مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-01-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د غوړه مالا نو په مخونو خاورې وشیندۍ

ډاکټر فیض الله (ٍثاقب)

لمړی تر هرڅه غواړم ووایم چې بل چاته درناوی د هر انسان دنده ده او د اسلام سپېڅلی دین یو بل ته د درناوی دین ده ولې غوړه مالی (چاپړوسی) په بشپړ ډول حرامه ده.

هېره دې نه وی چې ډیرځل غوړه مالی د درناوی سره غلطېږی پدې مانا چې یوڅوک غوړه مالۍ ته د درناوی نوم ورکوی.
دلته به مونږ هڅه وکړو چې د درناوی او غوړه مالۍ ترمنځ ځنې توپیرونه په ګوته کړو او ددې دواړو پدیدو ترمنځ د توپیر کرښه را کاږو.

۱. لکه چې مخکې مو یادوونه وکړه بل چاته درناوی د هر انسان او په ځانګړی ډول د مسلمان دنده ده او د الله پاک د رضا د لاس ته راوړلو په موخه صورت مومی ولې غوړه مالی بیا دیوه لوړ پوړی چارواکی، شتمن او ځواکمن وګړی د خوشحالولو په موخه صورت مومی چې دا موخه د مسلمان د هغې اصلی موخې سره په ټکر کې راځی چې هغه د الله پاک رضا لاس ته راوړل دی. سر بېره پر دې دلته یو غوړه مال انسان د خداې رضا د یو انسان په رضا پلوری، پدې ډول خپل ایمان او ضمیر پلوری او خپل اسلامیت او مسلمانی تر سوال لاندې راولی لدې کبله ځنې پوهان غوړه مالۍ ته د غیرمستقیم شرک په سترګه ګوری او شرک هغه ګناه ده چې الله پاک ېې نه بښی.

۲. بل چاته درناوی د الله پاک د رضا لپاره کېږی مګر په غوړه مالۍ کې د انسان موخه مالی ګټه یا د خپل موقف لوړول وی لدې کبله ډېر ځل غوړه مال خلک په ډېرو لوړو دندو ګمارل کېږی.

۳. یو مسلمان نژدې هر وخت ناوړه کار ته ناوړه واېې یا لږ تر لږه د هغې په اړه غلی پاتې کېږی ولې یو غوړه مال انسان بیا د لوړپوړو چارواکو په هېڅ ډول ناوړه کار نیوکه نه کوی او ان چې ناوړه کار ته ېې هم ښه واېې او پدې ډول هغه نوره هم دې ته هڅوی چې خپلو ناوړه کارونو ته دوام ورکړی.

۴. د اسلام د سپېڅلی دین له نظره انسان ترټولو غوره مخلوق ده خو کله چې یو څوک غوړه مالی کوی نو په حقیقت کې هغه د انسانیت له کرښې څخه ووځی پدې مانا چې هغه پخپله هم د درناوی وړ ده مګر په غوړه مالۍ سره خپل انسانیت او درناوی تر پوښتنې لاندې راولی، دا لدې امله چې هغه د خدای پاک د رضا په ځای د یوبل انسان رضا غواړی او هغه کار کوی چې د انسانیت او اسلامیت له شان سره نه ښایی کوی.

۵. ډېر ځل داسې هم کېږی چې یو غوړه مال انسان د یوه لوړپوړی چارواکی، شتمن او ځواکمن سړی د خوشحالولو لپاره یو بل انسان ته سپکاوی کوی، پدې ډول له یوې خوا هغه انسان خوابدی کوی او له بلې خوا نوموړی وګړی نوره هم ځان ته مغروره کوی. دا چې غرور او تکبر تل د ناپوهۍ نښه ده او ان تر دې چې سړی وییلی شی چې هرڅومره چې یو څوک مغروره وی نو په هماغه اندازه نا پوهه او جاهله ده، لدې کبله ډېرځل زمونږ همدا ناپوهه چارواکی غوړه ما ل وګړی نازوی، رتبې ېې لوړوی او په ټولنه ېې واکمن کوی.

د اسلام ستر پیغمبر د غوړه مالۍ په اړه فرماېې چې تاسې د غوړه مالانو په مخونو خاورې وشیندی (فاحثو فی وجوههم التراب).

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery