مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-05-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

چنار څنګه مات شو ؟

نعمان دوست - کابل

١٣٨٤ د ثور ٢٧ مه

 کابل  دزمان خان کلا

 

چنا ر څنګه مات شو ؟

 

دموټر له يو نا څاپي بريک سره د ناستو کسانوخولې پر څو کيو ولګېدې ، د خير چيغه لکه دسګرټ لوګى په موټر کې تا وه را تاوه شوه . دموټروان سترګې په وړه ښيښه کې ښکاره شوې .

 پرسړک ولا ړ کس چې ، کلاشينکوف يې او ږه کې بند و ،  د څنډې ته کېدو اشاره   وکړه او بيا په بېړه   موټر ته راو خوت .

 دهغه دښوى  مخ په پورتنۍ برخه کې يوازې له يوې تورې زخې دوه درې تاره وېښتان را ځړېدلي وو، په ببر و او دوړنو وېښتانو يې تور دستمال راتا و کړى و. وړې او تنګې سترګې يې هغه وخت لا پسې تنګې شوې چې کله يې  د ټوپک په شپېلۍ يوتن وسيخه .

 ټول غلي وو، موږ نه وړاندې درې موټرنور هم ولاړ وو، دموټرو تر مخه پر سړک زنځير تېر و او دزنځير لاند ې دټانک چين نه پوله جوړه شوې وه . دواړوخواته ګوته په  ماشه   کسان ولاړ وو.

 زموږ موټر هم ورو- ورو دولاړو موټرو تر څنګ ودرېد ، دوه کسان چې د شونډو پرسريې دوه و ړو سوريو دپوزې نښه ورکوله را وختل .

  دواړو دټوپکو شپېلۍ  ناستو کسانو ته نيولې وې او موږ لکه دښکار  يانو د ډنډ   بوتان غلي ناست وو.

 زما خواته پريوې څوکۍ دسپين ږيري سره جوخت  يو تنکى ځوان چې   اينه دار ه واسکټ يې په تن او نيمکله خولۍ يې پرسر وه ، ناست و. شونډې يې تلې او راتلې او سترګې يې  په رپا وې . کله يې چت اوکله يې خپلو زنګنونو ته کتلې .

 شېبه پس يې دټوپک ميله په او ږه ونښته ، او وارونه خو پرې هغه وخت زيات شول چې کله يې   له خولې د ( وه خدايه ! ) کلمه ووته .

 هغه ټولوته ډنډ سترګې را واړولې خو هيچا ورته پرته له سترګو ټيټولو نورځواب ورنه کړ .

 دکنداغونو او لغتو په وهلو يې له موټر نه ښکته کړ

  سړک نه وړاندې پر   کټ غټ پرېړ سړى چې کټ نه يې ډډې راوتلې وې ، يو بغله پروت و، پرمېز يې دتومانچې ترڅنګ دسګرټو قوتۍ ايښې وه ، کټ نه څو ګامه وړاندې اته نهه کسان دپښو پرسر ناست او سترګې يې پرځمکه نښلولې وې .

 دى يې دکټ مخ ته  ورته ودراوه، پرېړ سړي ښکته پورته وروکتلې او بيايې  تو مانچه دښي لا س په ګوته کې په څرخېدو شوه . دنوم پو ښتنه يې ترې وکړه ، په خبر ويې پوه نه شو ، غلى ولاړ و، خو دواړه سترګې يې دهغه په تو مانچه نښتې وې ، هغه بيا پرې  غږ کړ . ده ورو وويل : ( چنار ) ددې نوم په اورېدو لکه وږى تمساح  په کټ کې تاورا تاو شو  ، لاس يې دهغه تر ګريوانه ورورساوه او بيا يې له يوه ټکان سره   په ناستو کسانو وغورځاوه.

خپلو ملګرو ته يې څه وويل او بيا سمدلاسه يې دهغو لرګيو کوټې  ته ودراوه چې لا يې پر څوکو دديوالونو وچې شوې خټې نښتې وې  

 

  هغه لکه په لرګي چې بدل شوى وي، پوه شو چې دلرګيو ماتولو امرورته شوى  خو چې څنګه يې تبر تر سترګو نه شو نوغلې پاتې شو .

  پر کټ ناست سړي تر سترګو لاندې څاره ، زړه يې تنګ شو ،له کټ نه يې ټوپ کړ په يوه لغته يې پر لرګيو خطا کړ ، هغه ورو وويل : قو ماندان صيب تبر نه شته ، څنګه يې مات کړم ؟

 هغه نور هم تورشو ، په غوسه يې ووېل (  زبان ته ميبروم ) اوبيا يې په خوله   لغته ورکړه ، پرسمټي لښتي يې پړمخې وغورځاوه  ، غټه تيږ ه يې په دواړو لا سونو را پورته کړه او بيا تر څو چې مونږ سترګې پټولې، له يوې لنډې چيغې سره مو دهډکو کړچهار غوږو ته راورسېد . 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery