دخپریدو نیټه : 2005-06-26 مخپرونکئ : 060 - دبېنواخبریال -کابل
زما ساقي
حشمت ساحل(كندهار)
زما ساقي
اې زما د ژوند بربادوونكي ... اې زما د ژوند د ځوانۍ د شېبو د مستيو او ليونتوبو د مېخانې ساقي...!
ماښام مي خوب ليدى چي ته مړه شوې يې او موږ په مېخانې كي د جنازې لمونځ دركوو، موږ نه بلكه يوازي زه.
هو زه... يوازي زه...! بل هيځوك هم نه وو. كله چي لمونځ خلاص سو په دې فكر كي سوم چي هديره به چېري درته جوړوم ، په همدې فكر كي دي سر ته كښېناستم ښه درته ځير سوم ، زړه مي راته و ويل
يا هغه . . . مړه نه ده ولي به مړه وي ؟ ولي به يې نو ډېر نه وي څښلي. ورته وګوره مړه نه ده هر څه چي مي وښورولې خوته د ابد په خوب ويده وې خو بيامي هم زړه ډاډ راكاوه چي ته نه يې مړه. آخر په دې نيت ولاړ شوم چي څه اوبه راوړم او پر ځان و مخ يې درته وپاشم خو شاوخوا مي اوبه و نه موندلې شاو خوا ټول خمان د شرابو ډك وه څو هلته په كنج كښې د يوه مات منګي په تل كښي څه زړخني اوبه مي وموندلې پر مخ و ځان مي در وپاشلې خو هېڅ گټه يې ونكړه آخر نا هيلى دي سرته كښېناستم څو شېبې مي دي مخ ته هيښ،هيښ كتل بيا دي اړخ ته كښېناستم سر مي دي په لاسو كي راپورته كړ و مي ښورولې ،ومي ښورولې خو بيا يې هم هيڅ كټه ونه كړه. آخر د نهيلي چم راڅخه وسو، سر مي دي په زړه پوري ټينګ ونيوى ، مخ مي د اسمان په لور پورته كړ د درد،سوز،ليونتوب، بيلتون، ناهيلى، بالاخره د نهايي ميني و محبت نه ډك ږغ باندي ژړا مي و وچيغي پيل كړې، داسي چيغي مي وهلې لكه لوى شتمن چي خپله ټوله شتمني و هستي له يوه مخي له لاسه وركړې وي .
هو. . . ! ته خو هم زما هستي و شتمني وې، ته خو زما مينه.وې . . . مينه يعنې د نړى بشپړه هستي او، او دپالونكي يې بشپړه نيستي .
خو په همدې ژړا و چيغو كي له خوبه راكښېنستم لكه لېونى شاوخوا مي اوتر،اوتر كتل ما چي ويل د رښتيا به مړه وې خو د د تقدير دا ارزښتمنه لوبه بايلل راباندي نه وه پېرزو او ته ژوندۍ يې تادي خداى( ج) راڅخه نه اخلي ، ته دي وې . . . جامونه دي وي. . . مرگى ناځوانه دي نه وي.