دخپریدو نیټه : 2005-11-20 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
عصري ښځه
فريشته جلالزۍ
فريشته جلالزی - کابل
(برپدر دي پدې سپین سر نالت سه ، چړپنه پدې نرۍ ږیره لکه د اوزگړي ، چي په کار نه پوهیږې نو ولي دي سړک بند کړی ، دي تا وراسته په ځای دي یو ځوان ونیسیي ، دسپی زو ....)
توبه توبه د ښځوجنگونه اوهغه د کلیوالو په اصطلاح خپړي مي ډیري لیدلي دي خو داسي ناپړیتي مي والله که پدې خپل څلرویښت کاله عمر کي اوریدلي وې .
له خښمه لکه سور جغوندرداسي اوښتې وه ، څه چي یې په خوله راتلل ریړۍ چلونکي ته یې ویل .
خدای دي سړی ته خير ورکړي ، لکه چي کوڼ و اوکه یې ځان له ټگۍ کوڼ کړ همدا دعامي کوله چي ریړۍ چلونکی دي خدای کوڼ لري ، که نه څوک خبرچي په تم ځای کي به څنگه د چهارباغ میله دریدلې وه .
خښمیدلې ښځي ته یولوکس موټر دسړک هغې غاړي ته ولاړ و،په تراټ ورتېره شوه ، دې خواته یې بدبد راوکتل دموټرپه پایدان یې پښه تکیه کړه ،اوخپل بوټ یې کاغدي دستمال وموښل چي دکراچي ټیرورباندی تېرشوی و.
چټل کاغد یې په تم ځای کی د ولاړو خلکوخواته را وویشت او ولاړه .
دریړۍ چلونکي ته مي ور وکتل ، لایې هم په لرگوبار کراچي پوري وهله ، اوس یې راته شاوه سپین ویښته یې سم نه ښکاریدل تر خړي خیرني لنگوټې لاندي و له شا په ملاکړوپ و، گامونه یې لړزیدلي ،لړزیدلي اخیستل داسي لکه ترپښو لاندي ځمکه چي یې ښویږي .
اوس نوکابو ترسړک اوښتی و او سوکه سوکه لري کیدو .
په تم ځای کي ولاړه وم ،ښاري موټر نه ښکاریدو لکه تل باید ډیر صبر مي کړی وای ، هوا هم سړه وه ځان مي په څه شي غلط کړی وای ، سړي ته مي کتل اود ښځي ښکنځلي مي د هغه له څېرې سره برابرولې .
خو په دې ښکنځلومي سر نه خلاصیدو مینداړو یا کړیځنه ، مړیتا ، چاودینک ... ترڅنگ ولاړي ملگري ته مي وویل داڅه مانا راته وې خندل ښ... که دي سترگي درلودای نوداپوښتنه به دي نه کوله
.... ولی نود سترگو یې له ښکنځلو سره څه
..... ساده گۍ ودي نه لیدل چي دهغې لمن ، بالاپوښ ، موزې ، دویښتانو شونډو او نوکانو رنگ ، اودستماغوگان څومره په موډ وو
... هو بیخي
.... تراوسه دي دفلم له جینکانو پرته څوک داسي په موډ لیدلي
... نه ریښتیا هم هغه ډیره عصري وه ، او لکه چي غټه وظیفه یی درلوده خو
....اوس دي دنښي منځ وویشت
... ولي د عصري توب یې له دې سره څه .
... عصري ښځي عصري ښکنځل کوي ، د خشره وو سر نه ورباندي خلاصیږی .