دخپریدو نیټه : 2011-10-31 مخپرونکئ : ۱۲۱ بېنوا - جنوبي پښتونخوا
د عشراتو خَمسَه وو ( يعني د ( ۵ ) لسيزو ) بيان :
علامه معين الدين ابوالفضل
د عشراتو خَمسَه وو ( يعني د ( ۵ ) لسيزو ) بيان :
علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته ـ
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم
أما بعد : فأعوذبالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم .
و الفجر وليالٍ عشر ( صدق الله العلي العظيم )
محترمو مسلمانانو ! پنځه داسي لسيزونه دي چي له جملې د پيغمبرانو څخه پنځه پيغمبران الله پاک په هغو لسيزو سره خاص کړيدي ، چي تفصيل يې په لاندي شرحه دئ :
اول :
د حضرت آدم ( عليه السلام ) لسيز ، کله چي الله ( جل جلاله ) حضرت حوآء (رضي الله عنها) د حضرت آدم ع د چپه طرف له قصيري او کوتاه پوښتۍ څخه پيدا کړه په داسي حال کښي چي دَی مبارک بيده ؤ ، او بيا دَی مبارک له خوب څخه رابيداره سو نو يې حضرت حوآء (رض) په داسي حال کښي وليدله چي دده په حضور کښي ناسته وه ، بيا يې ودې ته وويل چي ته د چا لپاره يې ؟ دې مبارکي ورته وويل چي زه ستا لپاره يم !
نو حضرت آدم ع ددې اراده وکړه چي مسه يې کړي ، نو له الــهي لوري وده ته وويل سول چي تر هغه پوري به حوآء نه مسه کوې چي ودې ته ددې مَهر او وروَل ورکوي ، نو آدم ع وويل :
الهي و مَـــــا مَــــــهرُهَــــــا ؟
يعني اې الله ! مَهر ددې کوم شئ دئ ؟
الله پاک ورته وفرمايل :
هوَ أنْ تُــــصَلــــي عَلی نَبيـــــي اخيرالزمان عَشراً ، فذالک مَهرُهــا .
يعني مهر ددې دادئ چي د اخيري زمانې پر نبي باندي ( يعني چي حضرت محمــــد [صلی الله عليه وسلم ] دئ ) لس کَرَته درود ووايې ، نو دا وروَل دئ ددې .
دغه لس درودونه د حضرت آدم ع لسيز بلل کيږي .
دوهم (۲ ) :
د حضرت إبراهيم ( عليه السلام ) لسيز دئ ، ودغه لسيز ته الله پاک په دې مبارک آيت کښي کښي اشاره کړېده :
و إذابتلی إبــراهيمَ ربّه بِکــلِماتٍ فأتمَّهُـــنَّ .
يعني او در ياد کړه اې رسوله هغه وخت چي ازمايښت وکړ د إبراهيم رب دده په يو څو کلمو سره ، بيا پوره کړې ده دغه کلمې ( يعني عَملي يې کړې ) .
له دغو کلمو څخه مراد لَس خويونه دي چي الله پاک ابراهيم ع په هغو سره مأمور کړئ ؤ ، چي پنځه له هغو څخه په سر کښي دي چي هغه پر ککرۍ باندي سم په نيمايي يوه او بل طرف ته د سر د وريښتانو جلاکول ، دبريتو کوچني کول او لنډول ، مسواک وهل ، په خوله او په پزه اوبه رغړول دي .
او پنځه له هغوۍ څخه په نور بدن کښي دي ، چي هغه د نوکانو پرېکول ، د بغلو او تخرګو ويښتان کښل ، ځان سنتول ، حلق العانة او خلالول د ګوتو دي .
ودغو لسو خصلتو ته د حضرت إبراهيم ع لسيز ويل کيږي .
دريم ( ۳ ) :
د حضرت شُعَيب ( عليه السلام ) لسيز ؤ ، په دغه لسيز کښي دوه قوله دي : يو قول دادئ چي دغه لسيز عبارت دئ له هغو لسو کالو څخه چي په هغوۍ کښي حضرت موسی ع د حضرت شعيب ع مزدوري او شپوني وکړه .
او بل قول دادئ چي دا لسيز عبارت دئ له هغو لسو کالو څخه چي شعيب ع هغه و الله ( جل جلاله) ته په ژړا تير کړل او د سترګو ديد يې پکښي ختم سو ، چي بيا بيرته الله پاک د سترګو ديد او غټ کرامتونه وروبخښل .
څلرم ( ۴ ) :
د حضرت موسی ( عليه السلام ) لسيز دئ ، چي په دغه مبارک آيت کښي يې ذکر راغلئ دئ :
( وَ واعدنا موسی ثلاثينَ ليلةً و أتممنا ها بِعَشرٍ ) .
تفصيل ددې په مختصر ډول سره دادئ چي الله پاک و حضرت موسی ع ته وفرمايل چي ته به د طور غره ته راځې او دلته به ديرش ۳۰ ورځي تيروې او هره ورځ به روژه نيسې ، بيا به زه خپل کتاب چي تورات دئ و تاته درکوم .
نو حضرت موسی ع د لوۍ أختر مياشت و کوه طور ته ورسوله او هلته يې مکمله مياشت روژه ونيوله ، وروسته موسی ع ته د خپلي مبارکي خولې بوۍ متغير او بدل معلوم سو ، نو يې د زيتون يوه ټوټه په خوله کښي کيښودله ، په دې وخت کښي الله ( جل جلاله ) ورته وفرمايل چي اې موسی ايا ته عالِم نه وې په دې چي د روژه دار د خولې بوۍ ځما په نزد د مشکو تر بوۍ ډير خوشبويه دئ ، نو په سبب ددې يې وده مبارک ته أمر وکړ چي لَس ورځي به نوري روژه نيسې ، دغه لس ورځي نو د حضرت موسی ع لسيز بلل کيږي .
پنځم ( ۵ ) :
د حضرت محـــــمـــد ( صلی الله عليه وآله وسلم ) لسيز دئ ، چي هغه عبارت دئ له دغو ړومبنيو لسو ورځو څخه د لوۍ أختر د مياشتي .
( کذا قال غوث الأعظم الشيخ عبدالقادر الجيلاني رح في الغنيه )ـ
والسلام ومن الله التوفیق ـ