهرچا په اړتیا پوهېږی اوله خپل رحمت نه یی برخمن کوی اود مورشېدې هم دماشوم داړتیا مطابق په مور کې پیداکوی.

دګوتې دنښې له مخې پېژندنه
په قرآن کې راغلی چې  الله (ج)  انسانان له مړېنې وروسته بیا ژوندی کوی اوټینګار شوی چې ګوتې به یی بیا تنظیم کړی.
هوکې موږ کولای شو چې دګوتو سرونه په منظم ډول جوړکړو (القيامه ۴).
دګوتو پرسرونو دغه  ټینګارډیر مهم دی ځکه چې دهرشخص دګوتی دسر نښې اوتفصیلات ځانګړی وی . ان دوه ګونی چې  DNA یی یوله بل سره مشابه وی خو دګوتې نښې یی یوله بله سره توپیر لری.

دګوتې نښه چې مخکې له زېږېدلو بشپړېږی اوپه ټول ژوند کې له بدلون پرته پاتې کېږی له همدې کبله دکسانو دهویت پېژندنې مهم مدرک ګڼل کېږی. اوپه هغه کې هېڅ ډول تېروتنه نه کېږی. دګوتې دنښې اهمیت دنولسمې پېړی په پای کې وموندل شو په داسې حال کې چې قرآن ډیر مخکې زموږ پام هغه ته راګرځولی ؤ.
 ک ه چې داسې وخت راشی چې غوږونه ، سترګې اوپوستکی یی پرهغه څه چې کړی یی دی شهادت ورکړی(فصلت ۲۰).

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery