مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-05-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

كمپوډران

حنان حبيبزی

حنان حبيبزی – مزار شريف

 د وړم كال  په لومړيو كې  بلقيس له اسلم سره واده كړى و  خاوند يې كركيله كوله زمكه يې خپله وه ميرمن چې يې جوړه وه  پټيو ته به يې  د كر كيلې يا په زمكه كې د كار پر وخت خاوند ته ډوډۍ وروړه    ، د دوى عجيبه ژوند وو  اسلم به له بلقيس سره بيا په پخلنځي كې مرسته كوله   دواړه به   ډير خوشاله وو ، د بلقيس خاوند ته له پلار څخه شل جريبه زمكه پاتې وه  خو اوس چې يې ميرمن ناروغه وه  د كر كيلې لپاره يې ډير لږ وخت درلود  ،   خاونديې د بلقيس د درملنې په فكر كې وو   ،ده دا هيڅ په زړه كې نه ګرځوله چې روزګار ترې  نيمګړى  پاتې دى  خو ويل به يې چې هر ډول چې وي د بلقيس ژوند به ژغوري، د بلقيس ناروغي ورځ په ورځ ډيريده ، ناروغۍ يې په بدن كې داسې ريښې غزولې وې چې د ولسوالۍ ډاكټران يې  په  درملنه كې پاتې راغلل     ،خو هغه به بيا بيا خپله ناروغه ميرمن همدې ډاكټرانو ته بوتله  ، ډاكټران  له يوې  خوا ټول نارينه وو چې بلقيس د خپل درد په اړه  ټولې خبرې نشوې كولى او بل   دا وو چې ډاكټران فاكولته يي نه وو  ،دا هغه كمپوډران وو چې  د جهاد پر وخت  پاكستان ته  تلي و و او هلته يې  د لومړنيو روغتيا يي  مرستو  درې مياشتني كورسونه ويلي وو  او  اوس چې يې وسله سپارلې وه  نو د خلكو په درملنه يې پيل كړى وو  ، دې  ډاكټرانو بيا ځان ځان ته درملتونونه درلودل  او  يو له بل سره يې ناسالمه   رقابت هم  كاوو

هغه درمل به يې په درملتونو كې موندل كيدل چې په اخري درجه  ارزانه او بې كيفته يا تاريخ تيره وو چې ناروغ ته يې د درملنې پر ځاى نور ې ناروغيانې هم  پيدا كولې ، ډاكټرانو به ناروغ ته له اندازې زيات درمل وليكل او  په دې كار سره  يې  هڅه كوله چې خپله دارو  په لږ وخت كې وپلوري   ، د دوى تر منځ دا حالت د دوه ستونزو له امله رامنځته شوى و  ، يو دا چې ډاكټرانو مسلكي زده كړې نه لرلې او بل دا چې دوى  نه د درملنې له قانون څخه خبر وو او نه هم د وګړو له اقتصادي حالت څخه ، د دوى ټوله هڅه دا وه چې څه ډول  له ناروغ څخه پيسې واخلي  كه يو سړى به لږ تبه هم وه  ، د  هغه ينه به يې معاينه كړه او ورته ويل به يې چې ته ملاريا يې بيا به يې پر هغه اوه قلمه دارو وپلورل  چې دوه يا درې   به يې شربت وو  .د بلقيس د خاوند جيبونه چې اوس تش وو او ټوله داريي يې د ډاكټرانو جيب ته لويدلې وه

خپله حوصله يې ونه بايلله او وچته اراده يې لرله  ، . اسلم ليدل چې د  ميرمن  رنګ يې  ورځ په ورځ  خرابيږي  او ناروغي يې مخ په زياتيدو ده او  ډيره يې   ځوروي   په دې فكر كې ولويد  چې ښايي د ولايت په روغتون كې يې د ميرمن د درملنې لپاره اسانتياوې شته وي   ، كه هلته يې بوځي نو ،  ركه روغه به  شي . اسلم چې اوس  نقدې پيسې نه لرلې او ټولې يې  د ميرمن په درملنه لګولې وه  ، تر اوږو په قرضونو كې  ډوب هم و خو بيا يې هم سل زړونه يو كړل او د  ولايت روغتون ته يې  د بلقيس   د كرايې د پورولو لپاره بيا هغو خلكو ته  مراجعه وكړه  چې مخكې يې ترې پيسې پور كړې وې  او د ډيرو دروازې يې وټنګولې خو هيچا يې غږ وا نه وريده ځكه لومړى يې بايد د هغوى قرض وركړى وى او همداسې نا اميده راستون شو  ، د ولايت تر ښاره د كرايې د موندلو لپاره يواځينۍ لار چې اسلم ته پاتې وه   دا وه چې  خپله ز مكه    ګيرو كړي  ، خو  زمكه يې هم چا نه ګيرو كوله ، شاړه زمكه چا څه كوله   ، دده زمكه چې چا ګيرو  ونه نيوله نو ډير يې فكر خراب شو چې كور ته راستون شو ، وې ليدل چې ميرمن يې  په ځاى كې  پرته ده   ، ده فكر وكړ چې ښايي  كلكه ويده وي  ، سر پورې يې كيناست او له ځان سره يې وويل چې ځه! كله چې راويښه شو ه بيا به يې د ناروغۍ حال وپوښتم ، په دې كې څو ساعته تير شول خو بيا هم بلقيس په خپل ځاى كې   د پخوا په څير پرته وه ، نا څاپه يې زړه ولويد ، دا  فكر ور ته پيدا شو چې خداى مكړه ميرمن يې مړه نه وي  ، بې ارادې يې خپل لاس د هغې په زړه كيښود چې  زړه يې درزيده  ، شكر يې وويست او د هغې  د راويښولو هڅه يې وكړه خو هغه داسې بې هوښه پرته وه چې دده نارې يې هيڅ نه اوريدې  ، خپل جيبونه يې  وكتل چې يوه روپۍ  هم په  كې نه وه ، له لږ  چورت څخه وروسته ولاړ شو او د  دوه منه وړو بورۍ يې  په وږه كړه  ، دا وړه د خوراكې له غلې ورته پاتې وو  ،  هغه يې نږدې دوكان ته د پلورلو لپاره يوړل ، د وړو پيسې چې ايله سل افغانۍ  شوې وې له يوې خوا يې د ولايت تر روغتونه كرايه شوه  ، د روغتون ډاكټرانو چې  د بلقيس حالت وليده هغه يې په روغتون كې بستر كړه ، دې ډاكټرانو له زياتو معايناتو وروسته وپتيله چې  بلقيس  د يوې معمولي  ناروغۍ د مخنيوي  لپاره د بيلا بيلو درملو  د خوړولو له امله په دغه ناروغۍ اخته  شوې ده    خو دلته يې وضعه  په دوه ورځو كې يو څه ښه شوه   ، دلته يې  درملنه ځكه  موفته كيده چې   ټولو خارجي موسيسو له مركزي روغتون سره مرسته كوله  او  ډاكټرانو هم د ناروغانو درملنه وړيا كړې وه  او ان  د ناروغانو  پا ى واز ته يې هم خواړه  وركول  ، په لسمه ورځ  ډاكټرانو ورته وويل چې نوره يې ميرمن بوځي كورته ځكه ويل يې  چې نوره ښه شوې ده   خو د څو ورځو لپاره يې دارو هم وركړل چې  ناروغي يې په بشپړه توګه  ښه شي   ، بلقيس  اوس پلې تلى شوه   ، په اډه كې    يو شمير  خلك  د موټر په انتظار ناست وو  او د اسلم  يو كليوال ته يې  دا خبره  كوله  چې د امو د سيند سطحه راجيګه شوې  اوستاسو   ولسوالۍ يې  بسته   وړې ده   ، د ولسوالۍ د دفتر په ځاى  كې سيند  بهيږي  ، د دوى كور هم د ولسوالۍ دفتر ته نږدې پروت وو  ،  بلقيس چې دا خبرې واوريدې  ، ښايسته  كور ګى  يې  سترګو ته نيغ ودريده  چې بيا له نوو هيلو سره ور روانه وه   او دې دردونكي خبر   دومره بد تاثير پرې وكړ  چې ځاى په ځاى په زمكه   راولويده ،او  د تل لپاره د بي هوښۍ حالت ته لاړه   اسلم يې تشې دونيا ته  بې  كسه بې كوره پريښود .

                                                

                                      

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery