دخپریدو نیټه : 2009-08-09 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
اسلامی امت ته ورپاتې ستر مسئوليت (دعوت )
حمدالله شاکري
امربالمعروف او نهی عن المنکر
په هره زمانه الله (ج) دانسانو داصلاح لپاره پيغمبران(علیهم سلام) راليږلی دی چې ورستی او خاتم النبين
پيغمبر حضرت محمد (ص) دی .
ولی تر حضرت محمد (ص) ورسته بل پيغمبر نه راځی ؟
دهيڅ کوم بل پيغمبر نه ورسته بل
پيغمبر نه راځي مګر په دريو علتونو:
۱- چې دمخکې پيغمبر تعليمات له مينځه تللی وي او دې ته ضرورت وي چه بيا خ
کو ته وړاندی شي .
۲- دمخکې پيغمبر تعليمات کامل اوپوره نه وي نو دې ته ضرورت وي چه کامل شي .
۳- چې
دپيغمبر تعليمات يوه قوم او امت ته خاص شوي وي چې نور قومونه او امتونه هم دی ته ورته پيغمبر ته ضرورت ولري
.
نواوس واضح وينو چه دغه دری واړه علتونه وجود نلري نو دنبوت سلسله هم ختمه شوي .
نواوسنی نړۍ نوی
تعليماتو ته هيڅ ضرورت نلري ځکه قرآنکريم موجود دی سوونه کاله کيږي خو ديوه حرف تغير هم پکې نشته د حضرت
عثمان (رض) دوخت ليکل شوی قرآنکريم هم په موزيم کې موجود دی .
دحضرت محمدصلی الله عليه وسلم د ژوند کړنلاره
دهغه اقوال او افعال ټول په مکمل ډول په کتابونو کې ساتل شوي دي .
همغه د محمد رسول الله (ص) دوخت تعليم
ات په ټوله نړی کې داسې روان دي چه ته به وايې چه همدا اوس پيغمبر((ص) ژوندی دی .
نو ثابته شوه چې د
پيغمبران د دعوت کار نن اسلامې امت ته ورپاتی دی .
د همدی مسئوليت په وجه محمدی (ص) امت غوره د امتونو دی
.
قوله تعالی :
كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ
الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران ).
د دعوت طريقه په قرآنکريم کې داسې بيان شوی :
ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْح
ِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ (النحل ۱۲۵).
(( بلنه کوه (ای محمده !
خلقو ته ) لياری د رب (ج) خپل ته په حکمت سره اوموعظه (پند) نيک سره په ښه ډول او مباحثه کوه له دوی سره په هغی
(طريقی ) چه هغه ډيره ښه وي )).
دحکمت د معنی په اړه علماؤ کرامو ډيرڅه ليکلی دي خو په لنډ ډول حکمت په
عامه اصطلاح کې د په خپل ځای کې د هرشی ايښودلو ته وايې ،مګر دلته د حکمت کوم چه د حق د لاری داعيان پر هغه متصف
وي غالباً حکمت په وينا کې چه علم او موعظه او يا حکمت د نورو سره په برخورد کې دنيکی طرف ته د تشويق لپاره
او بدی نه منع کول دي .
ابن زيد حکمت داسې تعريفوي : هر هغه وينا چې دچا د نيکې طرف دعوت سبب شي اويا څوک د بدی
څخه منع کړي حکمت دي .
په قرآنکريم کې حکمت د آسمانی کتابونو ،نبوت ،هدايت ،علم ،عدالت او حلم په معنی راغلی
دي .
د (وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ) او (وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَن ) د حکمت په مفهوم کې داخل دي
دهغه عطف پر حکمت له باب د عطف خاص پر عام دی .
(وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ): داسې وينا چې دمخاطب زړه نرم کړی
د نيکو افعالو انجامولو ته اماده او د داعی دعوت قبول کړي .
(وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَن ) : دخپلی
رأيې لپاره دليل راوړل (مجادله کول ) په يوه نيکه طريقه نه داسې چې د جنجال او خشونت سبب وګرځی .
دعوت به د
حکمت په طريقه تر سره کيږي یعنی د دعوت شرط حکمت دی د حکمت لپاره دکترصالح بن عبدالله بن حميد په خپل کتاب م
فهوم الحکمه فی الدعوه کې دحکمت شرايط يا د دعوت شرايط داسې بيان کړي :
د دعوت شرطونه ....................
بيا
ددعوت فضيلت او دمسئوليت د نه احساس وعيد ........................ بيا