مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-11-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دجنت اوبه

رحيم ګل څاروان - کابل

 

غلام نبي دخپلې کلاشینکوفې میل په یوې خیرنې او زړې ټوټې پاک کړ، دکلاشینکوفې په نورو برخو یې هم همدا ټوټه تیره کړه.

څنگ ته یې دمرمیو گردنۍ پرته وه ورته لاس یې کړ،یو څو مرمۍ یې ترې را واخېستې او دکلاشینکوفې په جاغور کې یې واچولې.

پر لاس تړلي ساعت ته یې پام شو پوره دسهار شپږ بجې وې .

لمر هم خپلې زرېنې وړانگې دغرونو څوکو ته تمبه کړې وه .

دمجاهدینو قومندان ټولو مجاهدینو ته ویلي وه؛ چې دورځې په لسو بجو به دروسانو پر پوسته چې په سورکي غونډۍ پرته وه حمله کوي .

په همدې شیبه له څمڅې نه دده بل مجاهد ملگری چې کلاشینکوف یې په اوږه اېښې وه او دسر وېښته یې په ماته ږمنځه گمنځول دده لور ته ور روان شو، ده باندې يې غږ وکړ. غلام نبي!

څه په سوچونو سر یې؟ او له څمڅې نه بهر راوتی یې؟ دا دده ملگری گلستان و.

نه نه هسې له لمانځه وروسته له څمڅې راووتم دلته دې کمرۀ ته مې ډډه ووهله او کلاشینکوف مې پاک کړ. رښتیا گلستانه!

دا په سورکي غونډۍ پرته پوسته وايي دروسانو لویه قرارگاه ده او ډېر ځواکونه يې هلته پراته دي که حمله پرې وکړو نو.....

گلستان یې خبره پرېکړه راځه ساده ساده مه کېږه خدای مهربان دی خدای مو مل دی .

دواړه څمڅې ته ننوتل، په څمڅه کې نورو مجاهدينو ځانونه تیارول څوک په یو څه او څوک په بل څه بوخت ول .

غلام نبي هم ځان خوځیدو ته چمتو کړ له ځان سره یې داړتیا وړ ټول شیان واخیستل .

د اوبو پتکي ته یې لاس کړ او له خړې شنې بوشکې یې پکې تازه اوبه واچولې .

دده بل مجاهد ملگري ادم خان ورته وویل: والکه گوره اوبه زیاتې درسره واخله په یوه پتکي څه نه کېږي که تږی شوی زه بیا اوبه نه در کوم .

 

غلام نبي ورته وویل: وږی وږی مه کېږه اوبه ډېرې دي هلته به پیدا شي .

کاریز به وي دچنې یخ اوبه

ادم خان ورته مسکی شو هېڅ نشته وچ سپیره ډاگ دی .

دوي په همدې فکر کې ول چې د مجاهدینو قومندان جنت گل پرې غږ وکړ ځئ چې خوځېږو.

لږ او ډېر سل مجاهدین په یوه لوی کتار کې راغونډ شول، ټولو خپل پام  قومندان صیب ته واړاوه، قومندان صیب په تبلیغ پیل وکړ.

وروڼو: تاسو ټولو ته معلومه ده چې حق تل بریالی دی، خدای دمجاهد مل دی، لږ مجاهدین په ډېرو کفارو بریالي شوي،په جگړه کې خپل هوډ له لاسه ورنکړئ که مونږ لږ یو او روسان ډېر ولې راسخه عقیده مو بریالي کوي.

 په پای کې له لوې دعا وروسته قومندان مجاهدینو ته وویل گورئ هلته اوبه نشته له ځان سره اوبه واخلئ .

 لسو بجو ته لا لږ وخت پاتې وه چې مجاهدین سورکي غونډۍ ته څېرمه د عمباړې خوړ ته ورسیدل او سنگر یې ونیوه .

دعمباړې په خوړ به پخوا سیلابونه تیرېده خو دا کلونه کلونه شوي وه چې په غړپ اوبوپسې پخپله تږی وه .

مجاهدینو په سورکي غونډۍ پرتې پوستې باندې یو ناڅاپه حمله پیل کړه په څو دقیقو کې داسمان لمنه دمرمیو ښکار شوه، خو دا دروسانو کلکه پوسته وه تر دې پخوا هم نورو مجاهدینو په همدې پوسته بریدونه کړي وه ولې روسان ترې نه وه تښتیدلي .

جگړه ډېره اوږده شوه دروسانو چورلکې هم دجگړې ځای ته راورسیدې او په مجاهدینو یې پرله پسې بمبارۍ وکړې .

له مجاهدینو سره هرڅه په ختمیدو شوه دهر مجاهد داوبو پتکی خالي شوی وه .

غلام نبي دومره تږی وه چې دپتکي اوبه یې ټولې یو غړپ کړې .

گلستان پر غلام نبي غږ کړ: زه خو سخت تږی یم اوبه درسره پاتې دي .

نه اوبه له کومه شوې که له تا سره وي گلستانه رایې کړه .

هر مجاهد داوبو غوښتل پیل کړل ټول تږي شوي وه  دومره تږي چې نور ځواک دخوځښت پاتې نشو. جگړه خو لا پرېږده .

مجاهدینوقومندان چې پخپله هم ډېر تږی شوی وه نور يې ځواک هر څه پریښي وه خوبیا هم یې ویل جگړه مه پرېږدئ .

ځینو مجاهدینو قومندان صیب ته وویل: قومندان صیب مجاهدین سخت تږي دي نوره جگړه نه کيږي . ځئ چې ځو.

نیږدې وه چې مجاهدین ماتې وخوري او یا به یې تنده جل ووهي.

خو د غلام نبي غوږ ته د اوبو شڼهار ورغی لږ نور هم متوجه شو. شاته یې وکتل لکه چنې نه چې پاکې اوبه روانې وي سترگې يې څو ځله ورپولې لکه خوب چې ویني له ځان سره یې وویل راځه ورنېږدې شم.

کله چې نېږدې ورغی گوري سراب نه دی چې دی وغولوي رښتیا اوبه دي . دخدای شکر یې وباسه ښې ډېرې اوبه یې وڅښلې. نورو مجاهدینو ته یې هم غږ وکړ.

نیمو به اوبه څښلې او نیمو به جگړه کوله ترڅو چې ټول تږي په اوبو ماړه شوه .

جگړه سخته شوه روسان وتښتېدل مجاهدینو سورکي غونډۍ ونیوله .

غلام نبي عمباړې خوړ ته له نورو ټولومجاهدینو سره راغلل گوري داوبو هیڅ اثر نه نشته . نه څه لامده ول او نه هم اوبه وې   .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery