هرسهاربه چې دپوهنتون په لور روان شوم نوضروربه مې په لاره کې دهغه ځوان کتيبه ليکونکي پوښتنه کوله اوڅوشېبې به يې په واړه کې دکان کې ورسره تم کېدلم .
دهغه په کوچني دکان کې به دمرمرينوډبروسپين ګرد خوروو خوله اوپزه به يې په دستمال تړلې وو اوزه به يې هم په خبروسم نه پوهېدم خوترټولو په زړه پورې راته هغه بيتونه وو چې دنوو قبرونو لپاره به يې په نوو کتبيو ليکلي وو اوهرلاروي به له دکانه بهر ورته ېوځل خامخا کتل .
ديوڅوبيتونوپه لوستلوبه مې دغه نړۍ په سترګوکې تته شوه هرڅه به راته پيکه ښکارېدل په کتيبوټول ليکل شوي بيتونه دومره دردونکي وو چې يوه شيبه هم ترې زړه نه صبرېده ددنيا دبدرنګۍ اوداخرت ښکلا ټولې خبرې پکې بيان شوې وې .
په ژوند ليکونو کې دښارډېرمشهورکسان هم وو چې کتيبه ليکونکي ورته په خپل زوق اوځانګړي ډېزاين دهغوى ددې نړۍ وروستۍ پتې پرې ليکلې وې .
ددغي دردونکوبيتونوټاکنه دکتبيه ليکونکي دځانګړي زوق څرګندونه کوله يوڅوبيتونه به يې ستاسې لپاره هم راوړم .
په مزارمې ولې پټه خوله تېرېږې
سپېرې خاورې خومې غږکولى نشي
داپه ياد دمحبت درسره واخله
دژوندون شمعه به مړه وي مونږبه نه يو
راشه په سلګوکې دکفن غوټې مې پرانېزه
هغه سترګې پټې شوې چې ته ترې شرمېدې
ګورهم وران نه کړستاتصويرزماپه سترګوکې خو
اخېرمېږيانوکړه راجوړه نرۍ لاره په سترګو
په ژوندون دې چې زما ونه کړقدر
پس له مرګه مې بيامه ژاړه په قبر
قبرسورى کړه حال مې ګـــــــــوره
په خماروسترګومې پرېوتل ګردونه
همداسي نوري دي ورته بيتونه چې دډيري لرغونو شاعرانووو په مرمرينوکتيبو ليکل شوي وو چې لوستونکوته به يې دمرګ څېره اودهديرې درد نه چوپتيايادوله .
هغه دومره شهرت ته رسېدلى وو چې دښارډېروعمرخوړوکسانوبه لاپه خپل ژوند هم دشناختې جوړولوډيزاين اوليکنه ورکوله هلته له هرچانه داخبره هېرېده چې يوازې بوډاګان دمرګ خولې ته نږدې خلک دي .
ځکه هلته دماشومانو،زلمو، دجګړودشهيدانواوبوډاګانوټولوژوند ليکونه موجود وو اودهر چادمرګ نېټې يې په مرمرينوکتيبوليکل شوې وې زه په پوره باورويلى شم چې له دنياوي چاروبه مې زړه مات شو نوهلته به ورغلم اويوه شېبه به مې دهمدغه ناليدلي موجود په اړه سوچونه کول .
نورنو دواړه دومره سره اشناشوي وو چې دځينوکتيبوپه ډيزاين اودرنګ په انتخاب کې به يې هم زماسره مشوره کوله اوپه ساعتونووخت به مې دهغه له ګردونوپه ډک دکان کې تېرېده .
دهغه ټول مشتريان داسې کسان وو چې خوښي به يې نه پېژنده د ټولوبه څوک مړه وو اويابه يې له وړاندې دکتيبې لپاره ليکنه ورکوله .
يوه ورځ دجمعې په ماسپښين دهغه خواته ورغلم زماپه ورتلوپاڅېده اودلومړي ځل لپاره يې په خندا غاړه راکړه لوى لوى بريتونه ،وروځې اوباڼه يې دمرمروپه سپين ګرد لړلي وو.
مالابله خبره نه وه کړې چې يوې لويې مرمرينې کتيبې ته يي اشاره وکړه .
ته وګوره نوى ډيزاين دى !
ددکان په کو نج کې اېښي کتيبې ته نږدې ورغلم چې په سرکې يي دنورو دردونکوبيتونوپه څېربيتونه راغلي وو ټوله مې په بيړه ولوسته لاخلاصه کړې مې نه وه چې د درد يوڅپه راباندې راغله
داڅه کوې خپل ژوند ليک دې په ژوندون ليکلي !؟
هغه بياوخندل .........
ملګريه !په ژوند هېڅکله هم اعتبارنشته .
هسې نه چې بيازما په زوق برابرکتيبه راته څوک ونه ليکي .
هغه خپل ټول ژوند ليک په نوي ډيزاين ليکلې وو خودوفات نيټه يې په قوس کې خالي نيولي وه دکتيبې په لوستلودومره ووېرېدم چې په بدن مې لړزه راغله .
خوهغه بياغيږراکړه .
ويرې اوفکرته اړتيانشته مرګ ماته اشنا دى زه اومرګ هره ورځ ددووماشومانوپه څېريودبل سره لوبې کوو زما ټول عمردمرګ په ياد تېرشوى زمادژوند يوه شېبه هم ددغې ښاغلي دياده خالي نه ده نوبياولې ترې وډارشم که نن نه وي نوسبابه خامخا غاړه ورکوم .
هغه په مادومره اثروکړچې دمرګ ياد به هرځاي د سيوري په څېرراسره روان وو په اونۍ کې به يويا دوه ځله دښارلويې هديرې ته ضرورورتلم کتيبې مې لوستلې اوپه دعامې لاسونه ا وچتول .
يوه اونۍ وروسته بياهديرې ته لاړم دهديرې په لمن کې يو ه نوي قبرزماپام ځانته واړولوچې ښکلې مرمرينه کتيبه پرې ولاړه وه اوپه پنجره کې يې درنګ بوتلونه او واړه برسونه دواښوپه سرپراته وو
دعادت سره سم مې دکتيبې په لوستلوپيل وکړلانيمايي مې نه وو لوستي چې دسرويښته مې نيغ راودرېدل داهماغه کتيبه وه چې يوه اونۍ وړاندې مې دهغه په دکان کې لوستې وه .لوستوته مې دوام ورکړخواوس هغه خالي ځاى په يوه نيټه ډک وو اوترڅنګ يې دکتيبه ليکونکي دسرطان ناروغۍ يادونه هم شوې وه ٣\١\١٣٨٨
ننګرهار\جلال اباد ښار