دخپریدو نیټه : 2010-01-25 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
ای د ټولې نړۍ پالونکيه ربه(ج)
ډاکټر فيض الله (ثاقب)
ای د ټولې نړۍ پالونکيه ربه(ج)
ای د ټولو کايناتو واکمنه:
ای د ځمکې او اسمان خالقه:
ته هرڅه وينې.
هرڅه اورې.
تا دې نړۍ ته د انسان په نوم خپل يو خليفه راولېږه.
هغه ته دې د ټولو مخلوقاتو څخه د غوره مخلوق (اشرف المخلوقات) مقام ورکړ.
ټول کاينات دې د هغه په خدمت کې کړل.
خو هغه ستا په ځمکه ستا د مخلوق وينه تويوي.
انسانان وژني.
لکونه او ميليونونه انسانان د ژوند له نعمت څخه بې برخې کوي.
هغه له تا سره ژمنه وکړه چې خپل ټول عمر به ستا له لارښودنو سره سم تېروي(کلمه طيبه).
يواځې ستا بنده ګي به کوي.
خو اوس هغه خپله دا ژمنه په بشپړ ډول هېره کړې ده.
هغه ستا د لارښودنو په ځای د خپل نفس او شيطان لارښودنې مني.
تا د هغه د لارښودنې لپاره تر ټولو غوره نظام (د اسلام سپېڅلی دين) راولېږه.
خو هغه پدې دين ځان نه پوهوي.
پدې دين عمل نه کوي.
دې دين ته بلنه نه کوي.
ددې دين څخه ساتنه (دفاع) نه کوي.
هغه ستا په ځمکه کې اوسېږي.
ستا خواړه خوري.
خو ستا په ځمکه ستا د نظام په ځاې د خپلې خوښې نظام غواړي.
ځمکه، اسمان، لمر، سپوږمۍ او ټول کاينات ستا امر مني.
خو ستا همدا خليفه ېې نه مني.
هغه ته تا د دنيا او اخرت تر منځ د يو انډول(توازن) امر کړی.
خو هغه اوس يواځې له دنيا سره مينه کوي او اخرت ته ېې شاه اړولې ده.
هغه ستا امرونه د بشري نظامونو په تله کې تلي.
د بشر جوړ نظامونه ستا د سپېڅلي دين په تله کې نه تلي بلکه په ړندو سترګو ېې مني.
دا اشرف المخلوقات خپل عزت ستا په بنده ګۍ کې نه بلکه د شتمنو او واکمنو وګړو په غلامۍ کې لټوي.
هغه معنويت د ماديت قرباني کړی.
د هغه کړه وړه، خبرې او جامې ټول د اسلامي ټولنې په ځای د نورو ټولنو استازيتوب کوي.
هوکې: ته ډېر صابر ېې.
بېشکه ته ډېر صابر ېې.
بېشکه، ېشکه.............................................بېشکه.