دخپریدو نیټه : 2010-02-13 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د اوبو وار
ميوند فدا
ظابط خان په لښتي کې ورخ واچولو ، په پټي يې اوبه ورغلې او دى چې ملا يې ستړي شوي وه بېل يې د پولې سره نېږدې په پټي کې په زوره دننه کړ ، دواړه لاسه يې د بېل لاستي په سر کېښودل او خپله زنه يې پسې ورجوخته کړه ، په زوره يې څو ځله ساه وايسته نو ايله يې زړه ځاى ته راغى .
ظابط خان خپل پټي ته ځير ځير کتل چې ناڅاپه يې د ګلو غږ تر غوږ شو :
- دا کوم د ناديده زوى اوبه وتړلې ، داسې کنجوسان خو والله که ما په ژوند کې ليدلي وي ، لس دقيقې له وخته نه دي اوښتي بيايې لښتي راوچ کړ.
په دې وخت کې ګلو د باغ له ويړې راواوښت او سترګې يې په ظابط خان ولګيدې .
- وه سړيه دومره خو سړى صبر وکي ، د پټي کونج مې مکمل وچ پاتې دى.
ظابط خان چې دده سپکې سپورې اوريدلې وې او ښه ورته پړسيدلى وو ، په خشکه يې ورته وويل:
- ځه بابا له وخته پنځلس دقېقې لا تېرې هم دي خپل وار مې دى ، زما يې ستا په پټي څه ، اوس مې هم ډېره نيکي درسره کړي خو ته والله نه نيکي پېژنې او نه انسانيت لرې ، کاشکې په اوله کې مې درنه اړولې واى.
ګلو سترګې پرې رابرګې کړې : پلاره يو نيم ساعت د اوبو وار زما دى او يو نيم ساعت ستا ، ستا يو پټى دى او زما پنځه پټي دي ، انسانيت خو په تا کې نشته .
په دې وخت کې ظابط خان پرې راټوپ کړ او په جګ غږ يې ورته وويل : ګلويه غـ ...... مه خوره کنه اوس د والله سر دوه ځايه کم .
- غـ ...... ته مه خوره احمقه ...
ګلو لا خبره خلاصه نه وه چې له يو درب سره يې آخ له خولې ووتل خو وار يې خطا نه کړ، له څنګه وچ پټي نه يې يوه غټه لوټه پسې راواخيسته او ظابط خان يې دا دې ولو په منځ وويشت .
ظابط خان په ځمکه پرېوت خو بېرته راجګ شو ، دواړه سره لاس او ګرېوان شول ښې پرېمانه لغتې سوکان يې په يو بل وار کړل ، له نېږدې پټيو څخه بزګران او کليوال ورته راورسيدل ، دوى يې سره بېل کړل ، ظابط خان يې خپل کور ته وليږلو او ګلو يې خپل کور ته .
ظابط خان چې خپل کور ته لاړ او په کټ کې په اوږدو پښو وغځيد نو خپل ځان سره لګيا شو :
زوى يې لوى کې که ما ګلو ته ويلي واى چې خېر دى زما پټى دې خړوب شي ډېر وخت نه نيسي بيا زما اوبه نه دي پکار ته يې بوځه ، هم به دى پخپلو سپکو سپورو پښيمانه او خجالت وى ، هم به مو خوا نه سره بديده او هم به زما د ولو منځ بچ واى ( آخ ښځې غوړي راواخله چې مړ شوم )
ګلو هم چې د بېل لاستى په سر خوړلى ؤ او وينې شوى هم ؤ ، د شليدلي کټ په ژۍ ناست ؤ ښځې يې بياتي پسې راخيستي وه او د پرهار ځاى يې ورلغړ کړى ؤ نو سم داسې ښکاريده لکه اوزه چې نابلده شپون وخريي ، له يوه ساړه آسويلي سره په سوچ کې شو .
آى هاى که ما په انسانيت ظابط خان ته ويلي واى چې د پټي کونج مې پاتې دى ، خير دى که نوبت ستا دى دا پنځلس دقيقې دې راته پرېښودې دا لس دقيقې خير دى نوره هم اوبه راپرېږده چې پټى مې مکمل خړوب شي ، په خداى که ظابط خان دومره بد سړى وي خامخا به يې راسره منله ، دادى اوس ګوره چې هم مې ځان وشرمولو ، چرګۍ غوايي رانه جوړ شو هم مې ظابط خان خپه کړ او هم مې د پټي کونج وچ پاتې شو .