دخپریدو نیټه : 2005-06-15 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
تخصيص
ګل آغا احمدي وردك
ګرانو دوستانو په لنډ متن کي تر معين وخت پوري څه مه ليکی
هغه د خپل تخلص په اوريدو ډير خوشحاله كيده نو له همدې كبله به رئيس صيب ته كله كله د خپل نوم په ځاى تخلص په كار وړل كيده. دا دى دقيقي صيب ويې ګوره، ستاسو امضا ته اړتيا لري، د پرونۍ ورځې د خريدارۍ اسناد دي. رئيس صيب چې د قيقي يې تخلص كاوه د خپلو عينكو له كونجونو څخه په رډه رډه د دفتر پياده حفيظ ته وكتل او ويې ويل: حفیظ جانه دلته يې كښيږده او بيا لږ وروسته پسې راشه. حفيظ چې څو ګامه مخكې لاړ نو رئيس پرې نارې كړې: دلته راشه يوه خبره درته كوم خو ګوره چې څوك در څخه خبر نه شي او له دې سره سم يې د خپلو چورتونو يوې ژورې نړۍ ته پناه ويوړه او د څو لحظو لپاره چوپ وو. حفيظ ورته وويل رئيس صيب ماته مو څه ويل؟ نه نه ته اوس لاړ شه بيا به خبرې كوو.
په همداسې چورتونو او فكرونو كې ډوب وو او له ځان سره يې د خيال په ژبه وويل: خانه دې خرابه شه دقيقي پلار دې رئيس وو؟ نيكه دې رئيس تير شوى وو؟ حتى په كورنۍ او كلې كې دې رئيس نه دى تير شوى دا څه په بلا واوښتم. بيا يې خپل ځان ته د ډاډ په ژبه وويل خير دى بلد به شم او په چل او ول كې به لدې چالاكانو څخه هرڅه زده كړم، هيڅوك د مور په نس كې چوكۍ ته نه دي رسيدلي يا خبره دا ده چې ماته به هم نه وي معلوم البته ټول رئيسان به په دې ډول وي، خو نوش جان دقيقي تا د خداى په لاره كې جهاد او مقاومت كړى دى، خير دى د همدې بركت دى چې دې چوكۍ ته يې را و رسولې لدې خبرې سره موسكى شو او ويې ويل: ته او رياست؟ .
د هغه ورځې په سبا حفيظ بيا كومه عريضه ورته رواړه او هغه موضوع پكې ياده شوې وه چې رئيس يې د سوچونو دريا ته ور وړاندې كړى وو نه پوهيده چې په څه ډول يې ځواب كړي خو حواس يې له لاسه ور نه كړل او حفيظ ته يې وويل: دلته يې زما په ميز كښيږده خو ګوره هلكه حفيظ جانه د كار سړى راته ښكارې له تا سره مې څه كار شته. حفيظ وويل: په سترګو رئيس صيب هر خدمت چې وي په يوه منډه به يې تر سره كړم، غلام دې حاضر دى.
رئيس صيب بيا هم ورته وويل: ته اوس رخصت يې بيا به بل وخت سره ګورو. حفيظ سر د احترام په توګه كښته كړ لاس يې خپل نامه ته ويوړل او په منډه د رئيس له دفتر څخه ووت.
دا ځل حفيظ له ځان سره د حال په ژبه وويل ياره چې تا به دې څه كوي؟ حتما څه ټكه را لويدلې ده خو كله كله به يې په زړه كې هيله را پيدا شوه چې شايد تنخوا به يې لوړه او په امتيازاتو به يې وپالي. خو زياتره وخت به يې په زړه داسې غڼه ګډه شوه چې ياره له دفتر څخه دې و نه باسي چې دومره په ټينګار سره هره ورځ د ليدنې بلنه دركوي او بيا هيڅ نه درته وايي. حفيظ بچيم همدغه دفتر ستا د ژوند سره، سپين او يوازينۍ هيله ده چې خپلو اولادونو ته يوه ګوله مړۍ پيدا كوې.خو له دې سره سره يې له ځان سره وويل چې نه حفيظ بچيم داسې يو كار خو دې په لنډ وخت كې نه دى كړى چې د رئيس بدګماني درباندې راغلې وي، توكل په خداى، يا باى يا برد، حفيظ بچيم فكر مه كوه.
رئيس صيب به چې كله دفتر ته راغى نو د نيم ساعت لپاره به يې ځان د هغه تشناب په هنداره كې سماوه چې د غلا شوې هندارې په ځاى د رئيس صيب د ځانګړي هدايت په اساس نصب او يوه نيم زاله ږمنځ يې مخې ته ايښودل شوې او په داسې يوه كلپ شوي تشناب كې ساتل كيده چې رئيس د خپل ځان لپاره ځانګړى كړى وو. خپله هغه لنډه او زيږه ږيره به يې څوځلې د ږمنځ له غاښونو اخوا ديخوا را تيره كړه چې په تورو نيكريزو به يې رنګ كړې وه خو د ويښتانو له بيخونو څخه د مصنوعي توروالې نښې له ورايه ښكاريدې او كله كله خو داسې هم پيښيده چې د خپلو غوږونو څنډې ترې د رنګولو په وخت د وارخطايۍ له كبله همداسې تورې پاتې شي. رئيس صيب به د خپل راتګ سره سم د خپلو مصنوعي غاښونو د زامو اسكليټ هم په يوه داسې ځانګړې پياله كې ځاى په ځاى كړ چې تر مورګو به له اوبو ډكه وه.
كله كله به يې پكول د ميز په سر ايښى وو خو زياتره وخت به يې له دې كبله په سر كاوه چې د سر ويښتان يې تللي او د رئيس صيب ستونزه په دې كې وه چې د سر په پوستكي يې څو سپين ټاپي را برسيره او نوموړي ته يې د خپل سر د لوڅولو اجازه نه وركوله.
د رئيس صيب بله ستونزه دا وه چې د خپل جهاد او مقاومت د رواج له مخې به يې يو برګ دسمال د دريشۍ د كورتۍ په ولو پروت وو چې د دفتر د ماحول سره يې هيڅ اړخ نه لګاوه خو رئيس صيب ددې لپاره چې خپلو هدفونو او سنګري ملګرو ته ځان وفادار و ښيي نوموړى كار به يې كاوه. بل دا چې د دسمال راز په دې كې وو چې كه چيرې دسمال نه واى نو له پخوانيو مامورينو سره به يې توپير نه كيده او د خپلو هيلو په تر سره كولو كې به پاتې راغلى واى. اصلا رئيس د لعنتي دسمال څخه ښه په تنګ وو او څو وارې يې له ځان سره تصميم نيولى وو چې بل ځل به يې دفتر ته نه ورسره راوړي خو كه حقيقت ته ځير شو نو همدغه دسمال وو چې د رئيس د زياتو كارونو رازونه پكې نغښتي وو.
رئيس صيب له ډير وخت وروسته له ځان سره تصميم نيولى وو چې ياره دقيقي تر څو به خبره پټه ساتې دومره څه خو خداى تاته نه دي درښودلي او نه دومره نر يې چې كوم كتاب متاب پسې وګورې يا په يوه اخبار او مجله كې مالومات ځان ته پيدا كړې. نه نه ستا سره يوازې حفيظ په دې باره كې مرسته كولى شي، ټينګ يې كړه، حال ځنې واخله ګوندې وي چې چاته و نه وايي.
حفيظ جان نن بيا د يوې كودې كاغذونو او عرايضو سره يو ځاى د رئيس دفتر ته راغى او تر سلام وروسته يې وويل: رئيس صيب پوهيږم چې كار زښته زيات او تاسو هم ډير ستړي شوي ياست خو څه وكړم كه دا كارونه د يوې ورځې څخه بلې ته پاتې شي نو يوه ورځ يې شايد چې وزير صيب پوښتنه وكړي.
رئيس صيب پخپل پكول او ږيره باندې له سره ګوتې ووهلې او ويې ويل: را يې وړه په قصه كې يې مه اوسيږه حفيظ جانه چې زه او ته ژوندي وو هر څه به سم شي دلته يې د ميز په سر كښيږده. كاغذونه كښيښودل شول او رئيس صيب څو پاڼې يوې خوا او بلې خوا ته واړولې او يوه دوې پاڼې د حفيظ له خوا ورته ولوستل شوې چې بيا هم ناحل شوې موضوع پكې تكرار شوه.
رئيس چې كله د هغه موضوع په هكله خبره واوريده نو ويې ويل: بس كړه، سر دې راته په درد كړ، دا څه په كړتو اخته يې، راشه او دلته مې تر څنګ كښينه.
حفيظ زړه نازړه د رئيس صيب تر څنګ كښيناست او په ډيره ناهيلۍ يې ورته وويل: رئيس صيب څه شوي دي؟ زما څخه خو به كومه خطايي يا ګناه نه وي شوې چې هغه بله ورځ دې هم را وغوښتم، زه خو ستاسو د سر خير غواړم، تخت او بخت مو تل لوړ شه، زه خو خپل كارونه په خپل وخت سر ته رسوم.
پوهيږم حفيظ بچيم، نه نه بيغمه شه، خبره په دې كې نه ده لكه ته چې فكر كوې. بيا چوپ شو او د چورت په ژبه يې له ځان سره وويل: خانه خرابه دقيقي دا څه كانه در وشوه اوس نو له پياده ګانو څخه پوښتنې ته اړ شوې؟ په دې وخت كې يوه نسبتا اوږده چوپتيا خوره شوه چې حفيظ په خبرو راغى او و يې ويل: رئيس صيب څه خبره ده؟ دا ډير وخت كيږي چې داسې چورتي غوندي مالوميږې كه ګناه په ما كې وي نو په ښكاره يې راته ووايه او كه بله داسې خبره هم وي چې زما دمرستې اړتيا وي نو زه حاضر يم چې كمك درسره وكړم.
رئيس صيب وويل: ګوره حفيظ جان بچيم ته خو خپل سړى يې او ټول راز مو سره ګډ دى او لدې سره سم يې په هغه موضوع يې ګوته كيښوده چې د رئيس صيب اعصاب يې نا آرام كړي وو او له حفيظ څخه يې د هغه د توضيح غوښتنه وكړه.
رئيس صيب دا خو آسانه خبره ده وا دې وريدل. د رئيس تندۍ وغوړيد او شاته په خپله زړه چوكۍ كې دومره كوږ شو چې پكول يې له سره ولويد او و يې ويل: حفيظ جانه په مور او پلار دې آفرين وروسته لدې زما او ستا كلكه ملګري شوه، عريضه دې راوړه چې د حواله جاتو مامور دې كړم.
كله چې حفيظ په خوښۍ له دفتر څخه ووت نو رئيس خپل سر څو ځلې ښۍ او كيڼې خوا ته و ښوراوه چې څنګه يې هغه وړاندې ورځې د دفتر يوې ښځې ته د خپلو اړوندو كارونو د بودجې د تخصيص د پوښتنې په ځواب كې ويلي وو: (تيره شه خبيثې تخصيص په اسلام كې ناروا دى).