يوازې دمخامخ ودانۍ په دويم پوړ کې به تر ډېره نا وخته رڼا وه ، له دې دوه پوړيزې ودانۍ به به تر نيمې شپې له خندا ګانو سره يو ځاى دټوخيوغږونه راتلل . کله ناکله به ( ددرېږ ! ) قوي غږ هم په ورانو کوڅو کې تا و راتاو شو او بيا به سرو سکروټوپه کنډرو ديوالونو خولې خښې کړې .
زموږ خونې تياره وې ، خو دانګړ پرسر داسې سرې لمبې تېرو بېر کېدې ، لکه له ليرې چې په کوم اباد هېواد کې دشپې له خوا دلويې لارې ننداره کو ې .
کله به لمبې زموږ دکور له سرنه تېرې شوې ، دمخامخ غره پرڅوکه به ونـښتې ، د غره تيږې به له وېرې لکه واړه ماشو مان لاندې کلي ته په منډه شوې او کله به زموږ کورته په نيمه لاره راپرېوتې .
په اولو شپو کې به دهرې لمبې له راپرېوتو سره دچيغو غږونه هم پورته شول ، خو ورو- ورو دا غږونه ورک شول .
په دې کوڅه کې يوازې زموږ کور پاتې و او هغه هم دمخامخ دوه پوړېزې ودانۍ په تمه .
دلته پوسته وه ، هغې ته به مو وخت ناوخت ډوډۍ او چرس ليږل او خپل کور مو پرې ساته .
کور مو نوى جوړ کړى و او هغه مو هم دکلي دزمکې دخرڅون په بيه ، پرېښودل يې راته ګران و او دلته چې به چا کله کور پرېښود په هماغه وخت به يې مخ ته غټ موټر ودرېدل ، در وازې ، کړکۍ او حتې دديوالونو سيخان اودبرېښنا لينونه به يې هم ترې بار کړل .
نن شپه ، سر ماښام نه داسې پرله پسې ډزې پيل شوې وې چې له څمڅې راوتل ګران و، ټول په همدې وړه څمڅه کې چې دجګړو له ويرې مو په انګړ کې جوړه کړې وه راټول وو .
دماشومانو په غوږونو مو لا سونه ايښي وو ، کله به له غړز سره سپينه رڼاشو ه چيغې به شوې خوډېر ژر به بېرته تياره شوه .
تېر ماسخوتن ډزې غلې شوې راووتو دلوګيو او بارودو بويونو مو دماغونه سوزول ، چوپه چوپتياوه ، دکوڅې سپيان چې تر دې دمه جګړو ماروته ګوته په غاښ وو ، په غپايې چوپتيا ماته کړه .
کوټې ته ننوتو ، دخونې ښيښې چې دتېرې شپې جګړې ماتې کړې وې ، ننۍ جګړې يې پلاستيکونه هم روغ نه نه و پرېښې ور له خپل درشل نه وتلى و ددرواز مخوته خاورې پرتې وې ، ماشو مان له سړو اوار رپېدل .
مورمې ژر ډوډۍ تياره کړه ، کوچنيانو وخوړه او په بړستنو ننوتل ، چې موږ ته يې کله تياروله نو له نږدې پوستې دخندا داسې غږونه راغلل لکه تېرې ډزې چې دورا وې .
موږ داليکن په تته رڼاکې ديوبل سپيرو مخونو ته وکتل خو هيچا سره ځواب نه وو .
شيبه وروسته کوڅه کې دپښو دربهار شو ، لامو ډوډۍ نيمايي ته رسولې نه وه چې دربهار بام ته وخوت او دپښو له دربار سره ټکارى هم شروع شو .
ټولوتياره چت ته سترګې نېولې وې ، يودم مې ورور سر ټيټ کړ پرسترګويې لاسونه کېښودل اوپزه يې کش کړه .
شيبه وروسته په کاسه کې خاورې تويه شوې ، حيران وو ، اليکن مو ورجګ کړ ، پرسريې خاورې ورتويه شوې نږدې و چې ګل شي او بيا سمدلاسه چت نه رڼاښکاره شوه .
ورور مې په منډه برنډې ته وروت ، غږيې کړ : څوک يې ؟ په غبرګواوازونو دخندا غږ راغى ، خاوره هماغه شان توېدله .
له لټ وهلو سره يوځاى په قهر وويل شول : دچاپه کار کې څه کار لرې ؟ په ژوند په تنګ يې ؟
ورور مې بلې خبرې ته خوله جوړوله چې مورمې راکش کړ او په خوله يې ورته لاس کېښود .
يوتن راټوپ کړ ، مورته يې راته دټوپک ميله ونيوله ،ټيله يې کړه اوبيا يې وويل : ددې سپين سرې ازار نه ويرېږم که نه ... ولا حوله ولا... شيطانه کور دې وران شه ...
اوبيايې زياته کړه : تاسو دا خندا ګانې وانه ورېدې ، زموږ قو ماندان صيب نن شپه ستاسو دپوستې قوماندان په قيمار کې دپولۍ تړق ته کېناو ، غريب ته هيڅ پاته نه شو ډېر عذر او زارۍ يې وکړې اخر دقوماندان صيب زړه نرم شو ، خانداني سړى دى او يوازې ستاسو دکور په دستکو او سيخانو رضاشو .
١٣٨٣ – دوږي ٢٠ مه
کابل ، دقرغې بلا کونه