کله چې د يوه کس ځان غوښتنه د يوې ټولنې لپاره په قانون بدليږي نو قانون راواخلئ او په رڼا روځ په عدالت او سړيتوب پسې وګرځي .
محمد نعيم حقمل
زلمی چې په قوماندان طاعون مشهور وو زموږ دسيمې له وتلو قوماندانو څخه و. دده په ږيره او ويښتانو کې لا سپين نه و لګيدلي او د جګړې درانده پيټي دده ملا نه وه کړوپه کړې . څو ورځې مخکې ده دخپل اصلي دشمن عوض قوماندن مړينه ښه په درب و نمانځله. ده په دې ورځ خپله څلورمه ښځه راواده کړه او ټوله سيمه يې د ډولونو او اټنچيانو په غږونو ډکه کړې وه.
دواده په شپه د قوماندان طاعون د لويې کلا مخې ته د اورونو سرې لمبې او تور لوګي له ورايه ښکاريدل.سره له دې چې د سپوږمۍ شپه وه خو د نغريو د اور لمبو د لاټينونو رڼاوو شا او خوا سيمې ټولې رڼا کړې وي . ها خوا دباړه وريجو او غوښو لويو لويو کټوود شا او خوا وږي تږي مست کړي او ډيرو يې د قوماندان طاعون د کلا په لور لښکر راويستلى وو.
دوی دخواته په لوڅو پشو ، څيرو ګريوانو او مظلومو سپيرو څيرو د ميږتونو په شان اوژده ليکه جوړه کړی وه او ديوه زوره ور بريد لپاره يی د نغريو په څومتری کې ټينګ سنګرونه نيولی و ، دوی نه پوهيدل چی څه شى به ورته ورسيږي او که نه؟ له چا نه سوال وکړي؟ خو دومره پوهيدل چې دلته دخوړو او څښو لپاره هرڅه شته.
هوکې ! دوی غوښتل په وريجو او غوښو سره خپلي وچي شونډې نرمې او دخپلو وږو تږو کولمو نيم ژوانده غوندې چنجيان څه ناڅه په مستۍ راولي.
رښتيا ! دوی خو دا هوس کړئ وو؟، خو دسفر وروستئ تم ځای د تورو ببرسرو دوزخيانو له خوا په ټينګه ساتل کيده.
دديګونو او کټوو د نغريو په شاواوخوا کې دهغو د ګڼې ګوڼي له کبله تورغوبل جوړشوی واودهرډول بريد هڅه شنډه شکاريده. دوی تور اوږده او ډبل ډبل اورلڼونی لرګي ښکته پورته کول چی په يوه وار سره يې سړی له دې ورانې دنيا نه هغې ګرانې دنيا ته تلای شوای.
دقوماندان طاعون د جګې او اوچتې کلا د باندې د رازراز او خوندورو خوړواو ميوو لوی لوی او اوږده دسترخوانونه اچول شوي و.دخاورو سپيره مخ پر سرو غاليو او توشکو پټ شوی و. دکلا درزونو، تورمخونه، غمجنو سوريو ديوالونو او نړيدلو برجونو دتيرو بدو کيسه کوله.
تورې شپې هم په ټولي سيمې باندې د خپلی تورې کيږدۍ تور پيڅولونه غوړولي و. او توند باد له وريځو سره په قهر او غوسه لوبې کولې.وريځې به يې د غونډيو په شان يوې او بلي خواته شيندلې.
له لرې او نيږدې سيمو څخه زيات شمير ميلمانه دې واده ته رابلل شوی وو.قوماندان طاعون هم د خپلو رابلل شويو ميلمنو په منځ کی د انځير ګل او دمجلس نقل وو .ده د يوی سرې پړسيدلې مخملي توشکې دپاسه يې لوی بالښت ته خيټه اچولی وه ، کله ناکله به يې د ستوني غږ له ورايه تر غوژ کيدو. شاوخوايې بډوهلو ببرسرو اورپکو تينګه څارنه کوله ،مخامخ ورته يو لوی غرغريي تور چلم پروت و چي له وني څخه يې هم کم نه و. کله به يې چی خوله پر چلم کيښودله ، شين زوره ور لوګۍ به يې ترې نه پورته کړاو دټوخي په شنه کيدو سره به يې په بنده ژبه په خپلو هلکانو داسې غږ وکړ:
هلکانو د ميلمنو ښه خدمت او عزت وکړې ! ژرشئ هر څه ورته حاضرکړی .
د دې نارې په اوريدو سره به دميلمنو له ګڼې ګوڼې او ګوټ ګوټ څخه د ، زيات دي ، هرڅه شته ، دهيڅ شي کمئ نه شته، تاسو دئ ژوندي وای ، هرڅه خدای درکړي اونور ... غږونه پورته شول ، هلکانو به هم د بادار له غږ سره غبرګ د کاسو،غوريو او کابونو په ځغلولو سره د مچيو په شان غومبرجوړ کړ او هلته لرې به لويې څمڅې په ديګونو کي وتړنګړل شوې.
راغلو ميلمنو هم په خورا زيات شور ماشور د ساز او اواز ګرم مجلس جوړ کړئ وو. ځينو په ګډا او ځينو په سندرو ويلو سره دطاعون قوماندان د واده مجلس پوره تود ګړی و او په دې سره د قوماندان دبدبه لا زياته اوچته شوې وه.
قوماندان طاعون له ونې لنډ سړى وو. وتلې خيټه،لنډې کږې پښې ، غټ سر، پلنه پوزه، پړسيدلۍ ورميږ،ځوړندې شونډې او دوزخي غوندې توره څيره درلوده. اصلي خټه او نصب يی روښانه او معلوم نه وو. او نه د دې سيمی له اوسيدونکو څخه وو دتير ژوند هنداره يې هم خړه او تياره بريښيده. داسې ويل کيدل چې د يوې بلې سيمې څخه څوکاله پخوا دلته راکډه شوى و .په ليکنًه نه پوهيده خو دچنګيز په شان بې سواده ظالم سرلښکر وو، له زياتو خبرو او اترو سره يې مينه نه درلوده، هرڅه ورته د ټوپک په ژبه ښه ښکاريدل،وژنې،تشتونې او ټکونې د ده د مجلس غټ ټکي جوړول . دپلار او کورنۍ د مينې له زولۍ څخه هم لرې و. په زړه سوي او پيرزوينه نه پوهيده.
هوکې دقوماندان طاعون دنوم او نښان اوازې هغه وخت زموږ او زموږپه ګاونډی امپراطوری کې په شرنګ ا وپرنګ خپرې شوې چې د سرتمبه قوماندان امپراطوری د مومن خان د افسانوي ښامار د اتلانو له خوا نسکوره شوه.
د سرټمبه قوماندان د لښکرو تانګونه هغه وخت سست شول چی دړانده قوماندان لښکرې د هغه د واکمنۍ پولو ته راورسيدې او د سرټمبه قوماندان پر خاوره يې داسي يرغل وکړ چی هرڅه يی تالا والا کړل . سرټمبه قوماندان له څو کلنۍ زورواکۍ وروسته ميدان بايلود. ده د نورو په منګلو او غيږکي سا ورکړه. ان تردې پورې چې مړئ يې په يوه لرې پرته سيمه کې چې ده ورسره څه ناڅه پيژندګلوي لرله خاورو ته وسپارل شوه. دسرټمبه قوماندان مړينه او دهغه سلطنت دړې وړې کيدل په ځينو سيمو کی دخوشحالۍ په چړچو سره او په ځينو ځايونو کې د وير او ماتم په توګه ونمانځل شو. چا خوشحالئ اوخنداګانې کولې اوچا دغم په څپړو او سوکانو سره خپلي سينې وهلې .
د سرټمبه قوماندان له مړينې او دهغه ددوزخيانو د تيت پرت کيدو وروسته د قوماندان طاعون د سلطنت لمن د څه وخت لپاره وغزيده او په سيمه کې يې د يووړوکي پاچا بڼه غوره کړه ، خو لا پښې يې نه وې غزولې او دمه يې نه وه جوړه شوي چې دى هم د ړانده قوماندان د ځواکونو په لټار کي راګير شو او دهغه سرحدي پولې او پاټکونه يو پر بل پسي ړنګيدل او يا يې له ولکې څخه وتل.دداسې ناببره بريد په وخت کې دقوماندان طاعون د پاچايي لمن پو ځل بيا په لنډيدو او ټغر يې په ټوليدو شو ، قوماندان طاعون چې خپله څيره له ورايه په کوهي کی ليدله واکمني يې ديوې خوا د ړانده قوماندان د لښکريانو تر ګواښ لاندې راغلې وه او له بلې خوا د هغه خپل کسان په خپلو کې په درغلیو،لوټ او تالان لګيا وو نو دڅلورو ښځو قوماندان طاعون دې ته اړشو چې دی خپل ژوند پايښت په خاطر پو ځل بيا خپل پخواني سيال چور قوماندان ته دمرستي لاس اوږد کړي . سره له دې چې دده د درې کيلومتره پاچايې سرحدي پولې او غاړې د ګډو پوځيانو له خوا څارل کيدې . قوماندان طاعون دواده په دې شپه ډير نارامه و.
ځمکې ځای نه ورکاوه دتوشکې دپاسه به ډير ښوريدو. دخپلو ببرسرو ټوپکيانو په غوږ کې به يې ډير څه ويل، مړۍ به يې له ستوني نه تيريده او په ستوني کې به يې کله ناکله بنديده. دچلم په نيشه پسې به يې ډک ورغوئ د پل مټک نصوار خولې ته واچول او دسګرتي په دودولو سره به دراتلونکي هوسونو په نيشه کې يو څه ډوب شو.
پيرګل اکا چې زما دپلار پخوانی او نيږدې دوست او عزيز و هم دی واده ته رابلل شوی و. ده دژوند دوه شپيته پسرلي په دې سيمه کې تير کړي وو. دلته هرڅه ورته د ګوتو په شان معلوم و. خپل او پردي يې ټول پيږندل . کله چې دپيرګل اکا بادامي سترګې په ما ولګيدې ، بې له درنګه د خپلي زړې او محکمې لکڼې په مرسته راجګ شو او زه يې د څو شيبو لپاره په خپله ګرمه غيږ کې ټينګ ونيولم. پر يوه او بله خوا يې ښکل کړم. په غښتلي او اوچت غږ يې راته وويل!
د خدای پاک (ج) لوی احسان اوشکران دی زويه چې وروسته له ډيرې مودې دې جوړاو روغ ګورم. داد الله تعالی لويه مهرباني ده چی د خپل دوست نازولئ زوى پس له کلونو ګورم.
هوکې! د هغه پستې او نرمې ګيرې او خبرو ماته د خپل پلار هرڅه راپه ياد کړل . دهغه په نوراني مخ کې مې يو ځل بيا د خپل پلار انځور راژوندی شو ، دپيرګل اکا په ليدو سره ماته خپل ماشوم توب د لوبو ځايونه، خپل همزولي کوڅې او ګودرونه ټول را په يا دشول.
له روغبړ او پوښتنې څخه وروسته زه او پيرګل اکا څنګ په څنګ سره کيناستو. هغه دواده په شپه د زړه ډير خواله راسره وکړل او ډيرې ناکردې يې راته وويلې. د دې ټاټوبي تير يادونه يې راته ژوندي کړل چي يو وخت ما هم پکې خاپوړي کړي وو. هغه زما دږيري سپينو ويشتانو يو څه حيران کړ، خو پټه خوله پاته شو.
کله چي پيرګل اکا دشنو چايو ډک ګيلاس پورته کړ، بې له دې چې غوړپ ترينه وکړي په خپل ځای يې مخې ته کيښود . سوړ اوسيلئ يې له خولې ووت اووې ويل:
الله (ج) ښه پوهيږې بچيه چې دا چای چښل او ډوډی خوړل به موږ ته حلال وي او که حرام؟
ځکه د دې واده ډوډۍ په خوړلو سره مي خېټه داسي درنه شوه لکه کاڼي او ډبرې مې چې خوړلې وي. زما باور دادی زويه چې دې ژوند په دې وروستيو کې زه هم له دوی سره په ګناه کې شريک شولم، ځکه د دې سيمې هر څه دقوماندان طاعون په برخه شوي دي ، پردې زمکې خپلي بولي او دډيرو خلکو په جايدادونو يې خيټه اچولې ده . اوس ږيره او بياتي دهغه په لاس کې دي .هغه د علاقې په ډيرو ځمکو شرعي قبالې تيرې کړې ، ښکته او پورته ځمکې ، لارې او ګودرونه ،د غرولمنې ، پټي اوان زموږ وچ سيند يې هم په شرعی قباله کي نر غوندې په ځان پسې ليکلی او خپلې شتمني يې بولي.
بچيه عجيبه شرعي قباله ! دا قبالې څوک ورکوي؟
هی هی ...... اوس ته راته ووايه چې دی به ولې څلورم واده نه کوي ! پرې خبر يې زويه .....چې په واده کې څو خرواره وريجی پخې شويدي؟ هوکې بچيه ... د پخې تيږې په حساب يونيم خرواره وريجې ......يونيم .....پوهيږی يونيم خروار .... په خوله ياديږی ..... پنځوس غټ پسونه ..... درې سخوندر او څه دپاسه زر- دولس سوه چرګان . باور وکړه زويه ..... چې دژوند تر دې ګړۍ پورې مې هيڅ داسې واده نه دی ليدلی دا خو لا څه کوې ، په سوغاتونو بار موټرې ورته راورسيدې.
هوکې ، ما او پيرګل اکا د واده په دې شپه تر ډيره پورې دځان او دنورو په هکله ډير څه وويل ، دپيرګل اکا خبرې په ما باندې ډيرې ښې لګيدلې او زما تنده پرې ماتيده. کله چي ده يو څه ستوماني حس ګړله، نو راته ويې ويل:
پورته شه بچيه چې درځو تر سهاره وخت کم پاتې دی. د څو شيبو لپاره به سر کيږدو. که ژوند و بيا به سره ګړيږو.
د پيرګل اکا په همدې خبره دواړه جګ شولو او دهغه د زړې کوډلې په لور د سپوژمی په رڼا کی ورو، ورو په خوځيدو شو. هلته پيرګل اکا را ته وويل:
راځه بچيه په ماپسې ، له دغې نيږدې لارې به لاړ شو کومه چې دې اوسنيو واکدارانواو مشرانو راته جوړه کړيده.
هوکې ، د لارې په اوژدو کې مې په نړيدلو او سوريو سوريو ديوالونو او کورونو سر شو. ودان څه مې تر سترګو نه شول د دې سيمې زياتره کورونه او ودانی په اور سوې او ړنګې شوې وي. د ړنګو او ويجاړوودانيو په شاواوخوا کي لږ بوټي او واښه شنه شوي وو. وړانګې او ويجاړې ودانۍ اوس د بې څښتنه او سارايي سپيو او پيشو ګانو د ژوند او اوسيدو ټاټوبی ګرځيدلی و. د دې واکمنۍ يو پوړيزه ودانۍ، سوري سوري ديوالونه او سرلوڅی بامونه له ورايه سړي ته د خپل تير ژوندانه تريخ حکايت کوي. هره ورانه کوډله او کوڅه چې د وخت واکمن پکښې شکته پورته کيږي، ځانته ځانګړې کيسه او داستان لري چې د هر ليدونکې په زړه او مغز کې د غم کرښې راباسي . دلته هرڅه وران او ويجاړ دي .ودانۍ ،سړکونه ،هديرې ،جوماتونه ،فکرونه ، کړه وړه ، عقيدې ، ژبه او غيرتونه.
پيرګل اکا د خاورو په يوې ډيران چې ژيړپوټي ترې راشنه شوي و، ودريد او د خپلې امسا په ښورولو سره يې راته وويل ،دا ځای پيژنې بچيه ؟ پوهيږی بچيه چي زه او ته چيرته راورسيدو ...... هوکې ... بچيه دا هغه ځای دی چي تا پکې د ماشوم توب خپوړي کړيدي . دا هغه کور او کوډله ده چې د پلار په تڼاکو لاسونو او ګوتو دې جوړ شويدي. دلته ستا دوروڼو او خويندو زانګو وه ، زه ددې ځای د هرکاڼي،ونې او بوټي سره اشنايم. زه هغوی پيژنم او دوی زما سره مينه لري هو بچيه . دلته ما د لومړي ځل لپاره ديرش کاله دمخه ستا په غوږ کې د الله اکبر اذان وکړ . هرڅه راته داوس په شان په ياد دي . که څه هم د ا کوډلې قصرونه نه وو، خو له ماڼيوڅخه هم کم نه وو.دا کوډله د مينی او محبت ځاله وه ،کلونه کلونه ستا پلار د يو زنداني په څير دلته کار وکړ تر څو دا کوډله جوړه کړي
دلته د نن په شان د ساز او اواز،ظلم او تيري ځای نه وو . دلته د ميلو اوچړچو ځای نه وو او دلته دنن غوندی .... ......
پيرګل اکا نور دويلو توان نه درلود او نه يې ما داوريدو وس درلود.خبرې يې په مرۍ کې بندې شوې ژبه يې وچه شوه، داوښکو باران يې پر مخ راروان شو. دسترګو په رپ کی هرڅه راته په ياد شول، احساس مې وکړ چي زه ماشوم يم. ددې ځای خاورو او ډبرو راته چيغې وهلې ، زارۍ يې کولې ، ژړاوې او واويلاوي يې کولې، نيږدې وو چی زما ګريوان را څيرې کړي ، پر مخ مي ووهي ،او هم دانارې مې تر غوږه کېدې، چيرته يې ؟ ولې نه راځې ؟ ولې زموږ پوښتنه نه کوې؟ څنګه دې موږ هير کړو ، په همدي سختو شېبو کې مې سر ګيچ شو، په سترګو مې تياره شوه، حلق مې وچ شو، پښې او لاس مې نورنه خوځيدل ، پرمخ ولويدم.
سهار وختي د ملا اذان او دپيرګل اکا په ټوخي سره زه له درانه خوبه راويش شوم، سر مې دروند او ځان مې درد کاوه. شپې هم ورو _ ورو دسباوون لورته سترګې وهلې او خپل تور پيڅولونه يې ورټولول او ځای يې سپين سهار ته پريښود . داوداسه څخه وروسته زه او پيرګل اکا د جومات په لور روان شوو ، د جومات په دروازه او شا اوخوا کې د خلکو ګڼه ګوڼه وه د پخوا په پرتله زياته چوپتيا وه. ټول سره خفه او نيولي بريښدل. د هرچا په خوله د چوپتيا مهر لګيدلىوو. دورخطايی نښې او نښانې د هرچا په سترګو کې ليدل کيدې.
پيرګل اکا دې ګڼي ګوڼي ډير ورخطا کړ. دلمانځه له ادا کولو وروسته يې په بيړه دجومات له ملا نه پوښتنه وکړه ؟ خيرت خو به وي ملا صيب؟ څه پيښه شويده ؟ دملا خوله هم ګنډلې غوندي ښکاريده وروسته له لږ ځنډ يې تر شونډو لاندې وويل . مړی شويدی ، ... د قوماندان صايب په کور کې څوک په حق رسيدلي دي . پيرګل اکا ددې خبر په اوريدو سره پټه خوله شو .
د لمر د څرک او راختو سره غبرګ ورو په ورو هرڅه روښانه کيدل ، د لمر له ژيړو وړانګو سره سم جومات په هغه سرو غاليو او توشکو پټ شو چې د تيرې شپې دواده د غرمستيو خاورې او ګردونه پکې له ورايه ښکاريدل .
پيرګل اکا د خپلو اوږدو تسبو په اړولو سره د چورتونو په سيلاب او طوفان کې داسی ډوب و چې نه يې سر ښوريده او نه يې خوله ، هوکې هغه په ورانه کښتۍ کي د سمندر په څپو کې داسې راګير شوی و چې د نجات وروستۍ ګړۍ ته سترګې په لار و. هغه د عبادت په دې سپيڅلې خونه کې دزهرجنو لړمانو په ټال کې راګير و. چې دوتلو لاريی لټوله . په رشتيا سره چې پيرګل اکا ته له رنځ او غم څخه پرته نور څه نه وو ورپاته . دهغه ټول هوسونه مړه و. خو دی لا ژوندی و. بې ځايه پيرګل اکا په ورانه کشتۍ کې دسمندر په زوره ورو څپو کې په ډوب شوي ګوهر پسې ګرځيد.
پيرګل اکا له ډيرې چوپتيا وروسته خپل ستونی تازه کړ او خپل وچ شونډوان يې په خپله ژبه لانده کړل تر څو په خوځښت راشي ، هغه زما او ټولو ډيره شويو خلکو چوپتيا ماته کړه په اوچت او جګ غږ يې وويل:
پوهيږې بچيه ؟ ... چا دتل لپاره نن شپه له دغې ورانې دنيا څخه سترګې پټې کړې ؟ هو بچيه هغه نازولې به د څو نور ګړيولپاره ددې لېوانو د وروستي تيري ،ظلم او جفا ميلمنه وي ، هوکې بچيه .. هغه د يوې شپې د زور او جبر ناوه کۍ وه ، هغه زما ددوست او عزيز د هوسونو غوټۍ وه ، هغه زما دمسافر او مهاجر عزيز وروستی ارمان او امانت و ، نه پوهيږم چي هغې پاکي او معصومي نجلۍ به د کوم ظالم په غيږ او منګولو کې سا ورکړې وي. د هغې پاکه زنه او له شيدو ډکه سپينه خوله به کوم ناولي تړ لې وي ، دهغې پر بې ګناه او پاکو سترګو به کوم ظالم اوجابر لاس ايښۍ وي؟
نه دروغ ده. د هغې سترګې وروستۍ هيله لري او لا نه دي پټې شوي . هغه ژوندۍ ده . هغه سترګې په لار ده. ،هغه غواړي چې د خپل پلار ملګرى وګوري ، هوکې هغه ماته د خپل پلار او مورلپاره وروستی پيغام لري ! هغه د پاکۍ ، ميړانې او ننګ پيغام لري ، هغې دظلم منګولو ته ځان و نه سپاره بلکې هغې سپيڅلۍ ارمان تر سره کړ، په رښتيا .. هغه د تل لپاره د مور ، پلار ، خپلو خپلوانو له غيږې څخه لري شوه ، خو دپلار او مور ارمان يې تر سره کړ، دپلار شمله يې جګه او اوچته وساتله ، هغه د ډولۍ په زولنو کی مړه شوه ، هغې سپينه ډولۍ دتل لپاره رنګينه کړله ، دزمان سندره يې بډايه کړه ، هو د زمانې وحشت ته وګوره څه کوي ؟ ولې زه نه مرم بچيه ...؟
هغه دظلم او وحشت څپړې پر مخ ووهله په رښتيا سره بچيه چې زيږنده د مرګ زيرۍ دی.
اه .. هغه د طاعون قوماندان د تيري ، ظلم او ناروا ښکار شوله ، خو د هغې پړونۍ له سره ونه لويد او نه يې دلاسونو نکريزی وچې شوې . هوکی داد ګودر توتکۍ ، دپلار د لاس ډيوه ، د بڼ بلبله ، دمور د غيزی نازولې نانځکه او زما د تسبو ځونډۍ نوره تلونکې ده روح دي يې ارام وي .
دهغې پلار ، مور او کورنۍ دظلم او بې عدالتۍ قرباني شول، مخکې له دې چې د لور ډولۍ يې د ظالمانو له خوا په زور پورته شي په نامعلوم لوري و خوځيدل او خپل پلرنۍ استوګنځۍ يې پريښود خدای پوهيږې چي هغوی به اوس چيرته دزړه وينې خوري. د هغوی نازولې له جرګې څخه پرته په زور د قوماندان طاعون د هوسونو ښکار او قرباني و ګرځيده.، هوکې څورلس کاله د مړيني لپاره ډير لږ دي ....
دپيرګل اکا په نارو او چيغو سره نيږدې و چې دجومات چت راپريوزې . ديوالونه و نړيږي. ځمکه څيرې شي او عمر يې پای ته ورسيږي ، زلزله او طوفان شي او اسمان ټوټې شي او راولويږي ، په رښتيا سره چې پيرګل اکا ته نن هر څه مړه او بې روحه ښکاريدل . د سرنوشت طوفان د پيرګل اکا د ژوند وروستی ګل د تل لپاره وچ کړ.
هوکې ، کله مې چې طاعون قوماندان دوروستي خل لپاره د هديرې سره وليد د تيرې شپې په شان غښتلی او تازه نه ښکاريده . ډير ستړی او ستومانه معلوميده ، لکه وينه يی چې وچه شوې وي . د لېمو د پوستکی په شان زيړ و. ښی سترګه يې هم د توربانجان په رنګ پړسيدلې او شنه اوښتی وه دپړسيدلي ورميږ په شاو اوخوا کې يې د وينو څو اوږده لښتي جوړ شوی وو . خېټه يې هم دتيرې شپې په پرتله يو څه بې وزنه ښکاريده ، دده ځوړند سر، پټو سترګو او پلنې پوزې يې د حق او باطل ديوې زورورې جګړې او لوبې کيسه کوله ،چې د يوې شپې ناوکۍ په بې رحمانه شهادت سره پای ته رسيدلې وه.