دخپریدو نیټه : 2005-08-27 مخپرونکئ : 041 - دبېنوا خبریال - کابل
پتنګان
ل: راجر ډين كايزر،ژ: بشير احمد نادم
په ژوندانه كي مي يو مهال داسي هم و، چي ښكلا راته تر يوې اندازې ځانګړې معنا لرله،ګومان كوم هغه مهال به د اوو يا اتو كالو وم، تش دوې اوونۍ يا يوه مياشت وړاندي تر هغه چي يتيم خانه مي د يوه بوډا سړي په لاس وركړي .
په يتيم خانه كي به د معمول په څېر سهار وختي له خوبه پاڅېدم، خپله بستره به مي د يوه وړوكي عسكر په شان ځاى پر ځاى كوله او د شلو ديرشو نورو ماشومانو سره به يو ځاى سهارنۍ خوړلوته كښېناستم .
يوه ورځ د سهارنۍ تر خوړلو وروسته چي بيرته د خوب كوټې ته راګرځېدم، ناڅاپه مي پام شو چي د يتيم خانې مسْول پر ګلونو چار چاپېره الوتونكي پتنګان نيسي، د هغه دې كار ته ښه ځير شوم، هغه دغه ښكلي پتنګان د تور په وسيله نيول، بيا به يې سنجاق د هغوى له سر او وزرونو څخه تېر كړ او د يوه كلك پنډ كاغذ پر مخ به يې ومښلول، ماته د دغو ښكلو موجوداتو وژنه يو بې رحمانه كار ښكارېده .
ما څو ځلي د دغو ګلونو په منځ كي قدم وهلى و، پتنګان زما پر سر، بدن او لاسونو كښېناستلي وو او د هغوى ښكلا ته له نيژدې ځير شوى وم .
شېبه پس د ټليفون ږغ اوچت شو، د يتيم خانې مسْول كاغد د پنجرې پر يوه څنډه كېښود، او د ټليفون د ځوابولو لپاره يتيم خانې ته ننوت، زه د كاغذ پر لور ور روان شوم او د كاغذ پر مخ د سنجاق شوو پتنګانو څخه يوه پتنګ ته ځير شوم چي له سنجاق څخه يې د وتلو هڅه كوله، كښېناستم، د هغه له يوه وزر څخه مي سنجاق لري كړ، هغه خپل وزر د الوتلو په دود ښوراوه، غوښتل يې له دې ځايه وتښتي خو دا بل وزر يې لا په سنجاق كي بند و، وزر يې پرې شو،پر مځكه را ولوېد او په لړزېدو شو، د هغه پرې شوى وزر مي را واخيست، هڅه مي كوله په خپلو لاړو يې ور ومښلوم او د يتيم خانې د مسْول تر راتګ وړاندي يې په الوتو راولم، هر څومره هڅه چي مي وكړه ناكامه وه، د پتنګ وزر جوړ نه شو، شېبه نيمه نه وه تېره چي د يتيم خانې مسْول په دروازه كي راڅرګند شو او يوه غوسه ناك اواز يې راباندي وكيښ، ما چي هر څومره ورته ويل، دا كار مي نه دى كړى، زما پر خبرو يې باور نه كاوه، هغه پنډ كاغذ يې پورته كړ او په پوره زور سره يې زما پر سر وواهه، پتنګان ټوټې ټوټې يوې او بلي خواته سره وپاشل شول، كاغذ يې پر مځكه وغورځاوه او په آمرانه لهجه يې راته وويل چي، ټوټي شوي پتنګان سره راټول كړه او چيرته لري يې وغورځوه، او پخپله لاړ . همالته د هغي غټي او زړې وني تر څنګ كښېناستم، هڅه مي كوله د پتنګانو د وجود اندامونه سره را يو ځاى كړم، تر څو وكړاى شم د هغوى بدنونه په بشپړه توګه په مځكه كي ښخ كړم، خو له بده مرغه چي دا كار ناشونى و، د هغوى لپاره مي يوازي دعا وكړه او بيا مي د هغي غټي وني تر څنګ په مځكه كي ښخ كړل، اوس چي هر كال پتنګان د يتيم خانې پر لوري راځي او پورته كښته الوزي، هڅه كوم له دې ځايه يې وشړم، ځكه هغوى نه پوهيږي چي يتيم خانه د ژوندانه لپاره تر ټولو بد ځاى او د مړيني لپاره تر ټولو بدترين ځاى دى .