ډېره ښایسته وه. بشاشې تورې غټې سترگې سره اننگي اوږده تک تور وېښتان زړه وړونکی پیکی جگه ونه په تېره بیا داسې ښایسته ځواني چې له حورې سره یې لږ توپیر کیده.
بس د ښایست او د ځوانۍ خو یې هیڅ کمی نه وه. ورته مې څو ځله ځیر ځیر وکتل.
داسې ښایسته بشر ما دخدای په دې ارته ځمکه کې نه وه لیدلی.په هر ځل غلچکي کتو به مې خیال کې شاعرانه چاپیریال جوړېده. دمینې او عاطفې ډک زړه مې په هر ځل کتو بایلوده.
حواسو دې ته اړ کړم چې ور وړاندې شم ورسره خبرې وکړم ځان وروپېژنم .
خوږې خوږې خبرې ترې واورم. یو دوه گامه وروړاندې شوم. ډېر غټ جرأت مې وکړ. په زړه راوگرځېدل. چې په کومه پوښتنه ورسره خبرې پیل کړم.
څنگه ورسره وغږیږم . لا ورنیږدې شوی نه وم . چې ددې دنیاي حورې کالیو ته مې پام شو. ډېر زاړه کالي یې اغوستي وه . بیا مې لاندې پښو ته وروکتل شلیدلې څپلکې یې پر پښو وې.
دټکري پیڅکه یې راته څېرې ښکاره شوه . پر مخ یې دسینگار هیڅ نښې نه ښکارېدې.
بشاشو سترگو یې معصومیت غږولو. ښایسته ځوانۍ یې راته د ناتوانۍ او مظلومیت کېسه کوله.
په دوه کې پاتې شوم . یو خوا مې چې ددې ځوانۍ او ښایست ته کتل او بل خوا ددې فقیرانه حالت ته . په خپل ټول توان مې زړه وکړ. لږنور هم وروړاندې شوم . لومړی مې ترې اجازه واخیسته سمدستي مې ترې وپوښتل ستا سترگې او ځواني دمعصومیت او مظلومیت کیسه راته کوي .که ته راته ددې راز ووایې . لومړی خو یې له شونډو پیکه نرۍ مو سکا تیره کړه. په حیاه ناکو سترگو کې یې په نیمه پوه کړم چې ته خو بیخي نابلد او نااشنا یې ما هېڅکله نه یې لیدلی. څنگه نابلد او نااشنا ځوان ته د ځان کیسه وکړم.
څه یې غوښتل چې راته وې وایي خو زه ترې ړومبی شوم. ورته مې وویل: خورې که نااشنا یم اشنا مې وگڼه. که پردی یم خپل مې وگڼه. که دې ورور نه یم ورور مې وگڼه.
خیر که دې کیسه راته وکړې.
دې یو سوړاسویلی وباسه له تورو غټو بشاشو سترگو یې یوه لیکه اوښکې پر اننگو راغلې.
سرې شونډې یې مړاوې وخوځولې. په لړزانده غږ یې راته وویل: زما کیسه ورورکه ډېره غمجنه ده . له اهونو، غمونو، کړاوونو او ژړاگانو ډکه ده . زه ډېره بدبخته انجنۍ یم . پنځه ویشت کاله ژوند کې مې یوه لحظه هم خوښۍ کې نده تېره کړې . ددرېو کالو به وم چې پلار مې په جنگ کې شهید شو.
درې کلنه یتېمه شوم . زما مشر ورور ته زه او زما مور ورله غاړې شو. خوار به په لالهاندۍ روزي مونږ ته را گټله . سهار به واته ماښام به راته .هغه هم مرگ وخوړ.
ما او مور مې پرته له خدایه نور هیڅوک نلرل . ترونه مې نه وه . ماما گانۍ مې مهاجره وه.
ژوند همداسې تیریده.
ما چې ددې مظلومې او ستومانې څېرې ته کتل نو حیران به شوم ویل به مې خدایه دښو ژوند څومره تریخ وي . دا نوره غلې وه . زړه مې راته ویل نوره کیسه هم له دې مظلومې ښاپیرۍ واوره.
بیا مې ترې وپوښتل: نور څه وشو؟
یوه شیبه مظلومه ښاپیرۍ غلې وه. له ډېر ځنډ وروسته یې کیسه بیا پیل کړه:
راغټه شوم . ددیارلس کالو به وم . چې یوه ورځ یوه قومندان صیب ولیدم.
زما ځواني او ښایست یې خوښ شو. مئین شو راباندې . کور ته راغی زما مور ته یې وویل هر څه لرم مال پیسې قدرت که دې خوښه وی . لور دې راته راکړه . زما ډېره خوښه شوه.
مور مې راته وویل: لورې نور څوک ندي را پاتې نه مو خپلوان شته نه دوستان . که دې خوښه وي دسمال به دې ورکړم . ته به هم ارامه شې او زه به هم.
ما ورسره هوکړه.
مور مې قومندان صیب ته زما دسمال ورکړ. کوژدن وشوه. پنځه میاشتې پرې تېرې شوې.
واده ته مو تیاری نیوه. چی ناڅاپه قومندان صیب زما مېړه دتل لپاره په درانه خوب ویده شو، شهید شو.
ځوانه نه واده شوې سرتورې شوم.
دشهید میړه مې دوه وروڼه وه ، ترې مشر او ترې کشر. خسر او خواښې مې کاله ته راغله راته یې وویل: ستا خوښه له کوم یوه سره واده کوې.
مشر لېور مې زامن او یوه میرمن لرله. کشر بیا هلکی وه. ورته مې وویل کشري ته به یو څو کاله صبر وکړم. کشری راته ښه دی.
څه به دې ماغزه خورم. کشری راغټ شو نري برېتان او نرۍ ږېره یې پر مخ راغله.
د واده خبره را تازه شو چې واده وکړو په همدې هیله مې ورځې بیگاه او شپې سبا کولې.
دښاپېرۍ په غټو سترگو کې یو ځل بیا اوښکو ډنډونه جوړ کړه. په سلگو شوه.
پاتې کیسه یې په ژړانده غږ داسې راته وکړه.
له دوهم مېړه هم کونډه شوم. نه پوهیږم تری تم شو. نه یې چا جنازه ولېده او نه یې په مړېنې څوک خبر دي.
مشر لېور راته وایي که له ما سره واده کړې ښه ده. که نه نو هر چا سره چې واده وکړې درته وژنم یې.
څه وکړم مور مې هم فلج ده راته پرته ده د یو او بل په مرستو ژوند تیروم.
څه وکړم زه بدبخته انجنۍ یم څه وکړم . . . . .