دخپریدو نیټه : 2005-10-19 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
اُف دچايادونوپه ماڅه وکړه!
محصل خان غمشريك، ننګرهار
د پسرلي مياشت وه نوې او د خوشــــــبو نه ډکې عطر ورتي وږمې چلېدلي د ارغوان ګلونو نوښيزه غوټۍ سپړلي وې لارښوونه او دښتي شنې د خوبانو په انګو مستانه خندا برېښېد په گلپاڼو کې د پلو په څېرد چرچڼو چغار وو بوراګانو د شپې ناوي ته نغمه يز سازونه غـــږول پيـــــغلي او زلمـــــيان د سندرو په سمـــــندرکــي ډوب وو زمـــــا خيـــــالـــــي او سندريـــــز تخيـــل پدې ګلوريني او عطروريني فضاء هم تسل نه کېده له ځان سره مي هوډ وکړو چي راشه د ګورګورو او نښــترو وطن ته لاړشه چيرته چي هر وخت فطرتي نغمې غږيږي لنډه دا چي زيړ مازيګر وو لمر په ډوبېدوو چي دپکتياولايت د جوارلي ولسوالي په شاعرانه سيمه لکه د باران وورېدم. هماغه وو چي د خپل خوږمينه ناک دوست واحدجان جونګړي ته لاړم واحدجان د خپل کور دروازي ته را ووته او خوله يې د خندانه ډکه وه په ستړي مشي راته د ډيري خوشحالي نه دا سندره وويل
څنګه په تور ماښام کي راغلي تاليمنه باران دي
زر راشه دننه باران دي
په ورين تندي راته هرکله وويل په خپل حجره کي ئې کيناولم د شپي تر ناوخته پور ي يې را سره د زړه خواله وکړه بيا مي سرکېښود او په خوږ خوب ويده شوم شپه تيره شوه د لمر پلوشي د دوي د جونګړي نه لاتيري شوي چي د نښترو شرنګهار د زرکوکټهار او د ابشارونو شرهار مې ترغوږ شوه زه لا په همدي تلوسه کي ووم چي فطرتي ښکلا د نژدې نه ووينم چي په دې وخت کې واحدجان د سهار چاي يې راوړې چاي مو په خندا او ټوکو ټکالو وڅښل ما واحدجان ته مخ ور واړاوه او ورته مي وويل ګرانه ما خو د لږ ساعت لپاره د بدر جمالي ښاپيرۍ باغ حرم پورې لږبدرګه کړه واحدجان په خندا شو او راته ويې ويل جانانه د شپي خوبونه په ورځ کي ګوري باغ حرم خو په کوه قاف غره کي دي چيرته چي بدر جماله ښاپيرۍ ژوندکوي ما ورغبرګه کړه ساده ګله تاته د پکتيادا شنه چنغوزي توري ګورګوري او سرې مماڼي دباغ حرم نه ښکارې واحدجان پدې وخت کي له ځانه سره موسکى شو وويل ښه جانانه باغ حرم خو دي راته وښوده بدر جماله ښاپيرۍ به چيرته پيدا کړو، ما بيا ورته وويل چي خبري ډيري او سر يې يو راځه راپسي چي د بدرجماله ښاپيرۍ ننداره در باندي وکړم . څو شېبې پر مخ تيري نه وې چي د تورو غرونو لمنو ته ور ورسېدو دنګو دنګو غرو د سپرلي په سور ګلونو سينګار شوي وه ښه ډير وګرځيدو په غرونو کې د مرغانو لاهوتي او ازونه د مرغلرو په څېرسپين افشارونه مو په گده سره وليده رنګارنګ سيلونه مو وکړه تور جلغوزي او د سنځي جولۍ مو وجولې په ډېر ګرځيدو سخته ستړي شوه دواړه راغلو او د غره په يوه لمن کي مو لږ ګړي دمه جوړه کړه .
واحدجان باندي پدي وخت د خوب پرکالي راغله لاس يې تير کړو او خپل څادر يې را واخيسته او د خپل سر لاندي کېښوده او ويده شو. زه د ډېر وګرځيدو او ستړيا له امله ډيري سختي تندي اخيستي ومه ماغوښتل چې چيرته اوبه پيدا کړم او خپله تنده پري ماته کړم له ځان سره مي قصد وکړ چي راشه او د دي غره د لمن په لوري قدمونه واخله کيداي شي چيرته اوبه درته پيدا شي . څه سر به دي پرې خوږوم چي د اوبو د څښلو په نيت روان شوم څوقدمونه چي ښه وړاندي لاړم ګورم چي ددې لمن يوه چينه ګۍ ده اوددي چينه ګي په خواکي درنګونواوگلونونه جوړه يوه ښکلي اودښاپيرۍ په څيرکوچۍ ناسته ده اودچينه ګې په منځ کې په خپلوسورولاسونه په لپولپوداوبونه منګي ډک وي .
په دي وخت کې زما پري نظر شو خداي شاهد دي چي ډېره ښکلي را ته وبريښيده د وريښمينو نه جوړشوي پوړني ئې په سر او سرو مامڼو په څير په چرمو پوښلي سورکميس ئې په غاړه وو سپيني ليچو دبنګړونه ډکي وي .
په دي وخت کي زماپري نظرشوخداي شاهد دي چي ډېره ښکلي راته وبريښيده دوريښيمونه جوړ شوي پوړني ئې په سر او د سرو مامڼو په څير په چرمو پوښلي سور کميس ئې په غاړه وو سپيني ليچو د بنګړو ډکې وي توري زلفي د مارانو په څير پر مخ د آرمان ټالي وهلي .
څـــــو واره مــــي خپــــلي توري ستــــرګي غټي غټــــــي دارني دارنــــــي را پـــــــورته کړلـــــي او لــه ځان ســره به ئې پټـــــــه پټـــه مسکــــا کولــــه خــــو په ميـنه نه پوهيـــــــــده ډيــــره ساده وه سپـــــين مــــخ ته څښــــتــــن فطــــــــــرتي او غـــــره يــــز رنگ ورکـــــړي وه. خــو د دي کوچـــۍ ستــــرګې هماغه بــــدرجمــــالي ښاپيـــــرۍ ته ورتـــه وي کـــومې چې ما د خـپـــــل ځــــان ســـره خيالي تصوير جوړ کړي وه. د چنار پـــه څيردنګـــي کـــوچۍ د اوبـــو نه ډک منګــــي په سر کــــړو او د خپلـــي کيـــږدۍ په لـــوري ګړندي ګـــامونه واخيــــستل خــــو د آرمانونه ئې ډکې ستـــرګې بيا را ونه ړولي چيــــنه ګي ته ښه ور نژدي شــــوم سپيني نازننـــــي او د شــاتو نه خوږي اوبه مې تري وڅښـــــلي. دچيــــــنه ګي پر غاړه ما ته کودلې هم پراتـــه وه داسي معلوميــــده چي دلـــته پيـــغلو ښه نازولتـــوب تيرکــــړي وي د نيـــمګــــړو اميــــدونــــو او ستـــړي ژونـــد سره ډک زړه را روان شـــومه .
د غره يــــزي کـــوچۍ ښائســــته د شــنو غرونو شاعــــرانه زمــــزمو زما وجــــود رو رو بــــوګنا وه بير ته ګړي دمــه چي بيـــــر تـــه شنــــي جلـــګي تــه ورســـــيدم. واحــــدجان خو ټوله ورځ په خوبونو تيره کړي وه. ور نژدي شوم او غـــږ مي پـــري وکړ واحـــدجانه د خـــوبه ستـــرګي را وغـــړوه د رنګــــونو او ګلـــونو بـــدر جـماله ښاپيـــرۍ وګـــوره. واحدجان د خوږ خوبه ډکي سترګي را واړولي او يوه چـــغــه ئې ووهـــله او راته وويل کومه بدرجماله ښاپيرۍ چيرته لاړه ماځواب ورکړو د هغي خړي ګيږدۍ په لور لاړه .
واحـــدجان په ډېره زغــــرده راته وويـــل پريږده جانــــــــانه داخـــــو زمـــوږ د کــــــلـي کــــوچۍ ده مادرته مخــــکي نه ويــــلي چي تــه دشــــپي خوبــــونه د ورځـــي ګـــوري. ما ورته وويـــل ته ښکـــلا څـــه پيـژني تاته ددي خپـلي سيـــــــمــي پـــه پښـــتــــني دود او دسـتور سمباله کـــــوچـــۍ بدرجـــــماله ښاپيـــــرۍ نه ښـــکاري تـــــاتـــه ددي تورو غرونو شاعـــــرانه زمـــــزمي او د دي ښــکلي کـــوچۍ ښکــــلا هيــــڅ خـــوښي نــــــه دربـــخـښـــــــي. واحدجان زمادخبروپه اوريدلوسره په خيال کي ډوب شو لږ لحظه ئې وروسته خپل مخ راستون کړو او راته ويي ويل جانانه ته رښتيا وايې زه مخکي ددي تورو غرونو ، شنو نښترو او ښائسته کوچۍ په ارزښت نه پوهيدم اوس تا تري خبر کړم نور به زه ددي تورو غرونو شنو نښترو او ښائسته کوچۍ داسي خدمت او پالنه کوم لکه څنګه چي يو زوي د خپلي مورخدمت او پالــــنه کــــوي. بيـــــا زه د يــــوې څيــــړۍ د بـــوټــــــي تـــرڅنــــــګ کيـــناستـــــم قــلـــم او کتــــابــچــه مــــــي د خـــــپــــــــــل جيـــــــــبــــه را وکـــــښــه او هــــمــــدا شـــــــعر مــــي ولـــــــــيـــــــــکه .
دپکتيادغرولمن کي يوکيږدۍ مي وليدله
دي کيږدۍيوکوچي وه ښاپيرۍ مي وليدله