مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-10-07   مخپرونکئ : مولوي عبدالحق منصور

دروژې مهم مسائل

 

۱ – دروژی لپاره نیت شرط دی خوپه ژبه څه ویلوته اړتیا نشته که یوازی په زړه کی دروژی نیت وکړای شي صحیح کیږي .

۲ -  دسهار داخلیدو نه  وروسته چا خوراک یا څښاک وکړل  روژه  یی ماته شوه قضابه هم راوړي  او کفاره به هم ورکوی .

۳ – په هیره څه خوړلو سره روژه نه ماتیږي خو که چاته په زوردخوراک لپاره څه ور کړل شول روژه ماتیږي قضاء یې واجب ده

۴ – پخپله قی ( استفراق) راتلو سره روژه نه ماتیږي که څوک ځان ته قی راولي روژه ماتوي .

۵ -  دسفر اندازه ( ۴۸ میله یا ۷۶کلو متره ) ده پدې کي دروژې نیولو یا نه نیولو اختیار دی که ونیول شي غوره ده .

۶- عطر یا نورو خوشبو یانو سره روژه نه ماتیږي او همدا راز په سترګو کي رانجه کولو سره هم روژه نه ماتیږي.

۷- ستن وهل (انجکشن) سره روژه نه ماتیږي غوښه کې وي که رګې .

۸- هغه حامله او شيدې ورکونکې ښځه چي دځان یا ماشوم ویره ورسره وي روژه دي نه نیسي بیا دي قضا راوړي .

۹- که چا دعذر (سفر ، مرض ، زوړ والي )له امله روژه ونه نیوله اوبیاورته دقضا راوړلو وخت پیداکیدو نه وړاندي وفات شو وارثان به یې دهري روژی پّه بدل کې کفاره (پاوکم دوه کلوغنم)ورکوی .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery