دخپریدو نیټه : 2005-11-09 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د مامورانو مور
ګل آغا احمدي وردك
باركزى دې خداى د ځوانيمرګې ورځې وساتي، كور يې دې ودان شي، په هغه ورځ يې كه چيرې زما او زما د لس كلنې لور سره د پړسيدلو پسونو په شا اوبه نه واى اچولې، تازه كوچ او دوايي يې نه واى ورخوړلې نو خدا زده چې زه او لس كلنه لور به مې د كوم سرنوشت سره مخامخ كيدو. په هغه ورځ ما او زما لور پسونه او غواوې د څرولو لپاره پټيو ته بيولي وو خو په ناخبرۍ كې يې د تازه رشقې كورپه و خوړله او داسې پړسيدلي وو چې نږدې دوې دوې ټوټې چاودلي وو خو خداى شته چې بيا هم د خداى په مرسته او د باركزي په كوشش پړسيدلي پسونه بيرته ښه شول.
د ببو په پښو داسې يوه كوريايي كمپله پروته ده چې د سرې ځمكې د پاسه پرې ښه ډير رنګارنګ ګلونه كتار دي، تك سپين پړونى يې په سر او د كتان داسې سپين كميس يې په تن دى چې ښه ډير واړه واړه تور خالونه پرې ايښي دي. مشر زوى خو يې يوه ځانګړې تنخوا ورته مقرره كړې نورو زامنو، لوڼو، نګورانو او د كورنۍ ټولو غړو هم تر خپل ځانګړي احترام او پاملرنې لاندې نيولې او هغه د چا خبره چې د ببو غږ تر خوله نه وي وتلى بيا نو دوه درې كسان دخدمت لپاره ورته حاضر وي. خو د دې ټولو نعمتونو سره سره ببو پخپلو پښو نه شي ګرزيدلى او خپله چپه پښه يې له كاره لويدلې او د درديدلي بدن د شا هډوكو ته يې هم تاوان رسيدلى دى.
زويه زه او ورور مې په داسې وخت كې د خپلې ادې او ابا څخه خپل تره ته پاتې شوي يو چې د مور مړينه خومې بيخي نه په زړه كيږي خو د پلار مرګ مې تر خوب پورې ياديږي داسې لكه چې خوب مې ليدلى وي. خپله پوهيږې چې خداى دې هيڅ يتيم كاكا ته نه پريږدي، هغه حالات يوه خداى ته مالوم دي چې په موږ تير شول خو كله چې ځوانۍ ته و رسيدم نو داسې چاته يې په بې خبرۍ كې وركړم چې ما يې مخكې نوم هم نه وو اوريدلى، زموږ د خپل ځاى وو خو په هغه وخت كې يې كورنۍ په بل ځاى كې اوسيدله. د خداى تر رضا مې جار كړې، زويه، زما كاكا اوس تللى، څه به يې كړو، تللي بښلي. زه مې د خپل يكه ورور نه مشره وم پداسې حال كې يې واده كړم چې د خپلې كورنۍ نه مې د خپل واړه ورور نه علاوه نور هيڅوك راسره نه وو خو د خپلو خسرخيلو نه مې څو كسان مشران خلك د ورا په څير راسره ملګري وو. پخوانيو وختونو كې دا موټر موټر نه وو چې اوس يې بغ او بوغ دى او تر يوه او بل تيريږي، په آس باندې يې سوره كړم، د ناوې مزل شروع شو، زويه شكر هوښيار سړى يې پخپله ښه پوهيږي د يوې داسې ښځې به څه ناويدود وي چې مور او پلار و نه لري...
زما بې انصافه كاكا زه په داسې حال كې واده كړم چې زما شپږ زره روپۍ ولور يې ښه پوره په جيب كې واچاوه چې په هغه وخت كې ډيره دنيا بلل كيده خو ما ته يې يو د چښلو د اوبو ګيلاس هم را نه كړ، وړوكى ورور مې هم بې تجربې وو چې د احتياط د پاره يو لوښى د كوره ورسره را واخلې، تږې شوم، اوبه مې و غوښتې، د يوه كاريز د څنګه يې د آس نه كوزه كړم خو پښې مې داسې وچې شوې وې تا به ويل چې وچ لرګي دي چې څنګه كوزه شوم پړمخې ولويدم، سخته زهيره او خوږ شوم.
د خسرګنۍ څو مشران چې راسره وو زما كاكا ته يې داسې څه وويل چې هيڅ يې ور پرې نه
ښودل، ښه زړونه تش كړل چې دې بې انصاف خو ناوې ته يو د اوبو د چښلو ګيلاس هم نه دى ايښى، خو ارمان ارمان چې كاكا خو مې هلته واى...
زويه يوه داسې كور ته يې ور وړم چې سپيره وو، بله ښځه نه وه او زما څلور ليورونه وړوكي وو ځكه چې مور يې په هغه لنډ وخت كې پور پرې كړى وو د نابودې دنيا نه يې سترګې پټې كړې وې. د خپل خسر او ليورونو مې ډير خدمتونه وكړل، خواړه او ټكله به مې ورته پخوله، تندور به مې ورته بلاوه، كالي او د خپلو وړو ليورو سرونه به مې يې ور وينځل، كوربه مې پاكاوه، غړك به مې موښله، غوا به مې لوشله، كله كله به مې د ځمكې نه شومه هم خپلو څارويو ته راوړه او د كور ټول مسووليت زما په غاړه وو خو يوه شي ته خوشحاله وم چې ميړه مې زړه سواندى او ډير دينداره سړى وو چې خلكو به ورته صوفي ويل.
ليورونه مې ځوانان شول، ودونه يې وكړل، د خپلو خپلو دونو خاوندان شول. زويه شريك كور دې ورك شي هميشه د داسې غمونو ډك وي چې هيڅوك د خوشحالۍ برخه هلته نه لري، هرڅوك پكې ارماني وي، شريك كور دې د باد په خوا شي. ما هم هسې پخپل ژوند كې ښې ورځې ډيرې كمې ليدلې وې خو كله چې زما ليورونو ودونه وكړل نو بيا د ما ژوند نور هم داسې شو لكه د سره خوګلن په سر چې ناسته وم. اوس خو ډير ښه وخت دى زويه په پخوا وختونو كې داسې رواج وو چې د مالونو روزنه به ښځو كوله او په وار به وو، يو پوره كال به يوې ښځې ټكله پخوله، بلې به ديګ كاوه، او بلې يور به مالونه كاله كول. نو كله به چې زما د كومې يور د مال د كاله كولو نوبت شو نو په هغه كال به ېې مزدور ورته نيوه خو چې كله به زما د مال نوبت شو نو په هغه كال به يې مزدور نه نيوه او ويل به يې ببو يې دې په خپلو زامنو و پيايي. ډير وارې مې سړى چا توش كړى وو چې بابا په ځان ولې دومره زحمت راولې، زامن دې مزدوران كړه او د مكتب نه يې و باسه. په داسې پلار دې افرينونه وي چې كله به چا خفه كړى وو نو ما به ورته وويل: سړيه خداى مهربانه دى، د چا په خبرو پسې مه ګرزه، زه هر تكليف په ځان منم خو مه كوه چې هلكان درسونه ووايي او دخپل نيكه هغه آرمان په ځاى كړي چې ويل به يې: يا خدايه زما په كورنۍ كې داسې څوك پيدا كړې چې ماته سرنامه، خط او يوه د مځكې قواله وويلى شي.
زويه خداى دې نه شي ناراضه، زه د خپل خداى نه ډيره خوشحاله يم. شكر درې سره زامن مې داسې مرتبو ته رسيدلي دي چې مشر زوى مې دوكتورا ده كه څه شى ما ته خو نه ده مالومه هغه يې اخيستې، دوهم زوى مې هم شكر دى ښه تعليم كړى او دريم زوى مې هم بد نه دى او ټول د خپلو اولادونو سره آرامه دي. لورانې مې هم شكر دى د خپلو خاوندانو سره خوشحاله ژوند لري او اوس د زياتو لمسيانو څښتنه هم يم.
زويه زما ليورونو او يورانو به يوه بله خبره هم كوله، او له دې خبرې سره مسكى شوه او ويې ويل: خو په يوه شرط يې درته وايم. ببو ګوره په كوم شرط؟
زويه مه وارخطا كيږه آسانه دى دومره سخت شرط خو هم نه درباندې ايږدم او ويې ويل: ته دې دا مخ لږ را لنډ كړه. ما چې خپل مخ ور لنډ كړ نو ښه كلك يې ښكل كړم او راته و يې ويل: زويه زه هغه حال نن په خپلو سترګو وينم چې زما ليورونو او يورانو به ويل: (مزدور مه ورته نيسى، ښه تكليفونه پرې ور ولى، ببو به سبا د مامورانو مور وي).