مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-07-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

بې و طنه

ګل رحمان رحماني

         
    نورنوزموږ زاريواوټينګارهېڅ ځاى نه نيوه پوليسودمهاجرودکمپ مشرته دوه ورځې وخت ورکړى ووچې کمپ خوشي کړي اونورنو خپل وطن ته ستانه شي که نه دريمه ورځ سهاربه يي جونګړې له کاليوسره يوځاى په بلډوزرونوونړوي پلارمې هم ديوروورځوپه خلاف  ډېر خواشين نه وودماښام له ډوډۍ وروسته مې يي مورجانې ته په دې قناعت ورکړچې پردى کټ ترنيموشپووي که نن نه وى نوسبابه خام خاپوليسو دغه کورونه ورانول خپل کلي کورته به لاړشو اوورانې ځمکې به له سره ابادکړو دلته هسې هم چندان دانسانانوزنده ګي نه لرو بس يوازې ژوندي پاتې يو اودجګرووېره راسره نه شته .
       مورمې سوړاوسېلى وکړاوماته يي وکتل
 سړيه ددوى تاليم ماليم به څنګه کېګي خدا ى خبر هلته به وشي اوکنه ؟ هسې زم اغوندې بې سواده پاتې نه شي
  موربه مې پلارته سړى ويلو اوډېرځله به ماته پد ې خنداراغله خونن خندامندانه وه زه هم وېرې اوزهني کشمکشونولاندې کړى وم
   پلارمې دورته ډډ ه ووهله اودتيلي څراغ په رڼاکې يي ماته وکتل
 بچيه !اوس په ښه بدپوهېږې دومره څه دې زده کړې چې يومامورميت وکړى شې
سباته چې لاړې دمکتب نه دې کاروبارخ اص کړه نورنو بايدپه يوه بله تمه پاتې نه شوڅومره زرچې داوطن پرېږدو ښه به وي
   پلارمې ستړى وواودمورمې هسې فکرخراب وو زه هم دې فکرونو په مخه کړى وم  چې څنګه به هغه ټاټوبى  هېرکړم چې خاپوړي مې په کې کړې دي همزو ي اوملګري په کې لرم په خاوروکې مې يي لوبې کړې ښوونځى مې په کې لوستى داراته ترټولو سخته خبره وه چې دومره زرهرڅه هېرکړ م  خوددېسره سره دښارپه کوڅواوښوونځيوکې خلکودمهاجرمهاجراوبې وطنه نارې پسې وهلې اوځان راته ددې ټو وسره سره نااشناښکارېده
 په همدې فکرونواوديوه ناليدلي کلي په لوردستومانه سفر خيالونو دخوب څپه اباندې راوسته اوپه پردي هېوادکې دخپل اولس کلن ژوند ټول يادونه زماپه زهن کې دفلم په دسحنې په څېروګرځېدل
 سهاروختي له چاى خوړلو وړاندې دښوونځي په لوري لاړم دکان ته په رسېدو مې پلارراباندې غږ کړ

والکه ! نن دې ټول کارونه خلاص کړه چې دکورپنډ ې تړو نورنوهغه هم ددکان په کارون مصروف شو اوزه دښوونځي په لورپه نهيلي زړه روان شوم  دښوونځي له دروازې نه وم ننوتلى چې دپوليسو ګاډى ودرېده اوراضيه ترې راښکته شوه هغه زماټو ګيواله وه پلاريي دپوليسوغټ افسرووراضيه به دڅورلسو پنځلسوکالووه خو خوماغوندې هلکان ورسر ه دماشوم انوغوندې ښکارېدل هغه هم ښکلې وه اوهم يي په درس کې په ټول صنف ېک سيال نه وو

 که څه هم زموږ ښوونځى دډېرو تمنو کسانولپاره نه وو خوپلاريي ددې لپاره دلته راوستې وه چې يوورته ښوونځى نږدې وو اوبل داچې په ښونومروفارغه شي
   راضيي په تېروڅوکلونوکې زماسره ډېر بدچلند کاوه مهاجر اوغبي به يي بللم که هغه مې دزړه نه نه خوښېدى نه کله به مې يي هم داکنځلې اوله سپکاوې ډک الفاظ نه ووزغملي خو ښکلايي زه په هرڅه ړوندکړى وم  همدغه ويرې چې بيابه راته ښکنځل وکړي زماله لپاره دهغې دمينې اظهارګران   کړى وو

  زماليدويوه شېبه تم وه اوله مسخرواوټوکو په ډکه لهجه يي راباندې غږ کړ
مهاجره !چې په کورکې مو چاى ماى نه پيداکېږي چې دومره وخي اغلې  .......نه جي غلطه شوم  پروپيسران خوتل خپلودند و ته وختي حاضري ورکوي هسې نه چې کومه زمه واري ورباندې راشي که سنګه ؟
  زمازړه له درده وپړسېده په سترګوکې مې اوښکې راډنډشوې اوځان راته ديوه بې ضرورته انسان په څېرښکاره شو نورنه هغه ماته يوه ښکلې نجلۍ نه ښکارېده هغې په تېر وڅوکلونوکې هر ساعت ماويوڅونورومهاجروته دخپ وملګروپه بدرګه داډول خبرې کولې خوموږ به په عاحزۍ په غوږونوکې مالوچ منډلي وواوپه يوه پردې هېوادکې مودخپلې بې وسې ننداره کوله  زمادنورومهاجروملګروکډې چې لاړې بيانوز ه دهغوى لپاره دساعتېرۍ يوه ښه لوبه وم
    په ژړغوني اوله تاثره په ډک اوازمې ورباندې غږ کړ
    راضې نورنوبس دې سباکه نه وي نو بل سبا ستاسې له ملکه دتل لپاره ځم داښوونځى به يوازې تاته پرېږدم يوازې نن ورځ اجازه راکړه چې خپل اسناد له ادارې څ خه ترلاسه کړم
   دراضيي په رنګ کې ناڅاپي بدلون راغى ځاى په ځاى حيرانه پاتې ودرېده خوزه مخامخ ادارې ته لاړم خپله غر يضه مې ورکړه اوپه انتظارکښناستم دادارې له لويي کړکۍ مې کتل چې ټول زده کوونکي له لين وروسته ټو ګيوته روان شول خوراضيه وړاندې ادارې ته مخامخ ترونه لاندې حيرانه ولاړه وه اوله سترګويي مړې اوښکې روانې وې په څوساعتونوکې کارخلاص شو له مديرصيب اونوروښوونکو سره مې خداى پاماني وکړه مخامخ خپل ټولګي ته دخدا ى پامانۍ پاره روان شوم خوراضيه لاهم دښوونځي په انګړکې ترونه لاندې ولاړه وه اوزه يي دسترګوله کونجونوڅارلم کله چې ټولګي ته ننوتم داهم راپسې راغله له ښوونکي اوټولوټولګيوالو سره مې مخه ښه وکړه راضيه هم په خپله څوکۍ ناسته وه دښوونکي په ځاى يي له حسرته ډکې سترګې په ماکې خښې کړې وې

   کله چې له ټولګي وتم نودټولو په ست ګوکې  حتې دهغوهم چې زه يي مهاجراوبې وطنه بللم  اوښکې وځلېدې له وره مې چې دباندې قدم کېښود بې اختياره مې د اضې غږ غوږونو  ته ورسېد
     حميده جانه ! کډه موڅه وخت ځي ؟
  داغږ دومره بې اختياره دهغې له خولې ووت چې نه يوازې مابلکه ټولو ناستو زده کوونکو په حيرانۍ سترګې ورواړولې دراضيې په څيره کې دپرېشانۍ اواضطر اب نښې له ورايه څرګندې وې بله داچې دالومړى ځل ووچې مايي له خولې نه په دومره نازدمهاجريابې وطنه په ځاى خپل نوم اورېده ځان مې ناګاره کړ اوپه خپله مخه روان شوم
 دويمه ورځ سهارمهال زموږ کډې په يوډول بهرنيو لاريوکې چې ټولې په يورنګ وې اوپه ترپالونويي سرې ټاپې پرې لګېدلې وې بارشوې اودپوليسودګواښ سره سم بلډوزرونه راورسېدل دکمپ له دروازې چې وتم دلارۍ له پاسه مې راوکتل لاندې راضيه په دروازه کې ولاړه وه دپلاستيکي ګلونو اوڅونورې کڅوړې يي په لاس کې وې اوپه حسر ت نيولې څېره يي له ساتونکو کمپ ته ددننوتلواجازه غوښته خوزموږ دکډې لارۍ په ډير ه بيړه وانه شوه دلومړي ځل لپاره مې حس کړه چې هغې نورداهېرکړي چې زه يو مهاجراوبې وطنه يم

  ١٨\٢\١٣٨٨  

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery