دخپریدو نیټه : 2012-08-02 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د ریاضت میاشت - اتمه برخه
احمد فرزان
بايد څنګه روژه ولرو؟
لوي خداي ته دي بيشميره شكرونه اوحمدونه وي چي درمضان ديوي لسيزي دروژونيولوتوفيق يي راپه برخه كړ،هغه سترذات چي درمضان دغه دويمي لس ورځي يي دمغفرت ورځي بللي دي اوپه دي ورځوكي يي له بندګانوسره دهغوي دګناهونودبخښي ژمنه كړي ، دهغه پرګران پيغمبردي دروداورحمت وي چي امت ته يي په دغوستروشپوورځوكي دتقوي ، عبادت ، ټولنيزشعورموندلو اودلوي خداي دربارته دلاسونودلپه كولوامركړي اودهغه پرګرانوملګرودي هم رحتونه وي چي هريويي زموږ لپاره دستوري په شان لارښوونكي دي .
درنولوستونكو!
لوي خداي موږ ټول داسلام دسترلارښودحضرت محمد صلي الله عليه وسلم پراطاعت امركړي يو، اوفرمايي چي : اطيعوالله واطيعواالرسول ... دالله اودهغه درسول اطاعت وكړئ .
پيغمبرصلي الله عليه وسلم دالله استازي دي ، هغه چي هرڅه كړي اوويلي دالله پاك له ويناوامرسره يي سم كړي ، لكه څنګه چي پخپله لوي خداي فرمايي : وماينطق عن الهوي ان هوالاوحي يوحي ... هغه له ځانه څه نه وايي ، بلكي داټول هغه ته وحي سوي .
اوداسلام پيغمبرصلي الله عليه وسلم هم فرمايي : انمابعثت معلما... زه يوښونكى راليږل سوي يم .
زه غواړم ددغه سترلارښود اوښونكي پيغمبردروژي ډول تاسوته وښيم ، په هغي كي دواجباتو، ادابو، دوعاګانو، دهغي دحكمونو، ماتونكواوګټوپه اړه په لنډډول مالومات دركړم ، دلوي خدايه غواړم چي موږ اوټولومسلمانانوته دخپل پيغمبردسنت دپيروۍ توفيق راپه برخه كړي اوموږ دهغه ريښتوني لاروي وګرځوي .
*دروژي تعريف:دسهارله څرګنديدلوبيادلمرترلويدوپوري دخوراك څښاك اوجماع څخه په ډډه كولو دلوي څښتن عبادت ته روژه وايي .
* درمضان مياشتي روژه داسلام له اركانوڅخه يومهم ركن دى څنګه چي داسلام لارښود صلي الله عليه وسلم فرمايي : "بني الإسلام على خمس: شهادة أن لا إله إلا الله، وأن محمداً رسول الله، وإقام الصلاة، وإيتاء الزكاة، وصوم رمضان، وحج البيت الحرام" (متفق عليه)
ژباړه : اسلام پرپنځوبنسټونودرول سوي ، دالله پاك پريووالي اودمحمد پررسالت شهادت ، دلمانځه ترسره كول، دزكاة وركړه، درمضان روژه نيول اوكه چيري وس ونودبيت الله شريفي حج كول .
روژه څوك نيسي :
*روژه پرهرمسلمان ، لوي اوهوښيارانسان فرض ده چي پركور وي اود نيولوتوانايي لري .
* كافر روژه نه نيسي ، اوكله چي وروسته اسلام راوړي د تيري روژي قضاهم ورباندي نسته .
* پركوچني چي لادلويښت سرحدته نه وي رسيدلي روژه نه ده فرض خولس كلن اوترهغه زيات عمره كوچنيان دي دعادت نيولوپه موخه په ورژه نيولووګمارل سي .
*ناروغ چي عاجلي درملني ته اړتيالري اودناروغي سره روژه نسي نيولاي كولاي سي ورژه وخوري خوترجوړيدووروسته به بيرته قضاراوړي .
* پرليوني هم روژه نه ده فرض اوكه هرڅونه لوي هم وي نودروژي فديه هم ورباندي نسته ، همداراز هغه باوله چي دښوبدوتوپيرنسي كولاي اوهغه دډيرعمرسړى چي څوك نه پيژني هم كولاي درژي پرځاي فديه وركړي .
* هغه څوك چي په هميشني ډول روژه نسي نيولاي ، ياخودډيرعمروي (شيخ فاني)اوياداسي ناروغ چي ناروغي يي نه رغيږي ، كولاي سي دروژوپه بدل كي فديه وركړي چي دهري ورځي روژي په بدل كي به يومسكين مړوي .
* هغه بلاربي اوياتي وركونكي ميرمني چي روژه ورباندي سخته وي اودنيولوسره يي ماشوم ته زيان رسيږي ، كولاي سي روژي وخوري خوبيادي يي قضاراوړي .
* هغه ميرمني چي په مياشتنيوښځينه ناروغيوكي وي اويايي دزيږون څلويښتي وي هم دي روژي نه نيسي خوقضادي يي راوړي .
* هغه څوك هم كولاي سي روژه وخوري چي ديوچادژوندژغورولوله امله دروژي خوړلوته مجبوروي لكه له غرقيدواوسوځيدوڅخه ديوه بيچاره خلاصوونكى خوقضايي ورباندي لازمه ده .
*مسافرته دروژي خوړل روادي خوكه يي ونيسي هم سمه ده ، داكه دائمي مسافروي لكه دكرايي موټر، الوتكه اواوكښتۍ چلونكي اويالنډمهاله مسافروي لكه له يوه ځايه بل هغه ته تلونكي